تفصیل | شهادت 

20th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

نوی کال نوی هیلی :

استاد قریب الرحمن سعید

2018-03-20

هسی خودکال هره ورځ ، هره ګړۍ ، هره دقیقه او هره ثانیه د انسان په ژوند کی د نوو تحولاتو په راوستلو بوختی وي ، خو دکلونو مسئله او بیا د کلونو بیا بیا را ګرځیدل او دهغی لمړۍ ورځي ته ښه راغلاست ویل په یو شمیر قومونو او ولسونو کی دود ګرځیدلی اوبیا دا دود ورځ تر بلي تر ډیره پوری د اخلاقي حدودو او پولو څخه اوختی او ټولنی ته یی دشر اوفساد لمن غوړلی ، 
د نوروز ورځ، چي د هجری شمسی کال لمړئ ورځ ده ، زمونږ په هیواد کي اوس د یوه دود او دستور په څیر د یو شمیر خلکو له اړخه لمانځل کیږي ، دا ورځ د (اور پالونکو یا اتش پرستانو) ورځ ده ، او ډیره کي مسلمانان چي په دغو مسایلو کي ور ننوځی او د اور پالونکو ترڅنګ دوی هم اورونه بلوي ، نڅاوی ورته کوي ، ښځي او نر په خپلو منځو کي د تفریق پرته یو ځای کیږي ، شپینۍ داسي غونډی جوړوی چي داخلاقو چاپیریال تري پناه غواړي ، په سخت شرک او ګناه کي اخته کیږي. خو هغوی دخپلو څو ساعتو اویا هم د یو څو ورځو خوشحالۍ اوفساد ته دومره لیواله وي چی هم تري خپل کلتور هیر وی اوهم تري مذهب . الله جل جلاله فرمایی چي (اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ ..) ددی ایت مفهوم دی چي « د انسانانا نو د حساب ورځی را نژدی دی خو دوی په غفلت کي پراته او اعراض کونکي دي » او دا هغه غلفت دی چي همدا نن ورسره زمونږ د ولس یو شمیر ناپوهه وګړی مخ دي .
همدا نن ، د هیواد د پلازمیني کابل او دهغی نه اخوا د مزارشریف ورځنی حالات زمونږ دهمدی ادعا شاهدان دي . هلته ګڼ شمیر هوټلونه ، شخصی میلمستونونه ، کورونه او …. ټول د فساد او فحشاء په لمن کي راښکیل دی ، که له یوه اړخه پخپله د «نامعلومه قبر» تر اړخه دشرک او فساد لمن خپره ده، د بله اړخه د ساز وسرود ، فحشاء او شرابو محفلونه په پوره زور سره روان دي ، او ګڼ شمیر ځوانان هلکان او ځوانی نجونی د فساد او فحشاء په دی محافلو کی ډوب دي ، ترڅنګ یی د لواطت فساد هم په خپل اوج کی دی ، چی په ټولنیزو پاڼو کي ورته پوره تبلیغات کیږي ، اوددی فساد خپرونکي یو بل ته ددي فحشاء له پاره بلن لیکونه دخپلو تیلیفونونودنمرو سره یو ځای ورلیږي … شیطان لګیا دي په سلګونه او زرګونو کسان هره ورځ د باطل او شرک په لور راکاږي. 
حال دا چي الله جل جلاله فرمایی : ( تلک ایام نداولها…) « دا ورځی دي چی دانسانانو ترمنځ اوړی را اوړی » تر څنګ یی فرمایی چي « شیطان تاسو ته د سؤ او فحشاء په اړه حکم کوي او ...»
الله تعالی فرمایی چي : « ( ولا تقربوا الفواحش ما ظهر منها وما بطن ) « فواحشو ته ، هغه که پټ دي او که ښکاره ، یعني دهر هغه کار چي تاسو فحشاء ته اړ باسي ، مه ور نژدی کیږئ»
الله تعالی د لمر اوسپوږمۍ له پاره منازل ټاکلي دا په دی خاطر چي (وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ) تاسو د کلونو او حساب په شمیر باندی وبوهیږئ. یعني ددی د کال د ورځو تغیر او تبدیل د ورځو اوشپو بدلون ، ټول هر څه ددی له پاره دي چي تاسو دهغی له مخي خپل حساب کتاب و پیژنئ . 
په دی اساس په هیواد کي هم کال نوی شو، خو ددی نوي کیدو ښه استقبال به دا وي چي هیواد مو د یوی نوی مرحلي په لور د قدم اخستو له پاره تیار کړل شي . راتلونکي پلانونه او پروګرامونه داسي جوړ کړل شی چي هم په کي د سولی اوامن دقیام له پاره هڅی ګړندۍ کړل شی او هم په کي د ولس دنورو ښیګڼو په اړه عمیق او ژور فکر وکړل شی . 
د نوي کال راغبرګیدل د ټولټاکنو له پاره هم مهم ګڼل کیږي ، ترڅو په هیواد کي داوسني پارلمان په ځای یو داسي پارلمان منځته راشي چي غړي یی په ریښتوني توګه د هیواد او ولس سره همدردي ولري اودهغوی د سوګالۍ له پاره قوانین ترتیب کړي ، 
رڼي ټاکنی د هیواد د اوسنیو غمیزو له پاره تر ډیره پوری دوا ثابتیدای شي ، ځکه د شفافو ټاکنو په پایلو کی به داسی یو نظام را منځته کیږی چي په هغي کی به دفساد مسایل کمښت و مومي ، ځوانانو او مسلکي وګړو ته به په کي دکار زمینه برابره شي ، هیواد به مو بیرته بین المللی باور او اعتماد تر لاسه کړی ، او پانګه وال به په هیواد کي د امینت د ځواکمن کیدو په صورت کي پانګونه وکړي او په دی توګه به مو هیواد د سوکالۍ او سمسورتیا په لور د مستحکم قدم داخیستو جوګه شي.
راځي په همدی هوډ او عزم سره د نوي کال پیلامه د الله تعالي په مبارک نوم ، دخپل ولس دخیر ښینګڼی سره په تعهد ، د الله تعالي په عبادت اودهغه دمخلوق په خدمت کي په تیرولو سره کړو .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th July, 2018