تفصیل | شهادت 

14th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ننگرهار په پرتمينه غونډه کې د حزب اسلامي امير د تاريخي وينا مهم ټکي:

2018-03-26

جلال آباد: ١٣٩٦/١٢/٢٩

د کب د مياشتى دوشنبى اته ويشتمه د جلال آباد ښار په فوټبال سټوديوم کې د حزب اسلامي د امير  ورور انجنير حکمتيار غونډې ته د ننګرهار له مرکز او مختلفو ولسواليو، د کنړ، نورستان او لغمان ولايتونو له مختلفو سيمو څخه زرګونه جهادي او قومي مشران، علما او ځوانان راټول شوي وو.

دغه غونډه چې په ختيځ زون کې د حزب اسلامي دفتر لخوا رابلل شوې وه د هېواد د ختيځو سيمو پر زرګونو خلکو سربېره له مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه هم د حزب اسلامي سلګونه جهادي او قومي مشران او ځوانان راټول شوي وو. لومړى د ننګرهار والي محمدګلاب منګل لنډه وينا وکړه، ښاغلي منګل د حزب اسلامي امير د جهاد او سولې قائد ياد کړ چې د الله تعالى په مرسته او خپلو هڅو او مدبرې رهبرۍ سره يې وکولى شول چې دا هېواد د شوروي تاړاک څخه وژغوري، ددې هېواد سرلوړۍ او آزادۍ لپاره يې شپه او ورځ هڅې کړي دي او دا دى په وروستي يو کلن مزل کې يې د سولې غښتلى بنسټ کېښود. ښاغلي منګل د حزب اسلامي له امير څخه وغوښتل چې پر طالبانو هم خپل رسوخ څخه په ګټې اخيستو سره د سولې يو ځواکمن حرکت پيل کړي څو د ولسمشر د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او په هېواد کې د لسيزو اوږد شوي جنګ او ناورين پاى ته ورسوي.

د حزب اسلامي امير ورورحکمتيار په خپله يو ساعته وينا کې وويل: زه لومړى د ټول هېواد د مؤمنو او هدفمنو شهيدانو روح ته دعا کوم، موږ د خپل رب پر کړو وعدو باور من يو، الله عزوجل حتماً د هغه چا مرسته کوي او کاميابوي يې چې د اسلام د سپېڅلي دين لپاره يې قربانۍ ورکړې، ښايي دا بريا لږ  وځنډېږي، خو حتماً د الله تعالى مرسته راځي، مسلمان بايد نهيلى نه شي. زموږ مظلوم ولس د خپل دين او هېواد د آزادۍ لپاره څلور لسيزۍ سختې قربانۍ ورکړې دي، موږ د خپلو سپېڅلو شهيدانو د آرمانونو تحقق ته ژمن يو. له بده مرغه زموږ د هېواد بحران څلور لسيزې اوږد شو، له شک پرته په دې کې هم د بهرنيو مغرضو کړيو لاس دى او هم د کورنيو مفسد او جنګ غوښتونکو کړيو.

موږ پريکړه کړې ده چې د راتلونکو انتخاباتو څخه ددغې بحران د حل وسيله جوړه کړو. پر ولس او دولت او ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوو چې راشئ دا ټاکنې رڼې او په عادلانه توګه ترسره کړو. پر خپلو پلويانو او ټولو هغو هېوادوالو غږ کوو چې د هېواد له دې څلوېښت کلن بحران څخه کړېدلي دي چې راشئ په دې انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړئ، دا ځل بايد د شر او فساد ځواکونو ته په انتخاباتو کې هم ماتې ورکړو او دا هېواد ترې وژغورو. داسې چاته رايه ورکړئ چې اسلام او هېواد ته ژمن وي، زموږ د برم او عزت جګه شمله راټيټه نه کړي، صالح وي، ددې لوى کار ترسره کولو وړتيا ولري، ښه ماضي او پر مسلمانانو زړه سوى ولري.

موږ ټول ددې شاهدان يو چې پارلمان مو د وکيلانو د پير او پلور بازار ګرځېدلى دى، داسې پارلمان د سر لوړو افغانانو استازيتوب په هېڅ صورت نه شي کولى. زه پر ټول ولس په ځانګړي ډول د لوى ننګرهار پر سر لوړو او با همته ولسونو غږ کوم چې دا ځل بايد صالح او وړ خلک تر ولسي جرګې ورسوئ. دا د اېمان او عقيدې معامله ده، که مو غله، مفسد، غاصب او لوچک ته رايه ورکړه د قيامت په ورځ به هم له همغه سره حشر کېږئ خو که مو با اېمانه، مؤمن، صالح او اسلام او افغانستان ته ژمن کس ته رايه ورکړه له همغه سره به حشر کيږئ، صالح او مؤمن استازى به ستاسو غږ رسوي، اوښکې به مو پاکوي او د هېواد د روان ناورين د حل لارې به جوړې کړي.

موږ به په ټول هېواد کې خپل نوماندان ولرو، خپلو پلويانو ته وايو چې که مو په شرايطو برابر حزبي کس و نه موند، نو د بل ګوند يا مستقل نوماند خو چې صالح او مناسب شخص وي حمايت وکړئ. دغو ټاکنو ته له همدا نن څخه کار پيل کړئ او د هر چا دروازې وټکوئ.

موږ په هېڅ صورت په انتخاباتو کې فساد او درغلى نه منو، پر ټولو غږ کوو چې هېواد بايد په ٢٥٠ ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، د ټاکنو په ټول بهير دې د اغېزمنو ګوندونو نظارت تضمين شي، د پخوا په څېر ټاکنې دا ځل په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. بايد هېڅ په شرايطو برابر افغان د رايې ورکولو له حق څخه محروم نه شي، اته ميليونه مهاجر او د نا امنو سيمو وګړي بايد په هېڅ صورت د رايې ورکولو له حق څخه محروم نه شى.

حزب اسلامى په هېواد کې د سولې او سوکالۍ دروازې خلاصې کړې دي، په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ، موږ د خپلو ديني ارزښتونو او ارشاداتو له مخې سوله وکړه، او پر الله مو توکل وکړ، سوله تر جنګ سخت کار دى، با همته خلک سوله کولى شي، ډارن او جبون خلک يې نه شي کولى، په دې اړه له دولت څخه غواړو چې د سولې ټولې لارې خلاصې کړي او له طالبانو هم په ټينګه غواړو چې د ولسمشر د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي، خپلې موخې د سولې په لارې تعقيب کړي او دا ولس له روان دردوونکي ناورين څخه وژغوري، موږ د طالبانو د ټولو معقولو او شرعي غوښتنو ټينگ ملاتړي يو.

موږ د سولې يوه واضح او عملي طرحه هم دولت ته، هم طالبانو ته او هم د امريکا متحده ايالاتو ته ورکړې ده، په دې طرحه کې د سولې عملي کړنلاره ښودل شوې ده، لکه څرنګه مو چې په وار وار ويلي دي چې د افغانستان جنګ ګټونکى نه لري اوس هم وايو، په دې جنګ کې افغان وژل کېږي، د دوام هېڅ شرعي مجوزيې نشته، زموږ رب وايي چا چې سلام هم درباندې واچاوه نو ته يې په هېڅ صورت د وژلو حق نه لرې، زموږ د هېواد ننى جنګ په هېڅ صورت جواز نه لري، بايد ټول ښکېل اړخونه پر افغانانو رحم وکړي، اميد لرو چې ټول ښکېل اړخونه به د سولې په راوستو کې اغېزمن ګامونه واخلي.

د سولې په تړاو زما وړانديز دا دى چې په هېواد کې دې د سولې د عملي کړنلارې په توګه د مذاکراتو له پيل وروسته يوه غير جنګي سيمه وټاکل شي، په دې سيمه کې بايد وسلوال ځواکونه نه وي، نه دې بهرنيان عمليات کوي او نه افغان ځواکونه او نه هم طالبان دغې سيمې ته دې د طالبانو کورنۍ راشي او د سولې عملي مذاکرات دې پيل شي.

خو وموليدل چې د سولې مخالفين او د افغانانو په شر خوښ منفورې کړۍ او هغه چې په جنګ او نا امنيو کې اشرافي ژوند ته ورسېدل، حرامې افسانوي سرمايې يې پيدا کړې، دولتي او شخصي ځمکې يې غصب کړې او نور سلګونه شرارتونه يې وکړل، زموږ دا طرحه يې د افغانستان د تجزيې طرحه وبلله دا منفورې کړۍ هغو بدنامو څېروته چې د هېواد د تجزيې پلان جوړوي، افغانستان په شمال او جنوب وېشل غواړي، د افغانستان، افغان او اسلام له نامه سره حساسيت لري، د ولسمشر او ولسي جرګې لخوا سلب صلاحيت شوي خو بيا هم ولايتونه او وزارتونه کوي، فدرالي نظام غواړي، دغو څېروته د تجزيې غوښتونکي نه وايي، خو په هېواد کې د سولې لپاره د يوې عملي هڅې لپاره د تجزيې نوم ورکوي. له سولې سره مخالفت کوي، دا ډله چې اصلاً په ولس کې سخت منفور دي، د غلو، داړه مارانو او غاصبينو په نامه پېژندل شوي له درواغو، چاپلوسۍ او افترا نه بل څه نه لري. زموږ ملت بايد پوه شي چې د سولې دښمنان زموږ د دين او هېواد دښمنان دي، د ملت غوڅ اکثريت سوله غواړي او ان شاءالله ژر به يې دا توره شپه په سباوون بدله شي.

موږ په هېواد کې د ټاپي او نورو ټولو بنسټيزو پروژو ټينګ ملاتړ کوو، د امنيت د تامين لپاره يې په بشپړ ډول چمتو يو، د يو مضبوط مرکزى حکومت د جوړېدو لپاره ژمن يو، پر دولت غږ کوو چې د قانون ماتوونکو په وړاندې ټينګ ودرېږي، ولس مو تر شا ټينګ ولاړ دى. په امنيتي ځواکونو کې جدي تصفيه غواړو، له شک پرته چې ډېرې بدې پېښې د ځينو امنيتي ځواکونو په مرسته ترسره کېږي چې بايد په جدي ډول يې مخه ونيول شي.

موږ د ملي تفاهم مجمع په نامه د هېواد په څلويښت کلنو قضاياوو کې ښکېلو لورو د يوالي او ګډ دريځ لرلو لپاره يوه جامع طرحه وړاندې کړې. له ټولو لورو او ډلو غواړو چې راځئ د هېواد د روان ناورين د حل لپاره په ګډه لاس په کار شو او دا مظلوم هېوادوال له دې دردناک حالت څخه وژغورو.

زموږ د هېواد ګڼ شمېر رسنۍ زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو په خلاف خپرونې کوي، د وروڼو قومونو ترمنځ نفاق او ټکرونو ته لمن وهي، فحشا او فساد خپروي، د پرديو هېوادونو په ژبه او لهجه خبرې کوي او پردي فرهنګونه پر افغانانو تحميلوي. موږ له دولت څخه په ټينګه غواړو چې د دغو پرديپالو او دښمنپالو رسنيو مخه ونيسي. که دولت يې مخه نه نيسي نو ژر ده چې ملت يې په وړاندې راپورته شي او د شيطان دا ځالې له منځه يوسي.

موږ بهرنيو په ځانګړي ډول ګاونديو ته وايو چې د افغانستان په جګړه کې ستاسو ګټه نشته، دلته په جګړه ټينګار مه کوئ، که دې کار ته دوام ورکړئ نو حتماً به دا اور تر تاسو هم رسېږي. زموږ ګاونډي هېوادونه زموږ د دولت لخوا د اوبو له مهارولو او يو شمېر نورو بنسټيزو پروژو سره مخالفت کوي، چې دا يې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، هېڅکله يې موږ په وړاندې چُپ نه شو پاتې کېدى.

ياده دې وي چې ددې لويې او تاريخي غونډې له ختمېدو کابو يو ساعت وروسته د افغانانو د سولې، سوکالۍ او مسلمانانو د ازلي دښمن لخوا د غونډې د ګډونوالو په مخ کې چې لاهم د غونډې له ځاى څخه راوتل چاودنه وشوه، چې په کې زموږ هېوادوال څلور شهيدان او اته نور ټپيان شول، له الله عزوجل څخه شهيدانو وروڼو ته د شهادت لوړې درجې او ټپيانو ته د عاجلې او بشپړې روغتيا غوښتنه کوو.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th December, 2018