تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هیواد نا ارامه حالت او دعلماؤ د ټولنی ګواښ:

استاد قریب الرحمن سعید

2018-04-19

د۱۳۹۷کال د حمل دمیاشتی په( ۲۷ـ۲۸مه) د هرات په عالي دارالعلوم کي د هرات د روحاني ټولنی په بلنه د هغه ولایت د (۵۰۰) کسانو ،سترو علماؤ او شیخو غونډه جوړه شوی وه . غونډه کي د هیواد په اوسنۍ نا ارامه امنیتي حالاتو ، د مدارسو او د حفاظو د پګړۍ تړلو په غونډو د ړندو بمباریو ، د علماؤ او غیرنظامی شخصیتونو په وژلو ، د بهرنیو ځواکونو په حضور ، په هیواد کي د سولی د ناکامه پروسي په اړه د غور اودقت وروسته ، دغه غونډی د هیواد  دملي وحدت تر نامه لاندی اوسني رژیم ته په سخته توګه ګواښ وکړ چي : دعلماؤ دغه ټولنه په فراه او د کندوز د دشت ارچي به ولسوالیو کي د حفاظو د پګړۍ تړلو په دیني او روحاني غونډو ددولت  له اړخه هوایی بمباري ، او هلته د لسګونو کوچنیو حافظانواو نورو روحانینووژل په کلکه محکوموی او دولت ته ګواښ کوي چي که چیری ددغی قضایاو مسؤلین ، هرڅوک چي وي  و نه نیول شی او علني سزا ور نکړل شی نو دوی به د سخت اقدام کولو له پاره ځانونه تیار کړي، هغوي ډاګیزه کړي چی د پګړۍ تړلو په دغو پرتمینو غونډو کي ، دعلماؤ د هیئتونو د تحقیق او څیړنو وروسته دا معلومه شوي چي هلته هیڅ ډول نظامی او وسلوالو کسانو شتون نه درلود او نه هلته داسی کوم فعالیت موجود و چي ددولت ځواکونه یی بمباریو ته مجبور کړی وي  . هغه راپور چي ددولت د تحقیق او څیړنی هیئت ورکړی هغه په مکمله توګه په درواغو او افترءاتو ولاړ  دي ، هلته شهید کړل شوی ټول وګړي کوچنیان او دهغوي دکورنیو وګړي او روحانیون وو، په دی اساس که چیري رژیم په راتلونکی کي  ددغه ډول پيښو نه مخنیوی و نه کړی او د اوسنیو پيښو څرګندو عاملینو ته سخته سزا ور نه کړي نو دوی به په راتلونکي کي غوڅ اوپریکنده قدم واخلي  .  همدا راز د علماؤ دغی غونډی په خپله اعلامیه کي ډاګیزه کړی چي د علماؤ زنځیري او مرموزی وژنی باید بندی کړل شي  او کنه د علماؤ دغه ټولنه به دخپلو شهیدانو دهر څآڅکی د ویني د غچ د اخیستلو له پاره خپل هوډ تر سره کړي.
د علماؤ دغه غونډی څرګنده کړی چی  د بهرنیو عسکرو نا مشروع شتون د هیواد په نا امنیو کي مهم رول لري ، په دي اساس باید دی شتون ته د پای ټکی کیښول شي، همدا بهرنی ځواکونه دی چي په هیواد کي د نامنیو، بمباریو ، فقر ، اخلاقي فساد او … منځته راوړلو سبب ګرزیدلی ، …. دعلماؤ ددغو غوښتنو په نه منلو سره به علماء دخپل راتلونکي په اړه بحث کوي ، همدا راز به د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هم د پریکون اعلان کوي ….
په هرات کي دعلماؤ او روحانینو دغی ستری  غونډی د هیواد په نورو ولایتو کي دعلماؤ او روحانیو له پاره یو نوی باب پرانیست ، د دوي ټولی غوښتني همغه دي چي د ولس د هر وګړي په زړه کي ځآی لري . د هیواد اوسني امنیتي حالات ، د  حاکمی ډلی بربریت او وحشت ، د مدرسو بمباري اوبیا په همدی وحشیانه او ظالمانه بمبارۍ باندی ویاړ کول اوپه اړه یی تبلیغ چي ګویا په دی غونډی کي دطالب  ډلی وسلوالو کسانو شتون درلود ، دشرم او خیانت نه ډک عمل دی ، د فراه د ولایت د قران د حفاظو  غونډه بمباري کول او بیا په دوه ورځی واټن کي د کندوز د ارچي ددشتی د ستری مدرسي بمبارول او هلته د لسګونو کوچنیو کوچنیو حافظینو ،چی میندو او خویندو یی په کورونو کي ورته د غاړی امیلونه په لاسو کي نیولی انتظار کاوه ، شهیدانول ، اوبیا پری د یوشمیر خبیثه عناصرو له اړخه د ویاړ ډکی لیکنی او تبلیغات ، ددي څرګندونه کوي چي د ولس په اړه د حاکمي ډلی نیت او اعمال څومره دخباثت نه ډک دي.
علماؤ په خپلو څرګندونو کي ډیرو مهمو موضوعاتو ته اشاره کړی ، او دخپلو غوښتنو د نه پلي کیدو  وروسته یی دخپل غبرګون اعلان هم کړي .
په هیواد کي دسولي پروسه په ریيښتیا هم له یوه اړخه  د بهرنیو اړخونو په واسطه او دبله اړخه د کورنیو نا وړه وګړو او ډلو ټپلو له اړخه د ناکامۍ سره مخ ده، که له یوه اړخه غواړی دطالب ځواکونو سره د سولی پروسه  خپله کړی خو دبله اړخه په یوه  دیني مدرسه په دی خاطر بمباري کوي چي هلته د طالب  چارواکي راغلي ، ایا دولت نه شو کولای ددغو چارواکو د نیولو هڅه وکړي  او ددي په ځآیو چي کوچني ګُلونه له خاورو سره خاوري کړي ،دقضيي اصل اړخ  ولټوي. ایا  په دغه ډول وحشیانه توګه دخپل ولس بمبارول اوبیا د مخالف لوری نه د سولي تمه او هیله کول به څومره منطقي جواز ولري؟
ددي ترڅنګ په هیواد کي د یوه سهي اوقوي نظام نه شتون هم دهمدي بهرنیو ځواکونو او کورنیو ناولو کړیو دسازش پایلی دي . 
په هیواد کي د ځوانانو د نا سالمي روزني او هلته د عیسیویت د منسوخ دین له پاره تبلیغات ، او هره ورځ د یو شمیر بی لاری او ناپوهه ځوانانو(هلکانو اونجونو) ارتداد هم په قوت سره روان دی . ان تر دی چي په هیواد کي د مرتد شوو عناصرو له پاره د هیواد په ټولو سترو ښارونو کي عیسوي عبادتځایونه او کلیساوي جوړی شوي او دا مسئله په پوره شدت سره روانه ده .
علماؤ په خپله اعلامیه کي دا ډاګیزه کړی چي په هیواد کي د ناامنیو ، بداخلاقیو ، فساد ، فقر ،‌جهل ، د سولی د نه موجودیت او….ټولو اصلي عاملین د بهرنیو ځواکونو شتون دی چي باید په عاجله توګه یی له دی ځایه شتون ته د پای ټکی کیښول شي . دعلماؤ دا اعلان د ټولو مصیبتونو بیښخ او جرړي را بربنډوي، بدبختانه چی زمونږ د هیواد یو شمیر اوسنی سیاسي ګوندونه یی ، د یوه یا دوو پرته ، ټول دخپل ځان تابع ګرځولي ، په دی خاطر  دهیواد درژیم په جوړولو کی دهمدوی رول اساسی او معیاري ګڼل کیږي . راتلونکي ټولټاکنی هم دهمدوي په لاس صورت نیسي ، دوی به هرو مرو د دي راتلونکو ټولټاکنو پایلي هم همغسي ، چی ددوي خوښه اورضا وی تر لاسه کوي.
که څه هم دعلماؤ دغی غونډی د راتلونکو ټولټاکنو په اړه خپل دریځ اعلان کړی ، اما حالات داسی انګیری چی راتلونکي ټولټاکنی به د پخوانیو نه هم ډیری بدی پایلی ولري ، ځکه دهیواد نژدی ۶۰ سلمه د ناامنو سیمو څخه جوړه  اویا هم د وسلوالو مخالفو ځواکونو په لاسو کي ده ، په دی پاته لږه برخه کي هم د پښتون میشتو سیمو په ولسوالیو کي د جعلي نا ارامیو ، او دجعلی طالب ځواکونو د شتون له پاره په پوره چټکۍ سره کار روان دي تر څو دغه لږی برخي هم دخپل ووټ او د رای د ورکولو دحق څخه بی برخی کړي .
په همدی خاطر د یو شمیر بیرونی سفارتونه او د هیواد حاکمی منحطی ډلی او ډلګۍ  ، چی د سهي ټاکنیز سیستم نه په ویره کي دي غواړی چي دا ټاکنی یا اصلا و نه کړل شي او که کیږي هم، ددوي په خوښه پایلي تر لاسه کړی ، هغوي کولی شي خپل دغه پلان د خپلو لاس پوڅو مامورینو په واسطه په ټولو ولایاتو کي ترسره کړي . ترڅنګ یی په دي ټاکنو کی شونی ده چی د تعهد اوبیعت په ځای پیسی او رشوت مهم رول ولری او همغه کسان یو ځل بیا رامخته کړل شی  چي په ټاکنو کي  دولتي موظف  مامورین دخپلو پيسو او رشوتو له لاري تحمیق  اودهغوی له لاری خپلی کمی رایی په زیاتو بدلولی شي . اوس که چیری د هرات د علماؤ ددغی ډلی د ټاکنو د پریکون اعلان په ریښتونی توګه تطبیق کړل شی نو هغه کم تُم بری چي یو شمیر سیاسیون یی هیله لري ، هم له پناه سره مخ کیږي .
که چیري د هیواد ټول علماء د هرات د علماؤ ددغی ډلی دغوښتنو سره خپل ځانونه همااهنګ کړی ، ددولت څخه دهغوي د غوښتنو ملاتړ وکړی ، د فساد دمخنیوي ، بهرنیو ځواکونود نامشروع موجودیت ، د سولي او امن د راوستو تر مخ ستر ستر خنډونه او د راتلونکو ټولټاکنود شفافیت له پاره  دهغوی ترڅنګ و دریږي او په دولت او ددولت په بهرنیو ملاتړو  فشار راوړی ترڅو د پورتنیو موادو په پلی کولو او د شفافو او رڼوټولټاکنو له پاره لاس په کارشی ، او ترڅنګ یی  دټاکنو اوسنی سیستم په مکمله توګه ، چي په دغه لږ وخت کي به یی بدلون شونی نه وي ، بدل او دهری حوضي له پاره د خپل خپل نماینده په ټاکنو باندی اصرار وکړي نوکه  ټاکنی د دغو اړینو اصلاحاتو له پاره  کومه میاشت نیمه هم و ځنډیږی ضرر به یی دهغه څه نه لږ وي چي اوسنی ټاکنیز پردی نظام پری ولاړ دی.
که څه هم د حزب اسلامي افغانستان  مشر او قائید ښاغلي حکمتيار په خپل وخت د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ئې ټينګار کوي خودا اندیښنه هم  ډاګیزوي چي « په حکومت کې دننه ځينې کړۍ او ځينې بهرنی  سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړي، هغوی د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او غواړي چې دا جګړه دوام پېدا کړي او يو بل جان کيري راشي او د ټاکنو برخلیک ورته وټاکي.»
دښاغلي حکمتيار دا اندیښنه په ځآی ده چی وایی ( دوی نه يو معتبر پارلمان غواړي، نه يو قوي مرکزي حکومت غواړي، نه  پیاوړي او ملت شموله ګوندونه او نه د افغانانو ترمنځ ملي يووالی.) 
په دی اساس د هیواد د اوسنی نا ارامه حالاتو د په نظر کی نیولو سره د هرات د علماؤ د ټولنی ګواښ باید جدی و نیول شي ، ځکه د هرات مسلمان او میړنی ولس دخپلو قربانیو او ځان ځاریو ځانګړي تاریخ لري ، او دخپلو علماؤ درنښت اوقدر په ښه توګه پیژنی . که چیري دهغوي دا غوښتنی بابس و ګڼل شي نود  هیواد د نورو ولایاتونو د علماؤ په ملګرتیا به وضعیت په بل ډول تغیر مومي چي په هغه صورت کي به  د هیواد له پاره په دروند قیمت  تمامیږي .

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018