تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له شمشاد تلویزین سره د حزب اسلامی د مجاهد مشر او ملی قائد ځانګړې مرکه :

ځانګړې مرکه

2018-02-26

د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر ورور حکمتیار د روان کال د سلواغې په ۲۵ مه د شمشاد ټلویزیون د خبریال سره مرکه کړي چي بشپړ متن ته یې ستاسی پام راګرځوو.

د جګړې تعریف د نورو جهتونو څخه ستاسو تعریف متفاوت وي، طالبان يې مقدسه جګړه ګڼي، ځينې نور يې نيابتې جګړه بولي، ولسمشر يې پاکستان سره نا اعلان شوي جګړه ګڼې او ځينې نور يې د امريکائیانو د پروژو زيږنده ګڼې، ددغې جګړې ماهيت او تعريف ستاسي له نظره څه دی؟
ځواب: دا جګړه ډېره اوږده سابقه لري، څلور لسيزي کيږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، په ۱۳۵۷ کـال کې ددې جګړې بنسټ کېښودلی شو. د مسکو له لوري روسان؛ چې غوښتل يې د افغانستان له لارې د هند سمندر ته ورسيږي. د نړۍ ډېر هېوادونه هغوي نيولي و او ډير ستر ځواک ترې جوړ شوی و. مغرورو، بدمست؛ چې يې فکر کولو هېڅوک د هغوي د مقابلې توان نه لري، ځکه امريکا ته يې ماته ورکړې وه، ډير مهم اسلامي هېوادونه يې هم نيولي و، عراق سوريه، يمن، مصر، سوډان. دا ټول د هغوي په اقمارو کې شامل شوي و. ایران کې هم تمه دا وه چې د حزب توده ځواکمن او منظم ګوند وکولای شي انقلاب راولي. افغانستان خو د هغوی په لاس کې و. پوځ هغوي روزلي و، افسران د دوي په لاس روزل شوي و،  وسايل يې هم ټول روسي. شاهي نظام له دې پلوه افغانستان روسانو ته سپارلی و. د افغانستان کار ورته ډېر آسان معلومېده. د شاهې کورنی د يو ځواکمن غړي تر مشرۍ لاندې کودتا وشوه.
قدرت يې تر لاسه کړ. ولې کله چې هغه (داود) د دوي له محوره د وتلو هڅه وکړه، نو د هغه په خلاف يې کودتا وکړه او هغه په قتل ورسېد او قدرت د کمونستانو لاس ته ورغی. له همدې ورځې د جګړې  بنسټ کېښودل شو. دا جګړه له شوروي ځواکونو ناټو ته په ميراث پاتې شوه، نو روانه جګړه د هماغه پخوانۍ جګړې تسلسل دی.


پوښتنه: دا جګړه يو حق او باطل بايد ولري په دواړو اړخونو کې؟ 
 ځواب : په دې جنګ کې افغانان مظلوم دي. په هېواد يې تیری شوی. له خپل هېواده، له خپلواکۍ، استقلال، آزادي او له خپلو ديني او ملي ارزښتونو دفاع د دوی حق و. دا يو مقدس جنګ وو، هغه افغانان چې په دې جنګ کې وژل شوي هغوی شهیدان دي، هغه چې شعار ئې آزادي وه د خپلواکئ لپاره جنګيدلي دي، دې کې به څوک شک ولري  چې دا يو بر حق جهاد او مقاومت وو. د نړئ ټولو ولسونو ددې نه حمایت کړی، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ۱۲۵ هېوادونو د روسانو يرغل غندلی او د افغان جهاد او مقاومت ملاتړ يې کړی. حتی دوی ټولو افغانانو او افغان مجاهدينو ته د آزادئ د جنګ د اتلانو په سترګه کتل او د هغوی په جهاد يې فخر کاوه او بريا يې هم د ټولې نړۍ لپاره بريا ګڼله او واقعیت دادی چې شوروي اتحاد همدلته مات شو، د همدې جګړې د ماتې په نتیجه کې په زوال محکوم شو، هغه شوروي اتحاد چې ټولې نړۍ ته ګواښ وو.


پوښتنه : ولې موږ له لسو نه تر دیارلسو کلونو دغه جګړه درلوده چې تاسو هغه ته د حق او باطل نوم ورکوئ، تر هغه وروسته موږ ديرش کاله کيږي چې جګړه زغمو؟
ځواب : ما عرض وکړ چې دا د همغه مخکینۍ جګړې تسلسل دی، یوازې نوم یې بدل شوی، ماشین یې  هم هماغه مخکینی دی. ستراتیژي یې هم هماغه زړه ستراتیژي ده. څوک چې دې لوري ته جنګېږي هم هماغه دي چې مخکې جنګېدل، مخکې د شوروي ځواکونو په څنګ کې او بیا وروسته د ناټو ځواکونو په څنګ کې ودرېدل. زه نه پوهېږم ددې دواړو تر څنګ به څنګه یو عقلمند انسان په توپیر قایل وي.


پوښتنه: فکر نه کوئ د ناټو تر ټولو سرسخت متحدین ستاسو همسنګره مجاهدین ول، هغه نه چې وروسته مو اختلاف ورسره پیدا شو، هغه چې د روسانو سره د مقابلې پر وخت ستاسو تر څنګ ولاړ ول؟
ځواب: حقیقت دا دی، هغه چې د شوروي ځواکونو سره ملګري ول د ناټو سره هم ملګري شول.


پوښتنه: ولو که مجاهد هم ول؟
ځواب: لومړی باید دا واضح کړو چې مجاهد چا ته وایي!؟ مجاهد هغه دی چې د یو سپېڅلي آرمان لپاره جنګېږي، د حق او عدالت لپاره جنګېږي، جهاد یو دیني مفهوم دی او اطلاق یې پر هغه چا کېږي چې د الله د رضا لپاره او د مظلومانو د ژغورنې لپاره جنګېږي. دا نوم اسلام وضعه کړی. لکه څرنګه یې چې د لمانځه او روژې لپاره نومونه غوره کړي دي. اسلام د آزادۍ او عدالت لپاره جنګ او مقاومت لپاره یو خاص نوم غوره کړی چې هغه جهاد في سبیل الله دی. لکه څرنګه چې څوک په روژه کې د روژې اداب او اصول مراعات نه کړي؛ هغه ته روژتي نه شو ویلی. داسې څوک چې د جهاد ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، شعارونو او آرمانونو ته یې شا کړي او جفا او خیانت ورسره وکړي؛ هغه ته هېڅکله مجاهد نه شو ویلی. هغوی په نامه مجاهدین ګڼلی شو چې د شوروي ځواکونو سره یو ځای شوي دي، د هغوی سره یې ائتلاف کړی، د هغوی تر قوماندې لاندې د خپلو حریفانو او رقیبانو او د افغان ولس سره جنګېدلي دي، او دا په هېڅ توګه مجاهد نه شو ګڼلی. هغه چې اختلاس یې کړی، ځمکې یې غصب کړې، بانکونه یې لوټلي دي له خپل قوم او ولس سره جنګېدلي، هغه چې تعصبات یې پارولي دي، هغه چې د خلکو ځمکې او کورونه یې ترې غصب کړي، هغه چې مجلل قصرونه لري، هغه چې د اشرافي ژوند خاوندان شوي دي، هغه چې پانګې او شتمنۍ یې بهر ته لېږدولې دي، په بهر کې هم کورونه او قصرونه لري، هغه چې قبرونه یې هم ښیي چې څه یې کړي او قصرونه یې هم ښیي. هغوی ته څنګه د مجاهد خطاب کولی شو؟!


پوښتنه: نن هم داسې یوه جګړه روانه ده چې یو څوک راځي افغان سرتېري وژني او افغانان شهیدانوي، آیا دا همغه جګړه ده چې تاسو کوله؟
ځواب: دې کې ډېر زیات توپیر دی. ددې پلوه چې هلته اقتدار د یوې داسې ډلې لاس کې و چې په سریع توګه به یې ویل، چې په خدای باور نه لرو او نه به یې د افغان ولس د دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی کاوه. هغوی دیني مقدسات تر پښو لاندې کول، نه یې په خدای باور و او نه یې په اسلام او دین. هغوی غوښتل چې افغانستان د شوروي اتحاد یوه برخه شي، لکه د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په څېر. هغوی شوروي ځواکونو ته بلنه ورکړه چې راشي افغانستان اشغال کړي، د هغوی په جازونو او ټانکونو کې کابل ته راورسېدل، که یو په بل بدل شوی، روسي جنرالانو یو په بل بدل کړي. کله یې یو مناسب ګڼلی دی او کله یې په تورو ښیښو موټرو کې له ارګه اېستلی او په عوض کې یې بل راوستلی دی. اوس دې خوا ته پوځ او امنیتي ځواکونه داسې دي چې په اسلام باور لري، خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی لري، د روژې په میاشت کې روژه نیسي، جماعت ته درومي او لمونځ کوي، چې مري د شهادت کلمه وایي، د همدې لپاره مو پرېکړه کړې وه او ټولو مجاهدینو ته مو په ټینګه لارښوونه کړې وه چې په هېڅ توګه او په هېڅ ځای کې افغان پوځ او امنیتي ځواکونو برید ونه کړي؛ مګر هغه وخت چې مجبور شي، له ځانه دفاع ته اړ شي، که د هغه د ټوپک په میل کې یوه مرمۍ هم وي، هغه باید وساتي بهرنیو ځواکونو ته او په هېڅ توګه په افغان ملي او امنیتي ځواکونو برید ونه کړي. حقیقت دا دی چې ډېر ناپوه انسان به د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې په افغانانو برید کوي. په ځانګړي ډول هغه چې ځي او په جوماتونو کې چاودنې کوي، د خلکو په ګڼې ګوڼې ځایونو کې چاودنې کوي، د ولس د غم او ښادي په مراسمو کې چاودنې کوي او یا به روغتونونو کې چاودنې کوي. په تفسیر او درس باندې بوخت عالم ته به جومات کې ماین ږدي او چاودنه کوي، په جومات کې راغونډ شوي افغان افسران او سرتېري د لمانځه په وخت کې وژني. نه پوهېږم چې ددې لپاره به څوک دیني او عقلي توجه ولري؟!


پوښتنه: یعنې څوک چې په افغان سرتېرو ډز کوي دیني توجیه ځانته نه شي پیدا کولی؟
ځواب: قطعأ یې نه شي پیدا کولی. عرض کوم چې د مسلمانانو ترمنځ هم د جنګ احتمال شته. کېدی شي دوه لوري وي او دواړه مسلمانان وي. قران وایي چې که د دوه مؤمنو ډلو ترمنځ جنګ و؛ ترمنځ روغه جوړه وکړئ! او که یوې ډلې بغاوت کاوه او سولې ته نه حاضرېدل؛ پرخلاف یې وجنګېږي! یعنې باید بې طرفه، بې تفاوته او تماشاچي ونه اوسو؛ بلکې د دواړو جنګېدونکو ډلو ترمنځ مداخله او روغه جوړه وکړو. د قرآن صریح آیت دی چې که د مؤمنانو دوه طایفې په خپلو منځونو کې په جنګ کې ښکېل شوې، نو باید د دواړو ډلو ترمنځ روغه جوړه وکړئ! او که یوه لوري بغاوت او تېری کاوه؛ د هغه پرخلاف وجنګېږئ! تر هغه چې د خدای جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، چې هغه سوله او روغه جوړه ده، د عدالت منل دي، او که دې ته چمتو شول نو د هغوی ترمنځ په عدل او قسط سره پرېکړه وکړئ! عدل یعنې دواړه لوري برابر وګڼئ! او قسط د دواړو ترمنځ فیصله وکړئ! سوله هغه وخت راتلی شي چې عدالت تأمین شي او دواړه لوري برابر وګڼل شي او حق حقدار ته وسپارل شي. 


پوښتنه: آیا تاسو دا منئ چې دا یوه نیابتي جګړه ده؟
ځواب: دې کې شک نشته چې په دې جنګ کې ډېرې زیاتې استخباراتي کړۍ لاس لري.


پوښتنه: مهمې یې کومې دي؟
ځواب: زموږ په ګاونډیو پورې اړوندې استخباراتي کړۍ او هغه ځواکونه چې افغانستان ورته ډېر ستراتیژیک اهمیت لري، هغه چې په خپلو کې سیاسي، استخباراتي او نظامي رقابتونه لري هغوی خپل رقابتونه افغانستان ته رآنتقال کړي. ځینې یې غواړي چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته ورسېږي او د هغوی په زېرمو مسلط شي. ځینې غواړي چې د مرکزي اسیا لور ته لار پیدا کړي او د هغوی ګاز او نفت د افغانستان له لارې انتقال کړي. ځینې غواړي چې مرکزي اسیا همداسې تړلې پاتې وي، لارې یې بندې او روسیې پورې متکي وي. چین ته افغانستان اهمیت لري، روسیې، پاکستان، هند او ایران ته ارزښت لري. په دې جنګ کې دا ټول لوري په یوه او بله بڼه برخه لري. واقعیت دا دی چې ددې جنګ یو لوری استخباراتي شبکې دي، یو لوری په نیابتي جګړه کې ښکېل دی او غواړي نیابتي جګړه پر مخ بوزي.
پوښتنه: اساسي مسئله دا ده چې موږ باید عامل یا مقصر پیدا کړو. نه یوازې ولسمشر بلکې عامو افغانانو ته هغه بریدونه چې په دې وروستیو کې په کابل کې وشول د دوی حوصله ختمه کړه او د سولې پروسې ته یې هم زیانونه واړول. څوک د جګړې دوام غواړي، څوک سوله غواړي او څوک د سولې په برخه کې اغېزمن رول لوبولی شي؟


ځواب: یو خو دا چې د جګړې عوامل څه دي، په مجموع کې دوه ډوله لوی عوامل لري، بهرني او کورني. بهرني عوامل یې دا دي چې ځینو هېوادونو ته افغانستان حساس او ستراتیژیک اهمیت لري. د افغانستان حساس او ستراتيژیک موقعیت ددې باعث شوی چې هغوی په جنګ پانګونه او لاسوهنې وکړي، ددې جنګ دوام غواړي او دا ددې لپاره چې افغانستان د یو پُل حیثیت لري، جنوبي او مرکزي اسیا سره نښلوي. دا ددې لپاره چې افغانستان پراخې زېرمې لري، چې لا تر ځمکې لاندې دي او د ډېرو حرص یې هم راپارولی دی. افغانستان د لېتیم تر ټولو سترې زېرمې لري، ځینې شمېرې وایي چې ارزښت یې د سعودي د تېلو سره برابر دی. افغانستان د مس، اوسپنې او سرو زرو ډېر ستر ستر کانونه لري چې کیفیت یې هم د نورو په مقایسه لوړ دی. افغانستان یورانیم لري، ګاز یې د ایران د نیمایي ګاز په اندازه دی. زمرد، لاجورد او الماس یې د کیفیت له پلوه ډېر لوړ دي او مقدار یې هم ښه ډېر دی، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندې زېرمې او کانونه؛ طبیعې ده چې د ډېرو حرص یې پارولی دی. هغوی غواړي چې په افغانستان مسلط وي، د هغوی د خوښې حکومت وي، دا زېرمې د هغوی په لاس کې وي او د جګړې یو لوی لامل همدا دی. دغو ځواکونو چې په خپلو منځونو کې شدید سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه لري د نړۍ په نورو سیمو کې هم او افغانستان ته یې جنګ د همدې لپاره رآنتقال کړی دی.
کورني عوامل یې هم دا چې هر بهرنی ځواک افغانستان ته راغلی، یوه ډله یې استخدام کړې. داسې یوه کمزورې ډله چې تل په بهرنیو متکي وي.  او د نورو په خلاف یې جنګوي. شوروي ځواکونو همداسې وکړل او دا دی وینو چې ناټو هم دا کار کوي. دا ډلې هم په بشپړه توګه په بهرني حمایت متکي وي. نه د هغوی له امر نه بغاوت کولی شي او نه د هغوی د خوښې او خلاف کومه خبره کولی شي. یو ځواکمن حزب چې ملي ملاتړ ولري، منظم وي او په ولس کې له لوی اعتبار څخه برخمن وي؛ هېڅکله دوی نه انتخابوي او نه یې خوښوي. بلکې داسې ګوندونه دوی له منځه وړي.


پوښتنه: کيداى شي ستاسو په اړه هم يو تور واوسي او هغه دا چې وايي؛ تاسو هم د يو چا په نيابت جگړه کوله او ښايي دا اتهامات تاسو هم اوريدلي وي؟
ځواب: تاسو د پاکستان په نيابت تورنېږۍ، حتى د امريکايانو تور درباندې ولگيده، د عربي نړۍ او ځينو نورو آدرسونو تور درباندې لگيږي او دا تورونه ستاسو د رقيبانو او ستاسو د مخالفو آدرسونو لخوا پورې کيږي؟


پوښتنه: د چا؟ 
ځواب: دا هسې يو تور دى، يوه ادعا ده، بى بنسټه، چي د هغه لپاره هيڅ ثبوت نه لري. 


پوښتنه: ستاسو ثبوت؟
ځواب: زمونږ ثبوت دا چي راغلي، د هغوى په څنگ کي ولاړ دي، يونيفورم ئي د هغوى دى، د هغوى ټوپک ئي په اوږه دى، عملاً ئي نظامي او سياسي واک هغوى ته سپارلى دى د هغوى تر قوماندې لاندې جنگيږي ,هغوى ته ئي بلنه ورکړې چي افغانستان ته خپل فوځونه راوليږي، اروپا ته تللي او هغوى ته ئي ويلي، چي که تاسو را نه شئ نو تروريزم به اروپا، امريکا، پاريس او واشنگټن ته هم ورسيږي. غوښته ئي ترې کړې، ورته ويل شوي چې راځي، که رانغلئ نو تروريزم ستاسو تر کور پورې رسيږي.  او چي کله راغلي دي، نو ورته ويل شوي چي غټ غټ بمونه استعمال کړي، واړه کفايت نه کوي او ددې لپاره دومره ثبوتونه شته چي هېڅ حد نه لري. دوى د شوروي ځواکونو سره هم ائتلاف کړى دى، د ملګرتيا اوږدې معاهدې ئي لاسليک کړي، او د حزب پر خلاف د پاکستان تور خو دومره بې بنسټه دى چې هېڅ حد نه لري. پاکستان کې چي د افغانستان څومره حکومتونه جوړ شوي، پاکستان يو ځل هم دېته چمتو نه شو چي جمهوري رياست حزب اسلامي ته وسپاري.  او چي کله ناټو افغانستان ته راتله نو زما خپلوان په پاکستان کي نيول شوي. زما زوم، زما ورور، زما وراره، زما نيږدي ملگري، زما د حمايي ډلې مشر چي ونيول شو تر تعذيب لاندې په شهادت ورسيد. زما زوم سفير وو او لاس تړلى ئي امريکايانو ته سپارلى دى، چي هغوى افغانستان ته را انتقال کړل او په پنجشير کي ساتل کيده. په پنجشير کې د هغوى تر ټولو ډاروونکى زندان وو او تر ټولو خطرناک زندانيان ئي هلته ساتل. زه چي کله له ايران نه راوتلم او ايران پرېکړه وکړه چي زه بايد له ايران نه ووځم او له امريکايانو سره ئي تعهد دا وه چي زه په داسې لار لاړ شم چي امريکايان مې و نه نيسي. ماته د هغه وخت د صوبه سرحد گورنر جنرال افتخار د حزب د يو فرد په لاس پېغام راولېږه چي پاکستان ته را نه شې او که راغلې نو موږ دې امريکايانو ته سپارو. زما لپاره په وار وار په پاکستان کې تلاشي گانې شوې دي. نصرت مينه خو څو ء څو ځلي زما لپاره محاصره شوې. کور، کور ئي تلاشي شوى په پاکستان کي ښاغلى مجددي جمهور رئيس شو، په پاکستان کې ښاغلى برهان الدين رباني جمهور رئيس شو، پاکستان کې آمر مسعود وزير دفاع شو، خو زه نه! او تاسو ته په ياد دي چي طالبان په پاکستان کي د حزب اسلامى پر ضد رامنځته شول. د امريکا په وينا هغه مهـال چي د کابل حکومت زموږ په واړندې خپل توان په بشپړ ډول له لاسه ورکړى وو او ماته ښاغلي برهان الدين ربانى احوال راوليږه چي ووائى زه قدرت چاته وسپارم؟ ماته څو نومونه راکړه او ما دا نومونه هم ور ولېږل. وضعيت ئي داسې وو چي دوى هلته نور مقاومت نه شو کولى، ځکه د دوى هغه د جبل السراج ناولى ائتلاف ختم شوى وو. حزب وحدت ترې وتلى وو. جنبش ترې وتلى وو. نه يوازې ترې وتلى وو، بلکې د هغوى ترمينځ خونړى جګړې پيل شوې. نيمايي کابل د دوى د جګړو په ترڅ کې وران شو. هغوى نور د مقاومت توان له لاسه ورکړى وو. همدغه مهال په پاکستان کې طالبان وزېږېدل او د طالبانو او استاد رباني ترمنځ ائتلاف هم په پاکستان کې رامينځ ته شو. د جنرال نصيرالله بابر په وساطت او اشراف لاندې او پرېکړه دا وه چي دوى به د حزب اسلامي پر خلاف جنگيږي، طالبان به له شا بريد کوي او زموږ په سنگرونو به د کابل حکومت جهازونه بمونه وروي او چي کله کابل فتح شو او حزب اسلامي د کابل له شاوخوا نه ووتل، نو په گډه به په کابل کي ائتلافي حکومت جوړيږي، د ظاهرشاه تر قيادت او مشرۍ لاندې. طالبان د دوى پخواني ملگرى وو.

 

پوښتنه: تاسو له چا سره د سولې وساطت کوئ. له هغه آدرس سره تاسو د سولې وساطت کوئ چې په صدارت څلور لارې کې ئي تر سلو زيات افغانان شهيدان کړل او يا دا چي تاسو له هغه چا سره هم د سولې وساطت کوئ چي هره ورځ په سلگونو افغانانو وژني. آيا تاسو کوم مشخص آدرس لرئ چي له هغه سره د سولې وساطت وکړئ، ځکه وضعيت نن دومره پيچيلۍ شوى چي د کابل حکومت په وينا له شلو زيات وسلوالې ډلې فعاليت لري. نو تاسو به له کومې ډلې سره وساطت وکړئ؟
ځواب: يو خو دا دى چي د بحران د حل عملي او آسانه لار کومه ده؟ بل د دولت د وسلوالو مخالفينو سره مذاکرات  او سوله ده. سوله له سوله غوښتونکو سره، جنگ له هغوى سره چي په جنگ ټينگار کوي. که په مخالفينو کي داسې لورى وي چي هغوى له جنگ نه ستړي شوي دي او غواړي چي جنگ پاى ته ورسيږي سوله کوي، له هغوى سره بايد سوله وشي. موږ غواړو دغه لورى چي له جنگ نه ستومانه دى، د جنگ په دوام باور نه لري، د جنگ خاتمه غواړي، جنگ ته اړ کړاى شوي دي. يوه ډله داسې دي چي جنگ ته اړ کړاى شوي دي، شمېريې هم کم نه دى، هغه چي کورونه ئي غصب شوي دي، هغه چي ځمکې ئي غصب شوې دي،هغه چي له خپلې سيمې شړل شوي دي، هغه چي ورور، پلار، ځوى ئي وژل شوي دي، هغه چي اوس هم خپل کور کلى او سيمې ته نه شي تللى. هلته ئي نه سر خوندى دى او نه عزت. هغه چي جنگ ته اړ شوي چې وسله واخلي. د طالب عنوان فقط هغه ته يو آدرس دى نه بل څه. که بل څوک هم واى د هغه په څنگ کي به ودريدو او جنگيده به، خپل انتقام به يى اخستي ددى لپاره چي خپل حق ترلاسه کړى.  شميره ئى ما عرض وکړل چي اته مليونه دى. اته مليونه مهاجر.  دا د همدى جنگ په نتيجه کي هجرت ته اړ شوي دي او که د دوى په سلو کي يو هم همت وکړي، د خپل غچ او انتقام اخستلو له پاره ملا وتړى شمير يى اتيا زره کيږي. نه امريکا د اتيا زره جنگياليو مقابله کولي شي او نه د کابل حکومت. د جنگ يو لوى عامل همدا ده. موږ وايو هغه چي جنگ ته اړ کړاى شوي دي، هغه چي د جنگ دوام نه غواړي سوله غواړي، له هغوى سره بايد مذاکرات وشي هغوى ته بايد غېږ پرانيستل شي، د هغوى مجبوريتونه بايد درک کړو، د هغوى معقولې غوښتنې بايد ومنل شي او هغوى بايد مطمئن کړاى شي چي يوه پتمنه سوله ممکنه ده. دا پدې معنى نه چي هغوى خپل حريف او رقيب ته تسليميږي. بلکې سوله ددې لپاره چي عدالت تآمين شي او د جنگ عوامل له مينځه لاړ شي. له همدوى سره بايد سوله وشي او په همدى شرايطو.  هغه چي په جنگ ټينگار کوي، د هغوى پر خلاف له جنگ نه پرته بله چاره نه لرو. دا ډيره خوشې خبره ده چي څوک وايي سوله نه غواړم.  او تر هغو پورې بايد جنگ دوام وکړي چي مقابل لورى وځپل شي په بشپړه توگه د هغه ټغر ټول شي. هغه هم په خپل زور او ځواک نه، بلکې د پرديو په مټ. امريکايان بايد دوى ورته وځپى. او د هغو خبرې هم خوشې ده چي وايي جنگ په بشپړه توګه تحريم. څوک چي سوله غواړي جنگ ته هم بايد ملا وتړلي، ځکه داسې ځواکونه شته چي هغوى د جنگ دوام غواړي او له دې پرته چې په جنگ د هغوى ځواب وويل شي بله چاره نلرو. 
 نور بیا 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018