تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پکتیا ولایت د مختلفو قومونو ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل :

د حزب اسلامي د امیر دفتر

2018-04-21

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د پکتیا ولایت د مختلفو قومونو له لسګونو ځوانانو او مدني ټولنو له غړو سره وکتل او د هېواد په روان وضعیت، راروانو ټاکنو او د ځوانانو په رول یې خبرې وکړې.

د ځوانانو په استازیتوب محمد الیاس ابراهیمي وویل: زموږ سره راغلي ځوانان ټول د سپېڅلي جهاد د مجاهدینو او شهیدانو ورثه دي، دوی هم د خپلو پلرونو په لار د تللو ټینګ عزومونه لري او غواړي چې د خپل هېواد د سوکالۍ، خپلواکۍ او ملي یووالي لپاره هراړخیز کار وکړي. له نېکه مرغه چې نن سبا ځوانان د خپل هېواد د راتلونکي لپاره هیله من دي، دوی ژمن دي چې په راتلونکو ټاکنو کې ستاسو د امر او غوښتنې سره سم د شر او فساد منفورو څېرو ته ماتې ورکړي او د افغانانو د لوړ شان او دیني ارزښتونو سره سم صالح، مؤمن او دین او هېواد ته ژمن استازي تر پارلمان ورسوي څو په دې ډول وکولی شي د هېواد روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.
د ځوانانو په استازیتوب انجنیر میرویس، محمد معصوم او اکرام الله هم په ټاکنو کې د حزب اسلامي د پالیسۍ سره سم د صالحو او دین او هېواد ته ژمنو مشرانو په ملاتړ ټینګار وکړ او په ټاکنو کې یې د عدالت او روڼتیا غوښتنه وکړه.
د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل: افغانستان یو اسلامي، دروند، باعزته، او ملي پارلمان ته اړتیا لري. له شک پرته که دغو ارزښتونو ته ژمن پارلمان ولرو د هېواد د لسیزو اوږد شوي دردناک ناورین ته د پای ټکی اېښودلی شو. زیاته یې کړه، موږ د راتلونکو ټاکنو په اړه دغو ټکو ته په ټینګه ژمن یو او جدي کار مو ورته روان کړی دی. موږ وکولی شول چې د هېواد ۲۸ اغېزمن ګوندونه او سیاسي جریانونه سره راټول کړو او د راتلونکو ټاکنو په اړه واحد دریځ غوره کړو، دولت ته مو هراړخیزه او معقوله طرحه وړاندې کړه، داسې طرحه چې په راتلونکو ټاکنو کې د روڼتیا او عدالت تضمین په کې شوی دی او پر بنسټ یې باید هېڅ افغان د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي.
د حزب اسلامي امیر وویل: موږ په هېڅ صورت د تېرو ټاکنې په څېر ټاکنې نه منو، تېرې هغې له فساد او درغلیو ډکې وې، د هېواد د ټولییز نفوس د ډېرې کمې برخې استازي تر پارلمانه رسېدلي دي، د ټاکنیز نظام د بې عدالتۍ په وجه د ډېری نفوس استازو پارلمان ته لاره نه ده پیدا کړې، دا ځل دا ډول ټاکنې هېڅ بااحساسه او باانصافه افغان ته د منلو وړ نه دي.
د حزب اسلامي امیر همدا راز ځوانان د هېواد د روان ناورین ختمولو او هراړخیزې مبارزې ته راوبلل چې په وینا یې له نېکه مرغه زموږ هېوادوال په فکري لحاظ ډېر ژمن او متحد دي، کولی شي خپلې ستونزې په خپله حل کړي، ځوانان باید د خپلو د راتلونکې ښه کولو او مثبت بدلون ته مټې راونغاړي او په خپلو هراړخیزو فعالیتونو ولس له دې دردناک حالت څخه وژغوري.
د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018