تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

استشهاد او انتحار- د ناپوه مفتيانو او تكفيري انقلابيانو په تله كي :

ورور حکمتیار

2018-02-20

د استشتهاد او انتحار په اړه به مو هغه اظهارات او څرگندوني حتماً اورېدلې وي چي په دې وروستيو كي او له هغه وروسته وړاندي شوي چي له طلوع نيوز سره زما مركه خپره شوه، ځينو استشهادي عمليات حرام وگڼل، هغه ئې له انتحار او ځان وژني سره تشبيه كړل، ځينو حتى د شهادت تمناء او داسي عمليات تحريم كړل چي په هغه كي د وژل كېدو احتمال قوي وي، ځيني تر دې هم وړاندي ولاړل او وئې ويل: زما په فكر بايد افغانان په قطعي او دائمي توگه د وسلو كارول تحريم كړي!!! يعني دا چي له جنگ غوښتونكو سره هم ونه جنگېږي او له تېري كوونكو سره هم!! د هر يوه موخه او محرك څرگند دئ، داسي اظهارات د ځينو مأموريت دئ او په بدل كي ئې اجوره او معاوضه ترلاسه كوي، د ځينو نورو هغه هڅه چي غواړي له دې لاري د هغو ځواكونو حمايت او شاباسى ترلاسه كړي چي د وسلو په زور او د جنگ له لاري پر افغانانو حكومت كوي او غواړي چي افغانان د دوى په خلاف جنگېدل او د وسلې كارول تحريم كړي!! ځيني په دې هم نه پوهېږي چي د داسي اظهاراتو پايلي څومره بدي او وخيمي دي! نه يوازي له اعتقادي پلوه بلكي له سياسي پلوه هم!! له ديني پلوه خو د حلال او حرام په اړه د خپل هوس په غوښتنه قضاوت كول دي چي له كفر او ارتداد سره مترادف عمل گڼل شوى، او له سياسي پلوه د هغو جنگياليو روحيه او عزم سستول چي په زړورتيا او د قربانۍ له مضبوطي جذبې سره د خپل حق، آزادي، خپلواكي، له ديني او ملي ارزښتونو د دفاع په لار كي د جنگېدو او قربانۍ طمع ترې كوو!! 
د دې دواړو؛ انتحار او استشهاد د روښانه توضيح لپاره راشئ يو مثال ستاسو مخي ته كښېږدم: يو تروريست، له انتحاري واسكټ سره په داسي حال كي جومات ته ننوځي چي لمونځ كوونكي د لمانځه لپاره ودرېږي، يو مؤمن مجاهد هغه ته متوجه كېږي، له ځان سره وايي: كه پرېږدم دا بې دينه او وحشي تروريست په جومات كي چاودنه وكړي، وتښتم، يوازي خپل ځان وژغورم؛ خداى ته به څه ځواب وايم، د قرآن دا آيت ئې مخي ته ودرېږي چي وايي: څوك چي يو انسان له مرگ وژغوري داسي دئ لكه چي ټول انسانان ئې له مرگ ژغورلي وي، ځان تروريست ته رسوي، په غېږ كي ئې كلك نيسي، له جومات ئې بهر وړي، د جومات په انگړ كي ئې پر زمكه څملوي، همدا مهال تروريست توانېږي چي د بم بټن كښېكاږي، دى او تروريست وژل كېږي خو ټول لمونځ كوونكي ژغورل كېږي!! په دې دواړو كي د يوه كار حرام او د دين ضد دئ او د بل كار سپېڅلى او شهادت طلبانه. تروريست د مسلمان د ويني حرمت او د خداى د كور (جومات) هتك حرمت نه يوازي جائز گڼلي بلكي هغه ئې جنت ته د رسېدو وسيله او لنډه لار منلې، له همدې كبله مرتد شوى او د اسلام له دائرې وتلى، د قرآن په وينا د داسي قاتل انسان ځاى ابدي دوزخ دئ، اما هغه مؤمن مجاهد د الله تعالى د رضاء حاصلولو لپاره خپل سر قرباني كړى او د مسلمانانو د ژغورني لپاره ئې داسي عمليات تر سره كړي چي په هغه كي ئې وژل كېدا حتمي وه! له جاهلو مفتيانو پوښتنه كوم: آيا دا دواړه برابر دي؟ آيا د شهادت تمناء او داسي شهادت طلبانه عمليات ناجائز دي؟ د قرآن دې آيت په اړه به څه وايئ چي فرمايي: 
وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ.
د آيت مفهوم دا دئ: اې د پيغمبر يارانو! تاسو خو ټولو تر دې وړاندي د شهادت تمناء كوله؛ كله چي د احد په جگړي كي د دې تمناء ترسره كېدو فرصت په لاس درغى نو ولي مو په رډو رډو سترگو ورته كتل؟ يعني ولي مو دا فرصت ضائع كړ، ولي وتښتېدئ، ولي مو رسول الله صلى عليه و سلم يوازي پرېښود؟!! 
عالي جنابانو! هغه څه چي الله تعالى ئې په نه كولو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران گواښلي او معتوب كړي تاسو ئې په كولو خلك د اسلام له دائرې باسئ!!! قرآن شهادت د ټولو صحابه وو ستره تمناء گڼي، له مرگ وېره او له دښمن تېښته د دوى له شأن لري بولي، خو تاسو د شهادت تمناء او داسي عمل چي په نتيجه كي ئې مجاهد وژل كېږي حرام او ځان وژنه بولئ!!! آيا ستاسو فهم، قضاوت او فتوى د تعجب وړ نه ده؟!! 
هيله ده د قرآن د دې مبارك آيت مصداق نشئ: 
وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ* آل عمران: 78
او د دوى (د اهل كتاب علماوو) يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي.
يعني دا مكاره او ټگماره ډله خپلي ليكني او خپلي خبري د الله تعالى كتاب ته منسوبوي، خپل غلط او مغرضانه تفسير او تعبير ته الهي تعبير وايي، دوى دا غلطي قصداً او په لوى لاس كوي، ښه پوهېږي چي دا خبري نه د الله تعالى په كتاب كي شته او نه د الهي كتاب معنى هغه ده چي دوى ئې وايي. په دې آيت پسي له ذكر شوو نورو آيتونو دا په ډاگه معلومېږي چي په دې رنځ اخته كسان هغه دي چي له دين ئې دكان جوړ كړى او له دين او مذهب ناوړه گټه ترلاسه كول په ميراث ورته رسېدلي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018