تفصیل | شهادت 

23rd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په ننګرهار کې د حزب اسلامي د امیر تاریخي غونډه :

د حزب اسلامی د امیر دفتر

2018-03-20

پرون دوشنبې د جلال آباد ښار په فوټبال سټوډیوم کې د حزب اسلامي د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار غونډې ته د ننګرهار له مرکز او مختلفو ولسوالیو، د کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو له مختلفو سیمو څخه زرګونه جهادي او قومي مشران، علمأ او ځوانان راټول شوي وو.

دغه غونډه چې په ختیځ زون کې د حزب اسلامي لخوا رابلل شوې وه د هېواد د ختیځو سمیو پر زرګونو خلکو سربېره له مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د حزب اسلامي سلګونه جهادي او قومي مشران او ځوانان راټول شوي وو. لومړی د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل لنډه وینا وکړه، ښاغلي منګل د حزب اسلامي امیر د جهاد او سولې قائد یاد کړ چې د الله تعالیٰ په مرسته او خپلو هڅو او مدبرې رهبرۍ سره یې وکولی شول چې دا هېواد د شوروي تاړاک څخه وژغوري، ددې هېواد د سرلوړۍ او آزادۍ لپاره یې شپه او ورځ هڅې کړي دي او دا دی په وروستي یو کلن مزل کې یې د سولې غښتلی بنسټ کېښود. ښاغلي منګل د حزب اسلامي له امیر څخه وغوښتل چې پر طالبانو هم له خپل رسوخ څخه په ګټې اخیستو سره د سولې یو ځواکمن حرکت پیل کړي څو د ولسمشر د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي او په هېواد کې د لسیزو اوږد شوي جنګ او ناورین پای ته ورسوي.

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار په خپله یو ساعته وینا کې وویل: زه لومړی د ټول هېواد د مؤمنو او هدفمنو شهیدانو روح ته دعا کوم، مو د خپل رب پر کړو وعدو باورمن یو، الله عزوجل حتمأ د هغه چا مرسته کوي او کامیابوي یې چې د اسلام د سپېڅلي دین لپاره یې قربانۍ ورکړې، ښایي دا بریا لږ وځنډېږي، خو حتمأ د الله تعالی مرسته راځي، مسلمان باید نهیلی نه شي. زموږ مظلوم ولس د خپل دین او هېواد د آزادۍ لپاره څلور لسیزې سختې قربانۍ ورکړې دي، موږه د خپلو سپېڅلو شهیدانو د آرمانونو تحقق ته ژمن یو.

له بده مرغه زموږ د هېواد بحران څلور لسیزې اوږد شو، له شک پرته په دې کې هم د بهرنیو مفسدو کړیو لاس دی او هم د کورنیو منفورو او جنګ غوښتونکو کړیو. موږ پرېکړه کړې ده چې د راتلونکو انتخاباتو څخه د دغې بحران د حل وسیله جوړه کړو. پر ولس او دولت او ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوو چې راشئ دا ټاکنې رڼې او په عادلانه توګه ترسره کړو. پر خپلو پلویانو او ټولو هغو هېوادوالو غږ کوو چې د هېواد له دې څلوېښت کلن بحران څخه کړېدلي دي چې راشئ په دې انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړئ، دا ځل باید د شر او فساد ځواکونو ته په انتخاباتو کې هم ماتې ورکړو او دا هېواد ترې وژغورو. داسې چا ته رایه ورکړئ چې اسلام او هېواد ته ژمن وي، زموږ د برم او عزت جګه شمله راټیټه نه کړي، صالح وي، ددې لوی کار ترسره کولو وړتیا ولري، ښه ماضي او پر مسلمانانو زړه سوی ولري.

موږ ټول ددې شاهدان یو چې پارلمان مو د وکیلانو د پیر او پلو بازار ګرځېدلی دی، داسې پارلمان د سرلوړو افغانانو استازیتوب په هېڅ صورت نه شي کولی. زه پر ټول ولس په ځانګړي ډول د لوی ننګرهار پر سرلوړو او باهمته ولسونو غږ کوم چې دا ځل باید صالح او وړ خلک تر ولسي جرګې ورسوئ. دا د اېمان او عقیدې معامله ده، که مو غله، مفسد، غاصب او لوچک ته رایه ورکړه د قیامت په ورځ به هم له همغه سره حشر کېږئ خو که مو بااېمانه، مؤمن، صالح او اسلام او افغانستان ته ژمن کس ته رایه ورکړه له همغه سره به حشر کېږئ، صالح او مؤمن استازی به ستاسو غږ رسوي، اوښکې به مو پاکوي او د هېواد د روان ناورین د حل لارې به جوړې کړي.

موږ به په ټول هېواد کې خپل نوماندان ولرو، خپلو پلویانو ته وایو چې که مو په شرایطو برابر حزبي کس ونه موند، نو د بل ګوند یا مستقل نوماند خو چې صالح او مناسب شخص وي حمایت وکړئ. دغو ټاکنو ته له همدا نن څخه کار پیل کړئ او د هر چا دروازې وټکوئ.

موږ په هېڅ صورت په انتخاباتو کې فساد نه منو، پر ټولو غږ کوو چې هېواد باید په ۲۵۰ ټاکنیزو حوزو ووېشل شي، د ټاکنو په ټول بهیر دې د اغېزمنو ګوندونو نظارت تضمین شي، د پخوا په څېر ټاکنې دا ځل په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. باید هېڅ په شرایطو برابر افغان د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي، اته میلیونه مهاجر او د ناامنو سیمو وګړي باید په هېڅ صورت د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شی.

موږ په هېواد کې د سولې او سوکالۍ دروازې خلاصې کړې دي، په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ، موږ د خپلو دیني ارزښتونو او ارشاداتو له مخې سوله وکړه، او پر الله مو توکل وکړ، سوله تر جنګ سخت کار دی، باهمته خلک سوله کولی شي، ډارن او جبون خلک یې نه شي کولی، په دې اړه له دولت څخه غواړو چې د سولې ټولې لارې خلاصې کړي او له طالبانو هم په ټینګه غواړو چې د ولسمشر د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي، خپلې موخې د سولې له لارې تعقیب کړي او دا ولس له روان دردوونکي ناورین څخه وژغوري، موږ د طالبانو د ټولو معقولو او شرعي غوښتنو ټينګ ملاتړي یو.

موږ د سولې یوه واضح او عملي طرحه هم دولت ته، هم طالبانو ته او هم د امریکا متحده ایالاتو ته ورکړې ده، په دې طرحه کې د سولې عملي کړنلاره ښودل شوې ده، لکه څرنګه مو چې په وار وار ویلي دي چې د افغانستان جنګ ګټونکی نه لري اوس هم وایو، په دې جنګ کې افغان وژل کېږي، د دوام هېڅ شرعي مجوز یې نشته، زموږ رب وایي چا چې سلام هم درباندې واچاوه نو ته یې په هېڅ صورت د وژلو حق نه لرې، زموږ د هېواد ننی جنګ په هېڅ صورت جواز نه لري، باید ټول ښکېل اړخونه پر افغانانو رحم وکړي، امید لرو چې ټول ښکېل اړخونه به د سولې په راوستو کې اغېزمن ګامونه واخلي.

د سولې په تړاو زما وړاندیز دا دی چې په هېواد کې دې د سولې د عملي کړنلارې په توګه د مزاکراتو له پیل وروسته یوه غیر جنګي سیمه وټاکل شي، په دې سیمه کې باید وسلوال ځواکونه نه وي، نه دې بهرنیان عملیات کوي او نه افغان ځواکونه او نه هم طالبان. دغې سیمې ته دې د طالبانو کورنۍ راشي او د سولې عملي مزاکرات دې پیل شي.

خو ومو لیدل چې د سولې مخالفین او د افغانانو په شر خوښ منفورې کړۍ او هغه چې په جنګ او ناامنیو کې اشرافي ژوند ته ورسېدل، حرامې افسانوي سرمایې یې پیدا کړې، دولتي او شخصي ځمکې یې غصب کړې او نور سلګونه شرارتونه یې وکړل، زموږ دا طرحه یې د افغانستان د تجزیې طرحه وبلله. دا منفورې کړۍ هغو بدنامو څېرو ته چې د هېواد د تجزیې پلان جوړوي، افغانستان په شمال او جنوب وېشل غواړي، د افغانستان او اسلام له نامه سره حساسیت لري، د ولسمشر او ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شوي خو بیا هم ولایتونه او وزارتونه کوي، فدرالي نظام غواړي، دغو څېرو ته د تجزیې غوښتونکي نه وايي، خو په هېواد کې د سولې لپاره د یوې عملي هڅې لپاره د تجزیې نوم ورکوي. له سولې سره مخالفت کوي، دا ډله چې اصلأ په ولس کې سخت منفور دي، د غلو، داړه مارانو او غاصبینو په نامه پېژندل شوي له درواغو، چاپلوسۍ او افترأ نه بل څه نه لري. زموږ ملت باید پوه شي چې د سولې دښمنان زموږ د دین او هېواد دښمنان دي، د ملت غوڅ اکثریت سوله غواړي او ان شاءالله ژر به یې دا توره شپه په سباوون بدله شي.

موږ په هېواد کې د ټاپي او نورو ټولو بنسټیزو پروژو ټینګ ملاتړ کوو، د امنیت د تأمین لپاره یې په بشپړ ډول چمتو یو، د یو مظبوط مرکزي حکومت د جوړېدو لپاره ژمن یو، پر دولت غږ کوو چې د قانون ماتوونکو په وړاندې ټینګ ودرېږي، ولس مو تر شا ټینګ ولاړ دی. په امنیتي ځواکونو کې جدي تصفیه غواړو، له شک پرته چې ډېرې بدې پېښې د ځینو امنیتي ځواکونو په مرسته ترسره کېږي چې باید په جدي ډول یې مخه ونیول شي.

موږ د ملي تفاهم مجمع په نامه د هېواد په څلوېښت کلنو قضایاوو کې ښکېلو لورو د یووالي او ګډ دریځ لرلو لپاره یوه جامع طرحه وړاندې کړې. له ټولو لورو او ډلو غواړو چې راځئ د هېواد د روان ناورین د حل لپاره په ګډه لاس په کار شو او دا مظلوم هېوادوال له دې دردناک حالت څخه وژغورو.

زموږ د هېواد ګڼ شمېر رسنۍ زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو په خلاف خپرونې کوي، د وروڼو قومونو ترمنځ نفاق او ټکرونو ته لمن وهي، فحشا او فساد خپروي، د پردیو هېوادونو په ژبه او لهجه خبرې کوي او پردي فرهنګونه پر افغانانو تحمیلوي. موږ له دولت څخه په ټینګه غواړو چې د دغو پردیپالو او دښمنپالو رسنیو مخه ونیسي. که دولت یې مخه نه نیسي نو ژر ده چې ملت یې په وړاندې راپورته شي او د شیطان دا ځالې له منځه یوسي.

موږ بهرنیو په ځانګړي ډول ګاونډیو ته وایو چې د افغانستان په جګړه کې ستاسو ګټه نشته، دلته په جګړه ټینګار مه کوئ، که دې کار ته دوام ورکړئ نو حتمأ به دا اور تر تاسو هم رسېږي. زموږ ګاونډي هېوادونه زموږ د دولت لخوا د اوبو له مهارولو او یو شمېر نورو بنسټیزو پروژو سره مخالفت کوي، چې دا یې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده؛ هېڅکله یې موږ په وړاندې چُپ نه شو پاتې کېدی.

یاده دې وي چې ددې لویې او تاریخي غونډې له ختمېدو کابو یو ساعت وروسته د افغانانو د سولې، سوکالۍ او مسلمانانو د ازلي دښمن لخوا د غونډې د ګډونوالو په مخ کې چې لا هم د غونډې له ځای څخه راوتل چاودنه وشوه، چې په کې زموږ هېوادوال څلور شهیدان شول او آته نور ټپیان شول، له الله عزوجل څخه شهیدانو وروڼو ته د شهادت لوړې درجې او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا غوښتنه کوو.

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd September, 2018