تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کنړ د سيد جمالدين افغان پوهنتون رئیس او استادانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل :

فرهنگی او مطبوعاتی چارو ریاست

2018-04-20

د حزب اسلامي افغانستان مشر ښاغلي حکمتيار د کونړ د سيد جمالدين پوهنتون له رئیس او استادانو سره په کتنه کي له خلکو وغوښتل چي د تابعیت تذکرې واخلي، د ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي او صالحو خلکو ته رایه ورکړي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه: ټاکنې بايد داسې ترسره شي چي سياسي ګوندونه ئې غواړي، موږ د راتلوونکو ټاکنو د لاښه ترسره کېدو او شفافيت په اړه د ۲۸ ګوندونو ګډه پرېکړه جمهور رئیس او نورو اړونده لورو ته سپارلې ده او د خپلو غوښتنو تر شاه کلک ولاړ يو.
د حزب اسلامي مشر وويل: موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو، داسې چې په نتيجه کې ئې يو دروند، معتبر او د خلکو د تأيید وړ پارلمان رامنځته شي. 
د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټينګښت په اړه د حزب اسلامي مشر وويل: دولت کې ځينې کړۍ شتون لري چې په ټول توان سره د سولې مخه نيسي او په جګړه کې خپلې ګټې لټوي.
ښاغلي حکمتیار وويل: موږ په داسې حال کي سوله کړې چي ځينو کړيو نه غوښتل دا مذاکرات بريالي شي، دوی په جنګ ټينګار کوي، له يو پياوړي مرکزي حکومت ډاريږي او د سولې په تأمین سره هرڅه له لاسه ورکوي.
د حزب اسلامي مشر په خپلو څرګندونو کې وويل: جګړې داسې بڼه غوره کړې چي په هغه کې يواځې افغانان وژل کيږي او هر ورځ تر سلو زيات افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو موږ هڅه کوو د سولې لپاره هغه څه چې په واک کې لرو و نه سپموو.
ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: موږ پخوا هم د سولې غوښتونکي وو اوس هم سوله غواړو، جګړه پر موږ تپل شوې ده او طالبانو ته هم وايو چې راځئ د سولې له بهیر سره يو ځای شئ، کومه لاره چې موږ غوره کړې هغه تاسو هم هغه غوره کړئ!
ښاغلي حکمتیار له جمهور رئیس محمد اشرف غني مننه وکړه چي وسله والو طالبانو ته ئې د سولې د خبرو وړانديز وکړ.
د حزب اسلامي مشر دا هم وويل: اوسنی حکومت بايد خپله موده بشپړه کړي، سره له دې چي نور ئې د نسکورولو او کمزوري کولو هڅې کوي، خو موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د غير قانوني لارو حکومت نسکور کړي .
د حزب اسلامي مشر ژمنه وکړه چي علمي چارو ته به پاملرنه کوو، ځکه چې دا زموږ د مبارزې مهم اړخ دی.
په دې کتنه کې د سيد جمالدين پوهنتون رئیس استاد میر احمد حامد وويل، ځوانان د هېواد راتلونکي رهبران دي، تاسو سره اخلاص لري او ستاسو ملاتړ کوي.
استاد حامد زياته کړه: د کونړ خلک په هېواد کې د دايمي سولې او امنيت د راتلو په انتظار دي او په دې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړي.
همدارنګه ليکوال او ژورنالیست نعمت الله کرياب په خپلو خبرو کې وويل: افغانان يو ملي مشرتابه ته ضرورت لري او هيله مو داده چې ستاسو په شتون او رهبرۍ کې دا خلا ډکه شي او هېواد له روان حالت نه راووځي .
ښاغلي کرياب زياته کړه: که څه هم په ملي مسایلو کې ستاسو دريځ روښانه دی، خو غوښتنه مو داده چي ځوانانو او علمي مرکزنو ته هم بايد توجه زياته شي، ځکه پوهنتونونه زموږ فکري سنګرونه دي.
په پای کې د سيد جمالدين پوهنتون رئیس او استادانو له ښاغلي حکمتیار مننه وکړه چې د دومره مصرفیتونو سره سره ئې دوی خپل حضور ته ومنل.

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018