تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

سـاینس او د قـرآن علمـي اعجـاز : د حزب اسلامي د مجاهد امیر ورور حکمتیار د علمي او روزنیزو حلقو درسونو لړۍ

2018-04-16

لمړی درس

بسم الله الرحمن الرحيم

په سر كي د دوو خبرو يادول گټور گڼم:

آيا داسي كوم دليل لرو چي ثابته كړي رسول الله صلى الله عليه و سلم له شك او شبهې پرته د الله تعالى استازى او د ده له لوري وړاندي شوى كتاب د الله تعالى له لوري رالېږل شوى كتاب دئ؟

نورو پيغمبرانو ته داسي ستري ستري معجزې وركړى شوې وې چي همدا حقيقت ئې ثابتولو، خو آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هم داسي معجزې وركړى شوې؟ كه د ده په ژوندون كي مخاطبينو د ده معجزې ليدلې او له مخي ئې پر ده ايمان راوړى، نن او د ده له رحلت وروسته راتلونكي نسلونه به په څه قانع كوو او څنگه به منو او مخالف به پرې قانع كوو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي معجزې درلودلى؟

قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د مخكنيو رسولانو په څېر معجزې نه دي وركړى شوې!!

ساینس او د قرآن علمي اعجاز

وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآَيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ:

موږ له دې پرته بل څه نه يو منع كړي چي دا معجزې راولېږو مگر دې خبري چي مخكنيو تكذيب كړې.

يعني مخكنيو د دغو معجزو په ليدو سره ايمان رانه وړ، ځكه مو تا ته درنكړې.

نو آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي څه په واك كي درلودل چي مخاطب پرې قانع كړي او دى د الله تعالى د رسول په توگه ومني او ايمان پرې راوړي؟

د دې پوښتني په ځواب كي الله تعالى موږ ته لارښوونه كړې او فرمايي: همدا قرآن د رسول الله صلى الله عليه و سلم معجزه ده،

وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آَيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآَيَاتُ عِنْدَ اللهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ (50) أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ العنكبوت: 50-51

او وئې ويل: ولي د ده د رب له لوري څرگندي نښي نه دي پرې نازلي شوې؟ ووايه: يقيناً چي نښي خو له الله سره دي، او زه يوازي يو څرگند نذير يم، آيا دا ورته كفايت نه كوي چي موږ پر تا هغه كتاب نازل كړى چي پر دوى لوستل كېږي، يقيناً چي په دې كي د ايمان راوړونكو وگړو لپاره حتماً رحمت او ذكر دئ. په قرآن كي دې ته ورته آيتونه ډېر زيات دي چي ثابتوي دا كتاب د داسي عليم او پوه ذات له لوري لېږل شوى چي د عالم په ټولو اسرارو پوه دئ.

 ما د قرآن نږدې دوه سوه هغه آيتونه د (ساينس او د قرآن علمي اعجاز) په كتاب كي څېړلي چي د عالم د اسرارو په اړه بحث كوي او هغه حقائق ئې توضيح كړي چي ساينس او ساينس پوهان په ډېر زحمت او تكليف سره او له ډېر اوږد مزل وروسته پرې پوه شوي.

پوښتنه دا ده چي د دې كتاب حامل څنگه په هغو اسرارو پوه شو چي نور انسانان څوارلس سوه كاله وروسته پرې پوهېږي او هغه هم د ډېرو دقيقو، پېچلو، پرمخ تللو او مډرنو وسائلو په مرسته، په هغه صحرايي ټولني كي چي د باسوادو او په ليك لوست پوهو كسانو شمېر ئې لسو ته نه رسېدو!!

پيغمبر عليه السلام د عالم د مختلفو برخو په اړه دومره دقيق معلومات له كومي منبع ترلاسه كړل، هغه معلومات چي د نړۍ ستر ستر علماء او ساينس پوهان نن پرې پوهېږي او ايمان راوړي؟ دا ولي د غرب معروف شخصيتونه او نوميالي علماء له دې امله په دې كتاب ايمان راوړي چي گوري د ساينس دقيقي څېړني او علمي لاسته راوړني همغه خبره كوي چي په قرآن او د پيغمبر عليه السلام په احاديثو كي څوارلس پېړۍ مخكي ويل شوې، دې نتيجې ته رسېږي چي د اسلام په حقانيت ايمان راوړي او ووايي:ځيني داسي گمان كوي چي گواكي قرآن يوازي د ادبي لوړ او اغېزناك تركيب له پلوه معجز كتاب دئ او هيڅوك نشي كولى دې ته ورته كتاب وړاندي كړي، حال دا چي قرآن تر دې زيات له نورو زاويو يو معجز كتاب دئ، د هغو ژورو علمي مطالبو له پلوه چي قرآن څېړلي، د عادلانه احكامو او حكيمانه لارښوونو له پلوه، د منصفانه پرېكړو او قضاوتونو له پلوه، د الله تعالى، انسان او ټول عالم د جامع او دقيقي معرفي له پلوه، د داسي پراخو علمي اعجازونو له پلوه چي انسان ورو ورو او د خپلو علمي پرمختگونو په تناسب پرې پوهېږي او حقيقت ئې ورته څرگندېږي، د خپلو وړاندوينو له پلوه، د هغو سترو سترو سياسي، فكري، اخلاقي او اجتماعي انقلابونو او بدلونونو له پلوه چي قرآن رامنځته كړل، د هغه جامع نظام له پلوه چي قرآن وړاندي كړ او د هغو سترو سترو شخصيتونو له پلوه چي د قرآن په غېږ كي وروزل شول او له هر يوه ئې يو زړه سواند او مدبر لارښود جوړ شو او د ډېرو نورو امتيازاتو له پلوه داسي معجز كتاب دئ چي هيڅوك ئې مثل نشي وړاندي كولى.

د دې خبري په حقيقت هغه څوك پوهېدى شي چي قرآن له نورو مذهبي كتابونو سره مقايسه كړي، د طبيعت په اړه د قرآن څرگندوني د هغو علمي څېړنو خوا ته كېږدي چي انسان د ساينس په ډگر كي تر سره كړې او د طبيعت مهم اسرار ورته جوت شوي.

الله تعالى فرمايي چي ژر به خپل آيتونه په آفاق او فضاء كي هم او د دوى په بدن كي هم وروښيم تر څو ورته څرگنده شي چي هغه حق دئ.

سَنُرِيهِمْ آَيَاتِنَا فِي الْآَفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ *  فصلت: 53

د دې مبارك آيت مدعاء دا ده چي الله تعالى به خلكو ته د قرآن د آيتونو مصداق او حقيقت هم په آفاق كي جوت كړي او هم د انسان د نفس په بېلو بېلو برخو كي، يعني قرآن چي د عالم او انسان په اړه كومي څرگندوني كړې دي د دغو څرگندونو حقيقت به دوى ته جوت شي او په دې به پوه شي چي الله تعالى حق دئ او د ده كتاب رښتينى او له حقائقو ډك كتاب دئ.

 او دا ښيي چي د قرآن علمي اعجاز به ورو ورو خلكو ته جوتېږي.

دغو حقائقو ته په پام سره ده چي نن په غربي نړۍ كي هر كال په لكونو خلك ايمان راوړى او په دوى كي ډېرى ئې داسي څېرې دي چي په ساينسي علومو كي ئې څېړني او مطالعات كړي او په ترڅ كي ئې د قرآن حقيقت ورته څرگند شوى او ايمان ئې راوړى.

د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي د عالم، آسمانونو، زمكي، لمر، ستورو، شپه، ورځ، د انسان پيدايښت، نباتاتو، حيواناتو، حشراتو، ورېځو، بارانونو، بادونو، غرونو، سيندونو، سمندرونو او نورو طبيعي شيانو په اړه داسي دقيق او علمي بحثونه تر سترگو كېږي چي انسان ډېر وروسته پرې پوه شوى، انسان له اوږد علمي سفر وروسته او د ډېرو پرمختللو وسائلو په مرسته توانېدلى دغه حقائق درك كړي او نن هغه خبره وكړي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې وه.

راشئ د قرآن ځينو هغو آيتونو ته ځېر شو چي هر يو ئې د ساينس او طبيعي علومو په تله كي يو ستر علمي اعجاز دئ، په دې كتاب كي به تاسو د قرآن يو شمېر آيتونه وگورئ چي حقيقت ئې په شلمي پېړۍ كي او د ډېرو علمي څېړنو او تحقيقاتو په ترڅ كي انسان ته جوت شوى، ساينس نن هغه خبره كوي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې، د نړۍ ستر ستر ساينسپوهان د هغو قضاياوو په اړه چي قرآن څېړلې دي همغه څه وايي چي قرآن ويلي!!

 دا آيتونه داسي دي چي كله ئې انسان په حقيقت پوه شي نو سينه ئې له ايمان او علم ډكه شي، د قرآن په عظمت پوه شي او د زړه سلول سلول ئې په دې شهادت وركړي چي دا كتاب يقيناً او له شكه پرته د الله تعالى له لوري رالېږل شوى.

اللهم ارنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه

و ارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه

لكه څنگه چي په شلمي پېړۍ كي د هغه ستر علمي او تخنيكي انقلاب شاهد وو چي د كمپيوټر په اختراع سره رامنځته شو، همداراز په دې پېړۍ كي د گڼ شمېر داسي سترو سترو علمي اكتشافاتو شاهد وو چي د هر يوه ارزښت د كمپيوټر تر اختراع كم نه وو، د زمكي، فضاء او انسان په اړه ژور تحقيقات وشول او ډېر داسي حقائق خلكو ته څرگند شول چي تر دې وړاندي هيچا د هغوى تصور هم نشو كولى، په دې پېړۍ كي د هغو دريو سترو علمي نظرياتو هم شاهد وو چي د عالم د پيدايښت او سترو سترو بدلونو په اړه وړاندي شوې، يوه ئې د بيگ بينگ(big bang)  په نامه ياده شوه او بله ئې د عالم د سريع او مسلسل پراخېدو په اړه وه او درېيمه ئې د بليك هول black hole) ) په نامه ياده شوه،

 لومړۍ ئې وايي چي دا عالم د يوې ستري چاودني په ترڅ كي راپيدا شو، آسمانونه او زمكه سره نښتي او يوه وړه كتله وه، چي لويه چاودنه وشوه او د عالم هر څه، ستوري، ستور ليكي، لمر، سپوږمۍ او زمكه راپيدا شول، ماده په مجموع كي له دې چاودني وروسته رامنځته شوې، عناصر او مركبات له دې وروسته پيدا شوي،

د بيگ بينگ دا نظريه هسي يوه انگېرنه نه ده چي پر تخمينونو او حدسياتو ولاړه وي، د دې لپاره همدا د يوويشتمي ميلادي پېړۍ په ۲۰۱۰ كال كي د اروپا ډېر محققين او ساينسپوهان راغونډ شول، په فرانسه كي ئې د همدې نظريې پر بنسټ د يوې عملي تجربې كار پيل كړ، په يوه تونل كي چي اوږدوالى ئې نږدې دېرش كيلومتره وو داسي نسبي شرائط برابر كړل چي د بيگ بينگ هغي چاودنى ته ورته چاودنه ترسره كړي.

د دې پېړۍ دوهمه علمي نظريه وايي چي له يوې خوا د مادې د خلقت او پيدايښت دا لړۍ همداسي روانه ده او له بلي خوا د عالم او كائنات لمن په ډېر سرعت او چټكتيا سره په خورېدو ده، دې علمي نظريو هغه زړه انگېرنه له بنسټه رد كړه چي ويل ئې: ماده ازلي ده، نه پيدا شوې او نه له منځه ځي. 

همداراز په دې پېړۍ كي كائنات څېړونكو د هغو تحقيقاتو په لړ كي چي د دې پېړۍ په وروستيو لسيزو كي ترسره شول، داسي ستر ستر ستوري وموندل چي د جاذبې قوه ئې دومره زياته او ځواكمنه ده چي خپل نور ئې هم نه شي ترې وتلى، د نور وړانگي ئې بهر نه شي خورېدى او د قوي جاذبې له منگولو ئې بهر نه شي وتلى، موږ دا ستوري په عادي سترگو نه شو ليدلى، ځكه چي نور ئې نه خورېږي، دغو ستورو ته ئې د بليك هول (black hole) يعني توره سوړه، نوم وركړى،

دا توري كندي په حقيقت كي تش او تور ځايونه نه دي بلكي ستوري دي چي جرم ئې ډېر ستر او كتله ئې ډېره متكاثفه او درنه ده، د جاذبې قوه ئې دومره قوي او ځواكمنه ده چي د نور وړانگي ترې خورېدى او تښتېدى نه شي، د نور هره وړانگه ‍چي ترې وتل وغواړي د همدې جاذبې په وسيله بېرته جذب كېږي. تحقيقات وايي چي ستر ستر ستوري په خاص حالت كي په دې برخليك اخته كېږي.

قرآن او د عالم پيدايښت

قرآن د عالم د پيدايښت په اړه فرمايي:

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ الانبياء: 30

آيا كافران په دې نه پوهېږي چي آسمانونه او زمكه سره (نښتي) وو، نو موږ سره (بېل) كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟!

د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:

دا مبارك آيت په ډېر صراحت او وضاحت سره وايي چي په سر كي ټول كائنات، زمكه، لمر او د آسمان ټول اجرام يوه كتله وه او الله تعالى په يوې چاودني سره دوى بېل بېل كړل او اوسنۍ بڼه ئې وركړه. د (رتق) معنى پيوستون او يو له بل سره نښتل دي، او د (فتق) معنى بېلتون او جلا كېدا ده، يعني د عالم هر څه كه دا په آسمانونو كي دي او كه په زمكي كي سره پيوست او نښتي ول او الله تعالى سره جلا جلا او بېل بېل كړل.

د ټولو ژوو د پيدايښت لومړۍ او اساسي ماده اوبه دي، الله تعالى ټول ژوي له اوبو پيدا كړي.

د ايمان راوړو لپاره دغه دوه دلائل كافي دي، آيا د دغو دوو څرگندو دلائلو له ليدو او اورېدو سره سره كافران ايمان نه راوړي؟!! (افلا يؤمنون؟!!)

كه څوك په شفاف ذهن سره دې آيت ته ځير شي نو له الفاظو ئې څو نتائج تر لاسه كوي:

په سر كي به دا زمكه، لمر، سپوږمۍ او ټول ستوري سره نښتي وو، د بېلېدو پر مهال به زمكه، سپوږمۍ او نور ستوري داسي ځلانده او تاوده ول لكه لمر، ځينو به ورو ورو خپله رڼا او تودوخه له لاسه وركړې وي!!

لابد به زموږ زمكه له نورو د رابېلېدو په وخت كي د لمر په څېر گرمه او سره وه، دا ځكه چي دواړه يو ځاى وو او په يوه وخت كي سره بېل شوي.

لمر چي ستر دئ خپل حرارت ئې تر ننه حفظ كړى، خو زمكه چي تر لمر ډېره وړه ده، ورو ورو سړه شوې، سر ئې سوړ او زړه ئې لاتراوسه تود او سخت گرم پاته شوى، هومره تود چي هر څه په كي ويلي دي، د قرآن په اصطلاح هر څه په كي (نحاس: ويلي) دي.

 او دا هغه څه دي چي هم ئې زموږ عقل راته وايي او هم ئې ساينس د تجربو او مشاهداتو له مخي كوي.

د زمكي پر سر هره ورځ د داسي صحنو شاهد يو چي دلته او هلته د زمكي له زړه دغه نحاس او ويلي تاوده او داغ مواد راوځي، بهېږي او د اور د سكروټو په څېر شيندل كېږي او موږ د زمكي د زړه له تودوخي خبروي، تحقيقات ښيي چي د زمكي د زړه تودوخه د سانټي گرېډ په حساب څو زره درجې ده.

د دې وينا بله طبيعي نتيجه دا ده چي د زمكي بهرنى قشر به له سړېدو وروسته د ډبري په څېر كلك وو، داسي لكه د اورشيندو په ترڅ كي چي د زمكي د زړه ويلي مواد راوځي او د زمكي پر سر له بهېدو وروسته كلكه ډبره ترې جوړېږي، د زمكي دا ډبرين پوستكى به ورو ورو په خاوري بدل شوى وي، دا هم هغه څه دي چي زموږ عقل ئې راته وايي او د ساينسي څېړنو په ترڅ كي ثابت شوي، د زمكي اصلي برنى پوستكى ډبرين دئ، دا پوستكي په ځينو برخو كي په ډېري خاوري او په ځينو كي په لږ خاوري پوښل شوى، دغه پوستكي د زمكي د زړه ويلي او تاوده توكي داسي په خپلي غېږ كي راتم كړي لكه د بخار په ديگ كي خوټېدونكي مواد، د زمكي پر سر اورشيندي هغه مهال او په هغه سيمه كي راڅرگندېږي چي دا پوستكى وچوي او له چاودونو ئې د زمكي د زړه ويلي مواد بهر راووځي.

مخكي له دې چي د قرآن دا وينا وڅېړو بايد ووايو چي دا څه عادي او معمولي خبره نه ده، د دې خبري په ارزښت او اهميت هغه څوك ښه پوهېږي چي د عالم د پيدايښت په اړه ئې ژور علمي تحقيقات او څېړني كړې، د ډېرو ساينسپوهانو نظريات او تحليلونه ئې لوستلي، تجربې ئې كړې او له كلونو كلونو تحقيق وروسته دغي نتيجې ته رسېدلى چي د قرآن په پورتني آيت كي ورته اشاره شوې، كه تاسو د قرآن دغه آيت د همداسي كوم ساينسپوه مخي ته كېږدئ او ورته ووايئ:

 زموږ په دغه ديني كتاب كي څوارلس پېړۍ مخكي ليكل شوي چي آسمانونه او زمكه سره نښتي او پيوست ول او الله تعالى سره بېل كړي، نو يقيناً چي هغه به يا اعتراف كوي چي دا د الله تعالى له لوري لېږل شوى كتاب دئ، انسان نشو كولى چي له دې پېړۍ وړاندي د عالم د پيدايښت په اړه داسي علمي او دقيقه وينا وكړي، يا خو به دا خبره هغه ته لږ تر لږه دومره حيرانوونكي وي چي د څه ويلو توان به ترې سلب كړي.

د زمكي او د زمكي پر سر د ژوو د پيدايښت په اړه محققين وايي: زمكه له خپل پيدايښت وروسته سخته توده او سره وه، د زمكي قشر او پوستكى ورو ورو سوړ شو، خو د سختي تيږي په څېر وو، لومړى اوبه راپيدا شوې، د زمكي ټولي اوبه د پرېړو ورېځو په بڼه كي تر زمكي راتاو وې، د بارانونو ورېدل پيل شو، د باران او گڼ شمېر نورو عواملو په وجه د زمكي د سر دا ډبرين پوستكى ورو ورو په خاوره بدل شوى، سيلابونو دا خاوره له ځان سره د زمكي آوارو او ژورو برخو ته انتقال كړه، د زمكي تودوخه لا هومره وه چي اوبه ئې د ځان د پاسه نه پرېښودې، د اوبو د تبخير په نتيجه كي سېلاب راوړې خټه په كړنگېدونكې وچي خټي او كودړي بدله شوه، خو د زمكي د مزيد سړېدو او مزيد بارانونو په نتيجه كي داسي حالت راپيدا شو چي له يوې خوا د پرېړو ورېځو پرده څېري شي او د لمر وړانگي زمكي ته ورسي او له بلي خوا د زمكي د سر خاوره په لومړي سر كي نمجنه خټه او وروسته توره بوى ناكه خټه شي، د زمكي پر سر د ژوو پيدايښت په دغه مرحله كي پيل شو.

راشئ د محققينو او ساينسپوهانو دا وينا د قرآن د وينا په څنگ كي كېږدو او وگورو چي قرآن د دغو نظرياتو په اړه څه ويلي، آيا په قرآن كي داسي څه مومو چي دغو بېلو بېلو مراحلو او د زمكي د سر تغييراتو ته ئې اشاره كړې وي؟

 كه داسي وي چي قرآن دغو خبرو ته په واضح الفاظو اشاره كړې وي، همغسي لكه چي د پيدايښت د پيل او د زمكي او آسمانونو د پېوستون او بېلتون په اړه ئې ويلي، نو آيا د دې معنى به دا نه وي چي ساينسپوهان اوس په هغو حقائقو پوه شوي چي قرآن څوارلس سوه كاله د مخه ويلي وو؟!!

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018