تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ځوانانو روزنه او اهمیت یی :

استاد قریب الرحمن سعید

2018-02-24

نن د حزب اسلامي د سکرتریت نه خبر خپور شو چي د حزب امیر به پس له دی په اونۍ کی یوځل د ځوانانو ، علماؤ او منورینو په یوه حلقه کی هغوی ته د درس او تدریس لړۍ پیلوي ، دهغه دغه درس به دهغه ددوو کتابونو هر یو «ساینس او دقران علمي اعجاز» او‌« ایا عیبی در قران یافته اید» له مخی پیلیږی . د درس دغه حلقه به د حزب دامیر په سکرتریت کي پیلیږي او بیا به د کومی تلویزوني شبکي له لاري د عام ولس دپوهاوی له پاره هم وړاندی کیږي .
د سکرتریت نه په راغلی وینا کي ویل شوي چي:
«د تېرې جمعې په ورځ د دغو درسونو د پرانیستې په غونډه کې دحزب امیر وویل «زموږ موخه په هېوادوالو په ځانګړي ډول ځوانان نسل کې د خپلو سپېڅولو دیني او ملي ارزښتونو ځواکمنول او خپرول دي چې له بده مرغه د مختلفو غربي او نورو سیمییزو مردودو فرهنګي او کلتوري یرغلونو سره مخ دي څو وکولی شي د خپلو سپېڅلو اسلامي او افغاني ارزښتونو په ګاڼه سمبال او مقابلې ته یې چمتو شو ،په وروستیو کې د یو شمېر ملحدینو لخوا چې بېخ یې په غرب کې دی په قران عظیم الشأن او نورو سپېڅلو دیني ارزښتونو ناقص او مغرض اعتراضات کېږي، که څه هم چې زموږ مؤمن او موحد وروڼه او خویندې به هېڅکله د داسې پوچو او بې معنا نظریاتو تر اغېز لاندې رانه شي خو شونې ده چې له دین څخه د ناخبرۍ په وجه به یو شمېر کسان د دغو عناصرو تر پوچو افکارو لاندې راځي. د دغو مغرضو ملحدینو له ډلې یو ایرانی لیکوال، سروش دی چې بي بي سي ورته د فیلسوف لقب ورکړی او په قران عظیم الشأن باندې د خپلې ناولې عقیدې له مخې بې معنا اعتراضات کوي، ما خپل وروستی کتاب (پاسخ به نظریه پردازی های واهی سروش) د همده د پوچو نظریاتو په رد کې لیکلی دی»
دحزب امیر چي د ګڼ شمیر کتابونو لیکوال ، د قران کریم مفسر، او د بخاري مشرح هم دی ، د الله تعالی له لوري په ځانګړی استعداد او وړتیاو نازول شوی ، چي د کچی شخصیت یی په هیواد کي لا څه چي دنړۍ په سطحه هم په دي نژدی کلیزو کي نه تر سترګو کیږي. د هغه دقران دتفسیر نه علاوه ، د قران کریم ترجمه او ژباړه پخپله د یوه اعجاز نه کم نه دی، ځکه هغه یی ترجمه په داسي معجزه توګه او په داسي ساده او پوهیدونکو الفاظو کي را نغاړلی چي د قران کریم اصل ژورتیا ته انسان ورکیباسي او د ډیر کم علمه وګړی د پوهیدو له پاره یی د پوهی وړ ګرځولی . په دی خاطر ټول هغه دوستان چي دقران کریم سره علاقه او مینه لري ، سپارښتنه کوم چي دخپل ژوند دسمون او د خپلی فکري روزنی او دخپلو اولادونو د ښی تربیی په خاطر د قران کریم دغه ژباړه هرو مرو ولولي. 
د ټولنو پرمختګ ، اصلاح او د یوی سالمی ټولنی رامنځته کول د ځوان کوول د تربیی او روزنی پوری تړلي دی ، ترهغي چی د ځوانانو د روزنی له پاره د مکتبي کتابونو ترڅنګ دفکري ژوری او عمیقي تربیی او روزنی له پاره کار ونه کړل شی ، ټولنه به د فساد او مافیایی کړیو په ولکه څرخیږی .
زمونږ په ټولنه کی ، په تأسف سره باید عرض کړم چي هم د شورویانو دعسکري اشغال په دوران کي او هم دهغي وروسته د ناټود اشغال په دوران کی هڅه شوی ترڅو د ځوانانو اذهان پریمنځل شي ، د فحاشت اوفساد لړۍ په کی خپره شي ، تلویزونی او تبلیغاتي دستګاوی دداسي وګړو په لاسو کی وي چي هغوی د ټولنی د ځوان نسل مغز اوذهن په زهرو ککړولی شي . ددغو نیواکګرانو ټوله هڅه همدا وه او اوس هم ده چي ځوان نسل ددین نه بی لاری د وطن اوهیواد په اړه یی بی تفاوته او دخپلی راتلونکی په اړه یی مغرور او متکبر کړي .
نن مو هیواد دهمداسی مسایلو او ستونزو سره مخ دی ، د (VCR) او فاسدو ویډیو ګانو بازار ګرم دی، او په دی بازار کی د زیرکو تیلفونو ونډه نوره هم زیاته شوی ده . د انټرنیټ نه دغلطی استفادی کولو، په اړه دپوښتنی کولو له پاره کومه مرجع شتون نه لري ، او نه د علماؤ جوړ شوي کمیسیونونه او ستری ستری اتحادیی دداسی مجرمانه کړچار د بندولو له پاره کوم فعالیت لري .
دهیواد مافیایی کړۍ او ګڼ شمیر واکداران ، چي په هر وزارت او یا مؤسسه کی دی ، په هیواد کي دفحاشت اوفساد په خپرولو کی تر ټولو زیات رول لری ، اوپخپله هم د فساد په خاطر د دوبۍ ، ترکیی او یا هم د تاجکستان ، ازبکستان او روسیی په لور مخه کوي . 
نن په یو شمیر تلویزونو کي داسی ډیالوګونه او ډرامي خپریږي چي زمونږ د ځوان نسل اذهان په اتوماتیکه توګه زهرجنوي ،دا ډرامی که دهندوانو دي او که د ترکانو او یا هم د ایرانیانو ، ټولی مبتذلی او د ځوان نسل د ذهني تباهۍ اساس ګرځی . بدبختانه چي زمونږ د هیواد تعلیمي او روزنیزي مؤسسی دومره زیاتي ،او دومره غیر منظمی او ډیره کي یی دداسی وګړو په لاسو کی دی چي هغوی پخپله ذهنی اوفکر روزنی ته اړتیا لري . دښځواو نرو ګډ تعلیم اودهغوی له پاره د تفریحي ازادی فضا تهیه کول او د بی واکۍ ازادۍ له مخی دهغوی خپلمنځي اړیکو ټولنه په کامله توګه بل لوری ته روانه کړی .
په دی اساس دا د ټولنی د ټولو علماؤ ، منورینو او مشرانو مسؤلیت دی چي د ځوان نسل د غوره تربیی اوروزنی په خاطر دغسی جدی قدمونه واخلي .
زه د حزب دامیر دا پریکړه محترمه او په ځای ګڼم ، ځکه زمونږ د ټولنی تر ۶۰ زیاته سلمه همدا ځوانان تشکیلوي او زمونږ راتلونکي هم په همدی ځوانانو پوری تړاو لری . په دی خاطر دا درسونه د اونیزو درسونو په ځآی لږ تر لږه په اونۍ کي دوه ځلی د تلویزونی او رادیوی خپرونو سره یو ځای پیل کړل شی او ترڅنګ یی په ټولنیزو شبکو کي د عامو وګړو اود هغوی له پاره چي په مناسبه موقع کي یی د اوریدو توان لري ، خپاره کړل شی . 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018