تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د تکنالوژۍ نوې جګړه او د سولې اړتيا

فیض الله صافی

2018-04-15

سوله او ارمتیا د خدای ج له لوري مخلوق ته یوه ستره او قیمتي ډالۍ ده، سوله ټولو هغو ژونديو ژووته چې پر ځمکه ژوند کوي حیاتي ارزښت لري او ټولو ذیروح موجوداتو ته داسې ارزښت لري لکه اکسيجن، چې د ټولو ژوند سولې پورې تړلی دی که سوله نه وي نو هېڅ ډول ژوندي موجودات په ارامه ژوند نه شي تېرولی، چې د نا امنۍ اصلي عامل هم یوازې او یوازې انسان دی اوبس.

خو سولې ته بيا هم تر نورو ټولو ژونديو موجوداتو انسان ډېره اړتيا لري، که سوله نه وي، انسان پر دې سربېره چې ژوند ته ادامه نه شي ورکولی، نور هيڅ ډول پرمختګ لکه تجارت، ټکنالوژي او نور څه چې د انسان ذهن ته راځي هيڅ هم نه شي تر لاسه کولی، ځکه چې جګړه ددې ټولو پدیدو ضد ده، خو که سوله وي او جګړه نه وي نو بيا برعکس انسـان د کـمال لوړو پوړیو مدارجو ته رسیږي، خو اوس پوښتنه داده چې په دې ټول خلک پوهيږي چې سوله تر جګړې ښه ده نو بيا ولې جګړه کوي او خپل آرامه ژوند له نا ارامتيا سره مخامخ کوي.

جګړه ډول ډول عوامل لري، لکه فقر، بیسوادي، نا پوهي، انساني حرص او ځان غوښتنې، چې دغه وړاندې ځينې یادې پدیدې په ټولو انسانانو کې په طبیعي ډول موجودې وي، خو بيا هم هغوئ داسې جګړې نه کوي، چې ددې ټولو پديدو اصلي مور بيا بیسوادي او نا پوهي ده، چې له بده مرغه ډیری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي او بهرنيان یې له همدې کمزورۍ ګټه پورته کوي او یو ورور له بل ورور سره په مختلفو نومونو جنګوي، چې په بدل کې یې بيا پیسې او شته ورکوي.

اوس چې نږدې سپاړس کاله په افغانستان کې بی مفهومه جګړه روانه ده، په دې جګړه کې هم ګاونډيان، هم د نړۍ لوی قدرتونه او هم کورني داړه ماران او خود غرضه کړۍ شاملې دي چې د جګړې په موجوديت کې خپلې ګټې او بلډنګونه خوندي ساتي.

که افغانان همداسې سره لاسونه یو کړي لکه اوس یې چې په ځينو ولایتونو کې پر پرلتونو لاسونه پورې کړي دي او اعتراضيه خیمې یې درولي همداسې ادامه ورکړي او له دې هم کلک د جګړې په مقابل کې ودرېږي نو هم به سوله راشي، هم به هغه نامطلوبه خلک چې بې مقصده جګړه کوي ورک شي او هم به هغه خود غرضه کړۍ چې په جګړه او د بې وزله افغانانو په وژلو ځانونه مړوي، ځمکې غصبوي او اسمان څکي بلډنګونه لوړوي، خولې له خاورو ډکې شي او افغانان به ترې خلاص شي.

سوله به څنګه راځي؟

په افغانستان کې انګريزانو، روسانو او امریکایانو هر چا پر خپل وار خپل خپل زور ازمایلی دی او د خدای په فضل هر یو په خپل وار له افغانستان نه ماتې ژامې تښتېدلي دي، خو هېڅکله هم دغه جګړه د افغانانو نه وه خو پر افغانانو باندې ددوئ له نا پوهۍ او بېسوادۍ نه په ګټه اخیستنې تپل شوې، خو د جګړې په پای کې په خاص ډول کومه جګړه چې له روسانو سره وشوه په پایله کې یې امريکا د روسانو پر ځای چې پخوا روسان او پخواني شورويان د نړۍ ستر قدرت و د افغانستان د مقدس جهاد په پایله کې روسانو خو ماتې وخوړه خو امریکایانو چې کله ولیدل چې روسان د افغان میړنيو مجاهدينو پر مټو مات شول، امپراطوري یې دړې وړې شوه، ټولو مستعمره حکومتونو د افغانانو له برکته ازادي تر لاسه کړه نو امریکايانو له وضعيت نه ګټه پورته کړه او ځان یې د نړۍ د ستر طاقت په ډول په نړۍ کې مطرح کړ او بيا دوئ په خپله د افغانستان جګړې ته راودانګل، خو اوس په جګړه کې خپله ښکېل شوه او که ځان په ډير هنري ډول له دې جګړې نه ونه باسي نو لرې نه ده چې دوئ به هم د روسانو په سرنوشت مبتلا شي، خو اوس هم جګړې توپير پیدا کړی او هم د جګړې لوري، اوس په سیمه کې د ټکنالوژي او اقتصاد جګړه په ډير قوت او شدت پر مخ روانه ده، خو د جګړې طرفین اوس روسان او امریکایان نه دي، بلکې له امریکایانو سره اوس قوي چین ډغره وهي، امریکا ته د افغانانو نصيحت دا دی چې که جګړه په افغانستان کې زر تر زره پای ته ونه رسوي نو هسې نه چې یوه ورځ امریکایان هم لکه د روسانو ماتې وخوري او د امریکا پر ځای چين لومړنی نړېوال طاقت شي، چې بيا به نو امریکایان لاسونه مروړي او وخت به ترې تېر وي.

که امریکا غواړي چې جګړه ختمه کړي نو ځينو خبرو ته دې لږ پام وکړي او عملي دې کړي نو د افغانستان له جګړې نه به څه ناڅه په عزت کې خلاص شي او هغه خبرې دا دي.باید د ګوانتانامو زندان وتړل شي، ځکه دا طرحه د امریکا د پخواني جمهور رییس بارک اوباما هم وه چې هغه په خپل ټاکنيز کمپاین کې ویلي و چې د ګوانتانامو زندان به تړم خو هغه یې هماغسې پرانستی پرېښود، ځکه خو جګړه هم ختمه نه شوه، نو د امریکا اوسنی حکومت باید دغه زندان وتړي، تر څو چې دغه زندان ونه تړي او کوم څوک چې په دغه زندان کې لاهم د زجر شپې تېروي خوشې نه شي، هيڅکله به هم سولې ته طالبان یا نورې ډلې زړه ښه نه کړي.لکه څرنګه چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې په وړانديز کې وویل چې د طالبانو ټول بنديان به د سولې په پایله کې پرېښودل کیږي او هم به یې مشران له تور لیست نه خارج شي، نو دغه کارونه هم باید د افغان حکومت په کچه او هم د امریکایانو له خوا په نړېواله کچه د سولې د مقدمې په ډول پیل شي، یانې افغان حکومت دې هم د طالبانو بنديان خوشې کړي او هم دې امریکایان او نړېوال د طالبانو مشران له تور لیست نه وباسي، چې هغوئ په ازادانه ډول د نړۍ هر ګوټ ته سفرونه وکړلی شي، چې په ازادانه ډول د سولې کارونه پيل کړي که نه نو په دغسې حالت کې خو طالبانو ته چې د خلکو له نظرونو نه پټ ګرځي څنګه به سوله وکړي او د سولې مقدماتي چارې به پيل کړي.که امریکایان یا افغان حکومت غواړي چې رښتيا دې هم سوله وشي نو طالبانو ته دې د ازاد سياسي فعالیت اجازه ورکړل شي او رسمي دفتر دې ورته په کابل کې پرانستل شي، لکه په قطر کې چې ورته پرانستل شوی و، هغه خو ځکه نتیجه ورنه کړه چې هغه په بهرني هېواد کې و او نورو هيوادونه په کې لاسوهنه کوله، که په افغانستان کې رسمي دفتر پرانیزي نو به هر څوک کولی شي چې له طالبانو سره په دغه دفتر کې لیده کاته وکړي او هغوئ به هم ځان په امن کې وويني او نورې سياسي چارې به هم ښه په ډاډه زړه پر مخ وړي.اوس شاید د کندز تر پيښې وروسته د سولې خبرې څه ناڅه ټکنۍ شوي، د راتلونکي لپاره دې له دغه ډول کړنو نه هم حکومت او هم طالبان ځانونه وساتي او هم دې د سولې لپاره هلې ځلې بيا ځلي په عملي ډول پیل شي، چې له دې پرته د سولې راتلل ستونزمن څه چې ناشوني بريښي چې له یوې خوا دې جګړه په شدت روانه وي او له دواړو لورو دې کسان وژل کيږي او هم دې عوام افغانان په وينو کې لمبول کيږي او هم دې د سولې تمه وشي چې دا له ليونتوب پرته نور هيڅ مانا نه لري.د افغان حکومت ځينې لوړ پوړي چارواکي چې په حکومت او سياست کې د طالبانو له ګډون نه ویره لري او خپلې شخصي ګټې په خطر کې ويني، بايد له خپلو شخصي ګټو تير شي او په صادقانه ډول دې ملي ګټې پر شخصي ګټو لوړې وګڼي او سولې ته دې له زړه نه کار وکړي او هم دې نور پر دې مظلوم او کړېدلي ولس رحم وکړي، څو خدای ج پر دوي له خپل درباره رحم وکړي، ځکه دا د خدای ج قول دی چې تاسو د ځمکې پر اوسېدونکو او د خدای پر مخلوق رحم وکړئ څو خدای پر تاسو رحم وکړي او دوئ دې پر دې هم بیخي ډاډه اوسي چې په سياست کې د طالبانو پر ګډون به ددوئ ګټې هم له هېڅ ډول خطر سره نه مواجه کیږي، بلکې نورې به هم ډيريږي، ځکه امن به راځي او چې امن وي نو دوئ به بيا خپل تجارتونه ، شرکتونه او کارخانې په ښه ډول چلوي. پخپله په حکومت او کابینه کې اړين بدلونونه راوستل، د اداري او اخلاقي فسادونو په مقابل کې د حکومت له خوا کلکه مبارزه او د مسلکي وزیرانو ګومارل، ځکه اوسني ځينې وزیران د وزارت په مقام څه چې د یو مدیريت وړتيا هم نه لري، خو له بده مرغه چې د بهرنيو هيوادونو او یا هم د کورنيو کړيو په سپارښتنو مقرر شوي او هيواد یې له بحران سره مخامخ کړی او چې په یو وزارت کې مثبت ثابت نه شي نو یې جمهور رییس په یو بل وزارت یا لوړ بست کې مقرروي او د شطرنج دانې یې درې جوړې کړي دي، بايد مسکلي وزیران وګومارل شي، چې اداره جوړه شي امنيت ښه تامين شي او څوک د دولت په مقابل کې هرج مرج جوړ نه کړای شي نو به خپله ټول مخالفین اړ شي او سولې ته به غاړه کيږدي.په لومړنيو مذاکراتو کې صداقت بايد وشي او تر سولې وروسته هم بايد ژمنتيا موجوده وي او کوم توافقات چې کیږي بايد جدي او ګام پر ګام عملی شي، ځکه کله چې حزب اسلامي له حکومت سره سوله وکړه نو حکومت ځينې ژمنې یا عملي نه کړې او یا يې هم پوره عملي نه کړې نو ځکه خو طالبان یا نور مخالفين هم په ډاډه زړه سولې ته زړه نه ښه کوي، نو حکومت بايد له حزب اسلامي سره چې کومې ژمنې کړي، باید عملي کړي چې نور هم زړه ښه کړي او له ملت او دولت سره یو ځای شي.

د بین الافغاني تفاهم لپاره په هېواد کې دننه او بهر له ناپييلو، پاکو، علماوو، روحانيونو، قومي مشرانو او په هېواد میینو افغانانو څخه مرسته غوښتل او پر هغوي باور او اعتماد کول چې په دې لاره کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې او باور فضا رامنځته او یو او بل لوری د هغوي روا حق غوښتنو ته ژمن کړي.

په مطبوعاتو کې دې د یو او بل پر ضد تبليغات ودرول شي. افغان ولس او نړېوالو ته د ملکي خلکو د وژنو په اړه رښتوني معلومات ورسېږي دا ډول د ښوونځيو، مدرسو او علمي ځایونو د سوځولو عاملين په رښتوني ډول افغان ولس ته معرفي شي، څو افغانان خپل اصلي دښمنان وپیژني، ځکه که افغاني طالبان هم دي نو داسې کار نه کوي چې هغه دې د افغان بچيانو د علم او فرهنګ ځالې وسيزي، بلکې ښکاره خبره ده چې دا د بهرنيو افغان دښمنه کړيو کار دی، لکه څو ورځې وړاندې یې چې په ننګرهار کې یو ښوونځي وسوځولو او یا همداسې عام المنفعه ځایونو له تخریب نه ډډه وشي.

اوس نو که امریکا، وسلوال مخالفين او افغان حکومت په رښتيا وغواړي چې سوله وکړي نو د سولې راوستل اسانه او په مخ کې خنډونه یې په اسانۍ له منځه وړل کيږي، خو که د سولې لپاره یو له درېيو خواوو څخه ژمن نه وي نو هېواد به مو په جګړو کې ښکېل وي، هېواد وال به مو وژل کيږي او هره ورځ به هم د حکومت، هم د طالبانو او هم د امریکا پر ضد د ولس نفرتونه را پارېږي.

دا ډول که جنګ دوام ولري، د امریکا د زیان برخه به پکې تر بل هر هېواد درنه وي او کیدای شي چې د جنګ دوام د ناټو د ټوټه کيدو او د امریکا اقتصادي او نظامی زوال او د چين میدان ته راوتلو او په نړېواله کچه ځواکمن کېدو لامل کېږي، ځکه موږ په دې برخه کې تجربه لرو، لکه روس چې په افغانستان کې ماتې وخوړه او ټوټې ټوټې شو او د امریکا د میدان ته راوتلو لامل شو او پخوانی شوروي اتحاد له زوال سره مخامخ شو. که څه هم چې موږ افغانان سولې او ارامۍ ته اړتيا لرو نو د امریکا ولس هم خپل اواز پورته کړي او له خپلو ظالمو او زورواکو حکمرانانو څخه وغواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره قوي کار وکړي او دا د امریکا د ولس حق دی، ځکه د امریکا له ولس نه مالیات را ټوليږي او د افغانستان په جګړه کې مصرفيږي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018