تفصیل | شهادت 

25th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د جهاد پوهنتون يو شمېر پخوانيو افسرانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل :

فرهنگی اومطبوعاتی چارو ریاست

2018-04-17

 

د جهاد پوهنتون يو شمېر پخوانيو افسرانو د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کي؛ خپلې ستونزې مطرح کړې او د هواري غوښتنه ئې وکړه.
په پېل کي د جهاد پوهنتون د افسرانو شورا مشر زبیر افغان خبرې وکړې او له ښاغلي حکمتیار ئې غوښتنه وکړه چي د دوی له حقوقو په کلکه دفاع وکړي.
زبیر افغان وويل: د جهاد پوهنتون د افسرانو د حقوقو اعاده کول، د رتبې تثبیت او په دولتي بستونو کې د هغوی ځای پر ځای کول زموږ لومړيتوبونه دي، چي دولت بايد په دې برخه کې جدي توجه وکړي.
زبیر افغان زیاته کړه: ټاکنې يوه برخليک ټاکوونکې پروسه ده او موږ ځان ژمن بولو چې د ټاکنو په پروسه کې همکاري وکړو.
ورپسې جهادي شخصیتونو هر يو لعل پاچا او محمد ظاهر حلیم هم خبرې وکړې او د حزب اسلامي له تګلارو او دريځونو ئې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د حزب اسلامي قائد ښاغلي حکمتیار د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وويل: د جهاد پوهنتون فارغان زموږ د جهاد ستره او ارزښتمنه پانګه ده، د جهاد په دوران کي ئې ځلانده ونډه درلوده او په نظام کې هم بايد د دوی حیثیت خوندي وي .
د حزب اسلامي مشر وويل: موږ د داسې حريف او رقیب سره مخامخ يو چې غواړي حزب اسلامي وځپي او ددې پر ځای چې سالم رقابت وکړي، له بدمرغه چې د ناسالم رقابت لار ئې غوره کړې ده.
نوموړي زياته کړه: يواځنی ګوند چې ملت شمول دی؛ هغه حزب اسلامي دی، نور ګوندونه متلاشي شوي او په يوه خاص قوم پورې تړلي دي او په ولس کې ئې خپل باور له لاسه ورکړی دی.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: په تاريخ کي به په هېڅ داسې فکري تحريک دومره سختې ورځې نه وي راغلي؛ لکه په حزب اسلامي چې راغلي، خو الحمد الله د حزب اسلامي غړي له دې ټولو ازمايښتونو بريالي وتلي، چاته تسليم شوي نه دي او نه ئې چاته سر ټيټ کړی دی .
د حزب اسلامي مشر راتلوونکو پارلماني ټاکنو ته په اشارې وويل: موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو او په دې کې شک نشته چې حزب اسلامي به ټاکنې ګټي او خپل حريف او رقیب ته به ماتې ورکوي.
د حزب اسلامي مشر دا هم وويل: موږ د راتلوونکو ټاکنو د لاښه ترسره کېدو او شفافيت په اړه د ۲۸ ګوندونو ګډه پرېکړه جمهور رئیس ته وړاندې کړې او هيله مو داده چې ددې طرحې ملاتړ وشي او د سیاسي ګوندونو رول له پامه و نه غورځول شي.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: موږ د تېر ځل په څېر له درغليو ډکې ټاکنې نه غواړو او اجازه نه ورکوو چي د تېرو ټاکنو ترخې تجربې يو ځل بیا تکرار شي او د جهاد پوهنتون له افسرانو ئې وغوښتل چي نیک او صالح شخصیتونو غوره کړي، که څه هم د حزب اسلامي غړيتوب و نه لري.

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th June, 2018