تفصیل | شهادت 

20th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار : هڅه کوو په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې مفسدینو ته ماتې ورکړو

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-03-20

د حزب اسلامي مشر ننګرهار ته د خپل سفر په دوهمه ورځ له يو شمېر متعهدو او مبارزو خويندو سره په کتنه کې وويل، مفسدین د جګړې لامل شوي، بهرنيان هم له دوی ملاتړ کوي او په ملت ئې مسلط کړي دي.
ښاغلي حکمتيار په روان وضعیت کې د ژور بدلون راوستلو زیری ورکړ او زياته ئې کړه، د مفسدینو پر وړاندې زموږ دریځ جدي دی، ځکه د ملت غوڅ اکثریت له موږ سره دی او که ملت وغواړي نو مفسدینو ته ماتې ورکولی شي.
په دې کتنه کې مېرمن شمایل وويل: موږ د غاصبینو او مفسدینو په اړه ستاسو د دريځ ننګه کوو او له تاسو غواړو چې د مفسدینو پرضد جدي ګامونه واخلئ.
هغې زياته کړه: موږ د ټاکنو په اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو يو، ځکه ملت له غاصبینو او لوټمارو په تنګ راغلی او ددې حالت پای ته رسېدل غواړي. 
په دې کتنه کې میرمن زرین تاج د حزب اسلامي مشر ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د خويندو تنظیم ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه وې ويل: زموږ هڅې بايد له وروڼو سره په بشپړې همغږۍ کې ترسره شي .
همداراز په دې کتنه کې يو شمېر نورو خويندو د حزب اسلامي له مشر نه ټينګ ملاتړ څرګند کړ او ننګرهار ته يې د هغه د ورتګ هرکلی وکړ.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th July, 2018