تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي امیر د کاروان پوهنتون له رئیس او یو شمیر استادانو سره وکتل

د حزب اسلامي د امیر دفتر

2018-02-15

د حزب سلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار نن پنجشبنې سهار د کاروان پوهنتون له رئیس او ملي سوداګر سید جاوید اندېش، د دغه پوهنتون یو شمیر استادانو او علمي کدرونو سره په خپل هستوګنځي کې وکتل. 

د دغې کتنې په ترڅ کې د کاروان پوهنتون رئیس سید جاوید اندېش، د هاند فکري بهیر بنسټګر او علمي شخصیت انجنیر محمد عارف رسولي، ګل اغا احمدي وردګ او یو شمېر استادانو د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو د برحق جهاد رښتیني بنسټګر او د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار ته د سلواغې د ۲۶مې چې د پخواني شوروي یرغل د ماتې او اشغالګرو ځواکونو د وتلو له ورځې سره برابره وه، مبارکي ووېیله او په دې لار کې یې ښاغلی حکمتیار د یوه مدبر لارښود او ځواکمن جهادي بهیر سالار وباله. دوی همداراز د هیواد په سیاسي، علمي، اقتصادي او امنیتي وضیعت هم خبرې وکړې او په پای کې د حزب اسلامي امیر پرې خپلې څرګندونې وکړې. 

ښاغلي سید جاوید اندېش د حکومت نه پاملرنه، د قانون نه حاکمیت او په حکومت کې د مافیایي کړیو برلاسي د پانګوالو په وړاندې جدي ستونزې وبللې چې په وینا یې ډېری افغان پانګوال یې اړ کړي دي څو خپلې پانګې بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي. ښاغلي اندېش همداراز د خپلو علمي هڅو او په دې لړ کې د یو شمېر ستونزو یادونه هم وکړه او د حزب اسلامي له امیر څخه یې وغوښتل چې په هېواد کې د پانګوالو او علمي مرکزونو ملاتړ وکړي. 

انجنیر محمد عارف رسولي د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې د لاغښتلي کولو ترڅنګ د حزب اسلامي له امیر څخه وغوښتل څو له ځوانانو او نوي نسل سره یې اړیکې نورې هم ډېرې شي. ښاغلي رسولي زیاته کړه، په هېواد کې د لسیزو اوږدې شوې او روانې جګړې په وجه علمي، قانوني او اقتصادي بنسټونو ته ډېر زیان اوښتی چې رغول او ساتل یې د مشرانو جدي هڅو ته اړتیا لري او له حکمتیار صاحب څخه یې وغوښتل چې په دې لاره کې خپلې هڅې او نوښتونه ګړندي کړي. 

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د سلواغې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې او له ویاړه ډکه ورځ وبلله چې په وینا یې د سره ښامار له غاښونو څخه مؤمنو او غیرتمنو افغانانو خپل ګران هېواد وژغوره او د خپلو غیرتمنو پلرونو او نیکونو یاد یې تازه کړ. 

ښاغلي حکمتیار له علمي مرکزونو او پانګوالو ملاتړ د حکومت او ولس لوی مسؤلیت وباله، زیاته یې کړه، ځوانان باید د خپل راتلونکي ښه کولو لپاره لاس په کار شي، په هېواد کې له هر ټولګي نه باید د سولې، سوکالۍ او ارامۍ لپاره فکري سنګر جوړ شي، موږ د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ځوانانو د فکري او علمي روزنې لپاره پوره ژمنتیا لرو، په دې برخه کې د هېواد په سطحه تر ټولو نورو سیاسي جریانونو ډېرې لاسته راوړنې هم لرو. موږ په دې برخه کې د خپل هر اړخیز ملاتړ ژمنه کوو.  

د حزب اسلامي امیر همداراز له هیواده بهر او دننه ۸ میلیونه مهاجرو یادونه وکړه چې ځمکې یې د زورواکو او غاصبینو لخوا غصب شوې دي خو دولت او چارواکي یې په اړه ځان مسؤل نه بولي، د دولتي او شخصي ځمکو غصب او د قدرت ځانګړې جزیرې یې د هېوادوالو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره لوی خنډونه وبلل چې دولتي حاکمیت یې تر جدي سوال لاندې راوستی دی. 

ښاغلي حکمتیار وویل، موږ د انتخاباتو لپاره یوه عملي او د هېواد د ظروفو او شرایطو سره سمه طرحه دولت ته وړاندې کړې ده، داسې طرحه چې ټولو غوښتنو ته په کې ځواب ویل شوی دی او له یو شمیر اغېزمنو لورو سره پرې غږېدلي هم یو او توافق یې پرې کړی، چې په عملي کولو سره به یې په ټاکنو کې روڼتیا او عدالت تضمین شي، څو وکولی شو د ټاکنو له لارې د هېواد بحران ته یوه عملي او اغیزمنه حللار پیدا کړو او راتلونکی پارلمان مو یو باعزته، ولسي ملاتړ لرونکی او اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي. په همدې هیله له ټول ولس څخه غواړو چې د خپلو لوړو ګټو ساتلو په خاطر په خپلو پاکو رایو مؤمن او اهل شخصیتونه تر ولسي جرګې ورسوو. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 

۱۳۹۶​۱۱​۲۶ 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018