تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کاپیسا د شوخيو سيمې يو شمېر قومي او جهادي مشرانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-04-22

 

د کاپیسا د شوخيو سيمې يو شمېر قومي او جهادي مشرانو د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتيار سره په کتنه کي د هېواد په روانو حالاتو خبرې وکړې او د ټاکنو په پروسه کې ئې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پېل کي جهادي شخصیتونو هر يو معلم سيد الرحمن، حاجي عبدالجبار، مولوي داد محمد او ملا ګلا دين خبرې وکړې او يو ځل بيا ئې د حزب اسلامي له مشر څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړ.

دوی وويل، موږ د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي د يو ځای کېدو هرکلی کوو، ستاسو تر قیادت لاندې هرې قربانۍ ته چمتو يو او هيله مو داده چې ستاسو راتګ په هېواد کي د سولې پسرلی وګرځي.

دوی په هېواد کي د سرتاسري سولې او امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه او زياته ئې کړه: زموږ حقوق پایمال شوي، پر موږ ظلم شوی، موږ سوله غواړو او د سولې لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو يو.

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتيار هغوی ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په جهاد کې د کاپیسا د خلکو سرښندنې وستايلې او وې ويل: الله تعالی دې ستاسو د ټولو شهیدانو ستر او سپېڅلي آرمانونه ترسره کړي. د دوی ټولو لوی آرمان دا وو چې افغانستان آزاد شي، خپلواکي تر لاسه کړي او په هېواد کې د اسلام بیرق رپانده وي.

د حزب اسلامي مشر وويل: زموږ حریفان او رقیبان ناکام شوي دي، هغوی په خپله ناکامي اعتراف کوي او باور لري چي نور ئې ټغر په ټولېدو دی، هغوی له ټاکنو ويره لري او پوهيږي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ملت کلکه څپېړه پر مخ ورکوي، نو هڅه کوي چې ټاکنې و نه شي او که کيږي، نو د مخکنيو ټاکنو په څېر له درغليو ډکې ټاکنې غواړي، داسې ټاکنې چي له ۳۵ ميلیونو افغانانو څه کم درې ميليونو په هغه کې برخه اخيستې وه او ۳۲ ميلیونه نور ترې محروم شوي دي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه: دا چي حکومت کمزوری دی، د هېواد له ادارې عاجز دی، امنيت نه شي راوستلی، جنګ نه شي مهارولی، د خلکو سر او مال خوندي نه دی، او حتی په پایتخت کې هم امن نشته، لامل ئې دادی چي يوې کوچنۍ ډلګۍ هر څه په واک کې اخيستي او د ملت اکثریت له دوی ناراضه دی.

د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: سره له دې چې ملت سوله غواړي، د جنګ پای ته رسېدل غواړي، امنيت غواړي، د خپلې خوښې نظام او حکومت غواړي، دروند او معتبر پارلمان غواړي، عادلانه انتخابات غواړي، خو دوی ددې ټولو مخالف دي او وايي دا پرېکړه بهرنيان بايد وکړي چي څوک پارلمان ته راځي او څوک حکومت وکړي.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه: دوی د بن په څېر حکومت جوړونه غواړي، چې پريکړې ئې بهرنيو هېوادونو وکړې، دوی که ایتلاف هم کوي نو له هېواد نه ئې بهر کوي او که حکومت هم جوړوي له هېواد نه بهر ئې جوړوي.

د حزب اسلامي مشر وويل: موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو، پدې کي بايد د پخوا په څېر درغلي و نه شي، د مهاجرينو او ناامنه سيمو د اوسېدونکو په ګډون هېڅ افغان بايد د رأی ورکولو له حق محروم نه شي، د انتخاباتو اداره بايد شفافه وي، د نومونو د ثبت او رأی اچوونې مرکزونه بايد عادلانه وي او بهرنيان بايد په ټاکنو کې هېڅ ډول لاسوهنې و نه کړي.

ښاغلي حکمتيار دا هم وويل: په حکومت کې شامل ځينې کړئ په ټول توان او طاقت دا هڅه کوي چي انتخابات وځنډيږي، غواړي ډیری سيمې ناامنه شي تر څو خلک په انتخابات کې برخه وانخلي.

نوموړي زياته کړه: دوی د مخکې په څېر انتخابات غواړي، په دې انتخاباتو کې بايد سیاسي ګوندونه محروم شي، ترټول زيات له حزب اسلامي ډاريږي، دا ځکه چي حزب اسلامي ملت شموله دی او تر اوسه يې له هېڅ مسفد حکومت سره سازش نه دی کړی او هېڅ يرغلګر ته ندی تسلیم شوی، خو هغوی ملت شموله ګوندونه نه خوښوي، زموږ ملي يووالی هم نه خوښوي، نفاق ت لمن وهي او غواړي قومونه يو له بل سره وجنګوي او دا هېواد تجزيه کړي.

د جهاد او آزادۍ رهبر څرګنده کړه: زموږ دريځ دادی چې له خپل ملت دفاع کوو، دپرديو د مداخلو په وړاندې کلک دريږو، رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو، بهرنيان بايد هېڅ ډول مداخله و نه کړي او د افغانانو پرېکړو ته درناوی ولري، که غواړي چې افغانستان کې امن راشي، نو د ملت ارادې ته باید درناوی وشي، افغانان دې پريږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او ملت چي په چا اعتماد وکړ هغوی ته بايد فرصت ورکړل شي چې حکومت وکړي.

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې دا هم وويل: چې شاوخوا ۲۸ اغيزمن سياسي ګوندونه راټول شوي، ګډه پرېکړه مو کړې چې ټاکنې بايد رڼې او عادلانه وي او د ټاکنو طریقه بايد داسې وي چې سیاسي ګوندونه ئې غواړي. سفارتونه بايد مداخله و نه کړي او د خپلې خوښې انتخابات په افغانانو تحميل نه کړي.

د حزب اسلامي مشر د کاپیسا مجاهد ولس ته په خطاب کې وويل: لکه څنګه چي تاسو په جهاد کې ځلانده ونډه اخيستې، همداسې په ټاکنو کې برخه واخلئ او داسې چاته رایه ورکړئ چې صالح وي، اسلام ته ژمن وي او ستاسو شمله هسکه وساتي، که څه هم د حزب اسلامي غړيتوب و نه لري.

 

د حزب اسلامی افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018