تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د امیر د تربیتي درسونو لړۍ – څلورم درس

د حزب اسلامي د امیر دفتر

2018-03-14

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار له تېرو دوو اونیو راهیسې لسګونو ځوانانو، محصلینو او دیني طلباؤ ته روزنیزې تربیوي حلقې پيل کړي دي. د دې تربیوي حلقو په څلورم درس کې یې د خپل اثر ساینس او د قرآن علمي اعجاز څخه د پخواني بحث په تسلسل سره چې د کائناتو پیدایښت و، د کهکشانونو او د ځمکې د سیارې په اړه علمي او څېړنیز بحث وکړ. ښاغلي حکمتیار په دې تړاو د یوویشتمې پېړۍ د نویو څېړنو او نظریاتو په یادونې سره د قرآن عظیم الشأن د څو نورو آیتونو تر څنګ د لاندې آیت تفسیر هم وکړ: (يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ  الانبياء: ۱۰۴) 

ژباړه: هغه ورځ چي آسمان به داسي راونغاړو لكه د ليكل شوو پاڼو نغاړل، لكه چي لومړى پيدايښت مو پيل كړ بيا به ئې اعاده كړو، دا زموږ پر ذمه يوه ژمنه ده، يقيناً چي موږ ئې كوونكي يو. 

د پورته آیت په اړه یې وویل: د دې مبارك آيت مهمې لارښووني دا دي:  

• الله تعالى به د قيامت په ورځ آسمان داسي راونغاړي لكه د ليكل شوو پاڼو نغاړل. 

• بيا به الله تعالى د لومړي پيدايښت په څېر يو ځل بيا نوى آسمان او نوې زمكه پيدا كړي. 

• الله تعالى دا په خپله ذمه اخيستې ده چي قيامت به راولي، د عالم دا خور ټغر به ټولوي او نوى عالم به پيدا كوي، دا د ده قطعي ژمنه ده، هرومرو به ئې ترسره كوي. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 

۱۳۹۶/۱۲/۲۰ 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018