تفصیل | شهادت 

22nd July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار له لوري د شهيد گل الرحمن کورنۍ ته د تسليت پيغام :

ورور حکمتیار

2018-03-03

 د نوميالي مجاهد شهيد حاجى گل الرحمن درنې کورنۍ ته:

 السلام عليکم ور حمة الله و برکاته !

د مجاهد ورور شهيد حاجى ګل الرحمن د شهادت په مناسبت تاسو او ټولو هغو کسانو ته تسليت وړاندي کوم چي د يوه سر لوړي مجاهد په شهادت ئې له سترگو اوښکي بهیدلې دي. الله تعالى دي په جنت الفردوس کي هغه ته لوړې درجې ورکړي، تاسو ته دي اجر او صبر درکړي او د شهيدانو نيمگړي آرمانونه دي ترسره کړي.  

شهيد حاجى گل الرحمن په يوه مجاهده او دينداره کورنۍ کې دنيا ته سترگې غړولې وې، د اسلام سپيڅلي دين او مقدس جهاد په لياره کې ئې مادي او معنوي نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکړل او د ژوند تر وروستۍ سلګې پورې يې همدې تګلارې ته هوډمن او وفادار پاتې شو.  

مرگ حق دئ، هر څوک په خپل وخت راځي او په خپل وخت درومي، او د روح امانت بیرته خپل اصلي خاوند ته سپاري، بختور هغه دئ چي ژوند او مرگ ئې د الله تعالى په لار کي وي.  

مطمئن يم چي د ده او د اسلام د لاري د نورو مظلومو شهيدانو ذليل، بې مروت او بې رحم قاتلان به له سخت الهي انتقام او سپیره برخليک سره مخامخ کیږي.  

په الله تعالى مو سپارم. 
په احترام 

حکمتيار 

 ۱۳۹۶/۱۲/۱۱



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2018