تفصیل | شهادت 

23rd October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اسلاف او د وخت قدر!

عبدالصمد “شاکر”

2018-04-15

اسلاف او د وخت قدر!

نشرونکی: عبد الله برخه: ټولنیزه برخه اپریل 15, 2018

عبدالصمد “شاکر”

کله بې یې، چې لیکل کول او قلم به یې له کاره ولویده؛ نو په بیا جوړولو کې به یې د الله په ذکر پیل وکړ، دا ځکه چې تر څو یې وخت یوازې د قلم په تراشلو کې ضایع نشي.

هـــو!

دا دې پینځمې پېړۍ مشهور عالم علامه سلیم رازي وه (رحمة الله علیه)

کله به چې هغه په لاره روان وو؛ نو په دې وخت کې به یې هم مطالعه کوله، دا ځکه چې تر څو یې د تګ او راتګ وخت یوازې په تللو ضایع نشي.

ااهااا!

دا نړۍ ستر تاریخ لیکونکی علامه خطیب بغدادي وه.[ رحمه الله]

هغه به ډیره هڅه کوله، چې په ډیر لږ وخت کې ډوډۍ وخوري، زیاتره به یې د ډوډۍ پر ځای اوګره یا په اوبو کې لمده ډوډۍ خوړله، دا ځکه چې د ډوډۍ او اوګرې په خوراک کې زیات توپیر دی، د ډوډۍ په خوراک کې زیات وخت لګیږې، په داسې حال کې، چې د اوګرې په استعمال کې د وخت سپما کیږي.

ده په یو لیک کې لیکلي:

علما او پوهان ټول په دې خبره سره همغږې دي، چ؟ د انسان تر ټولو مهمه سر مایه، چې باید وسپمول شي هغه وخت دی، هغه وخت چې ژوند برابروي یو ستر غنیمت دی؛ نو بایده دي چې وسپمولی شي، دا ځکه چې انسان مسئولیتونه زیات لري او حال دا، چې وخت یو ناڅاپه غایبیږي.

اااه! دا د اسلامي نړۍ هغه ستر عالم علامه ابن عقیل وو.[نور الله مرقده]

پورته ذکر شوي کسان یوازې د اسلامي تاریخ له سیند څخه درې څاڅکې وو، چې موږ یې د ژوند د نوادرو د غرونو نه دې یوې زرې غوندې شګې (ګټه) یادونه وکړه.

روښتیا هم! دا د وخت د پیژندلو او قدر کولو پایله وه، چې د دوی په هڅو او کوښښونو نړۍ د پرمختګ تر انتها پورې ورسیدله، یوازې ابن عقیل له دې سره چې مختلفو فنونو کې یې کتابونه ولیکل.د نوموړي داسې کتابونه هم شته، چې یوازې یو کتاب یې په ۸۰۰ ټوکونو کې وو.

دوی داسې څوک وو، چې وخت یې پیژندلی وو او دوخت قدر یې کړی وو، دا وجه ده، چې له دوی نه تر ننه او له نن څخه تر وروستي نسله به ګرد انسانيت د دوی د هڅو پوروړی وي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd October, 2018