تفصیل | شهادت 

18th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کله چې د چين پاچا د مسلمانانو سره له جنګه ډډه وکړه:

2018-03-14

د هجرت په 22 كال احنف بن قيس د امير الموْمنين حضرت عمر رضى الله عنه څخه اجازه وغوښته چې د خراسان سيمې ته ننوزي او په كسرى باندې ځمكه راتنګه كړي هغه پوهيده چې همدا يزدګرد دى چې خلك د مسلمانانو پرضد جګړې ته راپاروي, كله چې يزدګرد د مسلمانانو له تصميم څخه خبر شو دصغد له پاچا څخه يې مرسته وغوښته بلې خوا ته يې د چين پاچا ته ليك واستوه او د مرستې غوښتنه يې وكړه, بل ليك يې د تركانو پاچا خاقان ته واستوه او له هغه يې هم مرسته وغوښته, خو هيچا هم په دغه ليكونو غوږ ونه ګراوه.

احنف بن قيس د خراسان سيمې ته ننوت, يزدګرد مخكې دى او احنف ورپسې, هغه له يوه ښاره بل ته تښتي او احنف ورپسې دى او يو په بل پسې ښارونه فتحه كوي, تر دې چې يزدګرد اړ شو چې د اّمو له سينده پورې وزي.

احنف بن قيس ټول خراسان ونيوه او په هر ښار كې يې يو تن والي وټاكه دا ټول جريانات يې په تفصيل سره حضرت عمر ته وليكل حضرت عمر ورته په ځواب كې وليكل چې پام كوه له سينده پورې نه وزې, او د خراسان كوم ښارونه دې چې نيولي دي هغه ټينګ كړه.

يزدګرد د ماوراء النهر سيمې ته ورسيد, د هغه ځاى له پاچاهانو څخه يې مخكې هم مرسته غوښتې وه خو چاپرې پروا نه وه ساتلې خو كله چې يې د هغوى خاورې ته پناه يوړه نو دوخت د پاچاهانو د دود سره سم د هغه مرسته پرې لازمه شوه, هماغه وو چې د يو لوى لښكر سره يې د يزدګرد مرستې ته راودانګل هغوى وكولاى شول چې د خراسان ځينې سيمې بيرته ونيسي بيايې ديته پام شو چې د احنف بن قيس پر هستوګن ځاى يرغل وكړي, دا مهال د احنف سره شل زره لښكر پاتې و, احنف پورته شو او خپل لښكر ته يې په خطبه كې وويل:

تاسو لږ ياست, دښمن مو زيات دى, خو ډېر ځله يوه وړه ډله پر لويې ډلې د الله تعالى په مرسته بريالۍ كيږي, او الله تعالى د صابرانو سره دى)

د تركانو دود داوو چې د جګړې په ډګر كې به تر هغه له خپلو پټن ځايونو نه وتل چې سپين ږيري به مخكې شول, د هر يوه سره به ډول و, لومړى به يوه ډول ته درز وركړ بيابه دوهم او ورپسې دريم. او د دريم ډول د غږ سره به هغوى له خپلو ځايونو راپورته كيدل.
احنف بن قيس د خپلو يو شمير ملګرو سره د شپې لخوا راووت, غوښتل يې چې د دښمن ځايونه او احوال معلوم كړي, كله چې سبا شو د تركانو ډولچيان راووتل, احنف بن قيس درې واړه ډولچيان يو په بل پسې ووژل, كله چې تركان راووتل او خپل ډولچيان يې مړه و موندل د هغوى پاچا دغه كار د خپل ځان لپاره بد فال وګاڼه او ويې ويل: د دې خلكو سره په جګړه كې زمونږ خير نشته, او بيرته راوګرځيد.

كسرى داځل هم ناهيلى شو, او له هغه چا څخه چې تمه يې ورته وه مايوس شو, هغه يوځل بيا حيران شو, چې په كوم لوري ولاړشي؟

ځينو هوښيارانو ورته مشوره وركړه چې د دغه قوم سره به سوله وكړو, دا يو دينداره او په خپله ژمنه ولاړ قوم دى مونږ به په دغه خوا او شا سيمو كې پاتې شو او هغوى به مو ګاونډيان وي, همدوى زمونږ لپاره ښه دي.

خو كسرى دا مشوره ونه منله, د چين پاچا ته يې ليك واستوه له هغه څخه يې مرسته وغوښته, د چين پاچا د كسرى له استازي نه د مسلمانانو په اړه پوښتنې وكړې چې دا څرنګه قوم دى چې په ډېره چټكۍ سره ښارونه نيسي او انسانان ترخپل واك لاندې راولي؟ د كسرى استازي ورته د مسلمانانو د لمانځه او جګړې كيفيت بيان كړ, د چين پاچا كسرى ته وليكل:

ماچې تراوسه ستا د مرستې لپاره داسې لښكر چې يو سريې په مروه كې وي او بل سر يې په چين كې نه دى دراستولى, هغه له دې كبله نه ده چې ګواكې زه په ځان باندې ستا حق نه پيژنم, خو دغه خلك چې ستا استازي راته د هغوى صفتونه بيان كړل, داسې خلك دي چې كه وغواړي غرونه ټوټې ټوټې كولاى شي, لدې كبله ښه به داوي چې سوله ومنې, يزدګرد د يوه واړه ټولي سره د مروې خواته وتښتيد, له خلكو څخه يې د مال غوښتنه وكړه خو چا ورته له ويرې څه ورنكړل, او د تركانو حكومت يې پرې خبر كړ تركان راغلل د هغه ملګري يې ووژل او په خپله يزدګرد وتښتيد, د شپې يې د يوه ژرند ګړي كورته پناه يوړه, كله چې ويده شه, هغه مړ كړ او د هغه تاجونه او جامې يې واخيستې, تركان ورپسې راورسيدل, هغه يې مړ و موند, هغوى دغه ژرنده ګړى او د هغه كورنۍ ووژل او ټول مال يې له ځان سره واخيست, كسرى يې په يو تابوت كې كيښود او اصطخر ته يې يوړ, همدا دفارسيانو وروستى پاچا و, رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي( كله چې قيصر مړ شي له هغه وروسته بل قيصر نشته او كله چې كسرى مړ شي له هغه وروسته بل كسرى نشته, قسم پر هغه ذات چې زما نفس يې په لاس كې دى چې د دوى شتمني به د الله په لار كې مصرفيږي هغه د حضرت عثمان د خلافت په دوهم كال له منځه ولاړ.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th June, 2018