تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغانستان په ۱۳۹۶ کال !

.د مطبوعات و هنداره

2018-03-22

که څه هم ملي وحدت  د امنیت خوندي کولو لپاره ډېرې هڅې کړي؛ خو په دیارلس سوه شپږ نوییم لمریز کال کې سختې جګړې او پیچلي بریدونه تر سرهشول، چې په تېره یوه لسیزه کې خونړي کال بلل شوی دی.

په دغه کال کې کابل اسلام آباد ته د سخت دریځو ډلو د ۳۲ روزنیزو مرکزونو نوملړ وسپارل شو، امریکا د څوارلس جنګي او یو سل و پنځوس هلیکوپترو د مرستې ژمنه وکړه.  دغه راز امریکا د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر مرکز د بمونو مور با مور بم وغورځاوه.

له نوروز دوه دېرش ورځې وروسته طالبانو په بلخ کې پر شاهین قول اردو برید وکړ؛ یو سل و پنځوس سرتېري یې ووژل او اویا یې تپیان کړل. له همدې برید وروسته ملي دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز استعفاګانې وکړې او ولسمشر پخپله یادې قول اردو ته ورغي او سرتېرو ته یې مورال ورکړ.

 اقتصادي 

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، تېر لمریز کال کې د دغه هېواد تولیدات او صادرات ډېر او د بودجې لګښت د تېرو کلونو په پرتله لوړ و.

د محصولاتو او تولیداتو لوړول، له خصوصي سکټور نه ملاتړ، د بودجې لوړ لګښت او د صادراتو ډېرول هغه څه یادېږي چې د افغان چارواکو په باور، تېر کال‌یې د دغه هېواد د اقتصادي ودې میلان لوړ ساتلی دی.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وویل، دغو کارونو ته په کتو وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان اقتصادې وده نږدې درې سلنه ته رسېدلې ده.

ښاغلي بهمن زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه په تېر شوي کال کې یعنې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې موږ د ۱۳۹۵ کال په پرتله د ۰.۵ سلنه اقتصادي ودې شاهدان وو، نو زموږ اقتصاد د تېر کال په پرتله په ښه ځای کې دی، دا خپله دا ښيي چې اقتصادي وضعیت ورو ورو ښه شوی او میلان‌يې د زیاتېدو لوري ته دی."

د دې تر څنګ د سیمې د ځينو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانیسته، ټاپي او ځينو نورو پروژو ته کار چې افغانستان ته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د پله حیثیت ورکوي، هغه څه یادېږي چې د اقتصاد وزارت په باور، تېر کال ورته ډېر کار شوی دی.

دغو ټولو کارونو ته په کتو، د بې‌وزلی لوړه کچه، بې‌کاري، د وارداتو لوړه اندازه او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدل د اقتصاد وزارت دا ادعا چې تېر کال افغانستان اقتصادي وده لرله، ننګوي.

عام خلک په دې باور دي چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ادعا باید هغه وخت وشي چې د خلکو ژوند ورسره بدلون ومومي.

د ماليې وزارت مرستیال محمد خالد پاینده وویل، که په افغانستان کې پروژې بشپړې شي، بودجه په ښه توګه ولګول شي او په خلکو پانګونه وشي، د خلکو په اقتصادي وضعیت کې هم بدلون راتلونکی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال  وویل، په افغانستان کې د ټاپي اقتصادي پروژې پرانیسته، د کاسا زر، ټوټاپ، یوې لارې او یو کمربند پروژې، د رېل پټلیو غځول او له چابهار بندره استفاده دا هېواد غوړېدلي اقتصاد ته رسوي چې تېر کال ورته د پام وړ کارونه شوي دي.

ښاغلی مینه‌پال وایي:

"د اقتصاد په برخه کې موږ د یوې لارې او یوه هېواد له محدودیته خلاص شو او موږ ګڼې لارې خلاصې کړې، په هېواد کې د ټاپي پروژې پرانیسته وشوه چې افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري، له ازبکستان، هندوستان او اذربایجان سره مو هوايي کوریډور پرانیست او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تعرفو په برخه کې ډېر زیات ټیټوالی راغلی دی."

افغان چارواکي وايي، کرنیز محصولات، صنعتي تولیدات او د خدماتو برخه هغه سکټورونه دي چې تېر کال‌یې کورني عواید لوړ کړي وو.

خو د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول نشتوالی، ناامني، اداري فساد، جرمي اقتصاد چې قانوني اقتصادي وده اغېزمنوي او د هېواد څخه د ځینو پانګه‌والو تېښته بیا هغه څه یادېږي چې د ولسي جرګې د غړې فاطمې عزیز په باور، اقتصادي پرمختګ‌یې ټکنی کړی دی.

اغلې عزیز وایي:

"موږ ولیدل چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې تېر کال هم زموږ خلک له ستونزو سره مخ وو، په دې برخه کې فساد او ناامني اوس هم حاکم دي، موږ ولیدل چې خلک یوې خولې ډوډی ته ځورېږي او کله چې امنیت نه‌وي، نه څوک سوداګري کوي او نه اقتصاد ښه کېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل میر سعید سعیدي  وویل، تېر کال د افغانستان صادرات د ۷۵۰ ميلیونه ډالرو په شااوخوا کې وو، په داسې حال کې چې واردات اووه ميلیارده ډالرو ته رسېدل.

د بانکي سکټور یو مسؤل روح‌الله اوریاخېل وايي، ځيني داسې اقدامات شوي چې په اوږده مهال کې د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسولای شي.

دی وایي:

"تېر کال د راتلونکو کلونو لپاره خوشبیني رامنځته کړې، په تېر کال کې د خلکو لپاره بنسټیز کارونه شوي چې یو نوښت دی، په تېرو درېیو کلونو کې ځيني داسې کارونه وشول چې د تېرو۱۴ کلونو ستونزې هوارولای شي."

دی وايي، د افغانستان اقتصاد په تېر کې تر ډېره غیر واقعي و او تر هغې چې زېربنايي کارونه بشپړېږي، ښايي خلک په خپل ورځني ژوند کې ډېر تغییرات ونه‌ګوري.

د ښاغلي اوریاخېل په وینا، د یوه پرمختللي هېواد لپاره پیاوړی اقتصاد خورا مهم دی چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره افغان حکومت کولای شي، له جغرافیايي موقعیت څخه د استفادې تر څنګ پیاوړي اقتصادي پروګرامونه عملي کړي.

 اداري فساد 

د افغان حکومت له هڅو او د نړیوالې ټولنې له ټینګار سره سره، په افغانستان کې اداري فساد په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د یوې ستونزې په توګه پاتې او حکومت ونه‌توانېد چې له‎منځه‌یې یوسي.

خو افغان حکومت وايي، په دغه کال کې یې د اداري فساد پر وړاندې مؤثر اقدامات کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي په دې اړه  وویل:

"موږ په عمل کې مهم اقدامات کړي دي، له دې جملې د ۹۶م کال په بودجه کې شافیت، د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو په تړونونو کې اصلاحات، د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د ستراتېژۍ جوړول چې تمرکز یې په هغو وزارتونو دی چې ډېر مصرف او ډېر عواید لري. د حکومت ټینګار پر دې دی چې شفافیت او د ځواب ورکړه څنګه رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، دغه اداره په ۹۶م لمریز کال کې توانېدلې چې د اداري فساد ۲۸۰۰ دوسیو ته رسیده‎ګي وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي  ته وویل، د فساد قضیې په جدي توګه څېړل شوي چې پر اساس‌یې په سلګونه کسان محاکمو ته ورکښل شوي دي.

نوموړی وايي:

"له ۲۸۰۰ قضیو څخه چې په ۹۶م مالي کال کې د لويې څارنوالۍ له‎خوا ورته رسیده‎ګي شوې، ۴۲۰یې د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پورې اړه لرله چې له نېکه‎مرغه د دغه مرکز اختصاصي څارنوالۍ هم توانېدلې، په دقت او غوڅه توګه‌یې په هکله دندې پر مخ بوځي."

دی وايي، له دې بابته میلیونونه ډالره او ۱.۵ میلیارده افغانۍ ترلاسه او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

ښاغلی رسولي وايي، د فساد اکثره عاملین د عامه خدماتو او د پوځي او ملکي برخو لوړپوړي او ټیټ پوړي کارکوونکي دي.

د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د فساد پر ضد د مبارزې یوه برخه ده چې په ۹۶م لمریز کال‌یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د ځینو جنرالانو په ګډون، د حکومت یو شمېر لوړپوړي کسان په علني ټوګه محاکمه کړي او د سزا حکم‌یې وراورولی دی.

په ورته وخت کې د فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره وايي، په ۹۶م لمریز کال کې د فساد پر وړاندې ډېر کارونه شوي چې په ترڅ کې یې په لسګونه دولتي او غیر دولتي ادارې ارزول شوې دي.

د دغې ادارې رئيس سید حسین فخري وايي:

"په روان کال کې په اکثرو وزارتونو کې سرغړونې کشف او تثبیت شوي چې شااوخوا ۳۵ بېلابېلې ادارې په‎کې شاملې دي، همدارنګه د ۷۰ دولتي او غیر دولتي ادارو ملکیتونه ارزول شوي او راپورونه‌یې د حکومت مشرتابه او ځیني سرغړونې یې لویې څارنوالۍ ته وړاندې شوې دي."

ښاغلی فخري مني چې په ۹۶م لمریز کال کې امنیتي او سیاسي ستونزې لامل شوي چې دغه اداره ونه‌توانېږي له مفسدینو سره سمه مبارزه وکړي او عاملین‌یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوی په انتخاباتي کمپاینونو کې او د حکومت له جوړېدو وروسته، له خلکو سره د ښې حکومتوالۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنې کړې دي.

ښاغلي غني د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو کې په ځینو دولتي ادارو کې د فساد پر شته‎والي انتقاد وکړ، د کورنیو چارو وزارت‌یې د فساد د زړه یاد او په دغه وزارت کې یې د فساد په له‎منځه وړلو ټینګار وکړ.

اوس چې د کورنیو چارو په وزارت کې د فساد پر ضد د مبارزې له مسئلې کال تېرېږي، دغه وزارت وايي، د فساد ډېری دوسیې چې ځیني جنرالان هم په‎کې ښکېل دي، لويې څارنوالۍ ته لېږلي دي.

د دغه وزارت د تفتیش رئيس ضیاء کوهستاني په دې اړه  وویل:

"موږ په ۱۳۹۶ کال کې ۱۱۱۸ دوسیې وارزولې او د ۲۴۱ مظنونو جنرالانو، افسرانو، ساتنمنانو، سرتېرو او ملکي کارکوونکو په ګډون مو ۱۴۵ دوسیې لويې څارنوالۍ ته سپارلې دي."

ښاغلی کوهستانی وايي، په دغه وزارت کې اصلاحات په جدي توګه ادامه لري چې د پولیسو لیکې له مفسدینو پاکې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتونو د پایدارې پراختیا اهدافو ته نه‎دی رسېدلی.

د دغه راپور له مخې د پایدارې پراختیا پروګرام د ۱۹۳ هېوادونو لپاره ۱۶ هدفونه په پام کې نیولي چې له مخې یې باید تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د بې‎وزلۍ له‎منځه تلل تضمین شي.

د شفافیت نړیوال سازمان پخوا تر دې په خپل یو کلن راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په لېست کې ځای کړی و چې د سومالیا، جنوبي سوډان او سوریې وروسته‌یې ۱۵ امتیازونه اخیستي او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړۍ په څلورو فاسدو هېوادونو کې شمېرل شوی دی.

د ولسي جرګې ځیني غړي د اداري فساد پر وړاندې د حکومت له هڅو راضي نه‎دي.

د دغې جرګې د مرکزي تفتیش د کمېسیون غړی محمد حسین فهیمي وايي، اوس هم په هېواد کې د فساد لمن خوره ده.

دی وايي:

"هغه عمومي ستونزې چې د فساد له امله په افغانستان کې شته، حکومت‌یې پر وړاندې هڅې کړي، خو څرنګه چې فساد ژور او پراخ دی په هغه توګه چې انتظار کېده افغان حکومت‌یې پر وړاندې بریالي نه‎و، د بېلګې په ډول فساد په دولتي ادارو کې."

په ورته وخت کې ځیني عام خلک هم په دولتي ادارو کې له رشوته شکایت کوي او په له‎منځه وړلو کې یې حکومت کمزوری ګڼي.

د کابل اوسېدونکی مسعود احمد او عبدالخالق وايي، حکومت نه‎دی توانېدلی، لوی لوی مفسدین محکمو ته وسپاري.

دی زیاتوي:

"حکومت ونه‎توانېد د فساد پر وړاندې سمه مبارزه وکړي، ځکه چې اوس هم ډېری خلک په فساد کې ښکېل دي او دا په ټولنه کې یو بد عامل دی او تأثیرات‌یې هم منفي دي."

"فساد ډېر دی په ادارو کې په مختلفو ډولونو له خلکو پیسې اخیستل کېږي، سږ کال بیا هم حکومت د تېرو کلونو په څېر ونه‎توانېد مخه‌یې ونیسي."

خو په ځینو حالاتو کې خلک، د ولسي جرګې ځیني غړي او کارپوهان د حکومت مشران تورنوي چې په دې برخه کې یې ژمنې نه‎دي عملي کړي.

د فساد پر وړاندې جدي مبارزه له افغانستانه، د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنه ده، څو له دغه هېواد سره ټولې مرستې، په سمه او شفافه توګه ولګېږي.

خو ځیني کارپوهان وايي، د جمهور رئیس ګرد چاپېره ځینې کړۍ شته چې د فساد پر ضد د مبارزې خنډ کېږي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ناصر شفیق وايي:

"کومه کړۍ چې د جمهور رئيس شااوخوا ته موجوده ده، اکثره‌یې کمېشن‌کاران دي او دا په خپله د جمهور رئیس خبره ده چې ما له دې کړۍ لیرې وساتئ. خو له بده مرغه نن لیدل کېږي چې همدغه کړۍ د جمهور رئیس شااوخوا ته شته او کسان د دوی په فرمایش ګمارل کېږي."

که څه هم نوموړي په دغې کړۍ کې د شاملو کسانو په اړه څه نه‌وايي، خو ټینګار کوي چې په مجموع کې حکومت نه‎دی توانېدلی له زورواکو سره محاسبه وکړي او یو ښه حکومت رامنځته کړي.

افغان کارپوهان سپارښتنې کوي وايي، حکومت هغه وخت له فساد سره جدي مبارزه کولای شي چې په ادارو کې ګمارنې د وړتیا له مخې ترسره او هغه مفسدین چې له قانونه تښتي، محاکمه کړي.

 ورزش او لوبغاړو 

 

۱۳۹۶ د افغانستان د ورزش او لوبغاړو لپاره طلايي او د بریاوو کال ګڼل کېږي.

که څه هم په تېر يوه کلن مزل کې د افغانستان ورزش له يو لړ لوړو ژورو سره مخ و، خو بیا هم د افغان لوبغاړو نه‌ماتېدونکی هوډ او هلو ځلو په نړۍ کې د افغانستان نوم هسک وساته او افغانانو ته‌یې ډېرې خوښۍ ور په برخه کړې.

په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د راشد خان، احمد یاسین سالک، حسین بخش صفري، احمد ولي هوتک، باز محمد مبارز، عباس کریمي او د يو شمېر نورو افغان لوبغاړو بریاوو نړیوالو ته د افغانستان نوی تصویر او نوې پېژندنه وړاندې کړه.

بل‌خوا د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکول، په اسیايي المپيک سیالیو کې د هېواد د فوټسال لوبډلې ښه ځلېدل، د افغان معلولو نجونو د ویلچیر باسکټبال لوبډلې اسیا جام سیالیو ته وتل، په اسیا جام کې د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي او د المپيک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د دوو کلنو ناندریو پای ته رسېدل، د تېر کال يو شمېر مهم خبرونه وو.

په دغه کال کې د افغانانو لپاره تر ټولو ستر خبر د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا افغانستان د بشپړ غړیتوب ورکول وو چې په ډېره پراخه کچه‌يې هرکلی وشو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ۱۳۹۶ لمریز کال د بریاوو او لاسته راوړنو له اړخه د افغانستان د کرکټ لپاره طلايي کال و.

دی وایي:

"په نړیواله کچه ملي لوبغاړو ډېرې ښې لاسته راوړنې لرلې، ډېرې لوبې یې وګټلې چې په نتیجه کې یې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې، اتم مقام خپل کړ، خو تر ټولو غټ خبر بیا دا و چې افغانستان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، نو په دې حساب ۱۳۹۶ کال د افغانستان لپاره د سرو زرو کال و."

د ده په خبره، راشد خان په دغه کال کې د افغانستان د ورزش هغه غوره څېره وه چې په خپل ښکلي بالېنګ‌یې د هند، بنګال، وېسټ انډيز او اسټرالیا د میدانونو په فتحه کولو سره، د شهرت لوړو پوړو ته ورسېد او د کرکټ د نړۍ لومړی درجه توپ اچوونکی شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اسیا جام کې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولي، د لویو وچو جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړی مقام ګټل او د زېمبابوې او وېسټ انډیز په وړاندې د ملي لوبډلې بریاوې هم د پام وړ وې.

د افغانستان لپاره يوه بله د پام وړ اتلولي د بدن د ښکلا په برخه کې وه چې افغان باډي بلډر احمد یاسین سالک قادري په منګولیا کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې، ټول هېوادونه شا ته پرېښودل.

د افغانستان د بدن ښکلا د فدراسیون مسؤلین وايي، سالک په دغه کال کې لومړی د افغانستان، بیا د اسیا او ورپسې د نړۍ په کچه د بدن د ښکلا په برخه کې اتلولي خپله کړه.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان يوازنی لوبغاړی حسین بخش صفري و چې په رزمي لوبو جوجېتسو کې يې د سرو زرو مډال د هېواد په نوم کړ.

ښاغلی صفري وايي، دغه کال ورته نه‌هېرېدونکی او د بریاوو کال و.

ښاغلي صفري وویل:

"په ۱۳۹۶ کال کې زه وتوانېدم چې د ترکمنستان سالون دننه اسیايي سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړم، دا شان په کور دننه شب نبرد سیالیو کې ښه وځلېدم، په حقیقت کې دا زما لپاره يو ښه کال و او کوښښ کوم چې په راتلونکو کلونو کې تر دې هم ښه مخته لاړ شم."

د افغانستان د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د اسیا او اوقیانوسیه وچې له ۶۲ هېوادونو نږدې ۶ زرو لوبغاړو ګډون کړی و چې د افغانستان د ۲۳۰ لوبغاړو ورزشي کاروان هم په‌کې شامل و.

د دغې کمېټې مسؤلین وايي، په همدې کال کې افغانستان د اذربایجان په باکو کې د اسلامي هېوادونو په سیالیو کې هم د لومړي ځل لپاره، د برونزو شپږ مډالونه د ووشو، غېږ نیونې او وزن پورته کولو په برخه کې وګټل.

عباس کریمي بل افغان لوبغاړی دی چې د مکسیکو په انويکټوس يا نه‌ماتېدونکو سیالیو کې يې د لامبو وهنې په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال راوړ.

د ازادو مبارزو یا فري فایټ په برخه کې هم افغان لوبغاړي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ښه وځلېدل او د احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز وروستۍ بریاوې د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوې.

ښاغلی مبارز وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې يې لاسته راوړنې ښې وې او هڅه کوي راتلونکی کال تر دې هم ښه وځلېږي.

مبارز وایي:

"ډېرې ښې لاسته راوړنې مو درلودې، په کور دننه او له هېواده بهر په سیالیو کې زما ګډون ډېر ښه و، دوه سیالۍ مو وکړې او په دواړو کې بریالی شوم، دغه کار د افغانستان د ورزشي کورنۍ لپاره د بریاوو او خوښيو کال و، زما راتلونکې لوبه به يا په امریکا کې وي او یا به جرمني کې."

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټسال لوبډلې په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره د اسیا سالون دننه پنځم پړاو سیالیو کې د ۶ بریاوو او دوو ماتو سره څلورم مقام خپل کړ او د اسیا د پياوړو لوبډلو پام‌يې ځان ته واړاوه چې د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د عراق او قرغزستان غوره لیګ سیالیو ته غوره شول.

خو په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو ستر خنډ چې د افغانستان د بدني روزنې د رئیس حفیظ ولي رحیمي په خبره، د افغان لوبغاړو د پرمختګ مخه‌يې ډب کړې وه، د دوه سري المپيک موجودیت و.

ښاغلی رحیمي وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسي يې په ورزشي فدراسیونونو کې د اصلاحاتو په هدف، يو لړ بنسټیز کارونه پېل کړي چې مثبته نتیجه به ولري.

ښاغلي رحیمي وویل:

"کوم پروګرام او پلانونه چې موږ لرو، که په عملي کولو يې بریالي شو، نو د افغانستان په ورزش کې به يو مثبت بدلون راشي، د زیاترو ورزشي فدراسيونونو چې د المپیک د رئیس د ټاکلو لپاره د رأیې ورکولو حق لري، هغه خلاص شوي دي او موضوع اسیايي المپيک ته لېږل شوې ده او هغوی به د المپیک د انتخاباتو په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک ملي کمېټې د مشرۍ پر سر د ظاهر اغبر او محمود حنیف ترمنځ دوه کلنې ناندرۍ څو میاشتې وړاندې هله پای ته ورسېدې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم په صادرولو سره، په دغې کمېټه کې موازي بنسټونه لغوه اعلان کړل او د نړیوال المپیک کمېټې تر نظر لاندې يې انتخاباتو ته د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرۍ پر سر راپورته شوي جنجالونه لاهم په خپل ځای پاتي چې د یو شمېر ورزش پوهانو په باور، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې په بریاوو یې منفي اغېز کړی او افغان لوبډله په ۱۳۹۶ لمریز کال کې ونه‌توانېده چې اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان له ورزشه د څار يو شمېر بنسټونه او ټولنې هم په دغه کال کې د افغان لوبغاړو هڅې ستايي او په ورزشي ادارو کې د ستونزو هواري ته هیله‌مندي ښيي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د سازمان مرستیال سمیع‌الله پام وویل:

"هغه دوه کلن جنجالونه اوس پای ته رسېدونکي دي چې ورسره د نږدې ۵۰ فدراسیونونو برخلیک تړلی و، په ټوله کې دغه کال د تېر په څېر د افغانستان لپاره ځکه د لاسته راوړنو ډک و چې افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلېدل او افغانستان ته‌یې مډالونه راوړل."

په همدې حال کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مرستیال ابراهیم مومند بیا وايي، که په ورزشي ادارو کې شته ستونزې هوارې شي، نو افغان لوبغاړي به تر دې هم ډېر ویاړونه د افغانستان په نوم کړي.

دی زیاتوي:

"یقیناً که په ورزشي ادارو کې چې ستونزې په‌کې زیاتې دي، که کرکټ دی، که فوټبال دی، که المپیک دی او که تربیت بدني، په دې ادارو کې موږ بدلون ته ډېر ژمن نه‌یوو، نو که د ادارو اوسني مسؤلین د ښه سیستم برابرولو لپاره هڅې وکړي، نو د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې چې اوس په نشتو امکاناتو دومره دي، نو زموږ د سیالۍ به څوک نه‌وي."

ښاغلی مومند وايي، د زیاترو ورزشي ادارو کارونه بنسټیز او دوامداره نه‌دي چې دغې چارې د افغان لوبغاړو په لاسته راوړنو او د نویو استعدادونو په ودې ناوړه اغېز کړی.

د ده په خبره، په دې برخه کې اړتیا لیدل کېږي چې افغان حکومت له ورزشي ادارو قوي څارنه ولري او د ستونزو د هواري په هدف، پر وخت لازم اقدامات وکړي.

امنیت

په همدې کال کې ۸ ولسوالۍ د داعش، طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوي او ترینکوت، لښکرگاه، سرپل و فراه سقوط ته نږدې شوي وه. هومدا اوس هم ۱۱ ولسوالۍ له طالبانو سره، ۳ ولسوالۍ له داعش سره دي او په ۵۶ ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د افغانستان پیچلې جګړې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اړ کړ، چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوې جنګې تګلاره اعلان کړي.

ترامپ پخپله تګلاره کې د طالبانو او داعش په وړاندې پر جګړې او پر پاکستان د فشار راوړلو ټینګار وړاندې کړی دی.  

په دغه کال کې افغان ځواکونو ۳۶۶۳  ځمکني، ۴۶۳۱ هوایي، ۲۰۹ شپني عملیات تر سره کړي، چې د  ۱۰۸۴۴ طالبانو په ګډون ۳۷۵ قومندانان په کې وژل شوي دي.  دغه راز د ۷۲ اویا داعش قومندانانو په ګډون ۲۲۵۰ داعشیان وژل شوي دي. په داسې حال کې ، چې په دې موده کې ۵۰۰ افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

همدا اوس داعشیان په ننګرهار، فاریاب، جوزجان، سرپل، بدخشان او لغمان کې پراخې هڅې لري او  طالبان په دوه ویشتو ولایتونو کې حضور لري.

په شپږ نویم کال کې دعش او طالبانو اتیا ځانمرګي بریدونه او سترې چاودنې کړي دي؛ په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې د حقاني شبکې لخوا د موتر بم چاودنې پنځو س کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله.

د پولادي موترو په واسطه د  پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ځانمرګي برید د امینه قومندان په ګډون ۴۵ کسان ووژل ۱۴۵ یې ټپیان کړل. په کابل کې د امبولانس چاودنې ۹۵ کسان ووژل او ۱۸۵ نور یې ټپیان کړل. د امام زمان پر جومات د داعش ځانمرګي برید ۳۹  لمونځ کوونکي ووژل او ۴۵ ټپیان شول. پر انتر کانتینینتال هوتل د طالبانو په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ بهرنيان او شپږ کورني مخکښ ځوانان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

له یاد تاوتریخوالي وروسته کابل ښاریانو د ارګ په خوا کې اعتراض وکړ، چې پر تاوتریخوالي واوښت.

د سرپل د میرزا اولنګ جګړه هم سخته بلل کیده، هلته کابو یوه اوونۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې یې دري پنځوس دولت پلوي وسلوال د طالبانو لخوا ووژل شول.

په ټوله کې د شپږ نوییم کال په جګړه کې ۳۴۸۳ عام وګړي وژل شوي او ۷۰۱۵ ټپیان دي.

په دغه کال کې د امریکا دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز او د ناتو عمومي منشي هم کابل ته راغلل، چې د متیس د لومړني سفر پر مهال د کابل پر هوايي ډګر د طالبانو توغندي هم ولګیدل. په همدې کال کې محمد محقق په سوریه کې د فاطمیون په لوا کې د زرګونه افغانانو له جنګیدو ملاتړ وکړ. په شمشاد تلویزیون او د ملي امنیت ریاست په شاوخوا کې څو ځانمرګي بریدونه هم د یادونې وړ بلل کیدای شي.

په شپږ نوییم کال کې وسلوالو طالبانو تر ډېره د پوځ مهم مرکزونه په نښه کړل او په مقابل کې یې افغان سرتېرو پر طالبانو د شپې بریدونو او بمبارد ته زور وکړ؛ خو جګړه هماغسې د افغانانو ژوند اخلي.

اوس هم دوه سوه زره افغان سرتېري، چې نړیوال یې ملګرتوب کوي، د چارواکو په وینا له شل وسلوالو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي.

شپږ نویيم کال ووت اووه نوییم پیل کیدونکی دی؛ خو جګړه اوس هم توده روانه ده او هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخلي.

بهرنی سیاست

ملي وحدت حکومت وایي؛ په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان بهرنی سیاست بریالی و او بریالی شوي یو، چې پاکستان نړۍ ته د ترهګرو د ملاتړي په توګه ور وپېژنو.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان بهرنی سیاست له هسکو ژورو سره مخ شوی. حکومت وايي بهرنی سیاست یې تر بل هر وخت فعال شوی او له اوږده ځنډ وروسته یې نړیوال قانع کړي چې  دا ور سره ومني څو د ترهګرو ځالي او مرکزونه په پاکستان کې دي.

 د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: هغه ملاتړ، چې مونږ یې د پاکستان خلاف له نړۍ  څخه لرو؛ په تېر کې بې سابقې دی او هیڅ وخت په دې کچه ملاتړ نه و.      

 امریکا له پاکستان سره خپله ټوله پوځي مرسته  له دې کبله ځنډولې، چې په خبره یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په خلاف یې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

شنونکي بیا د لویدیځو هېوادونو  او امریکا تر څنګ د سیمې دولتونه او حکومتونه لکه روسیه، چین، هند، ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې تر پخوا ډېر ښکېل ګڼي؛ روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش پر پرمختګ اندېښمن دي او له وسلوالو طالبانو سره یې د اړیکو پخلی هم کړی دي.

چین په اقتصادي برخه کې غواړي د افغانستان د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي؛ خو د امریکا ولسمشر ترمپ ویلي، چې د افغانستان د کانونو تړونونه باید له امریکايي شرکتونو سره لاسلیک شي. پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ له زیاتوالي اندېښنه لري او په مقابل کې یې هند او افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر وړاندې اغېزناکه لابیګري زیاته کړې.

د نظر ځينې خاوندان هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان پالیسي بریالۍ بولي او وايي، چې په راتلونکیو کلونو کې به د پام وړ پایله ولري.

ځینې نور بیا وايي، په افغانستان کې یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره ښکېل دي او حکومت یې د څارنې څواک نلري.

د ملي وحدت حکومت ویلي وه، چې له نړۍ سره به په پېنځه کړیو کې خپلې اړیکې وپالي؛ ګاونډیان، د سیمې هېوادونه، اسلامي حکومتونه، مدني ټولنې او لیرې نړۍ هغه چوکات بلل کیږي، چې ملي وحدت حکومت خپل بهرني سیاست ورسره تنظیم کړی دی.

په ۱۳۹۶ کال کې ولسمشر غني امریکا متحده ایالاتو، اندونیزیا، ترکیې، ایران، ازبکستان، آذربایجان، هند، عربي متحده ایالاتو، ترکمنستان، او ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او پر مهال یې د افغانستان پر سوله، جګړه، تروریزم، نشه يي توکو او اقتصادی برخه کې له نړۍ سره خبرې کړي دي.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناتو سرمشریزه، د استانبول پروسه، د کابل دوه  پروسې او ځينې نورې غونډې په نړیواله کچه د افغانستان د بهرني سیاست د هڅو د همغږۍ په پایله کې جوړې شوې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي: زمونږ اساسي پیغام دا و، چې افغانستان د ټولو هېوادونو لپاره د همکارۍ ډګر دی، نه د تقابل.

په ۱۳۹۶ کال کې افغانستان له ملګرو ملتونو څخه د مرستو د دوام ډاډ تر لاسه کړ، ناتو تر ۲۰۲۰ کاله پورې د پوځي مرستو ژمنه وکړه، له هند او قزاقستان سره هوايي دهلیزونه جوړ شول، د تاپي پروژې د رغولو چارې تر افغانستان راورسیدې، د چهابهار بندر پرانسته وشوه، د جزا نړیوالې محکمې ته له افغانستان څخه شکایتونه ورسیدل او یو شمېر نورې لاسته راوړنې، چې حکومت ترې یادونه کوي.

کورني سیاست 

د ملي یووالي حکومت چې شااوخوا درې نیم کاله وړاندې د دوو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې رامنځته شو په ۱۳۹۶ لمریز کال له يو لړ سیاسي ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور چې په انتخاباتو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړی و، ترمنځ اختلاف یوه جدي مسئله یادېږي چې د ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه حل نه‎شوه.

نږدې درې میاشتې وړاندې جمهوري ریاست د عطا محمد نور استعفا ومنله، خو د ښاغلي نور د مخالفت له امله حکومت ونه‌توانېده چې په دې موده کې نوی والي انجنیر محمد داوود د بلخ د والي په توګه معرفي کړي.

د مشرانو جرګې دوهم منشي محمد فیصل سمیع په دې اړه وايي چې د دې اختلافاتو دوام کولای شي د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کړي.

نوموړی وايي:

"ټولو افغانانو په دې ټینګار کړی چې دا ستونزې د افغانستان په زیان دي او زموږ نظام او خلکو ته زیان رسوي او زموږ اقتصاد ته هم زیان اړونکي دي او باید دا هر څه د خبرو له لارې حل شي چې تر دې دمه لا نه‎دي حل شوي، موږ د ترورېزم په شان له یو خطرناک دښمن سره مخ یو او باید موږ ټول پام همدې مسئلې ته واړوو."

د دې کال په وروستیو کې همدا شان یو شمېر دولتي سرچینو خبر ورکړ چې حکومت او جمعیت اسلامي توافق کړی چې باید اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي هغه څه چې جمعیت او ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي ډول تأیيد نه‎کړل.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د بلخ ولایت پر سر راپورته شوې ستونزه به ډېر ژر حل شي.

بل‎خوا د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پورې تړلې قضیه چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې رامنځته شوې په دې کال کې هم حل نه‎شوه.

عبدالرشید دوستم چې د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي په جنسي ځورونه تورن دی، دی اوس‌مهال په ترکیه کې ژوند کوي.

که څه هم عبدالرشید دوستم ته نږدې کسانو د احمد اېشچي دا ادعا رد کړې، خو یوې ابتدائیه محکمې په وروستیو کې د ښاغلي دوستم یو شمېر ساتونکي د همدې قضیې په تړاو په بند محکوم کړل.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو  ویلي چې د کابل په ابتدائیه محکمه کې په عبدالرشید دوستم پورې اړوند دوسیه جلا شوې او د ښاغلي دوستم نوم ترې ایستل شوی دی.

خو دا چې دا دوسیه اوس‌مهال تر څېړنو لاندې ده کنه؟

حکومتي مقامات او لویه څارنوالۍ يې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:

"د حکومت دنده او د ولسمشر هڅه دا ده چې موږ څه ډول د قانون حاکمیت ټینګ کړو او هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‎دی او قانون باید د ولسمشر په ګډون په ټولو یو شان عملي شي."

په ۱۳۹۶ لمریز کال کې همدا شان د ملي شورا له تالاره هم د حکومت ضد غږونه پورته شول.

په دې کال کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په ګډون د دې شورا یو شمېر غړو په کندهار کې یوه ناسته وکړه او د حکومت په یو شمېر کړنو يې انتقاد وکړ.

د دې تر څنګ یو شمېر سیاسي ګوندونو بیا د ملي یووالي حکومت غیر مشروع وباله او د لويې جرګې د جوړېدو غوښتونکي شول، خو حکومت د دې غږونو په وړاندې وویل چې د قانون له مخې هر شخص او سیاسي ګوندونه په حکومت د انتقاد حق لري.

جمهوري ریاست له دې وړاندې هم ویلي دي چې سیاسي جریانونه دې د انتقاد پر ځای طرحې له حکومت سره شریکې کړي.

د سیاسي اختلافونو او ستونزو تر څنګ د یو شمېر مدني بنسټونو په باور په ۱۳۹۶ کال کې د انتخاباتو او برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې حکومت چندان پرمختګ نه‎لاره.

که څه هم ولسمشر او اجرائیه رئیس په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړی، خو د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ "فیفا" اجرائيوي رئیس یوسف رشید وايي حکومت په دې دواړو برخو کې جدي اراده نه‎لري.

ښاغلی رشید زیاتوي:

"لومړی د حکومت د ارادې نشتوالی و چې انتخاباتو يې په لومړیتوبونو کې ځای نه‌درلود، دوهم غیر عملي محاسبه وه چې حکومت له ډونرانو سره دغه مسئله وروستۍ نه‎کړه چې په انتخاباتو کې له ټکنالوژۍ استفاده ممکنه ده کنه؟ نږدې اته نهه میاشتې یې په همدې نوم تېرې کړې."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه ترسره شي، خو د دې کمېسیون یو شمېر غړو تازه ویلي، ممکن انتخابات د څو میاشتو په ځنډ ترسره شي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس د لیدلورو ترمنځ اختلاف د دې لامل شو چې د الکترونیکي تذکرو د وېش او د انتخاباتو په بهیر کې ځنډ رامنځته شي.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي  وویل:

"موږ په کورنۍ کچه په بېلابېلو مسایلو لکه د سولې په برخه کې یو ملي اجماع ته ورسېدو، دا شان د کابل پروسې د کنفرانس په ترسره کېدو سره د سولې واک افغان حکومت په خپل لاس کې واخیست، د سولې کوم وړاندیز چې د ولسمشر له‌خوا وشو، ورسره موږ هم نړیوال او هم سیمه‌ییزه اجماع ترلاسه کړې دا شان په کور دننه هم د دې اجماع شاهدان یو."

ښاغلی مرتضوي د سیاسي اختلافونو موجودیت د حکومت او سیاسي جریانونو ترمنځ د لیدلورو د بدلون له امله بولي او وايي، د نظرونو دې اختلاف په ملي مسایلو لکه د انتخاباتو په برخه کې مشارکت ته زمینه برابره کړې ده.

  • خو اوس پوښتنه دا ده چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د حکومت او د یو شمېر سیاسي جریانونو ترمنځ د اختلاف دلایل څه وو؟

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې دا اختلافات له هغه ځایه سرچینه اخلي چې د ملي یووالي د حکومت د رامنځته کېدو پر مهال د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ موجود وو.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018