تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سر محقق عبدالله بختاني د وفات په مناسبت د حزب اسلامي دمشر د تسليت پيغام

ورور حكمتيار

2018-02-27

بسم الله الرحمن الرحيم

إنا لله و إنا إليه راجعون
د مرحوم سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار درنې كورنۍ ته!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د مرحوم سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات په مناسبت تاسو او ټولو هغو افغانانو ته تسليت وړاندي كوم چي د ده مړيني غمجن كړي. هغه خپل ژوند د خپل ولس د سوکالۍ په لار كي وقف كړى وو، د عمر لويه برخه ئې د تدريس، تحقيق او ادبي ليكنو په چارو كي تېره كړه، په سلگونو افغانانو د ده له تدريس، تحقيق او ليكنو گټه پورته كړې، يقيناً چي د ده په مړيني سره افغان ولس د پښتو ادب له يوه متين، پياوړي او مخور عالم محروم شو او د پښتو ژبپوهانو په صفوفو كي داسي لويه تشه راپيدا شوې چي ډكول ئې گران كار دئ. الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وكړي او په جنت كي دي د ده درجې لوړي كړي، تاسو ته دي اجر او صبر در په برخه كړي.
په الله تعالى مو سپارم. 
په احترام

حكمتيار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018