تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

وحدت د بريا اصل دي! حيران او ســــرګــــردان ولـــــې او د چـــا لــــه لاسه ؟

مشفق غزنوی

2018-03-21

اسلامی افغانستان  یواسلامی ، سیاسی ، ځواکمن ،  د اصولو پابند ، د هیواد په کچه  دټولو قضایا وؤ او تصمیم نیولو کې په شورا التزام او په ټاکنو باور لري، تل یې له بل هر سیاسی ګوند نه په حزبي او سیاسي چارو کې،  دحزب او ملت په یووالي کې رغنده رول لوبولی دی،  د صف نظم او وحدت د بریا اصل بولي او په مناسبه  بیه یي  ترلاسه  کول غواړي؛  نه دا چې خپل اصول، قواعد او ضوابط تر پښو لا ندي کړ ي .

په دې هرمؤمن باور لري چې داسلام د سپیڅلي دین د ارشاداتو په رڼا خپل ژوند عیار کړي،  هر مسلمان ته په کار ده چې د خپل ژوند په هره برخه کې چې کومی لار ښونې ورته شوي دي، په نظر کې ونیسې، څوک چې د ایمان دعوا او په اسلامي لار ښوونه باور او یقین لري لومړي د هر څه نه  مخکې  خپل ځان،  ورپسې د خپلې کورنئ غړي،  بیا خپل ما لومړى حول د دین د ارشاداتو مطابق په اسلامي اخلاقو او نبوي سیرت ښایسته کړې،  خپل تعهد او ژمنه  چې د رب اود هغه بندګانو سره ئې کړئ   وفا  وکړې،  د خپلو معاملاتو او کړو وړو او مسؤلیتونو په  سر ته  رسولوکې  د اسلامي هدایاتو  مطابق عمل   او خپلو ژمنو ته  وفا وکړی .

هر مؤمن او مسلمان بنده  دورځي  پنځه  ځله  له خپل رب سره  تعهد کوي،  د هدایت او لار ښوونې غوښتنه  کوي،   لوی او ځواکمن خداي د  دي بنده غوښتني  ته  پوره  یو کتاب((قرآن کریم)) رالیږلی دی،  چې په  دي کتاب کې هیڅ شک نشته ،  په همدغي کتاب کې  لار ښوونه ورته شوي،  چې  اما نتونه ئې  ا هل ته  وسپاري،   خپلو ژمنو  کې  وفا  وکړي،  د ځمکې په  سر د تفرقي او فساد وسیله  مه جوړیږئ،  له سمې  لارې څخه    چې  څښتن  تعالی او رسول لارښوونه کړي  ونه  وځي،  نو مؤمن بنده  لره  په  کار دي چې خپل مسؤلیتونه  په  پوره اخلاص او صداقت  ترسره کړي،  خپلو ژمنوته وفا وکړي،  لوي خداي  دي د خپلو اعمالو ناظر وګني.

له بده مرغه کله چې زمونږ خوږ هیواد کې ۱۳۵۷کا ل دغوایي داومي نیټي دکمونستانو بد نامه کودتا وشوه،   افغان مسلمان او غیرتي ملت دعملي جهاد هوډ وکړ،  په  تشو لا سونه له تبر ګي او بیلچې سره قیام وکړ او خپله ملایي وتړله، د پخواني شوروي او داخلي کمونستانو په مقابل کې ترهغې مقاومت وکړ چې د وارسا نظامي تړون په ګونډو شو،  شوروی اتحاد له منځه ولاړ،   ټول جهان یي د کمونیزم  له  خطر نه  وژغورلو،  دا افتخار د دې مجاهد ملت په  برخه شو،  چې  راتلونکي نسلونه  مو پرې ویاړي .

خو له  بده مرغه  له  هماغه  ورځې  نه  را پد یخوا  یو شمير مغرض او خود  خواه  خلک د خپلو شخصي  ګټو لپاره مجاهدین په  ډلو او ټپلو وویشل،  خپلو ژمنو کې وفادار پاتې  نشول،  له  دا  ټولو نا خوالو سره  یواځني او لومړي حزب چې حزب اسلامی افغانستان  و  په  دې  پیچلې او اغزنې لارکې  ځان  روغ  او بې داغه  وساتلو،  حزب د اسلامي انقلاب په  رهبری کي دشهداوؤ  په  وړاندي کولو سره په میړانه خپل ایمانی مسؤولیت ادا کړ، د دښمنانو د تصور خلاف صف یي مضبوط کړ، د خلکو په زړونو کې محبوب او د  ملت اصیل او مؤمن بچیان لا نور هم حزب سره یو ځای کیږي.

هو!

الله تعالی د ځمکې آبادي او خلافت انسانانو ته  ور په  برخه کړي دي ، چې د الهې لار ښونو مطابق د الله د بنده ګانو د هوساینئ  لپاره کوښښ او نظام جوړ کړي،  په  دی  لاره کې هڅه وکړي ، د دنیا د متاع  لپاره خپل هدف او کومه ژمنه یي  چې د الله  په  وړاندي کړې هیڅکله  منحرف نه شي ،  ګورو چی خوږ  پیغمبر د قریشو په ځواب کې وایی :  لمر په ښي لاس اوسپوژمۍ په چپ لاس راته راکړي چې خپلې موخې نه  راوګرځم، هیڅ کله به  دا کار ونکړم ،  مؤمن او متعهد بنده  په کړاونوو او هوساینو کې خپل ژمن ته  وفادار پاته کیږي،  د دنیا موقت شیان   نشې  کولي هغه وغولوي،    په امانتوکې خیانت نه کوي،  درواغ نه وایي،  وعده خلافي نه کوې،  خوږ پیغمبر په روښانه او واضحو الفاظو فرمایلې چې:‏ د منافق نښې دري دي، که چیرې امانت ورته ورکړي شي خیانت کوي،  که چا سره ژمنه او تعهد  وکړي خلاف کوي او که خبري کوي درواغ وایي.

له امیر المؤمنین علي (رض)نقل شوي دی چې وایي : خپل ځان اصلاح کړه او داسې فکر وکړه  چې یو جاهل د دنیا څخه کم شو .

داسي وګړي شته چې ګومان کوي خلک  د دوئ  په کړنو نه پوهیږي،  حـال دا چې دوئ خپل ځان تیرباسی نه خلک،  دوئ ته په کار ده چې خپل ځان اصلاح کړي،  ژمن او وفادار مسلمان ته لا زمه  ده  چې  خپلې هرې کړنې ته ځیرشي،  داسي  څه  تر سره کړې چې په راتلونکئ کې مو نسلونه پري د ویاړي، نه دا چې په  بي وفایي او اختلاف کې یي یادونه  وکړي .

حزب اسلامی افغانستان یواځنى هېواد شموله حزب دی،  د هیواد دبیلا بیلو قو مونو او پرګنو څخه  د ایمان او ګډ هدف په لرلو سره راټول او تشکیل شوی دی،  د حزب رقیبان، دوست او دښمن ټول په دي حقیقت پوهیږي، دا حقیقت ته  د حزب اسلامي افغانستان د مرکزي لوئې شورا د تائید مهر کیښود،  داسی لویه شورا چې درې زره متعهد اوژمن د  ولس نمایندګان، چې له بیلا بیلو قومونو او پرګنو او ولایتونو څخه په پلازمینه کې د لوئې جرګې په خیمه کې سره راغونډ  شوي وو،  داسی لویه غونډه چې نظیر یی د احزابو په کچه چا نه وولیدلی،  واضحه کړه چې حزب اسلامي یو هیواد شموله   حزب دی،  دا لویه مرکزي شورا چې د  لومړي ځل لپاره په پلازمینه کي د سولې  له معاهدي څخه وروسته  دایره  شوه،  د حزب اسلا می په تګلارو او دهیواد  سیاسي حالاتو مطابق سلا او مشورې وشوې،  پدی شورا کې  په اتفاق سره د  حزب اسلامي افغانستان  دمرکزي شورا،  دقایمقام شورا،  د تصمیم شورا غړي او د حزب امیر بغیر له  کوم اختلاف څخه په پوره اتفا ق  سره  وټاکل شو،  دا چې ځینی افراد پخپله ځان  له حزب څخه  لرې ساتي او غواړی چې هر ځای کې امتیازي سلوک ورسره وشي،  غواړي په حزب کې  د معاملو په صورت معنو ي او مادې امتیازات تر لاسه  کړي، لکه چې دا کاریي له نورو سره کړی دی،  دا غوښتنې  له حزبی ټاکنو بغیر ناممکن اوغیر اصولي دي،  دا چې  ځینو د حالاتو او حوادثو په صورت  کوم شهرت پیدا کړي وو اوس دي دا تمه نه کوي، ځکه اوس نو د حزب امیر شته او معلوم دی، نه پوهیږو  ځینی ورونه  سره  له  دي چې کو م ممانعت ورته  نه وو،    تمه  وه  چې دوئ هم  په شورا  کې ګډون  وکړي،  خو دوي  ځا نونه  لري  وساتل؟  لږترلږه د دي دری زریزې مرکزي شورا مخې ته به په جرأت سره حاضر شوي واي،  خپل نظر او اراده به یي د حزب  په لویه  او تاریخي شورا کې څرګنده اوتشریح کړي واي، د حزب اسلامي وحدت او خپل ژمن ته وفادار پاتی شوی واي،  ګل په خپل بوټي کې ښه ښکاري، بوټی نه بغیر زر خرابیږي،  په ګیلو کولو او ځان لري ساتلو کې غیر له دېنه چې مشکل نه حل کیږي ، لا نور هم جنجالونه   زيږوي داسی ښکاري چې دوئ سره داسی اصولي غوښتنې او دلایل نه وو، دا حزب د ملیونونو شهیدانو، غازیانو، کونډو، یتیمانو، معلولینو، او متعهدو مجاهدینو ګډ کور دي، او خپل کور کې دننه کیدا او کیناستلو لپاره د بل چا اجازي ته ضرورت نشته،  که څوک سهار له کوره وځي،  بیګاه ته  خامخا بیرته راستنیږې، اما دګوند د اصولو اواساس نامې  مطابق،  خو دا ضروري ده  چې دخپل  مشر او کشر ځای وپیژنو،  خپل ګران، خوږ، محبوب، مجاهد او منتخب  امیر ته احترام ولرو،  په بې ځایه  بحثونوکې د هغه قیمتې وخت د حالاتو په نظرکې  نیولو سره ضایع نکړو،  د ګران مشر حکمتیار حفظه الله باقې ژوند او قیادت ځان ته غنیمت  وبولو،  د هغه په مقابل کې  کې کوم بل کس دعلمیت، فضیلت،  ایثار، جرأت او سالم رهبریت  مقایسه کول ظلم او بي عدالتې ده،  نو ځکه  نه  حیران پاته شي او نه ګیلې او شکوې کوي،  دا د بریا او وحدت یوازني اصلي لار ده،  نو حیراني او سرګردانی  ولې او د چا له لاسه او  د څه  لپاره ؟

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018