تفصیل | شهادت 

22nd July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د تاريخ له عجائبو :شهید جورج أو حضرت خالدبن الوليد رضي الله عنه ، .‎

عبدالرحمن محمود

2018-03-10

تاريخ الأمم والرسل والملوك .. ابن جرير الطبري ج3 ص: 398-400

جورج بن توذرا د أنګریزانو د لښکر يو مهم قائد أو مشر وو ، د يرموک په معرکه کي د مبارزي لپاره ميدان ته راووت ، په مقابل کي يي حضرت خالدبن الولید رضي الله عنه راووت ، مګر مخکي تر دي چي جنګ شروع سي د دوی دواړو تر مينځ يو څو خبرې أترې وسوي…

جورج چي کله میدان ته راووت ږغ يي وکړ چي مقابلي ته به یي يواځي خالد بن الولید ور وځي ، حضرت خالد رضي الله عنه هم موافقه ورسره وکړه ، خپل نائب يي حضرت ابوعبيده رضي الله عنه مقرر کړ او دی خپله ميدان ته ور ووت …

کله چي ددوی د آسونو غاړې يو تر بله سره تيري شوي ، جورج ورته وويل ( أی خالده : رښتيا راته ووایه درواغ راته و نه وایي أزاد او حر سړی دروغ نوايي ، أو فريب او چم هم مه راکوه ځکه چي کامل رجال چاته چم نه ورکوي ، نو أوس ته راته ووايه چي أيا ستاسو پيغمبر ته الله جل جلاله د أسمانه څخه کومه توره را لیږلې ده أو هغه یي تاته درکړې ده چي د هر چا په مقابل کي يي را وباسي هغه حتما ماتي خوري ؟ )

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي يا…

بيا هغه ورته وويل چي نو ولې و تاته [سيف الله. د الله توره] ويل کيږې ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل ( ألله عزوجل په موږ کي خپل نبي پيدا کړ ، موږ يي و ایمان و اسلام ته دعوت کړو ، خو تر ټولو أول موږ بغض ورسره وکړ أو ځانونه مو ورڅخه ليري کړل ، بيا زموږ له مينځه څخه بعضو يي تصديق وکړ او د هغه متابعت يي وکړ ، بعضو يي تکذيب وکړ او هغه يي درواغجن وباله ، زه په هغو کسانو کي وم چي دده تکذيب مي وکړ ، جنګونه مي ورسره وکړه او د هغه مقابل طرف مي و نیوه ، بيا د څه وخت وروسته الله جل جلاله موږ يي تر زړونو او د سر تر ويښتيانو و نيولو أو اسلام ته يي هدايت کړو نو د پيغمبر متابعت مو وکړ او پر هغه مو ايمان راوړ ، په همدي وخت کي د الله جل جلاله پيمغبر راته وويل چي ته د الله جل جلاله يو توره يي چي پر کفارو يي راکښلې ده ، او بيا يی دوعا راته وکړه ، له همدي أمله زه په سيف الله و نومول شوم ، أو زه سخترین د مسلمانانو یم پر مشرکانو باندي )

جورج ورته وويل چي رښتيا دي راته وويل او په خبره کي دي صدق له ورايه معلوم دی …

جورج بيا ورته وويل چي ( أی خالده ته موږ و څه شي ته دعوت کوې ؟ )

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي و لااله الاالله محمدرسول الله ته دي کوم ، دغه شاهدي اداء کړه ، او کوم څه چي پيغمبر وايي هغه و منه…

جورج ورته وويل که څوک دا درسره و نه ومني نو څه ورسره کوئ ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي بيا جزيه پر ایږدو…

جورج ورته وويل که جزيه درسره و نه مني نو بيا څه ورسره کوئ ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي أول خبرداری د جنګ ورکوو او بيا جنګ ورسره کوو…

جورج ورته وویل هغه څوک چي ستاسي په دين کي داخل سي ، او ستاسي د دعوت اجابت وکړي او خبره مو و مني د هغه مرتبه او حیثيت په تاسو کي څومره دی ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل د ټولو مرتبه او حیثیت یو دی ، الله جل جلاله چي کوم شيان را باندي فرض کړي دي په هغو ټولو کي سره مساوي یو ، د مشر او کشر د شریف او وضیع د خان او فقير او قوم والا او بي قومه هيڅ فرق نسته…

جورج بیا ورته وویل أیا د هغه چا لپاره چي نن ورځ ستاسو په دین کي داخل سي هغومره اجر او ثواب شته لکه ستاسو لپاره چي دی ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي بالکل یي اجر او ثواب سته…

جورج بيا ورته وويل چي دا نو څنګه ستاسي سره په ثواب کي برابر کیدلای شي سره له دي چي تاسو تر هغوی وړاندي او مخکي یاست ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل ( موږ په اسلام کي داخل سوو ، او د الله جل جلاله د پيغمبر سره مو بيعت وکړ ، په داسي حال کي چي هغه زموږ په مينځ کي موجود وو ، ژوندی وو ، د الله جل جلاله له لورې ورته وحي کیده ، موږ يي په دين خبرولو ، موږ ته يي معجزات را ښودل ، د هغه له ژونده او د هغه له اخلاقو مو تأثر أخیسته ، دا ټوله يو قوي سبب دی چي په موږ کي د کوم چا په نصيب ايمان وو ايمان يي راوړ ، مګر تاسي ، نه مو هغه څه لیدلي دي چي موږ ليدلي دي ، او نه مو هغه عجائب اوریدلي دي چي موږ اوریدلي دي ، بيا که هم ستاسي څخه یو څوک ایمان په حقیقت او په صاف نيت سره راوړي ، نو ددي وجهي تر موږ بهتره لا بلل کيدای شي)

جورج د حضرت خالد رضي الله عنه د خبرو څخه متأثره شو او ورته وي ویل چي په الله جل جلاله دي ستا قسم وي چي ستا دا خبرې قطعا دروغ او چم نشي کیدای ؟

حضرت خالد رضي الله عنه ورته وويل چي په الله ج مي دي قسم وي چي درواغ ندي ، او نه هم ضرورت ورته لرم ، الله جل جلاله شاهد د ټولو خبرو دی…

جورج تر دغه لحظې پوري د جنګ لپاره تیار وو ، مګر کله چي يي دا خبرې واوريدي ، خپل توره يي و پوښ ته ننباسل او حضرت خالد رضي الله عنه ته يی وويل چي [ علمني الاسلام ] اسلام را وښايه ، حضرت خالد رضي الله عنه و خپلې خيمي ته بوت ، او د غسل لپاره يي اوبه ورکړي بيا يي اسلام وروښود ، او بيا يي دوه رکعته نفل وکړه ، په همدې ورځ جورج د حضرت خالد رضي الله عنه په قیادت کي ، د کفارو سره ډير سخت جنګ وکړ ، تر څو چي زخمي سو او بيا ورپسي شهید سو ، فقط هغه دوه رکعته لمونځ يي سو چي ده د اسلام راوړلو وروسته کړې وه ، مګر د شهادت مرتبه يي په نصيب شوه.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2018