تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان نوى دريځ او پخواني اهداف

فضل مولا لټون

2018-03-13

بالاخره د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امير هماغه څه وکړل،چې په اوسنيو شرايطو کې د ټول افغان مسلمان ملت غوښتنه  ده، د حزب اسلامي  افغانستان امير مجاهد ورورحکمتيار زموږ د مسلمان ملت د مليونونو شهيدانو د ارمانونو د تحقق لپاره هماغه لاره  غوره کړه، چې له يوه با تدبيره  او تېز فکر سياستمدار  سره ښايي، د حزب اسلامي افغانستان  مجاهد امير د نورو له  منځگړتوب پرته د بين الافغاني  خبرو اترو له لارې له دولت سره هو کړې ته  ورسېده ، سوله يې خپله راتلونکې  لار وټاکله  او له  همدې  لارې يې  د خپلو سپېڅليو اهدافو لپاره  د مبارزې  هوډ وکړ.

که پورته څو جملوته  ځير شو په رښتيا سره چې يوه ستره پريکړه  شوې يوه  غوره  لاره غوره شوې او د ټول افغان مسلمان  ولس غوښتنې ته لبيک ويل شوى دى، ځکه  حزب اسلامي  هغه گوند دى چې هرځلى پرې په لوى لاس  جگړه  تپل شوې ده،  د تل لپاره يې له  مخې نه د ايسته کولو هڅې شوې دي، د هر ډول تبليغاتو او توطئو سره مخ شوى دى، د قربانيو او شهادتونو يوه ډېره  اوږده لړۍ يې د خپل سياسي تاريخ  په اوږدو کې  وهلې ده، هر ډول ستونزې او د لوړ او ځوړ نه ډک پړاوونه يې طى کړي دي، ولې په دې ټولو اوږدو او ستونزمنو  پړاوونو کې يې په خپل هيواد کې د اسلامي نظام د قيام ستر هدف ته شا نه ده اړولې، سره له  دې چې  ددې لارې ډېرى لاروي د ستونزو او مشکلاتو له امله په  نيمه لار کې پاتې شوي دي، يايې کله کله  د خپلو ځانگړيو  گټو په خاطر او يا د خلکو دغولونې  لپاره يې د پخوانيو اهدافو  يادونه کړې ده، خو په حقيقت کې د مادياتو په خُم کې رنگ  شوي او هماغه څه يې کړي چې  نورو کول.

اوس چې دا دى الحمدلله د حزب اسلامي  افغانستان  مجاهد امير لکه  د مقدس  جهاد پرمهال  چې مخکښ و. د سولې مخکښ هم شو، نو لازمه ده چې د حزب اسلامي ټول مشران او حتى افراد هم  د هيواد او نړيوالو حالاتو په  نظر کې نيولو  سره د خپلې راتلونکې لپاره لاندې  نکتې په  نظرکې  ونيسي :

١ - ترهرڅه لومړي د حزب اسلامي  افغانستان د پراخو پرگنو  ديووالي لپاره  کاروکړي، د حزب وروڼه بايد خپلې ځانگړې گټې او ځانگړې  عقدې شاته کړي او تر هرڅه زيات  لومړيتوب د حزب اسلامي افغانستان  يووالي ته ورکړي  او دحزب اسلامي له اساسنامې سره سم يو ځاى او متحد شي.

٢ – منو چې حزب  اسلامي اوس هم او پخواهم  مخالفين لرل او لري يې، هغوى به هڅه کوي، چې يو ځل بيا حزب اسلامي د ځان او يا نورو مخالفتونو ته وهڅوي، ولې د حزب اسلامي  وروڼه بايد يواځې او يواځې  د خپلو سپېڅليو  اهدافو د ترلاسه  کېدا لپاره کار وکړي او د چا د مخالفت، تبليغاتو او توطئو  هيڅ  پروا ونه کړي، ځکه پريوه متحد او منظم  صف د مخالف  لوري گذار  دومره اغيزنه شي لرلاى لکه خپلمنځي اختلافات.

٣ – د حزب اسلامي مشران دې د ځوانانو د افغانستان شمول تنظيم او انسجام  لپاره، خپلې هڅې لاپسې چټکې کړي، د خوښۍ خبره داده چې اوس زموږ د ټولنې  ډېرى ځوانان د نورو علومو او فنونو ترڅنگ  پر اسلامي  پوهه  هم سمبال دي، بله دا چې په ځوانانو کې د پوهنې  کچه ورځ تربلې
 په لوړېدو ده،  اوس موږ الحمدلله  د حزب اسلامي د ارکانو په زامنو کې د دوکتورانو ، ماسترانو او لېسانس  په سويه بې شميره  ځوانان  لرو،  چې هر يويې په بېلابېلو برخو کې  زده کړې  کړي دي او په هره برخه  کې د اغېزمن  کار کولو توان او ظرفيت هم لري،  لا چې ډېرى يې په  مهمو مهمو څوکيو دندې اجراء کوي او د خپلو وړتياو، سپېڅلتيا او له  هر ډول فساد څخه پرته  خپلى دندې پرمخ  بيايي، کوم  چې له عالى تحصيلاتو سره سره بې کاره دي، د هغوى لپاره بايد د کار کولو زمينه برابره شي.

په دې برخه کې زه حکومت ته هم يوه مشوره ورکول غواړم  او هغه داچې د رښتينو مجاهدينو زامن په حلال رزق روزل شوي او رالوى شوي دي، که غواړئ چې په  دولتي  ادارو کې د هر ډول فساد  مخنيوى وکړئ، همداسې ځوانان پر دندو وگومارئ.

دا خو ټول منو چې ځوانان د ټولنې د ملا دتير حيثيت لري او همدا ډول د سياسي گوندونو بقا او ښه راتلونکې د ځوانانو په  نظم  او انسجام  کې نغښتې ده، هيله  ده چې زموږ درانه  مشران په دې  اړه  ځانگړې پاملرنه  وکړي او په راتلونکي نسلونو کې د صالح، با استعداده او خپلو اهدافوته  ژمن قيادت  د رامنځته کېدا لپاره لاره  هواره کړي.

٤ – دا چې حزب اسلامي افغانستان  د خپلو سپېڅليو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د سولې  او ملي روغې جوړې  لاره غوره  کړې  ده،  نو په کار ده  چې په گران هيواد افغانستان کې ددايمي  سولې لپاره  کار هم وکړي او په دې لاره کې خپله ايماني، اسلامي او ملي دنده  سرته ورسوي، د چا د مخالفت پرځاى  بايد هغوى سولې ته وهڅوي، دخپلې مرستې او همکارئ ډاډ ورکړي او په دې باندې يې قانع  کړي چې په اوسنيو شرايطو کې د خپلو اهدافو  د ترلاسه کولو او د بهرنيو لاسوهنو څخه د خپل هيواد او هيوادوالو د ژغورنې  يواځينى لار سوله او د اسلامي قوتونو گډه سوله ييزه مبارزه ده، د ورورحکمتيار دا خبره ((چې نوره جگړه  زموږ د هيواد او هيوادوالو په گټه  نه ده، بلکې هر اړخيز زيانونه  يې زموږ او گټې يې د نورو دي))  يو روښانه حقيقت دى، ځکه د جگړې دوام د بهرنيانو نظامي حضور او زموږ هر اړخيز  احتياج او ښکېلتيا ته لاره هواره وي.

پر همدې  اساس بايد حزب اسلامي  افغانستان د نورو لومړيتوبونو ترڅنگ  ددغه سترې او اړينې وجيبې لپاره په خورا اخلاص سره کار وکړي.

٥ – حزب اسلامي  افغانستان بايد د خپلو صفوفو له يووالى  او انسجام  سره سره د نورو مخلصو اسلامي او ملي گوندو سره د يوه منظم  قوت د رامنځته  کېدلو لپاره هم  کار وکړي، ځکه موږ که خداى جل جلاله  کول په نږدې راتلونکې کې دولسي جرگې او ولسواليو  د شوراگانو او ورپسې د جمهوري رياست ټاکنې په مخکې لرو، همدا اوس  ددې کار لپاره غونډې او هڅې روانې دي، که اسلامي  گوندونه سره متحد نه شي او  د خپلو ځانگړيو او مهاليزو گټو د ترلاسه کولو لپاره جلا جلا لارې غوره کړي،  شونې ده، چې په راتلونکيو حکومتونو  کې په کرار کرار او يا په  نه احساس کېدونکي  ډول له  صحنې وه ايستل شي او بيا د ټيکاو ځاى ونه لري، ځکه دلته  بهرني  قوتونه لگيادي د سيکولريستي  نظام  د رامنځته  کېدو لپاره کار کوي، لومړنى وار به يې پر کورني نظام  وي او بيا به په کرارکرار خپل نور اهداف پلي کوي.

باید دا روڼ حقیقت ومنو، چې زموږ ټولې کړمې د خپلمنځي اختلافاتو له امله دي او که اوس هم سره متحد نشو او په ګډه او یووالي سره د خپلو لوړو او مقدسو موخو لپاره کار و نکړو، معنی به یې دا وي چې موږ لااوس هم په هماغه پخوانۍ زانګو کې زانګو.

يو ځل بيا يادونه کوو چې زموږ برى  زموږ په يووالي کې دى او زموږ د ټولو ستونزو سترلامل اختلافات  دي.

اوس  مو چې د خپلو مقدسو اهدافو دلاسته راوړو  لپاره د سوله ييزې مبارزې لاره غوره کړې بايد  په خورا اخلاص  سره ورته کار وکړو.

 

 

 

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018