تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له شمشاد تلویزین سره د حزب اسلامی د مجاهد مشر او ملی قائد ځانګړې مرکه :دریمه برخی .

2018-03-12

د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر ورور حکمتیار د روان کال د سلواغې په ۲۵ مه د شمشاد ټلویزیون د خبریال سره مرکه کړي چي  دریمه  برخی  ته  ستاسی پام راګرځوو:

پوښتنه : لامو محسوسه کړې ده، هغه څه چي تاسو وويل، يو څوک شته چي هغه نه غواړي شفافې ټاکنې وشي، آيا داسې څوک مو دلته پيدا کړي دي چي ددې کار مخه نيسي؟

ځواب: کورني جهتونه هم شته او بهرني هم. بهرني ځواکمن جهتونه هم شته چي شفاف او عادلانه انتخابات نه خوښوي، دخپلې خوښې پارلمان غواړي د خپلې خوښې حکومت غواړي او دا له تقلب پرته له بلې لارې نه شي ترلاسه کولي او داسې کورني جهتونه هم شته چي له انتخاباتو ويريږي، مخصوصاً له شفاف او عادلانه انتخاباتو نه، هغه چي په ولس کي ئې خپل باور له لاسه ورکړى دى، بد امتحان ئې ورکړى، نور نو ملت نه د دوى حمايت کوي او نه د دوي د شعارونو او تگلارو او که ولس پرېښودل شي چي خپله رايه په آزادانه ډول وکاروي نو قطعاً به هغوئ ته رايه ور نه کړي، دوى پوهيږي چي د انتخاباتو نتايج به څه وي، هغوى به حتماً د دې مخالفت کوي تاسو پوهيږئ چي ځينې غواړي د بن تجربه يوځل بيا تکرار کړي او ځينې د لوئې جرگې خبره کوي، د لوئې عنعنوي جرگې. تعجب کوم چي څنگه هغوى دا خبره کوي او څنگه له دې نه تمه لري، چي له دې لوئې جرگې نه به هغه څه اروزي چي دوى ئې غواړي. نه لويه جرگه عملي ده، نه د بن تجربه بيا تکراريداى شي، دا دواړه ناکامه تجربې دي، په دې توگه واقعيت دا دى چي هم کورني جهتونه او هم بهرني ځواکمن جهتونه شته چي نه غواړي انتخابات دې شفاف او عادلانه وي.

پوښتنه: حزب اسلامي تل په دې ټينګار کوي چې د ټاکنو له لارې په پارلمان کي لويه برخه تر لاسه کړي، د حزب ماهيت جوهر او وضعيت ته په کتو سره او دا چي تاسو معمولاً ډير مطمئن بريښئ د خپل حزب پر نفوذ، په پارلمان کي تمه لرئ چي د پارلمان د چوکيو لويه برخه تر لاسه کړئ.؟

ځواب: يقيناً په بشپړ اطمينان سره باور لرم چي ان شاء الله موږ به دا انتخابات گټو او دا ځکه چي نورو گوندونو خپل امتحان ورکړى او ناکام شوي دي، دا ځل د حزب اسلامي وار دى، دا امتحان چي نورو گوندونو حکومت کړى، اقتدار ورته سپارل شوى مسلط واک ئي په اختيار کې وو، ولې نه ئې خپلو ارمانونه ته څه وکولى شول او نه ئې هم خپل ولس او ملت ته او حزب اسلامي لا تر اوسه حکومت نه دى کړى، هغه له حکومت نه تل بيل پاتې شوى، خلک غواړي دا نوې پديده هم يو ځل واز موئي، وگوري چي نتيجه به ئې څنگه وي، دا هم يو فکتور دى چي خلک به حزب ته ترجيح ورکوي، حزب ته به رايه ورکوي او دا هم چي الحمدلله حزب خپل دروند اعتبار لري، خپل حيثيت ئې ساتلى، نه ئې له بهرنيو ځواکونو سره لاس يو کړى، تل د ملت په څنگ کي پاتې شوى او ملت شمول حزب لري، ټول قومونه ځان په دې حزب کي گوري، له بدخشان نه تر نيمروزه بيا له بادغيس تر ننگرهار پورې ټول قومونه پکې شامل دي.

پو ښتنه: سياسي تعاملات په افغانستان کي متآسفانه دومره جنجالي وي چي کله کله جهتونه، ارزښتونه او حتى خپلې سرې کرښې هم د يو ا ئتلاف لپاره ماتولى شي، د حزب په هکله هم د ځينو کسانو اټکل دا دى چي حزب به د اقتدار د ترلاسه کولو لپاره راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي شايد هيڅ ډول سرې کرښې و نه لري په دى هکله ستاسو نظر څه دى؟

ځواب: په دي ٤٨ کلونو اوږدي مبارزې کي خو داسې و نه شول چي موږ له خپلو سرو کرښو اوښتي اوسو، خپل اصول او مبادي مو تر پښو لاندې کړې وي.

پوښتنه: مگر خلک دا ادعا کوي چي تاسو دا کار کړى له دوستم سره ستاسو ائتلافونه چي هيڅ مشترکات مو نه درلودل؟

ځواب: دا ډير ښه شو چي زه ددې وضاحت وکړم او دا فرصت دى چي زه وکولى شم وضاحت ورکړم. موږ له دوستم سره نه حکومت جوړ کړ، نه ائتلافي جبهه. نه مو اقتدار ويشلى، نه مو گډ جنگ کړى. دوستم له حزب سره جنگيدلى او دا هغه جنگ چي د حزب په خلاف پيل شوى، قومانده ئې د ده په لاس کې وه، دا نور ئې هسې ملگري وو چي دده تر قوماندې لاندې جنگيدل، مشري، سوق اداره د جنگ دده په لاس کي وو، دوه کاله مسلسل په همدغه موده کي چي په جبل السراج کي يو ائتلاف جوړ شو، د حزب په خلاف وجنگيدل، موږ مقاومت وکړ، څلور سترې حملې ئې درلودلې په هره حمله کې ناکام شوي، خپل ټول زورئې ازمويلى او دغې ناکامي او د دوى ترمنځ اختلافات را پيدا کړل او دا طبيعي ده، هر نامتجانس ائتلاف چي له ماتې سره مخامخ شي، دغه ماتې پخپله د دى باعث کيږي چي سره خواره واره شي، د موفقيتونو په صورت کي سره پاتې کيږي، خو د ماتې په صورت کي بيا سره متلاشي کيږي. زه ددې يوه بله تجربه هم لرم چي شعله جاويد پر موږ باندې بريد وکړ، د انقلابيونو او قهر آميز شعارونه ئې ورکول، په يو جنگ کې ئې ماتې وخوړه، متلاشي شول، بيا دوى ندي سره راټول شوي تر دا ننه پورې په مختلفو ډلو سره وويشل شول او د يو بل په خلاف ئې دومره سترې خونړۍ جگړې درلودې چي د نورو گوندونو ترمنځ نه دي شوي، سپنتا کتاب تاسو پخپله لوستلى شئ چي څومره سخت سره جنگيدلي او وجه ئې هماغه يو ماته وه، همدا راز د هغو ماتو په نتيجه کي د جبل السراج ائتلاف ونړيدلو، لومړى مزاري راغى او له همدې غوښتنې سره چي نور موږ د حزب اسلامي پرخلاف نه جنگيږو، ما منلى، ورپسې جنرال دوستم هم همدا پيغام راليږلى، زموږ د يو قوماندان په لاس ئې راوليږه، د ده قومي په لاس. ما ويل صحيح ده چي له جنگ لاس اخلي، موږ هم ورته ښه راغلاست وايو. آيا معقول وو چي ماويلي واى چي نه ئې منع کوم. هغه دې هم جنگ ته دوام ورکړي او زما د حريف او رقيب ترڅنگ دې ولاړ اوسي او پر ما دې بمونه واوروي. کوم عقل به دا غلط منطق ومني.

پوښتنه: يعنې دا سياسي تعامل او جوړجاړى نه وو؟

ځواب: قطعاً ! نه مو له هغوى سره گډ حکومت جوړ کړى دى، نه مو اقتدار ويشلى. عجيبه ده چي څوک دا ائتلافونه او حکومتونه د حزب له دغې خبرې سره مقايسه کوي او سره ورته کارئې گڼي. دا کاملاً جلا خبره وه او دا کار مو هم شرعاً د قرآن د يو صريح او څرگندې لارښوونې مطابق کړى، زموږ موقف دا دى او د اسلام لار ښوونه همدا ده چا چي ستا خلاف له جنگ لاس واخيست او د سولې لاس ئې تاته اوږد کړ، لاس ئې ټينگ کړئ، دا د الله تعالى يوه پېرزوينه وگڼه چي يوه ډله ستا په خلاف له جنگ نه گوښه شوې، موږ هم همدومره کار کړى او دا خو بايد د حزب کمال وگڼل شي چي موږ وتوانيدو چي د دښمن جبهه په خپلو حکيمانه سياستونه سره متلاشي کړو.

پوښتنه: تاسو په يوه مرکه کي د اشتهاد او انتحار په هکله نظر ورکړ، د خلکو عمده دليل دا وو چي اوسني بريدونه چي هغه هم د استشهاد تر عنوان لاندې ترسره کيږي، په نتيجه کې ئې په سلگونو بې گناه افغانان شهيدان کيږي، په دې اړه حتماً تاسو عکس العملونه ليدلي ډير زيات شديد وو، تاسو استشهاد رواه او انتحار نا روا ګڼئ د ماهيت په هکله ئې ستاسې توضيح غواړ و؟

ځواب: په تاسف سره بايد ووايم چي د استشهاد او انتحار په اړه ځيني د ناپوهۍله کبله، ځيني د بيمارۍ له کبله، ځيني د ناولي ماموريت په حکم غلط تعبيرونه کوي، له هغو گيله نه کوو چي ناپوه او جاهل دي، يا د غرضي او مرضي کړيو له ډلي دي، خو له هغو گيله من يو چي د اسلام تر پوښښ لاندي د دې دواړو په اړه غلط تعبيرونه کوي.

ځيني ئې وايي چي په اسلام کي استشهادي عمليات نشته، يعني داسي عمل چي په هغه کي د جنگيالي مرگ يقيني وي، ځيني ئې وايي چي د شهادت تمناء، طلپ او غوښتنه هم په اسلام کي نشته!!!

تر دې وړاندي چي د دغو تعبيرونه او ادعاگانو په اړه څه ووايم لازمه گڼم څو مطالب توضيح کړم:

 په اسلام کي د يوه انسان ( که مسلمان وي که کافر) پر سر، مال او عزت هر ډول ناحقه تېرى حرام ده،

قرآن موږ ته لارښوونه کوي او فرمايي:

وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ

د الله تعالى په لار کي د هغو په ضد وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي، خو تېرى مه کوئ، الله تعالى تيري کوونکي نه خوښوي.

يعني هغه چي له تاسو سره جنگېږي د هغوى په اړه به هم  له ټاکلو پولو نه اوړئ، يعني: اسير به ئې نه وژنئ، مړي به ئې نه مثله کوئ، د دوى ماشومان، ښځي، بوډاگان، عابدان، زاهدان او هغه به نه وژنئ چي ستاسو په خلاف نه جنگېږي، که د دوى کومه جنگي ډله ستاسو په خلاف له جنگ لاس واخلي د هغوى د پرېکړي او ارادې درناوى وکړئ، او دا د الله تعالى يوه پېرزوينه وگڼئ چي يوه ډله له جنگ لاس اخلي. که د مقابل لوري جنگي ډلي تاسو ته د سولي لاس اوږد کړ نو پر الله تالى توکل وکړئ او وړانديز ته ئې مثبت ځواب ووايئ. کله چي له کوم لوري د سولي معاهده لاسليک کړئ نو له هر ډول خيانت او د معاهدې خلاف له پټ او څرگند تخلف ډډه وکړئ.

يعني په اسلام کي هم سوله شته او هم جنگ، جنگ د جنگ کوونکي او تېري کوونکي په خلاف او سوله له سوله غوښتونکي سره، متاسفانه ځيني داسي دي چي له جنگ انکار کوي او ځيني داسي چي په تگلاري کي ئې د سولي په نامه څه نشته.

راځو دې ته چي آيا په اسلام کي استشهادي عمل شته، د شهادت تمناء کول جائر دي که نه؟!!

بايد عرض کړم، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: پر هغه ذات لوړه کوم چي زما سائې په واک کي ده، دا خوښوم چي د الله تعالى په لار کي ووژل شم، بيا ژوندى شم، بيا ووژل شم، بيا ژوندى شم او بيا ووژل شم.

يعنى رسول الله صلى الله عليه وسلم شهادت غوښتونکى وو.

قرآن فرمايي: هغه څوک دي د الله تعالى په لار کي وجنگېږي چي د دنيا ژوند پر آخرت پلوري.

فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

همدا راز فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ

اي پيغمبره! مؤمنان جگړي ته وهڅوه، که ستاسو شل صبرکوونکي وي نو پر دوو سوو به غالب شي او که ستاسو سل وي نو پر زرو کافرانو به غالب شي، دا ځکه چې هغوى نه پوهېږي.

يعني که د دښمن د جنگياليو شمېر ستاسو په پرتله لس برابره زيات وي، د هغه مقابله وکړئ، ورسره وجنگېږئ او باور ولرئ چي تاسو بريالي کېږي!! له لس برابره دښمن سره جنگېدل يعني خپل سر په رغوي کي نيول، يعني د شهادت له هوډ سره سنگر ته دانگل، يعني شهادت طلبانه عمل.

هر غير مؤمن او له ديني پوهي بې برخي شخص داسي جنگ ته د انتحار او ځان وژني نوم ورکوي. خو قرآن همداسي جنگ ته مؤمنان هڅوي، او قرآن له داسي جنگ او د الله تعالى په لار کي د خپل سر او مال له قربانيو ډډه کول تهلکه بولي، د قرآن له نظره هغه د ذلت په مرگ محکوم شوي چي له داسي قربانۍ ئې ډډه کړې. فرمايي:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللّهُ مُوتُواْ

آيا ههغه دي نه دي ليدلي چي له خپلو کورونو په داسي حال کي ووتل چي په زرگونو ول، د مرگ له وېري وتښتېدل، نو الله تعالى ورته وويل: ومرئ، يعني الله تعالى په مرگ محکوم کړل.

همدا راز قرآن د الله تعالى په لار کي له انفاق ډډه کول تهلکه بولي او فرمايي:

وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ

د الله په لار کي انفاق وکړئ او ځان په هلاکت کي مه غورځوئ!! يعني عدم انفاق د هلاکت باعث دئ. خو تاسو گورئ چي ځيني نآپوهآن د قران دغه څرگند ايت څومره غلط تعبيروي.

دا هغه دي چي قرآن ئې داسي معرفي کوي:

يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلاً: د خسيسي بيعي په بدل کي د الله تعالى آيتونه پلوري.

همغه  چي د يوې چپني، يونس مړۍ، څو افغانۍ تنخا په بدل کي غلطي فتوى گاني ورکوي!! او  د الله تعالى د څرگند کتاب آيتونه غلط تعبيروي!!

لکه چي د بل نفس او انسان وژنه حرام ده، انتحار او ځان وژنه هم حرام ده، نفس او سا يو الهي امانت دئ، انسان حق نه لري په خپله ځان ووژني، که بل انسان پر ده تېرى کوي له ځانه دفاع پرې فرض ده.

رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو کس راغى او وئې وويل: يا رسول الله که څوک دا زما دسمال په زور رانه اخلي څه وکړم؟ وئې فرمايل: مه ئې ورکوه، پوښتنه ئې وکړه: که راسره جنگېدو څه وکړم؟ وئې فرمايل: ورسره وجنگېږه، وئې ويل: که په دې جنگ کي ووژل شم څنگه به وي؟ وئې فرمايل: ته شهيد يې، وئې ويل: که هغه ووژل شو څنگه به وي؟ وئې فرمايل: ته شهيد يې، وئې ويل: که هغه ووژل شو څنگه به وي؟ وئې فرمايل: د هغه ځاى دوزخ دئ.

که دا په زور د يوه دسمال غصبولو په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښوونه وي، نو د هغه په اړه به د دين غوښتنه او لارښوونه څه وي چي په ناحقه تا وژني، ستا کور او زمکه غصبوي، ستا وطن نيسي، تا له خپل وطن شړي، ستا ديني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي او پر تا خپل فرهنگ او مذهب تحميلوي.

دا پوښتنه چي په جوماتو، بازارونو، روغتون، د جنازې لمونځونو، د غم او ښادۍ غونډو کي چاودني او انتحاري عمليات څنگه دي؟

ځواب ئې څرگند دئ، داسي چاودني که په هر نيت وي، حرامي دي.الله تعالى فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

اى مؤمنانو! کله چي د الله په لار کي د جهاد لپاره وځئ نو ښه څېړنه کوئ او هغه چاته چي پر تاسو سلام اچوي؛ دا مه وايئ چي ته مؤمن نه يې، په داسي حال کي چي دنيوى مال، متاع لټوئ، نو له الله سره ډېر غنائم دي، تر دې مخکي تاسو هم دغسي وئ، خو الله درباندي احسان وکړ، نو ښه تحقيق کوئ، بې شکه چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې کوئ؟

په دې مبارک آيت کي مؤمنانو ته لارښوونه شوې چي د جهاد په دوران کي به لاندي خبرو ته په کلکه پام کوئ:

له خلکو سره په خپلي معاملې کي ډېر احتياط وکړئ، په دې اړه بايد ډېر محتاط وئ چي بې گناه انسان، مخصوصاً کوم مسلمان ستاسو په لاس و نه وژل شي.

څوک چي پرتاسو سلام اچوي او د سلام له اچولو ئې معلومېږي چي هغه مسلمان او د مسلمانانو خواخوږي دئ، د داسي شخص په اړه دا مه واياست چي مسلمان نه دئ، يائې له وېري سلام اچولى او يا خدعه کوي، په همدې الفاظو ئې اکتفاء وکړئ، يا ئې له ويري سلام اچولى او يا خدعه کوي، په همدې الفاظو ئې اکتفاء وکړئ، مسلمان ئې وگڼئ او له ځورولو او وژلو ئې ډډه وکړئ.

داسي نه چي د غنيمت په غرض د هغه په وينو خپل لاسونه سره کړئ، له الله سره ډېر غنائم دي، د هغو حلالو او له شک شبهې وتلو غنائمو تر لاسه کول وغواړئ.

تر دې د مخه تاسو هم د دوى په څېر وئ، الله تعالى پر تاسو فضل وکړ او د مسلمانېدو توفيق ئې درکړ، په کار ده تاسو هم له دغو خلکو سره همغسي احسان وکړئ چي له تاسو سره شوى.

په دې پوه شئ چي خبير خداى ستاسو له هر عمل او د هغه ترشا ستاسو له موخي او غرض ښه خبر دئ.

نوربيا...

 

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018