تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کندوز پر هاشمیه مدرسې برید څه په ډاګه کړل؟!

شاهد (غزنیوال)

2018-04-16

سره له دې چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه دینې مدرسې باندې د برید له تر سره کیدو اوس تر اونۍ زیات وخت تیر شوی خو بیاهم یاد برید د هیواد په ورځنیو خبري موضوعاتو کې یوه تر ټولو ګرمه موضوع او د پیښو د سیاسي محللینو لخوا د هغې ناویلي ابعاد او اړخونه را سپړل کیږي.
یاد هوايي برید چې تر ۱۷۰ تنه زیات ولسی وګړي چې اکثریت یې د دیني علوم فارغین او د قران کریم حافظان وو ورکي ووژل شول د شته قرائنو او کره شواهدو له مخې د بهرنیو الوتکو لخوا تر سره او ګډ حکومت یې له امریکايي ځواکونو څخه د دفاع په خاطر د هغه مسؤلیت په خپله غاړه واخیست او د توجیه لپاره يي د ګډ حکومت دفاع وزارت یو لړ داسې اسناد له رسنیو سره شریک کړل چې د امریکایي استکشافي الوتکو لخوا د په نښه شوې مدرسې له فضا څخه اخیستل شوي او بیا افغان لوري ته سپارل شوي وو.
یاد برید سربیره پر دې چې په داخلي او نړیواله کچه یې د دیني عالمانو، مذهبي ټولنو، حقوقي سازمانونو پوځي ، سیاسي او علمي شخصیتونو او شمیر هیوادونو لخوا په ترټولو سختو تورو وغندل شو د هیواد د معتبرو علماوو او نړیوالو مذهبي ټولنو لخوا پر دیني مقدساتو تیری او د اسلام ضد یو جنایت هم وبلل شو.
خو د امریکایانو په لاس جوړ شوي ګډ حکومت یوه لوري ( د عبدالله) ډلې له دې ټول جنایت سره هغه د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه وباله او له شخص عبدالله نیولې د هغه تر ویاندویانو پوري ټولو تر وروستي بریده ور څخه بي شرمانه دفاع وکړه.
خو سیمې ته د دولت لخوا د ټاکلي پلاوي تر نتائجواعلانولو وروسته دا حقیقت واضح شو چې د امریکایانو لخوا د برید اصلي هدف د هاشمیه په نوم دیني مدرسه وه ، ځکه یې قربانیان هم ټول ولسي وګړي او اکثریت د قرآن کریم تنکي حافظان وو چې وروسته خپله د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم پر دې حقیقت اعتراف وکړ او د برید د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغی..
دا وحشیانه برید چې د امریکايي اشغال په تیر ۱۷کلن بهیر کې یې په وحشت او بربریت کې ساری نه لیدل کیږي سره له دې چې ځوریدلیو کندوزیانو او په مجموع کې ټولو افغانانو ته ډیر ځوروونکی وو د هغه ترڅنګ یې د اشغال او اشغالګرو په اړه یو لړ داسې واقعیتونه را بنډ کړل چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې هم اشغالګرو او هم د هغوي دا خلي ملاتړو له افغان مسلمان ولس څخه د هغوي د پټ ساتلو کوښښ کاوه او کوي یې.

غواړو په مختصر ډول هغه واقعیتونه په لاندې ټکیو کې خلاصه کړو.
الف: یاد برید په کندوز کې پر یوه تر ټولو مشهوره دیني مدرسه تر سره شو چې له هغې څخه فارغیدونکي فاضلان ( د دیني علومو او قران کریم د حفظ فارغان) یواځې د کندوز ولایت نه ؛ بلکې د ټول شمالي زون د اړونده ولایتونو لپاره فارغان وو او امریکايي یرغلګرو غوښتل ټول شمالي زون د دغو دیني فارغینو له راتلونکو دیني فعالیتونو څخه محروم کړي.
ب: د هاشمیه مدرسې له لوري په قبلي ترتیب شویو اشتهاراتي اعلان کې په ښکاره لیدل کیږي چې یادې غونډې ته یواځې د کندوز دیني عالمان نه ؛ بلکې د شمال زون له هر ولایت نه تر ټولو مشهور علماء ، استاذان و د قران کریم مجودین قاریان را بلل شوي وو ، د یادو علماوو او حافظانو په نښه کولو سره امریکایانو غوښتل چې ټول شمال زون او د هغه مجاهد ولس د دغو دیني علماوو له دیني فعالیت څخه په یوه ځل محروم او هغوي ټول همدلته شهیدان کړي ، ځکه یې د هغوی هغه علمي غونډه چې مخکي تر مخکي یې دولتي چارواکو ته په اړه خبر هم ورکړل شوی و د هوايي وحشیانه برید هدف وګرځوله او تر نیم ساعت پوري یې په مسلسل ډول د دې غونډې ګډونکوونکي عالمان او د قرآن کریم تنکي حافظان تر بمبار لاندې ونیول.
ج: په فراه کې پر یوې دینې مدرسې تر بمبار سمدستي وروسته د دشت ارچي پر هاشمیه مدرسې برید دا واضحه کړه چې یاد بریدونه اصلا د دیني مدارسو د دیني فعالیت د مخنیوي او له منځه وړلو په غرض په پلان شوي ډول تر سره شول.
په پلان شوي ډول ځکه وو چې تر برید وروسته د کندوز امنیه قومندان واحیدي رسنیو ته وویل چې دوی پر مدرسې تر برید څو ورځې وړاندې د هغه لپاره تیاری نیولی و او همدا راز د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې په صریحو تورو کې وویل چې مونږ ځکه دا مدرسې په نښه کوو چې هغوی زمونږ لپاره سر خوږی دی چې باید له منځه یوړل شي.
د: د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ له پیله تر اوسه چې امریکایانو په مسلسل ډول افغان کلیوالې سیمې تر بمبار لاندې ونیولې په پوځي لحاظ یې د مقاومت پر لیکو هیڅ اغیز ونه کړ.
د دیني مدارسو د په نښه کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا د د رجب میاشت ده؛ ځکه په همدې مهال په ټول افغانستان کې د دیني مدارسو د تعلیمي نصاب له مخې د فراغت او دستار بندیو له امله لویې، لویې جلسې جوړیږي چې تر بل هر مناسبت زیات همدلته ډیر علماء او ډیر د دیني مدارسو دیني زده کوونکي را ټولیږي چې د هغوی په نښه کول او بمبارول د ډیرو زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې لامل کیږي.
هـ : امریکایانو غوښتل چې د هاشمیه مدرسې په نښه کولو سره په افغانانو کې دا رُعب او ترس خپور کړي چې نور هیڅ څوک نه خپل زوي دیني زده کړو ته ورکړي او نه هم تر دې وروسته څوک له دیني مدارسو سره مرسته او تعلق وساتي.
خو هغوی له دې ناخبره دي چې دیني مدارس او د هغوي دیني زده کوونکي افغان ولس ته د خپل دین او عقیدي د ښوونکو او روزونکو حیثیت لري ، پر هغوي هرډول برید مستقیما پر اسلامي شعائرو برید ګڼي او د دفاع لپاره يي په سر او مال قربانی ته حاضریږي.
همدا وجه ده چې مونږ وینو د کندوز پر هاشمیه مدرسې له خونړي برید وروسته د ټول هیواد په کچه له دیني مدارسو او د هغوی له زده کوونکو سره د ولس خواخوږي زیاته شوې د هغوي په دفاع کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې اعتراضي لاریونونه تر سره شوي تر دې چې د ګډ حکومت ډیری رسمي غړیو ، پارلماني وکیلانو او نورو دولتي چارواکو دا برید د یوه جنګي جنایت په توګه پر اسلامي شعائرو د کافرو امریکایانو تر ټولو یو وحشیانه برید بللی.
و: د کندوز پر هاشمیه مدرسې تر سره شوي برید دا ثابته کړه چې امریکایان افغانستان ته د خپلو کفري اسلام دښمنه اهدافو د عملي کولو لپاره راغلي او هرڅوک چې د دوی د دغو کفري اهدافو په مخ کې خنډ واقع کیږي هغه که دیني علماء وي ، که دیني مدارس او یا هم د قرآن کریم تنکي او معصوم حافظان، هغه د دوئ لخوا په نښه کیږي او له منځه وړل کیږي.
ز: د کندوز پر هاشمیه مدرسې امریکايي برید دا خبره ټول افغان مسلمان ولس ته ثابته کړه چې د ګډ حکومت چارواکي د خپل دین ، خپلې عقیدې او خپل هیواد تر مصالحو امریکايي مصالحو او معتقداتو ته ډیر ژمن او د هغوي اصلي مدافعین دي ، ځکه افغان ولس د دې واقعیت شاهد دی چې کله هم په امریکا او یا کوم بل کفري هیواد کې پر کوم نایټ کلب شراب ، خاني او یاهم فحشاء ځای باندې برید وشي نو د ګډ حکومت غبرګ چارواکي په جلا جلا ډول له امریکايي چاراکو او ملت سره د خواخوږي ښودلو په غرض هغوی ته د غم شریکي پیغامونه ورلیږي ، خپل ځان د وژل شویو شرابیانو ، مفعولینو او زانیانو په وژنه غم جن ګڼي او پر هغوی تر سره شوی برید په کلکلو الفاظو غندي، خو پر هاشمیه دیني مدرسې باندې د امریکایانو د برید په مهال چې ټول قربانیان یې مسلمان افغانان او د قرآن کریم او دیني زده کړو زده کوونکي وو او ټول افغان ولس ورباندې ویرجن و د ګډ حکومت امریکا پلوه چارواکو د دې برید د غندلو په ځای هغه تقدیر او د خپل حکومت یوه لاسته راوړڼه وباله او د دې په ځای چې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي هلته په مظلومیت شهیدان شوي معصوم حافظان یې تروریستان وبلل او په دې سره یې د قربانیانو د کورنیو ویر او درد نورهم دوچند او په زخمونو یې ورته مالګه ورته وشیندله.

خلاصه: د دشتې ارچي پر هاشمیه مدرسې امریکايي برید چې ګډ حکومت یې د امریکايي دستور له مخې مسؤلیت پر غاړه واخیست تولې نړۍ ته په خاص ډول افغان مسلمان ولس ته د امریکايي اشغال او د هغوي د بي مروته مزدورانو کفري غلامانه څیره ښه بر بنډه کړه.
دې برید دا وښودله چې په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوي د مزدور کفري نظام اصلي موخه د افغان ولس دیني معتقدات او مقدسات دي او د هغوی د په نښه کولو لپاره نه د اخلاقي مقرراتو پروا لري او نه هم د جګړې د نړیوالو منل شویو قوانینو.
د کندوز پر هاشمیه مدرسې دې وحشیانه برید د سولې په نوم د ګوډاګي حکومت د هغو تیرایستونکو کاذبو هلو ځلو واقعیت هم افغان ولس او ټولې نړۍ ته څرګند کړ چې دوی څرنګه د سولې د دروغجنو شعارونو تر نامه لاندې د بیدفاع افغانانو ویني بهوي او د جګړې د لا تیزولو په خاطر د هغوي دیني مدارس او اسلامي شعائر تر بریدونو لاندې نیسي.
د کندوز پر هاشمیه مدرسې وحشیانه برید نه یواځې د افغان مسلمان ولس په زړه کې د وحدت او یووالي مُزي ټینګ کړل ؛ بلکې د ټول عالم اسلام د مسلمانانو ترمنځ یې د مواسات او غم شریکي روحیه را ژوندۍ کړه ځکه تر اوسه هم د امریکایانو په لاس تر سره شوي جنایت دومره په لوړه او شامله توګه چې له مغرب ادنی نیولې تر فلسطین ، شام ، چیچین او د اسلامي نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري لاریونونه باندې وشي او د عالم اسلام د علماوو لخوا دي تقبیح شي نه دی تقبیح شوی.
ان شاء الله 
و ماذالک علی الله بعزیز.

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018