تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د شهيد حمزه کورنۍ ته د ورور حکمتیار د تسليت پيغام :

ورور حکمتیار

2018-03-02

د نوميالي مجاهد محترم ورور شهيد حمزه درنې کورنۍ ته:
 السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

د نوميالي او زړه ور قومندان شهيد حمزه مظلومانه شهادت په مناسبت  تاسو، دډه مومنو همسنګرانو او تولو هغه کسانوته تسلیت وړاندی کوم چی  په دی غم کی تاسره شریک دي، الله تعالى دي هغه ته د احد او بدر د شهيدانو درجه ورکړي، هغه دي په خپل وسيع رحمت او مغفرت سره ونازوي، د هغه جهادونه او شهادت دي قبول کړي، په جنت کي دي د ده درجې لوړي او د ده نېکي هيلي او آرمانونه ترسره کړي او تاسو او د ده ټولو خپلوانو او ديني وروڼو ته دي اجر او صبر در په برخه کړي.  

هغه په دواړو جهادونو کي فعاله او ځلانده ونډه درلوده، مصمم وو چي د ژوند تر وروستيو سيلگو او تر هغه چي په خپلواک او آزاد افغانستان کي د اسلام بيرغ رپانده وگوري؛ خپل جهاد ته ادامه ورکړي، هيله ده الله تعالى د هغه دا سپېڅلى آرمان هم ترسره کړي.  

يقيناً چي د شهيد حمزه مظلومانه شهادت ستره الميه ده؛ د ده په شهادت سره د لغمان مجاهدينو په ليکو کي ژوره تشه را پيدا شوې؛ خو مطمـئن يو چي الله تعالى به د ده ځاى تش نه پرېږدي، او په داسي مؤمنو مجاهدينو به ئې ډکوي چي د ده په لار درومي او د ده آرمانونه پلي کوي.  

ذليل او غدار دښمن هغه ته کمين نيولى، په لاري کي ئې ماين ورته تعبيه کړى وو، بې غيرتانو د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف په ډېري بې مروتۍ سره شهيد کړ، په دې څو کلونو کي او له هغي ورځي چي هېواد مو اشغال شوى او پرديپال زموږ پر هېواد مسلط کړى شوي؛ د پرديو د سپېرو مزدورانو په لاس د لويو لويو شخصيتونو د ترور لړۍ پيل شوه، تر نڼ پوري ئې په سلگونو هغه شخصيتونه په شهادت ورسول چي هر يوئې زموږ د هیواد په آسمان کي د ځلانده ستوري په څیر ځلیدلى، نڼ هم گورو چي زموږ نوميالي جهادي شخصيتونه او اسلام ته ژمن علماء يو په بل پسي د پرديو د مزدورو تروريستانو په لاس ترور کیږي.  

دعاء کوم چي الله تعالى د شهيد د درنې کورنۍ ټولو غړو ته اجر او صبر ورکړي او په دنيا او آخرت کي د دوى نیکي هيلي ترسره کړي.  

په لوى الله مو سپارم. 
په احترام 

حکمتيار 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018