تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: هېڅ هوښیار قوم د قیادت له تشې سره نه مخ کېږي :

د حزب اسلامی د امیر دفتر

2018-04-18


د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د ټولنیز خوځښت ټولنې له مشرانو او غړو سره د سولې، راروانو ټاکنو او په هیواد کې د ملي یووالي د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.
د اجتماعي خوځښت ټولنې رئیس نبي الله هیوادپال صافي او د ټولنې غړي قاضي وحیدالله وحدت د حزب اسلامي امیر او د حزب اسلامي ارکان د هغه د سولییز سیاست په تړاو وستایل چې سوله یې په داسې حال کې وکړه چې په وړاندې یې ډېر خنډونه پراته وو، ډېرو نه غوښتل چې حتی په هېواد کې د سولې یوه وړه تجربه هم بریالۍ شي، خو حزب اسلامي له پوره درایت او حکمت څخه کار واخیست او د هېواد او ولس د لوړو ګټو ساتلو په خاطر یې د سولې یو ځواکمن بنسټ کېښود.
د حزب اسلامي امیر وویل: موږ غواړو چې د ولس د خدمت لپاره دین او هېواد ته ژمن او صالح شخصیتونه د هېواد د لویو قضایاوو د حل په موخه سره راټول شي، او په خپلو ځواکمنو پرېکړو سره هیواد له دې روان ناورین او بحران څخه وباسي. هغه زیاته کړه، زموږ ملت د هېواد د خپلواکۍ، د خپل دین، کلتور او خاورې د ساتلو لپاره کابو دوه میلیونه شهیدان ورکړي دي، دا څلور لسیزې یې پرې اور بل دی. اوس زموږ مېړنی ولس د خپلې بقا یو بل پړاو ته داخل شوی دی، اوس باید ټول دین او هېواد ته ژمن افغانان د خپل برخلیک ټاکلو لپاره راټول شي، د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو له لارې خپل برخلیک ته مثبت بدلون ورکړي. 
د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، هیڅ هوښیار او ځیرک قوم د قیادت او زعامت له تشې سره نه مخ کېږي، که یې یو مشر ومري په بل راټولېږي او په دې سره خپل یووالی او ځواک ساتي. هر هغه قوم چې د قیادت له تشې سره مخ شي، په چا راټول نه شي او قیادت پیدا نه کړي نو د خپلو رقیبانو په وړاندې به کمزوری کېږي او خپل عزت او وقار به یې له لاسه وځي. قیادت د خلکو لخوا رامنځته کېږي، که خلک په یوه عادي کس پسې هم ودرېږي؛ قايد ترې جوړولی شي. موږ له ټولو وروڼو قومونو په ټینګه غواړو چې راشئ دا ځل د خپل هېواد او ولس لپاره د رښتیني مثبت بدلون لپاره لاسونه سره ورکړئ او خپل رښتیني مشران وټاکئ.

د حزب اسلامي د امیر  دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018