تفصیل | شهادت 

23rd May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

واشنګټن پوسټ: پر افغانستان د امریکا د یرغل ۶۰۰۰ ورځې پوره شوې

2018-03-12

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي؛ پر افغانستان د امریکا د پیل شوې اوږدمهالې جګړې موده
نن د دوشنبې ورځ د (مارچ۱۲) شپږزره ورځې پوره کیږې، خو په وینایې چې، لا هم د دې جګړې د پایښت څرک نه لګيږي.
ورځپاڼه لیکي؛ د امریکا په تاریخ کې دا لومړۍ اوږدمهاله جګړه ده چې ثبتیږي.
د واشنګټن پوسټ په حواله، امریکا په دوهمه نړیواله جګړه کې ۱۳۶۷ ورځې ښکیله وه چې تر افغان جګړې څلور چنده کمه موده وه.
لیکوال لاندې لیکي؛ امریکا لا هم د جګړې د پایښت څرک نه دی لګولی او لا هم خپلو اساسي غوښتنو ته په دې هیواد کې نه ده رسیدلې.

د امریکا، د واټسن پوهنتون په یوه څیړنه کې ویلي، له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي پورې په افغانستان کې څه باندي ۱۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي.
د یاد څیړنیز راپور تر مخه؛ په وژل شویو کې ۴۲۰۰۰ طالبان، ۳۱۰۰۰ ملکي خلک، ۳۰۰۰۰ افغان پوځيان، ۶۰۰۰امریکايي پوځيان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځيان، او سلګونه خبریالان او نور د اړوندو اداراتو کارمندانو و.
لیکوال لیکي؛ امریکا باید په افغانستان کې د نامعلومې مودې د ښکیلتیا سپيناوي وکړي چې ایا دا جګړه به تر نورو ۶ زرو ورځو هم دوام وکړي او که ژر به ختمه شي.

راپور زیاتوي؛ پر افغان جګړه تر ۱۰۰۰ میلیارد (۱ تریلیون) ډالرو زیات لګېدلي او زرګونه امریکایان پکې وژل شوي باید د دې هرڅه راتلونکي عواقب معلوم شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd May, 2018