تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ځینو کم عقلو غبرګون ته ځواب

حبیب الرحمن حکمتیار

2018-03-20

ځینو مفسدو د حکمتیار څرګندونو په هکله چی په ننګرهار کی د لسګونو زرو متعهدینو او مومنینو غونډی کی درلودی غبرګون ښودلی. ټول ګډونوالو په یوه خوله تعهد وکړ او د تایید لپاره یی لاسونه اوچت کړل چی د دی خبری به ملاتړ کوی. 
دوی ته لومړی وایم چی د حزب اسلامی رهبر حکمتیار د هیچ چا نوم نه دی اخیستی، مشر ولس ته لارښوونه کړی چی مفسد،غل،پوډری، وطن پلورونکو ته رأی مه ورکوی، د دوی پر ځای مومن وطنپال،حقپال او د صالح افرادو ملاتړ وکړی، په دی توګه کولی شی هیواد له اوسنی بد حالت او بحران وژغوری.
اوس هغو ته چی ځان مفسد، غل ،زانی، چرسی،شرابی وطن پلور ګڼی او خدای د دوی عقل هم دومره کم کړی چی باید سکوت یی کړی وی ترڅو خلکو ته و نه ښیی چی دا ګنده صفات په موږ کی شته خو الله ج شرمولی او د حکمتیار صاحب دی خبرو پارولی او دا ټول ګنده صفات یی پخپل ځان کی لیدلی او مجبور شوی چی پر حکمتیار انتقاد وکړی. د دوی عقل هم د دوی د اعمالو په څیر ګند وهلی او بوی یی کړی.
حکمتیار چی کومه غوښتنه له ولس کړی هر افغان یی ملاتړ کوی، هر دردیدلی او په وطن مین او له دی بد حالت زوریدلی افغانان تر حمایت کوی د دی مفسدو اعمالو څخه هر افغان شرم او ننګ کوی، یواځی همدا مفسدین پخپل ځان ویاړی او بس.
 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018