تفصیل | شهادت 

14th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د جهاد او آزادۍ قائد ورور حکمتیار د جلال آباد په تاریخې غونده کې :

ورور حکمتیار

2018-04-03

الحمد الله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی

و بعد! فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

ولینصرن الله من ينصره إن الله لقوى العزیز.الذین ان مکناهم فی الارض اقاموا الصلوه واتوا الزکوه وامروا بالمعروف ونهوا عن المنکر ولله عاقبه الامور. صدق الله العظیم

زما وروڼو، خویندو افغان اهل هنود، د ننګرهار د لوی مشرقی مشرانو، علماوو، مجاهدینو!    اجازه راکړئ تر ټولو د مخه د قرآن عظیم الشان ددغو مبارکو آیاتونو مختصر تفسیر او شرحه وړاندې کړم. الله تعالی فرمایي چي الله تعالی به حتما او هرور مرو د هغو مرسته وکړي چې د ده او دده د دین مرسته او ملاتړ ئې کړی دی او الله یقینآ چي ځواکمن دی او عزتمن دی، د هغه د پرېکړو مخې ته څوک نه شي درېدلی. نړی کي په عالم کي داسي ځواک نشته چې د هغه د پرېکړو د تحقق مخه ونیسي. دا د هماغه ځواکمن او عزتمن رب ژمنه او وعده ده چي دده د لارې مجاهدينو ته حتمآ هرومرو او له شک پرته بری ورکوي. ښایي بری لږ وځنډېږي، خو شک دې نه کوي. ناهیلي کيږي دې نه. پر خپل بري دې باور او یقین ولري. د دوی بری حتمی دی او خدای ج ئې ضامن دی. دا هغه دي چې که په ځمکه کې ورته تمکین ورکړ شي اقتدار ورته وسپارل شي. لمونځ قائیموي، زکات ورکوي، په معروف امر کوي او له منکر ممانعت کوي او د چارو عاقبت هم خدای ته ګرځي.د ټولو کارونو پايله او عاقبت هم الله تعالی ټاکي. ورونو باور ولرئ!! زموږ ملت د خدای په لاره کې قرباني ورکړې، څلور لسیزې کيږي چي هغوی په سنګر کي دي، د جنګ ستونزې ګالي، له نا امنيو ستړي او ستومان دي، خو هیله من دي، مصمم دي، کلک عهد لري، چې د خدای په لاره کې په خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. زه د ټول هېواد شهداوو ته، په ځانګړې توګه د لوی مشرقي شهداوو ته دعا کوم. الله تعالی دې د هغوئ ستر ستر ارمانونه تر سره کړي. د دوی لوی آرمان دا و چي هېواد یې خپلواک، ازاد او سرلوړی  وي او په ګوټ ګوټ کې ئې د اسلام بیرق رپانده وي. دعا کوم چې دا ستر آرمان ئې تر سره شي. باور لرم چې حتمآ او ان شاء الله ژر به تر سره کيږي.

زه د لوی مشرقي د هغو سترو نومياليو مشرانو لپاره هم دعا کوم چي زموږ د مبارزې د سنګر ملګري وو.     

 لکه مرحوم مولوی صاحب خالص او مرحوم پیر سید احمد ګیلانی او ستاسو مشرقي والو وروستي شهید ته هم چي په بې رحمانه توګه د یو نا مرد تروریست په لاس په همدغه وروستيو ورځو کي په شهادت ورسول شو. مولوي صاحب ظاهر حقانی. الله تعالی دې د هغوئ ارمانونه تر سره کړي. الله تعالی دې د هغوئ شهادت قبول کړي.د لوی مشرقي د جهاد، د اسلام په لاره کې د هغوئ د قربانيو ستاینه کووم. د لوی مشرقي سرلوړو او مومنو قومونو په جهاد کي لویه ونډه درلوده، ځلانده ونډه، چي زموږ تاریخ به ئې هيڅکله هم هیر نه کړي.

هیله مې داده چي د لوی مشرقي ولسونه نن په دغه حساس پړاو کي د جنګ پای ته رسولو او د سولې په تأمین کې هم هماغه ځلانده ونډه ولري، چې په جهاد کې یې درلودله.

باور مې دا دی چې ټول مشرقي خو پرېږده، که د مشرقي د دغې سترې غونډې برخه وال هم تصمیم ونیسي او په الله تعالی توکل وکړي، ملا وتړي، نو هم به په مشرقي کي سوله او امن راولي او هم په ټول هېواد کي.

موږ انتخابات په مخکې لرو. د ولسي جرګې لپاره، د ولسواليو د شوراګانو لپاره، چې بيا به زموږ منتخب پارلمان
 را منځته کېږي.

هیله مې داده چې له دې انتخاباتو نه د بحران د حل لپاره یوه اغېزمنه او مؤثره وسیله جوړه کړو، دا یو طلایي فرصت دی، دا فرصت باید ضایع نه کړو.

افغانستان یو دروند، عزتمن، پتمن او معتبر پارلمان ته ضرورت لري. راشئ دا پارلمان جوړ کړو. که ملا وتړئ دا کار
 کیدلی شي.

پارلمان له دې اوسني حالت نه وباسئ. متأسفانه نن افغان ولس په خپل پارلمان شرمېږي. د ډيرو وکیلانو په ويناوو، څرګندونو، اظهاراتو، حرکاتو، سکناتو باندې چې ګوري ئې او ویني ئې، سترګې ټيټې اچوي، د شرم او پیغور احساس کوي. پارلمان نن د وکیلانو د پېر او پلور په مارکیټ بدل شوی دی. دا پارلمان د افغان سرلوړي ولس سره نه ښایي. دا پارلمان بدل کړئ، صالح، اسلام، هېواد او ملت ته ژمن وکیلان ولیږئ. هیله مي داده چي له لوی مشرقي نه داسې وکیلان پارلمان ته ولیږئ چي ستاسو دا جګه شمله را ټيټه نه کړي، ستاسو لپاره د پيغور باعث نه وي. ستاسو سرلوړ وساتي. ستاسو واقعي استازي وي. افکار ئې هم، اخلاق ئې هم او دریځ یې هم زموږ د مؤمن ولس
 تمثیل وکړي.

ګورئ دا رایه ورکول داسې عادي خبره نه ده، دا د ایمان او د عقیدې سودا او معامله ده. نن چې ته د چا په څنګ کې ودرېدلې، د هغه ملګرتيا دې وکړه، هغه ته دې رایه ورکړه، مطمئن اوسه چې د قيامت په ورځ به د هغه په څنګ کې
حشر کېږي.

وګورئ د چا په څنګ کې غواړئ چي حشر شئ، د یو مفسد، غل، وطن پلورونکي غاصب، لوټمار، لوچک اوباش او که د یو پتمن، مؤمن، عزتمن، اسلام او هېواد ته ژمن او د اسلام ساتونکی. ددې پرېکړه وکړئ! همدا نن تصمیم ونيسئ! نن فیصله وکړئ چي د شر او فساد ځواکونو ته به د انتخاباتو په ډګر کي ماتې ورکوئ، لکه څرنګه مو چي د جهاد په ګرم سنګر کي د اسلام او هېواد دښمنانو ته ماتې ورکړه.

سرلوړو مشرقي والو! زه غواړم له تاسو نه تعهد واخلم. آيا اسلام ته ژمن، درانه، عزتمن، همت ناک وکیلانو ته رایه ورکوئ، که مفسدینو او غلو ته. که څوک تعهد کوي لاس دې اوچت کړي.

خدایه! ته شاهد اوسه چي د لوی مشرقي ولسونو د خپلو دغو استازو په واسطه له ماسره تعهد وکړ، چي غلو، لوټمارو، غاصبانو او مفسدینو ته به رایه نه ورکوي. له ما هم واورئ اوس د حزب له موضوع نه خبره وتلې ده، نن د ټول هېواد خبره ده. ما د حزب غړو ته ويلي چې په دې انتخاباتو کې به هغه چا ته رایه ورکوئ چي صالح وي، اسلام ته ژمن وي، وړتيا ولري، بدنامه نه وي، بده سابقه ونه لري، اهلیت ولري، که څه هم د حزب غړی نه وي. که په هر حزب او ډلې پورې مربوط وي. که بې طرف وی. هغوی له ماسره په همدې خبره تعهد کړی او دا زموږ تصمیم دی، موږ یوازې د حزبي نوماندانو ملاتړ نه کوو، بلکې د هر صالح، مومن او اسلام ته د ژمن نوماند تر شا ولاړ یو او هر اړخيزه مرسته او حمایت یې کوو.

ځوانانو ته وایم! د لوی مشرقي مؤمنو او زړه ورو ځوانانو! تاسو ته یو ستر پیغام لرم. تاسو د یو ستر انقلاب وارثین یاست. د ډيرو سترو سترو ارزښتونو وارثين یاست. د دوه مليونه شهیدانو وارثین یاست. ددغو شهداوو دا ستر میراث تاسو ته سپارو. ددې د ساتنې او پالنې لپاره ملا وتړئ. باور لرم چې که یوازې دا د مشرقي ځوانان تصمیم ونيسي، په هېواد کې بدلون او تغیر راوستلی شي. ادعا نه ده. دامې د ژوند تجربه ده. موږ دولس کسان وو چي د مبارزې پرېکړه مو وکړه او په یو لوی انقلاب بدل شوو. یوې لویې سترې او وحشي امپراطورۍ د هغه پر وړاندې ماتې وخوړه. شوروي ځواک چي په ټوله دنيا کي ئې سيال نه درلود له هېڅ پلوه، له سياسي پلوه، نظامي پلوه او له علمي پلوه هم او له تخنیکي پلوه هم، د وسایلو له پلوه هم، هغه د نړۍ پر یوازيني ستر ځواک بدل شوی و امریکاته یې هم ماتې ورکړې وه، هغه مغرور بدمست او یوازنی ستر ځواک د هغه خلکو په لاس له زوال سره مخامخ شو او ټغر ئې ټول شو چي ستاسو په څېر څو ځوانانو پيل کړی وو. لاړ شئ له همدا ننه ملا وتړئ، د هر چا دروازه وټکوئ د عالم هم، د جومات د امام او منبر خطیب هم، قومی مشر هم، لوی، زوړ، ووړ د ټولو دروازه وټکوئ او تعهد ترې واخلئ چي په راتلونکو انتخاباتو کي به موږ د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکوو. تاسو دا انتخابات ګټلی شئ، باور ولرئ. ولس له مفسدینو نه ستومانه دی. مفسدین ئې پیژندلي دي. له هغوئ کرکه او نفرت لري. هغوئ ډير بد امتحان ورکړی. هغوئ ته اقتدار په لاس ورغی. هېواد یې خرڅ کړ، د جنګ باعث شول، نا امني یې را منځته کړه، ځمکه ېې غصب کړه، بانکونه یې لوټ کړل، هغوئ په خپله عملنامه کې له خیانت، غلا او فساد نور څه نه لري. ولس ترې کرکه او نفرت لري. ملا وتړئ ددغه سنګر ګټونکي
 تاسو یاست.

له دولت غواړو چي د شفافو او عادلانه انتخاباتو تر سره کېدا تضمين کړي. دا انتخابات باید د مخکې په څېر نه وي، چې له درغليو او تقلب ډک وو، تش صندوقونه ډک شول او ډک تش کړی شول.

دا ځل باید شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي.هېڅ افغان بايد د رأيې ورکولو له حق نه محروم نه شي، نه مهاجر او نه د نا امنو سیمو اوسېدونکي. موږ اته مليونه مهاجر لرو. له هېواده بهر او په هېواد کې دننه بې ځایه شوي. په تېرو انتخاباتو کې دا ټول د رأیې له حق نه محروم شول. همدا راز د نا امنه سيمو خلک له خپل مسلم حق نه محروم شول. تاسو پوهېږئ چې ډيری نا امنې سيمې هغه دي چې عمدآ او قصدآ ناامنه شوي. یو خاص ټولي نا امنه کړي. د جنګ باعث دوی دي. چي کله د سولې خبرې راشي ګورئ چي ډلې ډلې له طالبانو سره یو ځای کيږي، دا پرون هم د هغوئ يوه ډله له طالبانو سره یو ځای شوه. ولې نن چې د سولې خبرې روانې دي او دوي د جنګ په اور باندې تېل پاشي. هغه ته لمن وهي او ځي له وسله والو سره یو ځای کيږي. دغه خلک دي چې دا سيمې ئې ددې لپاره نا امنه کړي چي دا خلک ونه شي کولی چې په انتخاباتو کي برخه واخلي. هغه انتخابات قطعا نه منو چې اته مليونه مهاجرين ترې محروم شي او د نا امنه سيمو اوسېدونکي دې ترې محروم وي. باید هره حوزه یو وکیل ولري. هيواد بايد په ۲۵۰ ولسواليو او انتخاباتي حوزو وويشل شي او هره حوزه یو وکیل ولري. دا نه منو او چاته اجازه هم نه ورکوو چې د غزني فاجعه دې یو ځل بيا تکرار کړي، چي د درې ولسواليو استوګن دې د ټول غزني استازي وټاکي. زه له مشرقي والو نه ددې تعهد هم اخلم چي ددې مطالبې تر شا کلک ودرېږئ او له ما سره دا غږ بدرقه کړئ چي یوه حوزه یو وکيل ولري. ۲۵۰ وکیلان باید له ۲۵۰ حوزو نه راغلي وي، د ننګرهار له هرې ولسوالئ نه چي یوه حوزه جوړوي باید یو وکیل په پارلمان کي ولري. څوک چي له ما سره دا غږ بدرقه کوي، هیله ده چي خپل لاسونه اوچت کړي. دولت هم، د انتخاباتو کمیسيون هم، بهرنئ کړئ هم، ګوندونه او احزاب دې هم په خلاصو غوږونو واوري چي دا د ملت غوښتنه ده له دې نه په کم شي نه راضي کيږي.

دولت باید دا ومني چې د انتخاباتو پر پروسې له سر تر پایه د سياسي معاصرو ګوندونو نظارت تضمین شي، دغه تضمین به ددې باعث کیږي چي د انتخاباتو په نتایجو باندې بيا مخکنۍ لانجې تکرار نه شي، او بيا موږ دې ته اړ نه شو چي یو بل جان کيری راشي او دا حکومت موږ ته وویشي. دا د وحدت ملي حکومت ستاسو په رایه نه دی جوړ شوی. د جان کيری په امر او هدایت جوړ شوی. نه غواړو چې دا تجربه بيا تکرار شي. افغانستان د افغانانو دی، برخلیک به یې هم افغانان ټاکي.

وروڼو! موږ شفاف او عادلانه انتخابات غواړو، ټولو ګوندونو ته مو هم ويلي دي چي راځئ له انتخاباتو نه د بحران د حل وسیله جوړه کړو او ټول دا ومنو چي له دې نه وروسته به اقتدار ته د رسېدلو یوازنۍ لار انتخابات وي. مخکنۍ، خونړئ او ترخې تجربې به بيا نه تکراروو چې څو افسران سره را غونډ شي، د کودتا له لارې قدرت ته ورسېږي، ارګ محاصره کړي او د اقتدار په کرسۍ کېني. یا د پرديو په مرسته او حمایه هغوئ ته بلنه ورکړي د هغوی په جهازونو او ټانکونو کې راشي او قدرت ته ورسېږي. نه پرېږدو چې بيا دې د افغانستان برخلیک یو ځل بيا د بن په څېر یوې غونډې کې وټاکل شي. هماغه چې دا فاجعه له هماغه ځایه وزېږېدله. ګوندونو ته وایو، راځئ چي له دې وروسته به د ملت رایو ته رجوع کوو، او قدرت ته د رسېدو یوازنۍ لار به همدغه وي، له یوه لاس نه بل لاس ته د قدرت انتقال به یوازې د انتخاباتو له لارې کيږي، د ملت په خوښه د ملت رایو ته د رجوع له لارې.

وروڼو! موږ سوله وکړه. ګران کار مو وکړ. کلونه کلونه مو په سنګرونو کې تېر کړل. مجاهدینو سره مو فقط د جهاد روحیه وه، د هغوئ قانع کول او پر یو داسې دښمن باور کول چې کلونه کلونه زموږ پر خلاف جنګېدلي حتا له پردیو سره یې له یرغلګرو سره یې لاس یو کړی او زموږ پر خلاف جنګېدلی، موږ له همدغسې یو لوري سره سوله وکړه، سوله تر جنګ هم ګران کار دی. بيا په داسې یو دښمن باندې باور کول ستر کار دی، دروند کار دی، خو الله تعالی فرمایي چي که دښمن سولې ته متمایل شو، سوله وکړه او په خپل رب توکل وکړه. موږ هم په خپل رب توکل وکړ. سوله همت، جرئت او جسارت غواړي، بې همته خلک سوله نه شي کولی، ډارن او جبون خلک یا له دښمن نه تښتي او سنګرونه ورته پرېږدي او یا خپله وسله پر ځمکه ږدي او تسلیمېږي. اما څوک چي سپېڅلي آرمانونه لري، هغه کله د سنګر له لارې د خپلو آرمانونو لپاره هڅه کوي او کله هم د سولې له لارې. همدا وجه ده چې زموږ پیغمبر هم جنګېدلی او هم یې سوله کړې. او زموږ قرآن راته وایي چي د جنګ د ضروت په وخت کي به وسله اخلې جنګېږې به او کله چې د سولې فرصت برابر شو سوله به کوې. په جنګ کې به هم په خپل خدای توکل کوې او په سوله کې به هم. موږ په دواړو کي په خپل رب توکل کړی. د سولې په وړاندې ډېر زیات ماینونه ښخ شوي وو، موږ د ماینونو له ساحې راتېر شوي یو. د سولې ډېر دښمنان په کمین کي وو، کورني دښمنان هم او بهرني دښمنان هم. ډېر د سولې مخالف دي، هم د خولې ډزې کوي او هم توپونه او ټانکونه ډزوي او هم بمونه او راکټې وروي. د سولې دښمنان ډېر دي. هغه چي خپلې ګټې د جنګ په دوام کې لټوي، هغه چي له بهره مأمور شوي، جنګ ئې دنده او کار دی، اجیر شوي ددې په مقابل کي تنخوا ترلاسه کوي، موږ له دې ماینونو هم تېر شوي یو او د خولې ډزې مو هم اورېدلي، صبر مو کړی او چاودنې هم، او دوام مو ورکړی.

موږ دولت ته هم د سولې طرحه وړاندې کړې چې اوس باید له نورو وسلوالو مخالفینو سره هم سوله وشي. ما د سولې طرحه هم د ښاغلي جمهور رئیس په وړاندې اېښې، هم مې د طالبانو مشر ملا هبة الله اخند ته لېږلې له تفصیلي لیک سره او له هغه نه مې غوښتي دي چې راشئ له دې فرصت نه استفاده وکړئ او د سولې له بهیر سره یو ځای شئ. بهرنیو ته هم زموږ د سولې طرحه وړاندې شوې. نن د سولې دا طرحه د سپينې ماڼۍ په مېز باندې هم پرته ده، د هغوی د دفاع وزارت په مېز هم پرته ده، او زه هیله من یم چې هغوی به هم ښایي په همدې یوه یا دوو اونیو کې خپل عکس العمل وښیي. طرحه مو دا ده چې طالبان دې هم مذاکرات پیل کړي، نور د ټول لوري په جنګ ټینګار پرېږدي، دا جنګ ګټونکی نه لري، نه یې ناټو ګټلی شي، نه یې دولت ګټلی شي او نه هم د دولت وسله وال مخالفین.

 دا حقیقت باید ټول ومني، افسوس د هغه چا په عقل چې دا حقیقت نه شي درک کولی، اوولس کاله کېږي چې دا جنګ روان دی، وښیئ کوم لوري بری ترلاسه کړی!؟ څه بری!؟ په دې جنګ کې یوازې د افغان وینه تویېږي، په دې جنګ کې د افغان کور ورانېږي، په دې جنګ کې افغانستان ورانیږي، دا جنګ چې په هغه کې یو بې ګناه مسلمان وژل کېږي هېڅ شرعي مجوز نه لري. هغه به ډېر احمق وي چې فکر کوي اسلام د دغسې جنګ تائید کوي.

 زموږ رب وایي چې چا په تا باندې سلام واچاوه د هغه د وژلو حق نه لرئ، یوازې سلام. زموږ رب وایي چې د مکې فتحه مې د جنګ له لارې په دې خاطر وځنډوله چې په مکه کې ځینې دغسې کسان وو نارینه او ښځې چې اېمان یې درلودو خو تاسو نه پېژندل، که جنګ شوی وای نو هغوی ته به ستاسو په لاس صدمه رسېدله او دا به ستاسو لپاره یو تاریخي ننګ، عار او پېغور وو. د همدې لپاره الله تعالیٰ ونه غوښتل چې مکه دې د جنګ له لارې فتحه شي، مکه د جنګ پرته او پرته له دې چې یو څاڅکی وینه تویې شوې وي؛ فتحه شوه.   

 معنا یې دا ده چې الله تعالیٰ هېڅکله هغه جنګ نه خوښوي چې په هغه کې دې یو مسلمان ووژل شي، داسې مسلمان چې ته یې نه پېژنې. هم هغه مسلمان چې ستا د مسلمانانو د جومات امام دی، او ته درومې په همدې جومات کې چاودنه کوې، په لمانځه ولاړ مسلمانان په شهادت رسوې او په خپلو وینو کې یې رغړوې. د همدې امام لپاره کمین نیسې له جوماته چې راوځي ورباندې برید کوې. حیف، حیف، ستا پر ادعا، ستا پر تصور او د اسلام په باره کې ستا پر انتباه او تشخیص!

قرآن فرمایي (بِئْسَما يَأْمُرُكُمْ بِهِ إيمانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنين) پر دغسې اېمان دې ډېر تأسف وي، څومره بد دی چې تاسو دغسې ظالمانه او وحشیانه کارونو ته هڅوي، که اېمان لرئ. یعنې که تاسو د اېمان دعوه کوئ او په رښتیا هم په زړه کې مو د اېمان څه اثر وي نو دا اېمان خو مو ډېر کرغېړن او بد دی چې تاسو په دغسې کارونو باندې مأموره کوي. د مسلمان د وینې تویولو ته مجوز پیدا کول یوازې د اسلام د دښمنانو کار کېدلی شي نه د هغه چا چې په خدای تعالیٰ، اسلام، پیغمبر او قرآن باندې اېمان لري.

موږ ویلي چې ټول لوري باید نور په جنګ باندې ټینګار او اصرار پرېږدي. وړاندیز مو کړی چې راشئ د سولې یوه غیر جنګي سیمه وټاکو، تکراروم یې «د سولې غیر جنګي سیمه» چې هلته به وسله وال ځواکونه نه وي؛ نه د دولت، نه د دولت د وسله والو مخالفینو او نه هم بهرني ځواکونه. هلته به هوا هم مصؤنه وي او ځمکه هم. هلته به دواړه لوري توافق او تعهد کوي چې دلته به وسله نه کاروي، دلته به د طالبانو مشران له خپلو کورنیو سره راتلی شي او اوسېدلی شي، سر به یې خوندي وي او له بشپړ مصؤنیت نه به برخمن وي، سیمه او ځای به هم د مذاکراتو په نتیجه کې ټاکل کېږي او د مذاکراتو له پیل وروسته به دا سیمه ټاکل کېږي. متأسفانه د سولې دښمنان چې په کمین کې دي، چې کله هم د سولې خبره واوري؛ وېښتان یې زیږ شي او په کولمو یې درد شي او د سولې په خلاف ډزې پیل کړي. له سولې وېرېږي، خو ډېر درواغجن دي، هېڅ سپېڅلی شی په خپل ژوند کې نه لري، له افترأ او درواغو نه هم حیا نه ورځي. ویې ویل چې «حکمتیار وایي څو ولایتونه دې طالبانو ته وسپارل شي، او دا خو ګواکي د هېواد د تجزیې په معنا ده» هغوی (دا خلک) په جنګ باندې ټینګار کوي په همدغسې فرصت کې د جنګ شعارونه ورکوي، خو ای کاش چې دوی په خپله د جنګ همت درلودلی، کاش دوی خپله جنګېدلی، شیشه اي قصرونو کې ناست دي د جنګ شعارونه ورکوي. نه یې په نکتایي ګرد پروت دی، نه یې په وېښتانو او نه په بوټانو. نه یې زوی په جنګ کې شهید شوی دی، نه ورور او نه د کورنۍ کوم غړی. له مجللو شیشه اي قصرونو د جنګ شعارونه ورکوي او له بهرنیانو غواړي چې وجنګېږي، بهرنیان باید راشي د دوی سیاسي او قومي رقیبان او مخالفین ورته وځپي. دا جنګ باید نور ورته وګټي، په خپله نه پرون جنګېدلی دی او نه نن، خو همدا به په جنګ باندې ټینګار کوي او د سولې مخالفت به کوي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د سولې دښمنان زموږ د هېواد او ملت دښمنان دي، دا د پردیو مزدوران دي، د نورو د ګټو لپاره د جنګ شعارونه ورکوي. راشئ وګورو چې د دې ملت څو سلنه سوله غواړي او څو جنګ!؟ په زرو کې به یو افغان هم د جنګ پلوی نه وي. ما ته ووایئ چې په دې لوی ننګرهار کې به د جنګ پلويان څومره وي؟ یو په زرو کې به وي؟ زه ګمان نه کوم، د ملت غوڅ اکثریت سوله غواړي. خو دا بدبختان په جنګ باندې ټینګار کوي، دا ځکه چې دا یې مآموریت دی، همدا یې دنده ده، همدې جنګ ورته قصرونه ورکړي دي، اشرافي ژوند، مجلل قصرونه، په قبرونو باندې یې هم په میلیونونو ډالر مصرف شوي دي، قصرونه خو یې پرېږده. دا خلک دي چې په جنګ باندې ټینګار کوي، موږ د دولت وسله والو مخالفینو ته وایو چې راشئ له دې فرصت نه استفاده وکړئ. دا یو طلایي فرصت دی، له دې فرصته ګټه واخلئ او مخصوصأ له دې طرحې سره موافقه وکړئ. په دې طرحه کې تاسو هېڅ څه هم له لاسه نه ورکوئ، ډېر امتیازات ترلاسه کوئ. زه تعجب کوم که یو عقلمن انسان د دغسې معقولې طرحې مخالفت وکړي. هیله مې دا ده چې طالبان نه یوازې د دې طرحې تائید وکړي بلکې راشي عملأ په کابل کې دفتر پرانیزي او اعلامیه ورکړي چې موږ سولې او مذاکراتو ته چمتو یو.

هغه چې د سولې د هر وړاندیز په خلاف د خولې ډزې کوي، مخالفت یې کوي او وایي چې دا د افغانستان د تجزیې باعث کېږي، عجیبه دا ده چې هغه چې په څرګند ډول وایي افغانستان باید په شمال او جنوب تجزیه شي او هندوکش پوله وي، هغه چې وایي زه افغان نه یم، من افغان نیستم، هغه چې وایي موږ ملت نه یو، افغانان تر اوسه پورې یو ملت نه دی، په تلویزیون کې وایي، په خپلو مرکو کې وایي، هغه چې فدرالي نظام غواړي، هغه چې د قدرت مستقل جزایر لري، د ولسوالیو په کچه هم د ولایتونو په کچه هم حتی د وزارتونو په کچه هم. له پارلمانه سلب اعتماد کېږي خو وزارت نه پرېږدي، د جمهور رئیس له لوري د ولایته لرې کېږي؛ غاړه نه ږدي او بغاوت کوي. د دوی په خلاف یې کله هم نه دي ویلي چې دا په تجزیې منتج کیږي خو موږ چې وایو چې د سولې غیر جنګي سیمه دې وټاکل شي وایي دا د تجزیې خبره ده. یو په یو سیغه بل په بله، خو بیا کاشکې دوی واحد دریځ لرلی. یو وایي چې طالبان باید ووژل شي، د کابل په څلورلارو کې دې د هغوی مړي راځوړند شي، له طالبانو سره خبره نه شي کېدلی او د جنګ په میدان کې باید ستونزه حل شي خو د هغه د ښي لاس ملګری وایي چې طالبانو ته وړاندیز کوو چې راشي تاسو او مجاهدینو سره یو شو او اسلامي حکومت جوړ کړو! تاسو به اورېدلي وي، یو یې هغه خبره کوي او بل یې دا. دوی اصلأ واحد دریځ نه لري. دا د قرآن وینا ده چې ځینې داسې دي چې ته د واحد ګمان پرې کوې خو زړونه یې سره متشتط دي (تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ) یعنې جمع او متحد یې ګڼې، د یو ټولي او ډلې ګمان پرې کوې خو په حقیقت کې د دوی زړونه سره خواره واره دي. دوی یو شعار نه لري، یو هدف نه لري، هر یو یې د خپل نفس بنده دی، د هغه څه تائید او ملاتړ کوي چې نفس یې او شیطان یې ورته وایي. قرآن دا هم وایي چې چېرته هم چې د حق غږ اوچت شوی یا پیغمبر مبعوث شوی نو قوم په دوو ډلو وېشل شوی، حقپال او د باطل ملګري یا خدای پال او د شیطان بنده ګان. خو دا د شیطان ملګري او باطل پلویان بیا ډلې ډلې دي، هغوی کله هم یوه واحده ډله نه شي جوړولی، او دا دی نن ددې خبرې شاهد یو.

زه د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني نه مننه کوم چې د ډېرو کورنیو او بهرنیو شدیدو مخالفتونو سره سره یې هم له حزب اسلامي سره د سولې خبرې پیل کړې او یوه معاهده لاسلیک شوه او اوس یې طالبانو ته یو ډېر معقول وړاندیز کړی دی. موږ د ده د دغې طرحې په ټینګه ملاتړ کوو. همدا د جګړې او بحران د ختمولو مناسبه او آسانه لار ده. له جمهور رئیس نه په دې اړوند هم مننه کوم چې د سولې تړاو یې زموږ مشورې ومنلې او یوه معقوله طرحه یې وړاندې کړه چې نن ددې طرحې تر شا هم ټول افغان ولس ولاړ دی او تقریبأ نړیوالې ټولنې هم په غوڅ اکثریت د دې طرحې ملاتړ وکړ. هغه ته اطمینان ورکوم چې د مفسدینو، غاصبینو او د سولې د دښمنانو په خلاف ستا تر څنګ ولاړ یو، ستا حمایت او مرسته کوو، ټول افغان ولس ستا تر شا ولاړ دی، د بغاوتونو پر ضد دې هم ملګري یو، پر خپل ملت غږ وکړه، په خپل ملت اعتماد وکړه، هېڅوک د ملت په وړاندې نه شي درېدلی، څوک چې ودرېږي د ملت سېلاب به یې د خس او خاشاک په څېر له ځان سره یوسي. له دغو خلکو چې په جنګ تأکید کوي هېڅ تشویش او وېره مه کوه، نور دوی د جنګ همت نه لري، دوی اوس په شیشه اي قصرونو کې دي، که ګولۍ اورېږي نو تر ټولو وړاندې د دوی قصرونه ورانېږي، جنګ ته چمتو نه دي. ددې قصرونو لپاره یې هم د خپل اېمان او خپل عزت سودا وکړه، د پردیو پښو ته ولوېدل، د هغوی بوټونه یې ښکلی کړل. دوی د جنګ توان او جرئت نه لري، له دوی نه وېره مه کوه، مخکې ولاړ شه، پر سولې باندې تأکید وکړه؛ ملت د سولې د دښمنانو او جنګ غوښتونکو پر خلاف ستا په څنګ کې دی.

موږ د ټاپي په څېر پروژو په ارتباط هم د دولت د دریځ او پرېکړو ملاتړ کوو، په دې ارتباط بلاقید او شرط هر مرستې ته چمتو یو، موږ ددې ټولې پروژې له سر تر پایه پورې د امنیت تأمینولو ته چمتو یو او باور لرو چې دا کار کولی شو، ترکمنستان، پاکستان او هند ته هم دا اطمینان ورکوو چې چمتو یو ددې پروژې امنیت تأمین کړو. د بندونو، د اوبو د مهارولو د سترو سترو ملي او حیاتي پروژو په ارتباط هم هر ډول مرستې او ملګرتیا ته چمتو یو. که څوک فیصله وکړي چې په افغانستان کې به یو قوي، مظبوط او په اوضاع مسلط مرکزي حکومت جوړوي موږ یې په څنګ کې ولاړ یو، بلا قید او شرطه. ولسمشر ته هم اطمنان ورکوو چې ددغسې قوي او مظبوط حکومت د جوړولو په ارتباط موږ ملاتړ او مرستې ته چمتو یو، خو دا کلک عزم غواړي او که ووایم چې دا د امیر عبدالرحمان خان په څېر یوه ځواکمن ته ضرورت لري، ددې معنا دا نه ده چې موږ د عبدالرحمان خان د ټولو سیاستونو ملاتړ او تائيد کوو بلکې معنا یې دا ده چې هغه وتوانېده چې بغاوتونه وځپي او افغانستان متحد کړي. افغانستان باید متحد کړو، د تجزیې مخه باید ونیسو، بغاوتونه باید وځپو او یو قوي مرکزي حکومت باید جوړ کړو، راوړاندې شه موږ د په څنګ کې ولاړ یو، ټول ملت دې په څنګ کې ولاړ دی، دا کار هم باید نن وشي که نه وي د اسلام او زموږ د هېواد دښمنان به په دې وتوانېږي چې یا دا ملک تجزیه کړي او یا د جنګ د دوام باعث شي.

دا باید ووایو چې زموږ امنیتي ځواکونه یوه جدي تجدید نظر او تصفیې ته ضرورت لري. دې کې هېڅ شک نشته چې څوک ښارونو ته یا مخصوصأ پلازمینې کابل ته ننوځي له باروتو ډکو موټرو او وسلو سره او ستر ستر عملیات ترسره کوي په یوې اونۍ کې ګڼ شمېر عملیات ترسره کوي دا عملیات د امنیتي ځواکونو له مرستې او حمایت پرته نه شي کېدی. دوی یې له پوستو تېروي، دوی یې امنیت تأمینوي، دوی ورته وسلې انتقالوي، دوی یې د عملیاتو تر ځایه رسوي او بیا یې حمایت کوي او ساتي یې، او باور لرم چې دا په امنیتي ځواکونو کې د هغو کار دی چې د سولې مخالفت هم په څرګنده کوي، د جنګ پر دوام باندې هم ټینګار کوي او په پټه بیا دا کارونه کوي، خپل افراد هم د طالبانو سیمو ته لېږي، له داعش سره د ملګرتیا وینا هم ورته کوي او بیا په ښارونو کې د عملیاتو لپاره هغوی انتقالوي او د هدف تر ځایه یې رسوي.

موږ د سولې په خاطر او د بحران د حلولو لپاره د «ملي تفاهم مجمع» وړاندیز وکړ. دا چې ټول ګوندونه له استثنا پرته، مجاهد او غیر مجاهد، چې ډېر اغېرمن وو په دې جنګونو کې یا لږ دا باید به ګډه تر یوه چت لاندې کېني او د بحران لپاره افغاني حل ولټوي. د یووالي غوښتنه مو وکړه، ټولو ته مو د وروۍ لاس اوږد کړ خو تاسو ګورئ چې ددې طرحې په وړاندې هم همدغو خاصو کړیو، دغو سپېرو کړیو د مخالفت غږ اوچت کړ او دغه طرحه یې شنډه کړه، په داسې حال کې چې د بحران د حل تر ټولو مناسبه لار همدغه وه، نن هم په دې باندې تاکید کوو. متأسفانه له دغه فرصت نه په استفادې سره زموږ د هېواد، ولس او تاریخ دښمنان وتوانېدل چې په افغانستان کې ژور نفوذ وکړي، اوږد لاس ولري، ګوندونه جوړ کړي، ویې پالي، وسلې راولېږي، حتی افغانان د هغوی له فقر، لوږې او مسکنت نه په استفادې سره استخدام کړي، د جنګیالیو ټولي جوړ کړي د هېواد دننه یې هم وجنګوي او عراق او سوریې او یمن ته یې هم د جنګ لپاره ولېږي او ګڼ شمېر رسنۍ جوړې کړي، داسې رسنۍ چې په ډاګه او څرګنده توګه په ډېر قباحت او بې شرمۍ سره زموږ په دیني ارزښتونو باندې تېری کوي زموږ ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، درواغ وایي، شرارت کوي، د جنګ اور ته لمن وهي، قومونه سره جنګوي، د قومونو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، حتی موږ داسې رسنۍ لرو چې ژبه یې پردۍ ده دا خو پرېږده چې د پردیو د اهدافو او ګټو لپاره کار کوي، حتی ژبه یې هم پردۍ ده، داسې ده لکه چې د دوی دفتر په تهران کې وي او مخاطب یې هم ایرانیان وي، اېراني ژبه کاروي خو دولت ددې توان نه لري چې مخه یې ونیسي؛ دولت دې ددې مخه ونیسي، دا د جنګ د دوام باعث دي، ملت دې دېته نه مجوروي چې د هغوی په خلاف لاس په کار شي، شاید خبره داسې حد ته هم ورسېږي. موږ د هغو رسنیو درناوی کوو چې زموږ د ملي ګټو دفاع کوي، زموږ ملي وحدت غواړي او زموږ دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی لري، د جنګ ختمولو او د سولې د تأمین لپاره کار کوي، د دغسې رسنیو موږ قدر کوو، خو پردي پالو رسنیو ته وایو چې خپل حد وپېژنئ! د ملت حوصله نور مه ازمایئ! له ملت سره د جنګ لار مه غوره کوئ! د جنګ اور ته لمن مه وهئ! درواغ مه وایئ! افترأ مه کوئ! له دولت هم غواړو چې د دغسې پردیپالو رسنیو باید مخنیوی وکړي.بهرنیو هېوادونو مخصوصأ خپلو ګاونډیو ته وایو چې دا جنګ د هېچا په ګټه نه دی، ددې جنګ د اور لمن به ستاسو لمن هم وسوځوي، سوله د ټولو په ګټه ده، د دې سمیې په ګټه ده، ددې سیمې د هېوادونو په ګټه ده، هو یو هېواد چې دا دېرش کاله یې په افغانستان کې په جنګ باندې پانګونه کړې، هغوی خپلې ملي ګټې د جنګ په دوام کې لټوي. له خپلو ګاونډیو غواړو چې خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه مو افغانستان ته مه راانتقالوئ! د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله مه کوئ! له افغانانو هم دا غواړو چې د بهرنیو د مداخلې په وړاندې ټینګ ودرېږئ! د ودرېدلو معنا دا ده چې د هغو ډلو ملاتړ او حمایت مه کوئ چې په پردیو پورې تړلي دي او څرګند دي تاسو یې پېژنئ! کله چې دولت د اوبو د مهارولو پرېکړه کوي؛ ایران موږ تهدیدوي او وایي چي د دغو پروژو په ارتباط موږ بې تفاوته نه شو پاتې کېدلی. دا کټ مټ داسې ده لکه چي ووایو ایران چي کله د افغانستان پولې ته نیږدې د تفحصاتو او د تېلو او ګازو د لټولو هڅه کوي، موږ ددې په وړاندې بې تفاوته نه شو پاتې کېدلی. ځکه ددې میدان هم یو دی. ایران ته وایو چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله مه کوه! اوبه د افغانانو دي، پرېکړه به یې افغانان کوي چې چېرته او کله یې مهار کړي او استفاده ترې وکړي.

زما وروڼو ته اخري خبره دا ده چې ان شاءالله دا جګړه به پای ته رسېږي، باید هیله من وو، هېڅ جګړه د تل لپاره دوام نه کوي، حتمأ د پای یوه نقطه لري باور لرم چې ددې جنګ د پای نقطه رانیږدې شوې، موږ به د ډاډمنې او دایمي سولې شاهد وو، د هغې ورځې د رارسېدو په هیله.

اقول قولی هٰذا استغفرالله لی ولکم والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاة

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th December, 2018