تفصیل | شهادت 

22nd July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له شمشاد تلویزین سره د حزب اسلامی د مجاهد مشر او ملی قائد ځانګړې مرکه : دوهمه برخی

.

2018-03-07

د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر ورور حکمتیار د روان کال د سلواغې په ۲۵ مه د شمشاد ټلویزیون د خبریال سره مرکه کړي چي  دوهمه برخی ته  ستاسی پام راګرځوو:

 

پوښتنه:اوس چاره څه ده. دحل لاره څه ده. هره ورځ تر سلو زیات افغانان وژل کیږي، کادرونه او شخصیتونه له لاسه ورکوو، بالاخره باید یوه د حل لاره و اوسې ستاسو په اند حل لاره څه ده؟
ځواب: ټول اغېزمن گوندونه دي تر يوه سقف لاندي راغونډ شي، يا هغه چي غواړي دا بحران پاى ته ورسوي؛ راغونډ شي او په څو اساسي خبرو دي توافق وکړي:
جنگ پاى ته رسوو، د مخکنيو خونړيو تجربو تکرار او د کودتاگانو، جنگ، او د پرديو د مټو په زور قدرت ته رسېدل تحريموو.
شفاف او عادلانه انتخابات قدرت ته د رسېدو يوازينۍ مشروع لار گڼو.له همدې انتخاباتو د بحران د حل وسيله جوړوو.
هر گوند چي په انتخاباتو کي بريا تر لاسه کړي او د ملت د اکثريت حمايت ئې په برخه شي هغه ته اجازه ورکوو چي راتلونکى حکومت جوړ ګړي، نه ئې مخالفت کوو، نه ئې تضعيفوو، نه له نامشروع لارو د هغه د نسکورولو هڅه کوو،  چي په خپل مسئوليت کي بريالى وي، موقع ورکوو چي خپله قانوني موده بشپړه کړي، که ئې بدلول غواړو نو د انتخاباتو له لاري به ئې بدلوو.
د بهرنيو او په ځانګړې توګه له ګاونديو وغواړي چې نور د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي، افغانستان ته وسلې راونه لیږي، د افغانانو له فقر، محروميتونو نه په استفادې سره هغوئ استخدام نه کړي، په افغانستان کې يې هم ونه جنګوي او عراق او سوريې ته یې هم ونه لیږي، همدا راز د تصمیم مراکز، ارګ، اجرائيه ریاست، د امنيت شورا، ملی امنيت او دې ته ورته نور مهم مراکز دا بايد له مشکوکو څېرو تصفيه کړو او خصوصا له هغو چې بهرنيو ځواکونو پورې تړلي وي او بيا خاص ډول له هغو چې ارتباطات یې څرګند دي، یعنې د مطبوعاتو له لارې په ښکاره وایی چې سوريي او عراق ته دیرش زره، افغانان استخدام شوي او لس زره یې مړه او زخميان دي، نو دغه مراکز باید له دغه ډول اشخاصو نه تصفيه شي، هيڅ لورى دي د بهرنيو ځواکونو پر پاته کېدا ټينگار نه کوي، د بهرنيو ځواکونو د حضور هره بهانه او پلمه بايد پاى ته ورسوو.


پوښتنه: هغه څه چې تاسو د حل لارو په مواردو کې وویلې چې بايد د ګوندونو اجماع را منځته کړئ، د موثرو ادرسونو اجماع را منځته کړئ هغه څوک چې تاسې یې مشکوک بولئ یا په بله وینا که واضح یې ووایم مزدور یې بولئ او هغه څوک چې تاسو په دې پرلپسې خبرو کې پرې نقد موجود و، هغه ادرسونه دي چې تاسو ورسره باید اجماع ته لاړ شئ، تاسې له یوې خوا د هغوئ نفي کول غوائ او له بلې خوا نه بيا هغوئ سره اجماع ته رسېدل د حل لاره بولئ که دلته غواړئ چې موثر ادرسونو سره تعامل ولرئ، موثر ادرسونه همدغه دي چې تاسو یې په دغو نومونو یادوئ.؟
ځواب: کله چې موږ وایو چې موثر او اغېزمن ګوندونه باید راغونډ شي، لومړی توافق د دوئ بايد دا وي چې موږ جنګ تحریموو او په دغو اساسی مسایلو توافق کوو، وګورو چې څوک په دغسې اساسي مسایلو توافق کولی شي، موږ له هغوئ نه دا تعهد هم اخلو چې باید بهرنيو ځواکونو، ګاونډيواو د سيمې هېوادونو د لاسوهنې مخالفت وکړي او جنګ تحریم کړي، په هر صورت دا چې ټول ګوندونه به په دغو تګو توافق وکړي، امکان یې لږ دی، اما ډيری ګوندونه شاید دې نتیجې ته رسېدلي وي چې له دې پرته بله د حل لاره نه شته، موږ همدا ګوندونه او شخصیتونه چې د جنګ تقدس، سپېڅلتيا او په دوام یې باور نه لري او خاتمه یې غواړي سره را غونډ کړو او یو ګډ تصمیم ونيسو.


پوښتنه: مهمه مسئله چې تاسو محوري شعار جوړ شوی هغه ټاکنې دي، د ټاکنو تر سره کېدل غواړئ د ټاکنو شفافيت غواړئ او په وخت یې غواړئ، خو څه چې متاسفانه په افغانستان کې تر ټولو متنازع پروسه ګڼل کېږي همدغه ټاکنې وې چې له بده مرغه یې موږ په نظام کې کومې نيمګړتياوې موجودې دي د همدغو بې نتیجې ټاکنو له امله دي، تاسو بيا په ټاکنو ټينګار کوئ، حال دا چې د کمېسيون جوړښت او ماهيت خپله د کمشنرانو وروستۍ څرګندونې چې په تازه دوه درې ورځو کې یې کړي، دا ښيي چې هغه نېټه چې موږ ځنډول شويو پارلماني ټاکنو ته مو ټاکلې ده هغه هم هغه نېټه ده چې ارماني ده او موږ به په هغه ټاکلې نېته تاکنې تر سره نه کړو یوازې څو مياشتې لرو، له مالی نه نيولې بيا تر امنيتي تدابیرو د حوزو تر تشخصه پورې هېڅ هم سم نه دي، پر وخت انتخابات نه لرو د حزب طرحه څه ده؟
ځواب: انتخابات بدیل نه لري، انتخابات باید حتما په خپل وخت تر سره شي، شفاف او عادلانه انتخابات او داسې انتخابات چې نتایج یې هم ټول ګوندونه ومني موږ غواړو چې د انتخاباتو مخکنۍ طریقې په بشپړه توګه تغییر وکړي هغه یوه ناکامه طریقه ده، پایلې به یې هم هماغسې وي لکه مخکې چې وې چې هر لوری په دې باندې تورن و چې یو مليون او دوه مليونه تقلب یې کړی، د دواړو خبرې شاید رښتیا وي او ومو لیدل چې نتایج یې هم چا ونه منل، د کرزي په وخت کې انتخاباتو کې اختلاف راغی با صلاحيته کمیسيون وټاکل شو، دې کمېسيون له څېړنو وروسته اعلان وکړ چې ۶۹ غړې د تقلب له لارې تللي ددغه کمیسيون پریکړه لغوه شوه، هماغه ۶۹ کسان چې د کمېسيون د پرېکړې په اساس په تقلب تورن وو هغوئ پاتې شول، اوسني د جمهوري رياست انتخابات هم داسې و چې هېڅ یو یې هم نتایج ونه منل هر یو یې ځان بریالی باله خو یو یې هم بريالی نه و او دا واقعيت دی او پرېکړه هم جان کري وکړه او تاسو ددې حکومت چې اقتدار د دوو ډلو تر منځ په مساويانه ډول ویشل شوی، پایلې هم ولیدلې چې دا ناکام، ضعيف او کمزوری حکومت دی، جمهور رئيس نشي کولی یو والی لرې کړي، لرې کول څه چې تبديل یې کړي محاکمه خو لا پر ځای پرېږده، هغه چې خيانتونه یې کړي، اختلاسونه یې کړي، ځمکې یې غصب کړي، بانکونه یې لوټلي د هغوئ پوښتنې خو پرېږده، تبدیلولی یې هم نه شي، پرېکړه کوي بهرني هم ورسره توافق کوي چې دا د جمهور رئيس حق دی، کولی شي چې خپل والی تبدیل کړي، خو دا دی هماغه والی حکومت ګواښي تر ننه پورې یې اداره او واک د هغه په لاس کې ده، د امنيې قوماندان نه شي لرې کولی او هغه ګمرک په خپل واک کې نيولی که زه ووایم چې نن اکثر ګمرکونه د زورواکو په لاس کې دي مبالغه به نه وي او که ووایم چې اکثر ادارې، ولایتونه، ولسوالي د زورواکو په لاس کې دي بيا هم یو حقیقت دی، که دلته په کابل کې ووایم چې اکثر وزارتونه او رياستونه هم د ګوندونو په واک کې دي او هغوئ پکې خپل افراد توظیف کړي نو دا هم یو حقیقت دی، د بلخ د والی او کندهار د امنيې قوماندان موضوع چې رسنيو ته راووتله په همدغو ورځو کې له کابل نه د یوې ولسوالي ولسوال ګرزيوان ته ولیږل شو چې هلته ورسېدو په ګرزېوان باندې واکمن قوماندان د ملېشې یو پخوانی قوماندان و اجازه یې ورنه کړه چې هلي کوپتر یې پر ځمکه کېني له فضا نه بېرته مجبور شو خپل مسير بدل کړي او په بل چراغ کې کوز شو، دا وضعيت دی، متاسفانه ددې لپاره موږ مجبور یو چې د انتخاباتو یوه نوې طریقه غوره کړو او زموږ لومړۍ غوښتنه ددې انتخاباتو په اړه دا ده چې بايد په خپل وخت تر سره شي، په هيڅ بهانه او پلمه ونه ځنډول شي.


پوښتنه: د انتخاباتو په برخه کې چې هر چا تنبلي کړې ده، خو نتیجه دا ده چې په هره طریقه تاسو ورته تدابیر وسنجوئ، په دغه نيټه باندې چې اعلان شوې ده، ټاکنې نا ممکنه نه برېښي؟
ځواب: زه دې سره موافق نه یم چې په ټاکلې موقع باندې ټاکنې نا ممکن دي، موږ کولی شو اسانه او عملی لار غوره کړو چې مصارف یې هم دومره زیات نه وي لکه مخکني انتخابات او ممکن د افغانستان له اوسنيو شرایطو سره هم مناسب وی او دا ممکن دي.


پوښتنه: داسې شاخصونه لرئ او که وي نو مهرباني وکړئ ووایاست؟
ځواب: اول خو باید ټول سياسي ګوندونه د انتخاباتو په ارتباط توافق ته ورسېږي، د انتخاباتو د ټولې پروسې نظارت له پيل نه تر پایه پورې تضمين شي، که دا د انتخاباتو د کمېسيون ترکيب دی، که کمشنران یې دي او که د انتخاباتو وخت دی، که د انتخاباتو طریقه ده، که د رایه ورکوونکو فهرستونه دي که حوزې دي او که د رایو شمېرل دی، که دا د پایلو اعلان دی په دې تول بهیر باندې باید د سياسي ګوندونو بشپړ نظارت تضمين شي.
جمهور رئيس دې د سياسي ګوندونو مشران را وبلي او له هغوئ سره دې یوه کاري مفصله جلسه ولري او د هغوئ پر وړاندې دې اعلان کړي، البته جمهور رئيس هم او اجرائيه رئيس هم چې تاسو د انتخاباتو په اړه په هر څه توافق وکړ موږ یې منو او بيا دې هغوئ کېني او په خپلو منځونو کې دې د انتخاباتو په اړه توافق وکړي او تر ټولو لنډه او اسانه لار دې غوره کړي، داسې لار چې مصارف یې هم دومره نه وي چې موږ بهرنيو ته مجبوره شو او موږ دا طرحه لرو او ټولو ګوندونو ته مو وړاندې کړې هم ده او اکثريت ډلو هم له دې سره توافق کړی دی.


پوښتنه: تاسو په تېرو ورځو کې له ولسمشر سره هم لیدل درلودل ایا هغه ته مو هم دا طرحه وړاندې کړې؟
ځواب: ولسمشر ته مې هم دا طرحه وړاندې کړې او شايد موږ وتوانېږو چې په ګډه هم له ځينو سياسي ګوندونو سره مو چې ناستې درلودې تر ډېره حده نږدي شوي یو چې توافق ته ورسېږو او دا خپله متفقه طرحه هم په ګډه جمهور رئيس ته هم د انتخاباتو کميسيون ته او هم بهرنيو هېوادونو ته وړاندې کړو که ماته اجازه راکړئ چې ددې طرحې جزئيات ووایم.
د انتخاباتو په اړه زمونږ دريځ او غوښتنې دا دي:
انتخابات بايد حتماً، په خپل وخت او له ځنډ پرته ترسره شي، په هيخ پلمه او بهانه ونه ځنډېږي.
د دې لپاره چي د انتخاباتو شفافيت تأمين او نتائج ئې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي بايد د انتخاباتو د ټولو چارو په اړه د اغېزمنو سياسي گوندونو توافق تر لاسه او د انتخاباتو پر ټول بهير، له پيل تر پاى د سياسي گوندونو بشپړ نظارت تضمين شي.
هيڅ واجد شرائط افغان بايد په هيڅ پلمه او بهانه د خپلي رأيي له کارولو محروم نشي، که دا مهاجرين دي او که د نا امنو سيمو استوگن؛ دولت او د انتخاباتو اړوند ادارې مکلف دي چي د دوى لپاره لازم او مناسب شرائط برابر کړي چي خپله رايه وکاروي، د منلو نه ده چي نږدې اته مليونه مهاجرين او د نا امنو سيمو څو مليونه استوگن په انتخاباتو کي له مشارکت محروم کړى شي.
هر افغان په هر ځاى کي بايد د خپل رأيي کارولو حق ولري او خاصي حوزې ته په تگ مجبور نه کړى شي، دا د دولت دنده ده چي ټولو افغانانو ته يو ډول او له توپير او تبعيض پرته برابر شرائط او تسهيلات مهيا کړي او په انتخاباتو کي د ټولو افغانانو د مشارکت په وړاندي ټول خنډونه او موانع له منځه يوسي.
افغانستان بايد په ٢٥٠ حوزو ووېشل شي، هره حوزه بايد ځانگړى او مشخص وکيل ولري، د حوزې د استوگنو له منځه او د دوى د اعتماد او باور وړ. دا حوزې به يا همغه وي چي د لومړي ځل لپاره ٢٥٠ وکيلان ترې انتخاب شوي وو. يا دا چي رسمي احصائيې ته په پام سره هغه اداري واحدونه چي نفوس ئې دومره نه دئ چې مستقله حوزه وگڼل شي؛ د خاصو اغراضو او ضرورتونو له کبله رامنځته شوي او له نورو بېل کړى شوي؛ له هغو سره به يو ځاى کېږي چي يو بل ته نږدې وي او يوه حوزه به ترې جوړيږي. دا کار نه يوازي کومه ستونزه نه رامنځته کوي بلکي تنظيمول ئې زيات وخت هم نه نيسي، ځکه د وکيلانو شمېر ثابت دئ، په اداري واحدونو او شمېر پوري ئې تعلق نه لري، په هري حوزې کي د رأى اچوني مراکزو شمېر هم دې ته پام سره ټاکل کېږي چي ولس وکولى شي په آسانۍ او له زحمت پرته دې مراکزو ته راشي او خپله رأى وکاروي. 
هر هغه رأى چي په صندوق کي لوېږي بايد ارزښت او اعتبار ولري، د هيچا رأيه بايد هدر او بې ارزښته و نه گڼل شي. داسي انتخابات چي قمار ته ورته وي، گټونکي او بايلونکي او ولري، ځيني خپل وکيلان پارلمان ته ولېږي او نور په پارلمان کي د خپلو وکيلانو له درلودو محروم شي، داسي انتخابات په هيڅ انساني معيار کي نه عادلانه گڼل کېدى شي او نه د ټول ولس واقعي ممثل پارلمان رامنځته کولى شي. 
هر افغان چي د نوماندۍ وړتيا لري کولى شي د مستقل او آزاد کانديد په توگه انتخاباتو ته راوړاندي شي او يا د کوم سياسي گوند يا انتخاباتي ائتلاف له آدرس ځان کانديد کړي. که د کوم حزب يا ائتلاف له آدرس کانديد شي نو په ولسي جرگې کي به خپل حزب او ائتلاف او د هغه تگلاري او دريځونو ته ژمن پاته کېږي، له دې پرته په جرگې کي خپل عضويت له لاسه ورکوي. 
مستقل کانديد ته يوازي په خپلي ټاکلې حوزې کي رأى ورکول کېدى شي، رأيي بل ته نشي انتقالېدى، که تر نصاب لږ رأيي تر لاسه کړي يا زياتي دا دواړه رأيي هدر کېږي. د دې لپاره چي هيڅ رأى باطل او هدر نشي او رأى ورکوونکي ټاکلې حوزې ته په تگ مجبور نشي غوره دا ده چي مستقل نوماندان د گوندونو او ائتلافونو له آدرسه کانديد شي. دا يوازي يوه سپارښتنه ده نه شرط. 
د نوماندانو د بريا لپاره بايد د رأيو واحد او مشخص نصاب وټاکل شي، له هر ډول جنسيتي توپير پرته، داسي چي يوازي هغه نوماند بريالى وگڼل شي چي د ټولو کارول شوو رأيو دوه سوه پنځوسمه برخه ئې تر لاسه کړې وي.نو داسي لکه په تېرو انتخاباتو کي چي يو نوماند په ١٧٠ رأيو بريالى گڼل شوى او بل د دېرش زره رأيو په تر لاسه کولو سره هم پارلمان ته لار نه ده موندلې!!! هغو افغانانو چي ناکامو نوماندانو ته ئې رأيه ورکړې وه په پارلمان کي ئې خپل استازي او وکيلان نه درلودل، د دوى شمېر د ټولو رأى ورکوونکو دوه شپېته (٦٢) سلنه وو، يوازي اته 
احزاب او انتخاباتي ائتلافونه به تر انتخاباتو وړاندي د هري حوزې لپاره د خپلو نوماندانو فهرست اعلانوي، چي رأى ورکوونکي وکولى شي د دوى فهرست، سياستونو، اهدافو او شعارونو ته په پام سره هغوى ته رأى ورکړي.څوک چي غواړي گوندونو او ائتلافونو ته رأى ورکړي؛ په هر ځاى کي کولۍ شي خپله رأى وکاروي، نه په دې مکلف دي چې ټاکلې حوزې ته ولاړ شي او نه په دې چي يوه مشخص نوماند ته رأى ورکړي. کافي ده چي خپلي خوښي حزب او ائتلاف ته رأى ورکړي، خو د دوى آراء به د هغه نوماند په حساب کي شمېرل کېږي چي د دوى د حوزې لپاره د گوند او ائتلاف له لوري معرفي شوى. مثال ئې دا دئ: احمد د سروبي ولسوالۍ استوگن دئ، د همدې ولسوالۍ لپاره د يوه حزب له آدرس کانديد شوى، هر سروبي وال چي احمد ورته غوره نوماند برېښي کولى شي په هر ځاى کي هغه حزب ته رأى ورکړي چي د احمد نوم ئې په فهرست  کي مومي. احمد په هغه صورت کي بريالى نوماند گڼل کېږي چي همدې حزب د سروبي والو دومره رأيي تر لاسه کړې چي نصاب ئې پوره کړى. خو که دغه حزب د سروبي والو دومره رأىي نه وي تر لاسه کړې چي نصاب پوره کړي؛ دا رأىي په زوړ انتخاباتي نظام کي هدر او باطل کېدي او هيڅ ارزښت ئې نه درلود، چي دا هم د عدل خلاف کار دئ او هم د عقل، نظام بايد داسي وي چي پارلمان د ټولو هغه افغانانو ممثل وي چي خپله رأى ئې کارولې، هر رأى ورکوونکى افغان بايد معتمد وکيل ولري او هر سياسي گوند بايد په پارلمان کي د خپلو آراوو د شمېر په تناسب منتخب استازي ولري. د انتخاباتو کميسيون کولى شي د نوموړي گوند د سروبي والو دغه رأيي د همدې حزب له هغو آراوو سره يو ځاى کړي چي په حصارک يا بي ولسوالۍ کي ئې تر لاسه کړې، که دا دواړه آراء نصاب پوره کړي نو هغه نوماند بريالى وگڼي چي د همدې حزب له لوري د هغه حوزې لپاره نومول شو.دا انتقال شوې رأیي په د همدې گوند د هغو نوماندانو له آراوو سره يو ځاى کېږي چي نصاب ئې نه دئ بشپړ کړى، او هغه به بريالى گڼل کېږي چي په خپلي حوزې کي ئې تر نورو نوماندانو زياتي رأىي تر لاسه کړې وي او د انتقال شوو رأىو پر مټ نصاب بشپړ وي. 

د دې لپاره چي د انتخاباتو شفافيت تأمين او نتائج ئې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي بايد د انتخاباتو د ټولو چارو په اړه د اغېزمنو سياسي گوندونو توافق تر لاسه او د انتخاباتو پر ټول بهير، له پيل تر پاى د سياسي گوندونو بشپړ نظارت او اشراف تضمين شي. د انتخاباتو ترکيب، د کمشنرانو ټاکنه، او په هغه کي هر تغيير بايد د مؤثرو گوندونو په توافق تر سره شى، د دوى له توافق پرته هر تغيير مزيد ستونزى راولاړوي او پر کميسيون د ولس اعتماد له منځه وړي. دا هيچا ته د منلو او زغملو وړ نه ده چي د کميسيون غړي دي د ملي وحدت حکومت په خپلو منځونو کي د وېش له مخي غوره کړي. اصولاً انتخابات د سياسي گوندونو ترمنځ يوه داسي سوله ايزه او قانوني لوبه ده چي د ټولو برخو په اړه ئې د گوندونو توافق لومړى شرط دئ، که دا د کميسيون ترکيب، غړي، مسئولين او صلاحيتونه ئې دي، که د انتخاباتو طريقه، څرنگوالى او وخت دئ، داسي نه چي حکومت او چارواکي به په دې اړه وروستى تصميم نيسي او گوندونه به ورته غاړه ږدي. د کميسيون استقلال او بې طرفي بايد تضمين شي او حکومت د هغه په چارو کي له لاسوهني ډډه وکړي. 
د ښځينه نوماندانو د بريا لپاره بايد همغه نصاب ومنل شي چي د نارينه وو لپاره ټاکل کېږي، جنسيتي توپير او تبعيض د منلو او توجيه وړ نه دئ، خو د دې لپاره چي د افغانستان موجود اجتماعي جوړښت او حالت د دې باعث نشي چي دوى په پارلمان کي د عضويت له حق او مناسب حضور محرومي شي؛ دوه لاري غوره کېدى شي: ١ـ گوندونه او انتخاباتي ائتلافونه دي مکلف شي چي د نوماندانو ځانگړې سلنه ښځينه نوماندانو ته مختص کړي، ٢ـ دا چاره د گوندونو او انتخاباتي ائتلافونو خپلي خوښي او مرضي ته پرېښودل شي، که غواړي د مېرمنو رأىي تر لاسه کړي نو په خپله به ځان اړ گڼي چي د نوماندانو په فهرست کي کافي شمېر ښځينه نومانداني درج کړي. معقوله دا ده چي هر څه طبيعي وي، نه تصنعي، تحميلي او غير طبيعي.
د انتخاباتي اعتراضاتو، شکاياتو او منازعاتو د حل و قصل دنده او صلاحيت؛ نه څارنوالۍ ته سپارل کېدى شي، نه ستري محکمې ته او نه کوم مستقل هيئت ته، تر ټولو غوره دا ده چي د شکاياتو د څېړني اړوند کميسيون ته دا دنده او صلاحيت وسپارل شي، خو د دې کميسيون غړي بايد د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو او ائتلافونو په موافقه له بې طرفو شخصيتونو غوره شي. د اسنادو له مخي به په دوه ثلثه رأىو وروستۍ پرېکړه کوي او ټول لوري به دې پرېکړو ته درناوى او التزام لري. 
دا انتخاباتي نظام تر ټولو آسان، مصارف ئې لږ، لانجې ئې کمي، د افغانستان له ظروفو، شرائطو او امکاناتو سره متناسب او ژر ترسره کېدى شي. هيڅ واجد شرائط افغان د رأى ورکولو له مسلم حق نه محروم کېږي، ولسي جرگه به د ټولو هغو افغانانو ممثله وي چي خپله رأى ئې کارولې، با ثباته پارلمان رامنځته کوي، د وکيلانو د پېر پلور مخه نيسي، د ځواکمنو، اصولي او ملت شمول احزابو په رامنځته کېدو منتج کېږي، داسي احزاب د ملي وحدت د مزيد استحکام باعث کېږي، قومي تعصبات پاى ته رسوي او ځواکمن او موفق حکومتونه جوړولى شي، رأى ورکوونکي په هر ځاى کي رأى ورکولى شي، له څو محدودو گوندونو او ائتلافونو به يو غوره کوي، د رأى کارت به لنډ وي، نه دومره اوږد چي د لسگونو او حتى سلگونو نوماندانو نومونه په کي درج شي او هر رأى ورکوونکى به په دې اوږد فهرست کي يو نوم مومي او همغه ته به رأى ورکوي!! دا کار با سوادو رأى ورکوونکو ته هم گران دئ، بې سوادو ته خو شبه محال. 
افغانستان داسي محدودو سياسي گوندونو ته ضرورت لري چي ملت شمول وي، ټول قومونه ځان په کي وگوري او د يوه ځواکمن او موفق  حکومت جوړولو وړتيا ولري، د انتخاباتو هغه طريقه بايد غوره شي چي په نتيجه کي همداسي ځواکمن او ملت شمول گوندونه رامنځته شي، هغه وړې ډلي او اشخاص چي د سياسي مبارزې اراده لري يا دي له اغېزمنو گوندونو سره يو ځاى شي او يا دي سترستر انتخاباتي ا ئتلافونه رامنځته کړي، په دې توگه به زموږ ولس له هغو ستونزو وژغورل شي چي د قومي او ژبني تعصب پر بنسټ جوړي شوې وړې ډلي ئې رامنځته کوي. 
مناسبه دا ده چي نوماندان د يوه معتبر سياسي گوند يا دروند ائتلاف له آدرسه انتخاباتو ته راوړاندي شي، دا ځکه چي د انتخاباتو موخه د ملت په خوښه د يوه ځواکمن او موفق حکومت جوړول  دي، د داسي منتخب حکومت لپاره موږ ځواکمن منتخب سياسي گوند ته ضرورت لرو. د انتخاباتو طريقه بايد داسي غوره شي چي ځواکمن او ملت شمول احزاب رامنځته کړي. هر افغان به د خپلي رأىي د کاروني پر مهال دوه خبري په پام کي نيسي: ١ـ د خپلي حوزې لپاره به د خپلي خوښي نوماند ته رأى ورکوي خو د هغه فهرست په ضمن کي چي د دې نوماند نوم په کي درج شوى، ٢ــ هغه گوند ته به رأى ورکوي چي د موفق حکومت جوړولو وړتيا په کي مومي. 
د هر گوند د نوماندانو له فهرست به هغه نوماندان بريالي گڼل کېږي چي په خپلي حوزې کي ئې د بريا لپاره د رأیو ټاکل شوى نصاب بشپړ کړى، په صندوق کي اچول شوې هره رأىه په اعتبار او ارزښت لري او د هر گوند د برياليو نوماندانو شمېر به د هغه د رأیو په تناسب وي. په دې توگه کولى شو د تېرو ناکامو او لانجمنو انتخاباتو ستونزي حل کړو، د درغليو مخه ونيسو، دروند او معتبر پارلمان رامنځته کړو، د وکيلانو د پېر پلور لړۍ پاى ته ورسوو، د نامشروع او لانجمنو انتخاباتي سياليو او په دې سياليو کي د پراخو لگښتونو مخه ونيسو. 
حزب اسلامي پرېکړه کړې چي د دې وړانديزونو او غوښتنو تر شا کلک ودرېږي، د عملي کېدو لپاره ئې له هيڅ قانوني اقدام او مدني حکومت ډډه نه کوي، دا د ټول ولس غوښتني دي، باور لرو چي ټول هغه سياسي گوندونه به هم ورسره توافق کوي چي هېواد او ولس ته ژمن دي او د روان حالت ژر پاى ته رسېدل غواړي. له ځينو گوندونو سره مو خبري کړې، هيله مو دا ده چي يوه جامع توافق ته ورسېږو. 
په دولت کي شامل گوندونو ته وايو: له خپلمنځيو شخړو او مخالفتونو، يو بل گواښلو، له تقابل او يو د بل په ضد د ائتلافونو له جوړولو، د مزيدوامتيازاتو تر لاسه کولو لپاره د تشنج او بحران له راولاړولو ډډه وکړي، د ملت په وړاندي خپل مسئوليتونه اداء او خپلي ژمني ترسره کړي، داسي څه ونه کړي چي نظام مزيد کمزورى او بغاوتونو ته لار پرانيزي. 
پر چارواکو غږ کوو: که په انتخاباتو کي د تقلب او درغليو اراده نه لرئ؛ او د بحرانونو د راولاړولو له لاري د اوسني دردناک حالت او د خپل اقتدار اوږدولو هڅه نه کوئ؛ نو د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو مشران راغونډ کړئ،  پرټولو ملي مسائلو د صادقانه بحث او تفاهم لپاره د داسي اغېزمني ناستي ټول لازم شرائط برابر کړئ چي په ترڅ کي ئې هم د بحران د حل لاري ولټول شي او هم راتلونکي انتخابات له ځنډ پرته او د ټولو په توافق او رضائيت ژر تر ژره تر سره شي.


نوربیا



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2018