تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مطبوعاتو هنداره

.

2018-04-18

ډان ورځپاڼې د "ايا طالبان له کابل سره د سولې خبرې کولى شي؟" تر سرليک لاندې يو تحليلي مطلب ليکلى.

ورځپاڼه وايي له هغو اورپکو سره چې سره وېشلي، ډلې ـ ډلې او نامنظمه وي د سولې خبرې اترې ناشونې کېږي.

ځکه د تضمين او د هوکړو د پلي کولو کمزورى ميکانيزم د سولې پر وړاندې خنډ جوړېږي او د تاوتريخوالي د دوام لامل ګرځي.

ورځپاڼه وايي طالبان سره له دې چې خپل ايډيالوژيک يووالى ساتلى، خو د کلونو په اوږدو کې پخپلو کې سره ويشل شوي دي.

دا اختلافونه د مشرۍ پر سر را ټوکېدلي او د کابل سره د سولې په تړاو هم ليدلوري بېلابېل دي.

ورځپاڼه وايي اوس د طالبانو سيمه ييزو شوراګانو ډېره خپلواکي موندلې او په بشپړ ډول د کوټې شورا حکمونو ته غاړه نه ږدي.

ورځپاڼه وايي د تاوتريخوالي ختمولو لپاره بايد دواړه غاړې ځينې امتيازونه ترلاسه کړي.

سيمه ييز او نړيوال لوبغاړي د خبرو اترو لپاره اسانتيا برابرولى شي.

ليکوال وايي ښکېلې غاړې بايد بيا دې ته کتنه وکړي چې کومه اصلي موخه اوږدمهال کې به ډېره اغېزناکه وي.

ورځپاڼې د ولسمشر غني هغه وينا تاييد کړې چې ويلي و "راځې د تېر مهال زندانيان پاتې نه شو او راځئ خپل راتلونکې د جګړې په ګټلو نه بلکې د جګړې په ختمولو خوندي کړو."

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د "ايا افغانستان بل خلافت دى؟" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.

مطلب کې راغلي چې اسلامي دولت نومې ډله سره له دې چې په عراق کې يې ماته خوړلې خو بيا هم ژوندى پاتې او په سوريه او د عراق په ځينو برخو کې يې پلويان شته او دغه ډله اوس غواړي خپلې څانگې او مرکز بل ځاى ته ولېږدوي او خپل پاتې جنگيالي بيا سره غونډ کړي.

ورځپاڼه د ايران د اطلاعاتو وزير وينا ته اشاره کوي چې وايي اسلامي دولت نومې ډلې خپلې سيمې بايللي خو وسله يې نه ده ايښي او د اسلامي خلافت د بيا را ژوندي کولو لپاره افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا کې ځان ته د پښو ځاى موندنې هڅه کوي.

ورځپاڼې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قومندان خبرې هم راخيستې چې وايي دغه ډله اوس افغانستان کې د خپل خلافت د جوړولو هلې ځلې کوي.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې د سکندر مقدوني، بريتانيويانو او شوروي اتحاد برخليک ته په کتو ښايي دغه بهرنۍ ډله هم ځان لپاره ځاى ونه مومي.

ورځپاڼه وايي له داعش سره د نورو اورپکو ډلو سيالي هم د دغه ډلې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

ورځپاڼه دا شونتيا هم نه ردوي چې افغان حکومت او امريکا دې طالبانو سره د پاکستان ملاتړ په غبرګون کې د اسلامي دولت نومې ډلې لاسنيوى وکړي او له دې بله موخه يې د ورځپاڼې په وينا د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز يا سي پېک ناکامول وي.

ورځپاڼه وايي اوس وړاندې له وخته ده چې افغانستان کې د داعش د پياوړي کېدو وړاندوينه وشي خو که داسې وشول د سيمې امنيت به يقينا ډېر پېچلى شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوي ماموريت ته کتنه کړې چې وايي موخه يې د افغان حکومت له ولکې د وتلو سيمو بېرته نيول دي.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر له کمېدو سره افغان حکومت د ډېرو سيمو ولکه وبايلله خو اوس د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتېژۍ سره هره مياشت پر مخالفانو سلګونه هوايي بريدونه کېږي او د سرتېرو شمېر هم له ١١زرو ١٥ زرو ته لوړ شوى.

ورځپاڼه وايي له دې سره د امنيت خرابېدو لړۍ ودرېدلې او اوس امريکايي ځواکونه بېرته هغو سيمو ته ورغلي چې يو مهال به پکې طالبانو سره مخامخ په جګړه کې ښکېلېدل.

ورځپاڼه وايي د امريکايي ځواکونو اصلي موخه د افغان ځواکونو روزنه او وړتيا ډېرول دي.

ورځپاڼې د يوۀ امريکايي افسر دا خبره هم راخيستې چې وايي د افغان جګړې هوارى د سياسي جوړ جاړي له لارې کېداى شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018