تفصیل | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

سـولـه د ښـامـار پــه خـوله کـې !

غلام حضرت شاکر

2018-03-12

دفبروري په ۲۸مه نېټه د«کابل پروسې» په نوم کابل کې نړیواله غونډه دایره شوه، په دې غونډه کې چې د ۲۸ هېوادونواستازیو برخه لرله،له طالبانوسره دسولې په څرنګوالي بحث وشو،ولس مشراشرف غني طالبانو ته دسولې په تړاو بېلابېلې لارې اوادرسونه په ګوته کړل اودایې هم وویل چې دسولې را ګړندیتوب په پارپه اساسي قانون کې تغییر اوتعدیل ته هم چمتودی، تردې وړاندې افغان چارواکودا نه منله چې په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کړي، ولس مشرداهم ومنله چې طالب دسیاسي هویت په توګه په رسمیت وپېژندل شي اود رسمي ارګان په حیث له دولت سره مذاکراتوته پلتۍ ووهي.

که څه هم به دې غونډه کې تازه پرمختګونه موجود وو اوافغان چارواکوخپل مقابل لوري ته ډېرې دړې پرانیستلې؛خوطالبانویې په مقابل کې بیا هم ساړه غبرګون ته مخه کړه!!

طا لبا تو تریادی غونډې یوه ورځ ړومبی له امریکایی چارواکو نه دمذاکراتوغوښتنه وکړه اوپه ړومبي ځل یې په دې اعتراف وکړ چې جګړه نه دحل لاره ده اونه ګټونکی لري،امریکایي مقامات هم مني چې افغانستان کې جنګ نه شي ګټلی ، لاچې بایللی یې دی خوداچې د دواړوښکېلیولوریو له دا ډول اعترافاتو سره سره سوله دمرغۍ پۍ ګرځېدلې، دا موضوع بېلابېل لاملونه لري:

۱ ـ اساساً غربیان نه غواړي چې افغان غمیزې ته دپای ټکی کېښودل شي؛ دوی سیمه ایزې موخې لري اود تحقق لپاره یې دافغانستان استراتیژیک موقعیت غنیمت ګڼلی، امریکا ډېر له پخوانه اراده لرله چې دسیمې هېوادونود ترصد په پار په افغانستان کې ځینې مرتفع نقطې په لاس ولري، د نجیب حکومت په وروستیو ورځوکې ریپوټونه خپاره شول چې امریکا دافغان نظام له کاواکۍ نه په ګټې اخیستنې سره ، د واخان په اسمانڅکوغرونوکې دڅار مرکز جوړوي، له دې مرکزنه به ، هم تایوان حمایه کوي، اوهم به دسرې ټولواکمنۍ نه ازادکړی شوي هېوادونه ترخپل نفوذ لاندې را ولي، امریکا هغه مهال تایوان ته پرمخ تللي رادارونه او بله نظامي تجهیزات ولېږدول اوتایوان یې یو مستقل هېواد باله حال داچې چینایان یې نه استقلال مني اونه یې د لوېدیځ له خوا په نظامي اوسیاسي سپورټ اغما ض کولی شي، امریکایي مقامات اوس هم دچین له اقتصادي، سیاسي اونظامي پرمختګونو تشویش څرګندوي اود مقابلې په پاریې دافغانستان له ستراتیژیک موقعیت نه د استفادې اراده لري!!

 له دې نه علاوه دامریکا او روسیې ترمنځ تربګنې اودیوبل په چاروکې مداخله ورځ ترورځې سېوا کېږي، روسان داعش دامریکا پروژه ګڼي اووایي چې امریکا له داعش نه په منځنۍ اسیا کې دروسیې دتعجیز، تهدید اوتحدید کار اخلي ، همدا خبره وه چې له ایران ،سوریې او شمالي کوریا سره یې  دیوبلاک ایجاد ته لاس واچاوه ! حتی له پروني مخالف پاکستان سره یې مناسبات دوستانه کړل ، تردې چې سیاسي دفترونه یې  ورکې پرانیستل!

  له نن نه درې ورځې وړاندې رسنیو وویل چې امریکا اکراین ته موډرنې وسلې په اختیارکې ورکړې ،غربیان په داسې حال کې یادهېوادته وسلې ورکوي چې تردې وړاندې یې  دبالتیک هېوادونوپه پولوکې لری واټن ویشتونکي توغندي نصب کړي اوروسانویې په مقابل کې د لویووچو ویشتونکي توغندیو په ایجادسربېره په ورته غبرګون لاس پورې کړی! داجریانات له دووموضوعاتو پرده پورته کوي، یودا چې امریکا یي ټلواله له افغانستان نه دشاګرځ اوسولې راغبرګېدواراده نه لري، بل دا چې دلته د نړۍ په کچه پټ اوڅرګند رقابت روان دی ، ناټو اورقیبان یې دواړه غواړي چې جنګ یې خپل قلمروته داخل نه شي؛ بلکې په افغانستان کې دیوبل سره زوروازمویي، بُش پر افغانستان له چپاو سره سم داخبره وکړه چې امریکا به دنوروپه قلمروکې جنګ ګټي، نه داچې دامریکا په دفاع کې خپل هېواد وران کړي!! دېته ورته نظرله امریکا سره دمقابلو لوریو هم دی، هغوی هم دامریکا دماتې لپاره افغانستان دمورچل په توګه استعمالوي!! داچې امریکا دنوروپه چاروکې د لاسوهنو هوډ لري؛ نوطبیعي ده چې حریف هېوادونه به یې په مقابل کې ورته غبرګون ښیي ، دلته به له امریکا سره دمقابلې تابیا نیسي، اوپه پایله کې به یې جنګ دوام  مومي!!

۲ ـ څو ورځې وړاندې د امریکایي کانګرس دبهرنیو اړیکومسؤول  (ډانا رورا بکر) خپل ولس مشرته دافغانستان په اړه یوه لیکلې طرحه وړاندې کړه اوترې ویې غوښتل چې باید دپښتنوخلاف دنورولږه کیوحمایت وشي؛ځکه چې له یوې خوا افغان لږه کي دامریکا طبیعي متعهدین دي اوله بلې خوا دپښتنومشرتوب قامي اقلیتونوته د منلو وړ نه دی!! درورا بکرپه طرحه کې( چې په امریکایي رسنیوکې خپره شوې) راغلي چې باید بلوڅان اوپاکستان میشتي پښتانه داسلام آباد خلاف وپالل شي!!

رورابکرله خپلې طرحې سره ځینې هغه افغانان همغږي بللي چې په ۲۰۱۰ کال یې له نوموړي سره په جرمني کې دفدرالي نظام غوښتنه کړې وه!! په هغې غونډه کې (چې هغه مهال د آلمان کرسټن ديموکراتانو لخوا په برلين ښار کې داير شوې وه ) د  رورابکر  په شمول  د امريکا جمهوري پلوي  سنا توران او د شمال جبهې استازيو ( محقق ، احمدضيا مسعود ، دوستم او امرالله صالح ) هم برخه درلوده، دا غونډه داسې مهال تر سره شوه چې د طالبانو ، امريکا ، حزب اسلامي او دولت تر منځ مذاکرات يوې حساسې مرحلې ته داخل شوي وو! د رورا بکر په نننۍ طرحه کې هم نوموړی یوازی نه دی؛بلکې جمهوري پلوي سناتوران او دسي آی اې ډېری وګړي یي ترشا ولاړ دي!

امریکا په منځني ختیځ کې دا ډول طرحه عملي کړه،په عراق ،سوریه، یمن،لېبیا اوسعودي عربستان کې یې له یوې خوا مذهبي جګړې را منځته کړې اوله بلې خوایې دیادې سیمې ډېری هېوادونه دتجزیې په پوله ودرول!! لیبیا یې دوه ټوټې کړه، د یمن ملي وحدت یې له منځه یووړ،د شیعه اوسوني په نوم یې له یوبل نه بېل کړل، عراق یې په شیعه یانو،کردانو اوداعشیانوتقسیم کړ اوپه سوریه کې یې دنړۍ ډېری شیعه ګان دبشارالاسد اوایرانیانو غېږې ته ځکه ور واچول چې په منځني ختیځ کې دسني اوشیعه ترمنځ دجنګ اوردوام وکړي!! یوه میاشت وړاندې رسنیو وویل چې امریکا دسوریې اوترکیې په ګډه پوله دکردانو مستقل دېرش زره کسیزنظامي ځواک جوړوي، داچې دیادخبرترشا هلته دمستقل کردستان اودترکیې په شمول دسیمې هېوادونو د وېشاک مسئله مطرح ده ؛ځکه خویې ترکیې په مقابل کې غبرګون وښود اودعبدالله اچالان ځواکونه یې دسوریې اوترکیې په پولوکې ترنظامي چپاو لاندې را وستل!! امریکا دافغان بحران په نهایت کې شاید د رورابکر طرحې نه عملي جامه ور واغوندي اوزموږهېواد دتل لپاره له سولې،ټېکاو اوثبات نه محروم کړي!! که امریکا په منځني ختیځ کې سوله را منځته نه کړه اوهلته یې په جګړه کې جګړې اوپه بحران کې بحرانونه را منځته کړل؛ نوبیا به دلته څنګه سوله را منځته کړي!؟

ځینې محللین داخبره کوي چې امریکا په افغانستان کې له روسیې سره په تقابل کې واقع ده ؛ځکه خوشونې ده چې دیاد خطر ددفعې لپاره دافغاني لوریوترمنځ سوله رامنځته کړي! ددې وروڼوپه ځواب کې شاید داخبره کافي  وي چې دروسیې خطر په سوریه کې هم موجود دی؛ خوامریکایي چارواکویې دانتفا لپاره کله هم د سوري وګړو دملي وحدت اوسولې  غوښتنه ونه کړه،لاچې مذهبي تاوتریخوالی یې هغه حد ته ورساؤ چې له سوریې نه علاوه یې ټوله سیمه په برکې ونیوله،حتی له مخالف ایران سره یې دسنیانوخلاف مشترکه جبهه جوړه کړه، د داعش دځپلوپه پلمه یې دعراق سنیان دایران په سپاه پاسداران باندې ووهل!!

که امریکا دلته ثبات غوښتلی؛نونن به یې عطا محمدنورپه یو« ارامسئ» مهارکړی ؤ،عطامحمدنور دچا په مټوټانټې وهي؟ څرګنده ده چې امریکا یې ترشا ولاړه ده!! که امریکا یې دمزارسفرکنسل اوله الوتکې یې را ښکته کولی شي؛ نو دانه شي کولای چې دخپلې استعفی په تړاویې له خپل خرګي راښکته کړي!؟

ستونزه داده چې له یوې خوا امریکا دسولې طرفداره نه ده له بلې خوا ځینې کړۍ دجنګ په دوام اوافغانستان کې دفدرالي نظام په ایجاد ترکیز کوي، ضمناً طالبان دخپلې پڅې دیپلوماسۍ اوژورتیا دکمبود له کبله، دسولې رنګین فرصتونه له لاسه ورکوي!! دوی له هداسې  امریکا دمذاکرتو غوښتنه کوي چې دمنځني ختیځ په څېر دلته هم شومې ارادې لري!! طبیعي ده چې له مذاکراتوسره به یې هم دېته ورته شومې ارادې ملګرې وي! البته دطالبانو داښه نظر دی چې دپردیو ځواکونوپه وتلو ترکیز کوي؛ خوداجانبو دایستلو غوښتنه تربین الافغاني تفاهم وروسته عملي جنبه موندلی شي، باوردی چې دافغانانو داتفاق په صورت کې به بهرنیان په یوه اتفاقي غوښتنه زموږ له هېوادنه وځي،طالبان به ځينې مجبوریتونه لري؛خودسولې په منطق پوهېدل یې دملت له ژوند اوطالب له بقا سره تړلې موضوع ده! که طالب دنن فرصتونه دسبا اوخپلې بقا لپاره ونه کاروي؛نولري نه ده چې دتامیل پړانګانو په څېرهرڅه له لاسه ورکړي اوپه څنګ کې یې افغانستان دتجزیې لورې ته مخه کړي!په مبارزه کې اړینه ده چې دجګړې له اړتیاسره ددیپلوماسۍ اوسولې منطق ترجګړې پیاوړی پرمخ یووړل شي، طالبان دې له امریکا نه دپاتې  کېدو پلمه واخلي، له افغانانوسره دې سولي ته کېنې او داسې شرایط دې رامنځته کړي چې نه بیا جنګ رامنځته شي اونه بهرنیوته دخپل حضور د تمدید چانس پاتې شي.دم ګړۍ دسولې غمی دښامارپه خوله کې دی اوترې ایستل یې دحکمت په لاس کېدای شي .

د مرګ پـه کومي کې ګوزران دی خدايـه څنګه به شي

څنګه بـه لال د ژونـد لــه ژامې د ښـامـاره وځي؟

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018