تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار : که جهاد یو اتل ولری هغه صوفی پاینده ده .

2018-02-16

که جهاد یو اتل ولری هغه صوفی پاینده ده،

د هغه سیال موږ په افغانستان کی نه لرو

له روسانو پوښتنه وکړو چی هغه چی ډیر تری ویریدل او ډیر بریدونه پری شوی ول، څوک وو دوی به ځواب کی وایی چی صوفی پاینده وو، ده یواځی ۹۰ میله کلکوف له روسانو په غنیمت نیولی ول.

او تر ټولو زیات روسی عسکران هم ده نیولی ول. روسان ډیر پری بمباری وکړه، ډیری حملی پری وکړی خو موفق نشول،

خو هغه ډیر فقیر شخصیت وو، نه یی باغونه شته ، د میرمنی د علاج پیسی یی هم نه وی. خو هغه دومره لوی شخصیت وو. او موږ په دی د الله ج شکر ادا کوو. چی خپل ایمان یی سودا نکړه،صابر او ثابت قدم دی او لمنه یی داغجنه نشوه. خپل حیثیت یی وساتو. په دی باید فخر وکړو . موږ خپل رب سره تعهد ده چی خپل مال او نفس به د الله لپاره قربانی کوو، دا معاهده مو له الله ج سره کړی، داسی چی مومن خپل ژوند او مال د الله په لاره کی د آخرت لپاره قربانی کوی، د الله تعالی په لاره کی د جهاد وړتیا هغه څوک لری چی تیار دی د دنیا ژوند د آخرت په بدله کی وپلوری. یواځی دا کس د جهاد د لاری وړتیا او شایستګی لری.

دا باید بشپړ یقین ولرو چی د مومن قربانی نه ضایع کیږی، هر نیک عمل دوه اجره لری یو په دنیا کی او هم په آخرت، د دی جهاد او قربانی اجر به په دنیا کی هم ګورو او د اسلامی بیرغ به رپانده وی. او قدرت د صالح او مومنو خلکو لاس کی وی، همدا مو آرمان دی.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018