تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

فقي مصادر: څلورم درس... نبوي(صلی الله علیه وسلم) سنت

استاداحمد الله عاطفي

2018-03-11

داسلامي فقي دویم ستر مصدر نبوي(صلی الله علیه وسلم) سنت دی، دپیغمبر(صلی الله علیه وسلم) حکم  او هدایات هم دقرآنکریم دارشاداتو په رڼا کې  دالله سبحانه وتعالی حکم دی چې پرته له شک اوشبهي ارشادات ئې داسلام دین دی او احکام ئې داسلامي فقي دویم مصدر،قرآنکریم او نبوي احادیثو اصلي منبع وحي الهي دی، قرآنکریم وحي جلي او نبوي احادیث وحي خفي دی ،قرآنکریم بیان الهي دی نبوي حدیث دالهي بیان تفصیل دی ،چې داهم وحي من الله دی، قرآنکریم متلو وحې ده چې په لمانځه کې لوستل کیږي ، نبوي احادیث غیر متلو وحې دی چې حکم الهي دی او الفاظ درسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خو په لمانځه کې نه لوستل کیږي.

دقرآنکریم په متعددو آیتونو کې اجمالي احکام ذکر شوي ،لکه لمونځ، زکات، حج، جهاد،روژه او...ددي احکامو تفصیل په سنتو سره شوی، دکلام الهي(جل جلاله) نه پرته چیرته چې سنت موجود وي هلته نه داجماع ضرورت پیښیږي نه دقیاس او نه دکوم بل فقي مصدر.

    وقال الله تبارک وتعالی: َمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ . إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ.(النجم: ۳ـ۴)

ژباړه:او نه له خپلې هوی اوهوس خبري کوي، دانه دئ مګر داسي وحي چي وحي کیږي. 

 قال الله تبارک وتعالی: من يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا. (النسأ: ۸۰)

ژباړه: څوک چي دپیغمبر اطاعت وکړي، په حقیقت کي ئې دالله اطاعت کړی او څوک چي مخ اړوي نو ته مو پردوی څارونکی نه يې لیږلی.  

قال الله تبارک وتعالی: وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ... (الحشر:۷)

ژباړه: پیغمبر چې تاسوته څه درکړي هغه واخلئ او له څه ئې چي منع کړئ له هغه ډه ډه وکړئ.

قال الله تبارک وتعالی: رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.(سورت البقره: ۱۲۹)

ژباړه:اې زمونږ ربه! په دوی کي په خپله له دوی داسي پیغمبر مبعوث کړه چي ستا آیتونه پرې لولي، کتاب او حکمت ورښيي او روزنه ئې کوي، بیشکه چي همدا ته باحکمت عزتمن یې. 

قال الله تبارک وتعالی: هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ.(سورت الجمعه:۲)

ژباړه: دی همغه ذات دئ چي په نالوستو کي ئې د دوی له ډلي یو رسول ولیږو چي د ده آیتونه پرې ولولي، تزکیه ئې کړي او کتاب او حکمت وروښیي، په داسي حال کي چي تر دې وړاندي په څرګندي تیر وتني کي ول.

قال الله تبارک وتعالی: وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ أَنْ يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِنْ شَيْءٍ ۚ وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا.(سورت النسأ: ۱۱۳)

ژباړه:او که پرتا دالله فضل اود ده رحمت نه وی نو ددوی یوې ډلي غوښتل چي تا تیر باسي، له ځانه پرته بل څوک نه تیر باسي او دهیڅ څه تاوان نشي در رسولی او الله خو پر تا دا کتاب او حکمت نازل کړ او هغه څه ئې در وښودل چي نه پرې پوهیدې او پر تا دالله ډیر ستر فضل دئ.  

 په پورته مبارکو آیتونو کي دکتاب او حکمت ذکر شوی،چې له حکمت نه همدا نبوي احادیث مراد دي ،امام شافعي، ابن کثیر، امام قتاده او دزیات شمیر مفسرینو قول دحکمت نه مراد سنت نبوي(صلی الله علیه وسلم) دی.

همداراز دکتاب سره دحکمت یو ځای کولو نه اشاره  د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ښودنو او حدیثو ته دی، چې داهم من جانب الله دي،فرق دومره دی چې دده الفاظ دالله سبحانه وتعالی له طرفه، نه دي په همدي اساس په قرانکریم کي داخل نه دي، ددي او دقرآن معنی دالله سبحانه وتعالی له طرفه دی په همدي بنأ په دواړو عمل واجب دی.

دهغه کلام حقیقت هم معلوم شو ،چې ځینو فقهاوو په قول وحې دوه ډوله دی، متلو(قرآنکریم) چې تلاوت ئې کیږي، په لمانځه او فراغت کي، الفاظ او معنی ئې دواړه دالله سبحانه وتعالی له طرفه دي، غیر متلو(احادیث) چې تلاوت ئې نه کیږي، الفاظ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) معنی ئې  دالله سبحانه وتعالی له طرفه(معارف القرآن)

الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر ته له ټولو مخلوقاتو نه زیات علم ورکړی و(وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا)، ځکه ښودنه دالله سبحانه وتعالی دی او دفضل په لفظ سره ئې  دښودني لوړ معیار ته اشاره دی چې بل چاته نه دی ورکړل شوی دژوند په هره برخه کې دومره صلاحیت او پوهه ورکړل شوي چې نورو ټولو مخلوقاتو ته نه ده ورکړل شوي،دالله سبحانه وتعالی دورکړل شوي پوهي څرک ووينئ چې یواځي په جنګي تکتیک کې دوخت سترو نظامي جنرالانو په شمول دپوځیانو په څو برابره کثرت او نه مقایسه کیدونکې وسائل، تجهیزات او سوقیاتو سره سره دالله په فضل په مقابله کې ماتې خوړه او همدا درسول الله (صلی الله علیه وسلم) ښودنه او روزنه وه چې یو موټی صحابه ددنیا سترو نظامي قوتونه تار مار او امپراطوري ګاني نسکوري کړي، په دي هکله  دسیرت اوتاریخ کتاب (محمد صلی الله علیه وسلم داسلام هغه پیغمبر چې باید له سره ئې وپیژنو، مولف کونستان ویر ژیل ګیور ګیو) کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه بي څاري واقعاتو او لار ښو ونو ته اشاره کړي چې په هره برخه کې ددنیا دسترو پوهانو او روزل شویو جنرالانو تکتیکونه او تدبیرونه دده په وړاندي دهیڅ برابر شول ، دبیلګي په توګه ده(صلی الله علیه وسلم) چې دکم شمیر ملګرو سره دجنګ په ډګر کي دسترو پوځونو مقابله د مثلث او فلانژ  داسي تکتیک او سترا تیژی جوړوله چې اغیزه ئې ددښمن مورال او همت له پیله له مینځه وړه.

   همدا راز الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته هدایت کوي چې زما اطاعت وکړئ او زما دپیغمبر،څومره ستر عزت او ارزښت دی چې الله سبحانه وتعالی ئې پيغمبر(صلی الله علیه وسلم) ته ورکوي دخپلو نوم سره ئې جوخت  داطاعت حکم نازلوي. ‎  

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ ۖ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ.(سورت العمران: ۳۲)

ژباړه: ووایه: دالله او دپيغمبر اطاعت وکړئ، که ئې مخ واړوو نو الله له دغو کافرانو سره محبت نه کوي.

دالله سبحانه وتعالی لار ښوونه او هدایت دی چې مونږ دپیغمبر اطاعت او په سپارښتنو ئې په کلکه عمل وکړو ،ځکه چې دپیغمبر حکم په اصل کي دالله سبحانه وتعالی حکم دی.

دا پورته مبارک آیتونه مونږ دبیلګي په ډول ذکر کړل، که نه په متعددو آیتونو کي دپیغمبر(صلی الله علیه وسلم) په اطاعت آمر شوی، درسول الله(صلی الله علیه وسلم) اطاعت په اصل کي دالله(جل جلاله) اطاعت دی.

همدا راز نبي(صلی الله علیه وسلم) هم دهغه چا په حق کې داسلام له دائري دباندي خطاب کوي چې له سنتو نه مخ اړوي.

عن أَنسٍ رضي اللَّه عنه قال: قال النبي (صلی الله علیه وسلم): فمنْ رغِب عَنْ سُنَّتِي فَلَيسَ مِنِّى...( متفق علیه)

ژباړه: چاچې زما له سنتو مخ واړو هغه زمونږ نه دی.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دسنتو نه مخ اړونکی په اصل کي ددین نه مخ اړونکی بولي ،ځکه دلته سنت ددین په معنی دی او څوک چې له دین څخه مخ اړوې دهغه اړیکه له پیغمبر سره پریکیږي.

په یاد مو وي چې دپیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ځيني داسي واقعات، پیښي او کړنې دي چې دهغه شخصي  شخصیت پوري اړوند دي نه دشریعت حکم!، لکه تعدد  دازواجو، اصلاحي ټوکي او نور...  



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018