تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له شمشاد تلویزین سره د حزب اسلامی د مجاهد مشر او ملی قائد ځانګړې مرکه :

.

2018-03-20

د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر ورور حکمتیار د روان کال د سلواغې په ۲۵ مه د شمشاد ټلویزیون د خبریال سره مرکه کړي چي  دریمه  برخی  ته  ستاسی پام راګرځوو:

پوښتنه : پر تاسې اتهام وارد دى چې ستاسو هرې څرگندونې سره جوښته ادعا کيږي چې تاسو عملاً د قومونو ترمنځ تعصب ته لمن وهئ په دې هکله ستاسو وضاحت غواړم؟

ځواب: مونږ قوم پالنه حرامه گڼو، مونږ دنړۍ ټول انسانان ورونه گڼو چې مور او پلار يې يو دى او د يو نسل دى په رگونو کې يې يوه وينه ده، ټول له ادم عليه السلام او  بى بى حوا پيدا شوي، ځېنې په مونږ دا اعتراض لري چې دا دى، حکمتيار، کافر ته هم  د ورور خطاب کوي، د ځېنو پر ما باندې متاسفانه دا اعتراض وکړ، خو هغه له دې نه هم خبر نه دى چې قرآن په صريحو الفاظو په متعددو ځايونو کې وايي چې دا کافر هم ستا ورور دى، قرآن فرمائي : (( و الى عاد اخاهم هدا)) عاد قوم ته مو دهغوى ورور هود ولېږلو، هو ديې دخپل قوم ورور گڼلى دى، هغه يو پېغمبر او قوم يې هم کافرو.  قرآن فرمائي : ((پېغمبر خپل قوم ورور دى )) ( و الى ثمود اخاهم صالحا) او ثموديانو ته مو دهغوئ ورور صالح ولېږه يعنې صالح عليه السلام پېغمبر دخپل کافر قوم ثمود ورور دى (و الى مدين اخاهم شعب ) مدين او مدين استوگنو ته مو دهغوى ورور شعيب ولېږه ، دې ته يې هم پام نه دى چې د انسانانو په اړه څو نظر دى ، چې د اسلام نظريه مستقله ده او هغه دا چې ټول انسان يو د بل ورورڼه گڼي او ديوې جوړې نه پيدا شوي، خداى هم يو او دخلقت ماده يې هم يوه، په نورو مکتبونو، دينونو او مذهبونو کې بيا د انسان دپيدايښت په ارتباط بېل بېل تعبيرونه دي، مونږ تعصبات حرام گڼو او تاسې گورئ چې يوازنى ملت شمول حزب چې په هغه کې ټول قومونه خپل ځان گوري فقط حزب اسلامي دى.

پوښتنه : نو دا څوک دي چې تعصب کوي دلته خو تعصب شته؟

ځواب : زه راځم مونږ نورو ته وايو چې دقوم پالنې له دې گنده ډنډ نه ځان راوباسئ خپله غېږ پرانېزئ ملت شمول شئ، هېواد شمول او افغانستان شمول شئ ستاسو په گوند کې بايد ټول قومونه ځان وگوري مونږ دا اوس څه موده وړاندې دحزب ستره مرکزي شورا جوړه کړه په دې شورى کې ټول قومونه له استثنا پرته تمثيل شوى، د ټولو استازو يو قوم به په ټول افغانستان کې ونه ښايي چې په دې کې نوماند او ممثل وکيل نه درلود دهرې ولسوالى تر ٣ درې زيات درې ٣٠٠٠ زره او دا ټول نخبه شخصيتونه انتخاب شوي دهرې ولسوالۍ مونږ دا نن په خپلې اجرايي کې٢٤ څلوريشتو ولايتونو ممثلين لرو يعنې زمونږ اجرايه ويشل شوي ده په څو رياستونه پاتې دي چې که هغه هم بشپړ شي نو احتمالاً د ٢٨ ولايتونو استازي مونږ په اجراييه کې لرو عملاً او قصداً مو وغوښتل چې ددې ترکيب دغسې وي چې په هغه کې ټول ولايتونه تمثيل شي په داسې حال کې چې باور وکړئ چې له يوه ولايت نه مو دغسې اجرايه جوړولى شوه چې د کيفيت له پلوه له دې سره ورته وي او له دې نه ښه وي ديو ولايت نه د کابل نه دننګرهار نه دکنړ نه او له هر ولايت نه ولې مونږ قصداً وغوښتل چې په دې کې دې د ټولو ولايتونو استازي وي هغه چې په قومي تعصب باور لري که رهبر يې هزاره دى په هغه کې يو غير هزاره نشته که ازبک دى په هغه کې يو غير ازبک نشته که پنجشيري دى هغه کې يو غير پنجشيري نشته او که تاجک دى په هغه کې يو غير تاجک نشته متاسفانه او که شته هم هسې تش په نامه هغوئ څنگه پرمونږ اعتراض کوي خوحقيقت دادى چې دا دقومي تعصباتو لړۍ هغه مهال پيل شوه چې دخلق ديموکراتيک متحدگوند په دوو برخو ووېشل شو د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې يوه ډله چې مطلق اکثريت يې تاجکان وو او دنور محمد تره کى مشرى لاندې بله ډله چې اکثريت تقريباً ټول يې پښتانه وو کله چې دهغوئ حکومت هم نسکور شو په ياد مو دى چې دهغوئ ترمنځ څومره خونړۍ جگړې وى يو بل وژل، تبعيدول، زندان ته لېږل او چې کله دنجيب حکومت نسکور شو نو دا ډلې هر يوه يې لاره او خپل قوم سره يوځاى شول هزاره يې هزاره سره پښتون يې پښتنو سره تاجک يې له تاجکو سره او دا بېماري يې هم دې گوندونو ته انتقال کړه، اوس هاغه گوندونه چې په تعصب باور لري او د تعصب په ډنډ کې تر ستوني غرق دي هغه چې مشران يې وايي دوه اتيا زره پښتانه مو د تروريست په نامه ونيول او زندانونو ته مو واچول چې که کله د ملي رئيس و ، هغه چې وايي اوس نږدې يو دېرش زره زندانيان دا دولت لري او دېرش زره يې پښتانه تر دې حده پورې  چې يو جمهور رئيس مجبور شو چې يو ځاى ووايي چې په زندانونو کې هم بايد عدالت اجتماعى مراعت شي قومي عدالت او توازن بايد مراعت شي داسې نه چې ټول بنديان ديو قوم وي مجبور شو داخبره وکړي او په دې باندې بيا ډيرې نيوکې وشوې او هغه مجبور و چې وضعيت يې داسې لېده چې په هغه کې ټول ديوه لوري وو.

زه چې وايم د هر مظلوم له حق نه دفاع کوم پښتون وي او که غير پښتون، زه وايم پښتنو باندې ظلم شوى، بايد دا لړۍ ختمه شي زه چې ديوه مظلوم له حق نه دفاع کووم زه متعصب شوم او دا چې اته مليونه افغانان يې مهاجر کړي او اوه نيم ميلونه يې هم پښتانه دى دا متعصب نه ده دا چې په شمال کې ئي دقومي تصفيې جنگ روان کړى دا متعصب نه دى دا چې زندانونه ئې له يوه قوم نه ډک کړى دا متعصب نه دى او زه چې وايم بايد هر مظلوم نه بايد دفاع وشي دا حالت بايد ختم کړو دا قومي تعصب بايد پاى ته ورسوو، زه متعصب شوم زه دهر مظلوم نه دفاع کوم که دا پښتون دى که غير پښتون که تاجک دى که ازبک که هزاره که دا برما کې دى که دا دنړۍ بل گوډ کې دى دا زما ديني وظيفه ده ماته دين هم دا ښودلې ده چې دمظلوم په څنگ کې ودرېږم .

پوښتنه : خلکو ته يو سوال موجود دى چې ښاغلى حکمتيار اوس خلکو ته دملي د مصطلحاتو تر ټولو شديد مدافع گرځيدلى دپښتنو دمظلوميت مدافع گرځېدلى دى چې دهغوى دمظلومانه حالت څخه دراويستلو لپاره ناره را وچتوي ولې شايد دا د هغه حزب اسلامي مشر دى چې يو وخت يې ملتپاله څېرې حتى په تکفير تورنولى او ټاپه يې پرې لگوله او يا هم حتى دهغوى د وژل کېدو تور هم په دوى پورې ده يعنې دغه ايډيالوژي يا فکري تفاوت ولې دومره وخت کې رامنځ ته شو چي تاسې توپير کړي؟

ځواب قطعاً دې کې هېڅ توپير نشته هماغه مخکنى دريځ دى (موسى ع مصر ته لاړ او وې ويل چې (...... معنى بنى اسرائيل) ترجمه الله تعالى ورته وويلې چې ووايه فرعون ته چې د بني اسرائيل يا له دې مظلوميت ، اسارت او غلامي نه وژغوره او که په مصر کې نه زغمې نوله ما سره يې ولېږه چې بل ځاى لاړ شم هغه د بني اسرائيلو د ازادي شعار ورکړ مگر موسى ع په دې شعار سره متعصب شو چې دخپل قوم د آزادي خبره يې کوله يو هغه دى چې څوک په قومي تعصب باور لري يو قوم په بل قوم غوره گڼي او يو قوم ته امتيازات غواړي هر څوک چې دغسې سياست پالي، هغه اسلام له دايرې نه وتلي دي، څوک چې تعصب ته بلنه ورکوي تعصب لپاره جنگيږي، څوک د تعصب په خاطر ديو چا ترڅنگ اودريږي له ظالم نه دفاع کوي په دې خاطر چې دهغه په قوم پورې مربوط دى دا متعصب دى او تعصب حرام دى تعصب يعنې دقومي جذبې په اساس له ظالم نه دفاع، مونږ له دې نه خداى جل جلاله ته پناه وړو، مونږ په حزب کې ملي وحدت تمثيل کړى، مونږ نورو قومونو ته وايو چي په خپل ترکيب کې بايد ملي وحدت تمثيل کړى، بايد قومي احزاب لاړ شي او په ملتشمولو احزابو باندې بدل شي ، مونږ په قومي تعصب باندې باور نه لرو، خو ځېنې حقايق دي چې بايد دا وويل شي، مونږ نن نه ويلي چې که غواړى جنگ پاى ته ورسېږي بايد دا ظلم او بې عدالتي ختمه شي .

پوښتنه : مگر يو وخت هغو کسانو چې پښتو پالنه کوله ستاسو په انظارو کې منفور او مردود نه ول ؟

ځواب :  دملت پاله او اسلام پاله گوندونو ترمنځ توپير ده، مونږ دهغوئ له شعارونو او تگلارو سره موافق نه وو، هغوي له پښتنو پرته په ډله کې بل څوک نه درلوده هغوى له پښتنو پرته بل څوک په خپله خوا کې منلى نه شو، هغوى دغير پښتنو په خلاف تعصبات پارول، دهغوى سياست داسې چې زمونږ ملي وحدت ته صدمه ورسوي، ددې لپاره مونږ د دوى مخالفت کړى او اوس هم چې څوک  همدا سياست لري، مونږ  ئي ددې مخالفت کوو مونږ وايو راځي خپل ملي وحدت وپالو ټول وروڼه قومونه بايد په دې گډ کور کې د برابر وحقوقو سره پرته له دې چې يو له بله وېره ولري، پرته له دې چې له يو بل نه کرکه ولري بايد د ورونو احساس وکړي او په دې ګډ کور کې ژوند وکړي، زمونږ شعار دادى مونږ يو والى غواړو، د ټولو قومونو ترمنځ برابري، غواړو هېڅوک بايد قومي بنسټ باندې له يو بل نه بيل نشي او له خپل حقه محروم نه شي، مونږ وايو هر چاته بايد خپل حق وسپارل شي، مونږ حتى ووايو چې دا حکومت دې له يو قوم نه جوړ شي دا اوس دى نور گوندونه له ماسره ومني زه حکومت د بدخشان که خلکو جوړوم او زه ټولو پښتنو ته وايم چې دا حکومت ومنئ او باور لرم چې ټول حزب به يې مني، زه دا اوس چمتو يم چې دوى دې ومني چې د کابل راتلونکى حکومت له يوه قوم نه جوړوم غير پښتنو نه په دې شرط چې کار اهل کار ته وسپارل شي، مونږ په هغه پېغمبر ايمان لرو چې هغه عرب دى او په هغه قرآن ايمان لرو چې په پښتو کې نه دى راغلى، بلکې عربي کتاب دى، ددې معنى داده چې مونږ په تعصباتو باور نلرو، مونږ په ملي وحدت باور لرو، د ټولو قومونو په ورورى او برابرى باندې باور لرو، مونږ د ظلم خلاف که دا ظلم په تاجک وشي مونږ د هغوى غږ را وچتوو که دا په ازبک وشي مونږ دهغوى غږ وچتوو، زه نن دگوجرو خبره هم کوم، له شمال نه پنځه زره د گوجرو کورنۍ مهاجرې شوي  دى د بغلان ، تخار او بدخشان کورونه يې هم غصب شوي دي، ځمکې ئي هم غصب شوي دي رمې ئي هم تالان شوي دى او اوس يا په کابل کې اوسي او يا په ننگرهار کې، مونږ دهر مظلوم په څنگ کې او درېږو، د تاجک ، ازبک ، ترکمن ، ګوجر، بلوچ او هر قوم چې وي، افغانستان کې دمذهبي اختلافاتو لړۍ هم پيل شوه تر دې وړاندې نه وه نه قومي تعصبات وو نه قومي جنگونه نه وو او نه يو د بل په خلاف حساسيتونه چې په دې ارتباط مې عرض وکاوه، مذهبي جنگونه هم دلته پيل شول متاسفانه چې د ايران له انقلاب نه وروسته دا مذهبي جنگونه هم په افغانستان کې او هم د اسلامي نړۍ په گوټ گوټ کې پيل شول، له همدې انقلاب وروسته چې په جوماتونو کې په تکاياوو کې په مذهبي غونډو کې چاودنې پيل شوي دعلماوو او اخوندانو وژنې پيل شوې ، همدا انقلاب د عراق او ايران ترمنځ په لومړۍ جنگ باندې بدل شو چې دواړو لورو نه تقريباً دوه ميلونه انسانان ووژل شول، دا جنگ ايران پيل کړي و او د عراق، سوريې او ديمن وروستۍ جنگونه هم په همدې بنسټ روان دي، داعش هم له همدې کبله په عراق او سوريه کې را وټوکيده چې هلته په لکونو سنيان ووژل شول اکثراً هم د ايران دهغو جنګياليو په لاس چې عراق ته لېږل شوي وو، دهغوى لوى لوى ښارونه هم وران شول، مجبور شول له دې نه يې پرته بله چاره نه درلودله چې وسله واخلي وجنگېږي، مقاومت وکړي او هغه مذهبي جنگونه متاسفانه چې د ايران له لوري پيل شوي دي او ددې فتني ترشا په افغانستان کې هم د ايران لاس دى او دا دى تاسې گورى چې ټول هغه دشمن عناصر په ايران پورې تړلى دى، دا شعارونه ورکوي زه افغان نه يم ، دافغانستان نوم بايد بدل شي افغانستان بايد په شمال ، جنوب ووېشل شي ، هندوکش مو بايد پوله شي، پښتانه بايد له شمال نه ووېستل شي او مونږ واحد ملت نه يو، په تلويزيون کې په گردى ميزونو کې کېني او په ډير جسارت او قباحت سره همدا بې ادبى کوي چې مونږ واحد ملت نه يو پښتنو په تېرو دونيمو پېړيو کې په افغانستان او په نورو قومونو باندې حکومت کړى، نور دا حکومت نه منو، دشعارونه هماغه څوک ورکوي چې په ايران پورې تړلي دي، لهجه يې هم ايرانۍ ده او په هغو گوندونو پورې هم تړلى دى چې د ايران په خدمت کې دي، زه باور لرم  چې هر با ضميره افغان په دې پوهېږي چې څوک دمذهبي، قومي او اختلافاتو او جنگونو ترشا دى او دا غواړي، دا خو ښوي، په دې باندې پانگونه کوي او څوک ددې مخالفت دي، موږ همدغسې چې د افغان ولس د ټول ملت د ټولو پرگنو، قومونو يوالى او ورورلي غواړو، همداسې د ټولو مذاهبو دپيروانو ترمنځ هم د ورورۍ فضا غواړو، مونږ هغو شيعه گانو ته هم د وروڼو په سترگه گورو چې افغانستان راسره مني او دا گډ کور گڼي، په پرديو پورې تړلي نه دي، هغوى ته هم اطمينان ورکوو چې په افغانستان کې به دهغوى حيثيت هم خوندي وي، حق به يې هم خوندي وي، ديو افغان په څير او ديو دروند او محترم افغان په توگه به له هغوى سره چنلد کېږي.

 

پوښتنه: د افغان کلمه په برېښنائى پېژندپاڼو کې هم تاسو لپاره يوه سره کرښه ده ؟

ځواب مونږ غواړو د افغان کلمه ذکر شي، مونږ په دې کار باندې ډېر زيات اعتراضات لرو، په بگراونډ باندې هم محتوا باندې هم په الفاظو باندې هم ډېر زيات اعتراضات لرو، مونږ ويل چې په دې کې څه مانع نه گورو چې په دې کې دې د افغان يادونه هم وشي او د هر چا دى قوم يادونه هم يوازې افغان کفايت کاوه ولې يو لوري په دې باندې ټينگار کاوه، اوس هماغه لورى ددې مخالفت کوي، عجيبه ده مونږ ويل چې خير دقوم يادونه دى هم وشي شايد دا زمونږ يو لانجه هم بدله کړي، ځکه يو اختلاف دا دى او ځنې ورباندې ترکيز هم کوي او تبليغات هم ورته کوي په دې ارتباط چې دقومونو دتناسب او زمونږ د  اجتماعي جوړښت په ارتباط هم هغوى ځانته تعبيرونه او احصائيى لري او ښه ده چې دا مشکل هم حل شي .

((ډېره مننه وخت مو متاسفانه اجازه نه راکوي))

پای

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018