تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: په حکومت کې دننه ځينې کړۍ او ځينې سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړي :

فرهنگی او مطبوعاتی چارو ریاست

2018-04-19

د حزب اسلامي افغانستان مشر ښاغلي حکمتيار د چهار شنبې په ورځ په خپل هستوګنځي کې د کابل د قرباغ ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، مخورو، علماء کرامو او جهادي قومندانانو سره وکتل او په خپل وخت د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ئې ټينګار وکړ.
د حزب اسلامي مشر وويل: په حکومت کې دننه ځينې کړۍ او ځينې سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړي، هغوی د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او غواړي چې دا جګړه دوام پېدا کړي او يو بل جان کيري راشي او د ټاکنو برخلیک ورته وټاکي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه: دوی نه يو معتبر پارلمان غواړي، نه يو قوي مرکزي حکومت غواړي، نه پیاوړي او ملت شموله ګوندونه او نه د افغانانو ترمنځ ملي يووالی. 
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: د شر اوفساد په وړاندې زموږ مبارزه دوام لري. د هر هغه حرکت ملاتړ کوو چې د فساد پر ضد وي او د هر هغه کار مخه نيسو چې زموږ ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي يووالي او اسلام ته خطر پېښوي .
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو مخه بايد ونيسو او که افغانان همت وکړي نو د ښمن ته په هر ډګر کې ماتې ورکولی شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې ټاکنو ته چمتوالی ونيسي، تذکرې واخلي، نومونه ثبت کړي او له دولت وغواړي چي هره حوزه باید خپل وکيل ولري.
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل: موږ د پخوا په څېر ټاکنې نه غواړو، راتلونکې ټاکنې بايد رڼې او عادلانه وي. په دې ټاکنو کې بايد موږ صالح شخصیتونه را وړاندې کړو او د هغوی ملاتړ وکړو او که غواړئ چي د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکړئ لاره ئې همدا ده.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه: دا ستاسو ايماني مسؤليت دی چې د صادق، مخلص او مؤمنو شخصیتونو ملاتړ وکړئ او د هغوی په څنګ کې ودريږئ.
د حزب اسلامي مشر دا هم وويل: د کابل شمال په ځانګړې توګه قرباغ په جهاد کې ځلانده ونډه اخيستې او تاريخ کې ئې نوم په زرينو کرښو ليکل شوی دی. هيله مو داده چې زموږ د شهیدانو ارمانونه پوره شي، افغانستان کې د اسلام بیرق رپانده وي او اسلامي نظام ټينګ شي.
په دې کتنه کې د قومندان نورآغا په مشرۍ د کابل د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو یو ځل بیا له ښاغلي حکمتیار خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ او د هر راز همکارۍ ژمنه ئې وکړه.
دوی له ښاغلي حکمتیار سره ژمنه وکړه چې موږ ټول ستاسو تر شا ولاړ يو، په راتلوونکو پارلماني ټاکنو کې برخه اخلو، د درغليو مخه نيسو او ان شاءالله چې وړ او صالحو شخصیتونو ته به رایه ورکوو.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018