تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ_دویمه برخه

ورور حکمتیار

2018-04-23

 

قرآن او د زمكي د زړه ويلي مواد

 په لومړڼۍ درسي حلقې كي مو د عالم د پيدايښت په اړه د قرآن او ساينس د ويناوو تر منځ يو رنگوالى وڅېړو، قرآن د عالم د پيدايښت په اړه فرمايي:

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ الانبياء: ۳۰

آيا كافران په دې نه پوهېږي چي آسمانونه او زمكه سره (نښتي) وو، نو موږ سره (بېل) كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟!

په دې مبارك آيت كي دوه اساسي لارښووني گورو:

• په لومړي سر كي آسمانونه او زمكه سره (نښتي) وو، الله تعالى سره بېل كړي، دا همغه خبره ده چي ساينس په يوويشتمي پېړۍ كي وكړه.

• د آيت دوهمه برخه وايي: الله تعالى هر ژوى له (اوبو) پيدا كړى.

اعزامي صاحب په دې اړه يوه پوښتنه درلوده؛ هغه دا چي آيا ژوي له اوبو پيدا شوي كه په اوبو سره ژوندي شوي؟

د وضاحت لپاره بايد ووايو: من الماء او بالماء توپير لري،

په كومو آيتونو كي چي ويل شوي: په اوبو سره ئې مړه زمكه راژوندۍ كړه؛ فاحيا به الارض بعد موتها، هلته ئې مراد ابتدائي پيدايښت نه دئ، بلكي ورځنى عادي پيدايښت دئ، له دانې او جرړي د بوټو راژوندي كول مراد دي، خو په دې آيت كي په لومړي سر او د خلقت په پيل كي له اوبو د هر ژوي پيدايښت ته اشاره شوې.

قرآن كله د انسان پيدايښت له خاوري، كله له خټي، كله له سريښناكي خټي، كله له كړنگېدونكي كودړي، كله له بوى ناكي توري خټي ښودلى، او په دې آيت كي ئې د نورو ژوو په شمول د انسان پيدايښت له اوبو ښودلى، ابتدائي پيدايښت ئې هم له اوبو او اوسنى عادي پيدايښت ئې هم له يوه څاڅكي اوبو (د مني اوبه)، پوښتنه دا ده چي دا د انسان د پيدايښت بېل بېل پړاوونه دي كه د ده د پيدايښت د مادې بېل بېل حالتونه، يوه او معروفه رأيه دا ده چي خاوره ئې خټه كړې، څه موده ئې پرېښې، توره او بوى ناكه شوې، له هغه ئې د انسان مجسمه جوړه كړې، په اور ئې ايښې، بيا الله تعالى په هغه كي روح پو كړې او ژوندى انسان ترې جوړ شوى.

بله رأيه دا ده چي لومړى اوبه پيدا شوې، بيا خاوره، بيا همدا خاوره اوبو له ځان سره وړې، وچه شوې، د كړنگېدونكي كودري په څېر شوې، كله چي زمكه نوره هم سړه شوې نو لمده خټه رامنځته شوې، بيا سرښناكه خټه ترې جوړه شوې او بيا توره بوى ناكه خټه، دغه مهال د ژوو د پيدايښت لپاره مساعد شرائط برابر شوي او الله تعالى ژوي راپيدا كړي.

له دې دواړو كومه رأيه سمه ده، قرآن څه وايي او ساينس څه وايي؟

په دې اړه به په خپل وار او په خپل ځاى كي مفصل بحث كوو.   

قرآن او د زمكي د زړه ويلي مواد:

ساينس وايي: زمكه په ابتداء كي د لمر په څېر سره، رڼه او زياته توده وه، برنۍ برخه ئې ورو ورو سړه شوې، دننه برخه ئې دومره توده چي ټول مواد په كي ويلي دي.

راشئ وگورو چي قرآن د زمكي د زړه د ډېري تودوخي او په هغه كي د ويلي شوو توكو په اړه څه ويلي، د قرآن لاندي آيتونو ته لږ ځير شئ:

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانْفُذُوا لَا تَنْفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ (۳۳) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (۳۴) يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِنْ نَارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرَانِ *

الرحمن: ۳۳-۳۵

اې د انسانانو او پېريانو ټولگيو! كه كولى شئ چي د آسمانونو او زمكي له اقطارو ووځئ نو ووځئ، وتلى نشئ مگر په ځانگړي ځواك سره، نو د خپل رب كوم كوم نعمتونه تكذيبوئ؟ پر تاسو به د اور داسي شعلې او داسي ويلي مس لېږل كېږي چي مقابله ئې نشئ كولى.

 په دې آيتونو كي د قرآن دوه ستر ستر علمي اعجاز زموږ مخي ته ځلېږي:

• يو دا چي وايي: كه آسمان ته بر ولاړ شئ نو له داسي بې دوده لمبو سره به مخامخ شئ چي مقابله ئې نشئ كولى، يعني د آسمان په برنۍ برخي كي د شهاب ثاقب تېزي او تودې لمبې دومره زياتي او زوروري دي چي تاسو ئې له مقابلې عاجز يئ!!

او دا هغه حقيقت دئ چي انسان اوس او هغه مهال پرې پوه شو چي سپوږمۍ او ستورو ته ئې د ختلو لړۍ پيل كړه او متوجه شو چي دا شهاب ثاقب د فضائي سفرونو په وړاندي داسي ستر گواښ دئ چي مقابله ئې نشي كېدى.

يقيناً چي دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، نن او له ډېرو ژورو تحقيقاتو وروسته انسان ته جوته شوې چي آسمان ته د لوړ تلو په لار كي تر ټولو ستره مانع او خنډ هغه شهاب ثاقب (د اور د لمبو په څېر لوېدونكي آسماني اجرام) دي چي هره شېبه، له هر لوري راغورځي، ځان ترې ساتل او خوندي ترې تېرېدل ممكن نه دي، د دغو لمبو حرارت، سرعت، زور او فشار دومره لوړ وي چي هر څه ويلي كوي او هيڅ څه ئې مخي ته تم كېدى نشي.

 دا هم بايد په پام كي ولرو چي انسان تر نن پوري د خپل واړه شمسي نظام څو ستورو ته رسېدلى يا نږدې شوى، تر دې وړاندي تگ يوازي په هغه صورت كي ورته ممكن دئ چي وسيله ئې له شهاب ثاقب سره له تصادم كولو خوندي پاته شي. 

• د دې مبارك آيت بل علمي اعجاز دا دئ چي وايي: كه د زمكي له يوه پلوه بل ته د وتلو هڅه وكړئ نو له (نحاس: ويلي شوي مس) سره به مخامخ شئ، يعني د زمكي په منځ او سينه كي هر څه ويلي دي، د تودوخي درجه دومره لوړە ده چي هر څه ئې ويلي كړي، تاسو نشئ كولى له دې برخي د تېرېدو توان ترلاسه كړئ.

 او دا هغه څه دي چي ساينس اوس پرې پوه شوى!!

د قرآن بل آيت دې مطلب ته داسي اشاره كوي:

أَأَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ* الملك: ۱۶

آيا له هغه (الله تعالى )؛ چي آسمان كي دئ له دې پلوه خوندي شوي يئ چي په زمكي كي مو ښخ كړي چي ناڅاپه به بيا خوځي؟

په دې مبارك آيت كي چي د قرآن يو ستر علمي اعجاز زموږ مخي ته اېښودل شوى څو اساسي مطالبو ته اشاره شوې:

الف: مگر گمان كوئ دا آواره زمكه چي تاسو ته ئې پر خپلو اوږو ځاى دركړى او ستاسو د رزق او روزي د تأمين وسيله ده، همداسي به د تل لپاره ستاسو په خدمت كي وي او دا اوسنى حالت ئې تلپاتى، مستمر او ثابت دئ او هيڅكله به تغيير په كي نه راځي؟

مگر له دې هيڅ وېره نه لرئ چي د عالم ټولواك رب له بره دا فرمان صادر كړي چي د زمكي دا آرام او ډاډمن حالت بدل كړي، داسي چي نه نور ستاسو په خدمت كي وي، نه تاسو پر خپلو اوږو يوسي او نه رزق او روزي دركړي، بلكي برعكس ستاسو په هدېرې بدله شي، تاسو تر خاورو لاندي كړي، سخته خوځېدا او لړزېدا ئې په خپلو سترگو وگورئ؟!! څه شي ډاډه كړي يئ؟

څه شي د داسي حالت له نه راتلو مطمئن كړي يئ؟

د دې كاذب ډاډ او اطمئنان لپاره څه دليل لرئ؟

ب: په دې آيت كي د خسف: د زمكي كښېناستل او ننوتل له (لړزېدا او خوځېدا) سره يو ځاى ذكر شوي، د بيان اسلوب داسي دئ چي ښيي كه د زمكي كومي برخي كي خسف رامنځته شي نو لړزېدا به ورپسې وي، او دا هماغه خبره ده چي ساينس ئې نن د زمكي د زلزلو د عواملو په اړه كوي.

علمي تحقيقات ښيي چي د زلزلې يو اساسي سبب خسف دئ، وايي چي د زمكي منځنۍ برخه، د سختي تودوخي په وجه د خوټېدو په حالت كي ده او هر څه ئې ويلي او ذوب شوي دي، دا توده او ويلي برخه په كلك پوټكي چي كلكي ډبري ته ورته دئ، احاطه شوې، د زمكي پورتنۍ خاورينه برخه د همدې ډبرين پوټكي په ذريعه له منځنۍ برخي بېله شوې، كله چي دا ډبرين پوټكى، د زمكي په كومي برخي كي، د برني يا داخلي فشار او د نورو عواملو په نتيجه كي مات شي او د زمكي هماغه برخه د مذاب او ويلي موادو د پاسه واقع شي، هلته زلزلې پيل شي.

كوم مطلب چي په دې آيت كي د خسف او زلزلې په اړه ويل شوى، يوازي په تېري پېړۍ كي او له ژورو څېړنو او تحقيقاتو وروسته انسان ته معلوم شو.

همدا راز دا آيت ښيي چي كله زمكه خسف شي نو داسي برخه ئې راڅرگنده شي چي خوځېږي، د زمكي د زړه ويلي او خوځېدونكي توكي راڅرگند شي، او دا هغه حقيقت ته په واضح توگه اشاره كوي چي وايي: د زمكي د زړه توكي مذاب او ويلي دي.

اوبه د زمكي د سر لومړى مركب

تاسو د الانبياء د سورې په دېرشم آيت كي وليدل چي د آسمانونو او زمكي له پيدايښت سره متصل د اوبو او له اوبو د ټولو ژوو پيدايښت ته اشاره كوي او وايي:

 آيا كافران په دې نه پوهېږي چي آسمانونه او زمكه سره (نښتي) وو، نو موږ سره (بېل) كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟!

په دې آيت كي او يو په بل پسي د زمكي او آسمان له پيدايښت سره متصل د اوبو او له اوبو د هر ژوي د پيدايښت ذكر دا مطلب پـه گوته كـوي چي د زمكي پر سر تر ټولو د مخه اوبه پيدا شوې.

 او دا هغه حقيقت دئ چي قرآن څوارلس سوه كاله مخكي بيان كړى دئ او ساينس اوس پرې پوهېدلى.

نن چي ته له هر ساينس پوه د زمكي، آسمان او اوبو د پيدايښت په اړه پوښتنه وكړې، نو ځواب به ئې همدا وي چي قرآن ويلي.

ساينسپوهان وايي چي د زمكي لومړي پيدا شوي عناصر هايډروجن او هيليوم دي، هايډروجن تر ټولو سپك او ساده عنصر دئ چي يو پروټون او يو اليكټرون لري، هايدروجن د اوبو د تركيب دوه درېيمه برخه ده، دوه ماليكول هايدروجن له يوه ماليكول اوكسيجن سره يو ځاى شوي او اويه ترې جوړي شوې او دا تركيب هغه مهال رامنځته شوى چي د زمكي د تودوخي درجه راكمه شوې او څلورو زرو درجو ته رسېدلې. نور عناصر وروسته جوړ شوي او اړوند مركبات ئې هم وروسته وروسته راپيدا شوي. آيا دا يو ستر علمي إعجاز نه دئ؟

قرآن د هود د سورې په اوم آيت كي فرمايي:

 وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ * هود: ۷

او دى (الله) هغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړل، او عرش ئې پر اوبو وو، تر څو تاسو وآزمويي چي كوم يو مو د عمل له مخي تر ټولو غوره دئ او كه ته ووايې چي تاسو به له خپلي مړيني وروسته هرومرو راپاڅئ نو هغه چي كفر ئې كړى حتماً به ووايي: دا له څرگند جادو پرته بل څه نه دئ!!

په دې مبارك آيت كي ويل شوي چي الله تعالى آسمانونه او زمكه په شپږو ورځو كي پيدا كړل په داسي حال كي چي عرش ئې پر اوبو وو.

د دې آيت په تفسير كي د درنو مفسرينو تر منځ ژور اختلافات تر سترگو كېږي،

هم په دې اړه چي آيا له شپږو ورځو همدا زموږ اوسنۍ ورځي مراد دي او كه شپږ تكويني مرحلې؟

 او هم په دې اړه چي د دې فقرې معنى څه ده چي د آسمانونو او زمكي د پيدايښت پر مهال د الله عرش پر اوبو وو؟

 آيـا عـرش او اوبه د زمكي او آسمانونو له پيدايښته مخكي پيدا شوي؟

 آيا عرش داسي شى دئ چي د بل څه پر سر ولاړ وي همغسي لكه د زمكي كوم تخت؟

او كه معنى ئې دا ده چي هغه مهال يوازي اوبه د الله تعالى تر واكمنۍ لاندي وې او نور څه نه وو؟

 آيا له اوبو مراد همدا زموږ اوسنۍ د څښلو اوبه دي كه دا چي هغه مهال آسمانونه او زمكه د اوبو په څېر (ويلي او مايع) وو؟

د دې مبارك آيت په اړە څو خبري په پام كي ولرئ:

دلته د الله تعالى په اړه د (عرش) او (ورځي) يادونه شوې، انسانانو دا دوه نومونه د خاصو شيانو لپاره وضع كړي، كله چي دې ته ورته نومونه د الله تعالى په اړه راځي نو موږ ئې په هغه متبادره معنى نشو اخيستى چي انسانان ئې ورته كاروي،

نه عرش داسي شى دئ چي د زمكي كوم تخت ته ورته وي او نه دا ورځ هغه موده ده چي زموږ له دولسو ساعتونو سره برابره وي،

په كومو آيتونو كي چي داسي الفاظ د غيبي امورو لپاره راشي هغوى ته متشابه آيتونه ويل كېږي، په هغوى كي داسي غيبي شيان چي انسان ورته نوم نه لري په داسي الفاظو ياد شوي چي انسان د ليدل كېدونكو شيانو لپاره وضع كړي، په دې سره موږ ته د غيبي شيانو په اړه نسبي معلومات راكول كېږي،

 د دې يو مثال همدا د (ورځ) اصطلاح ده چي قرآن ئې يو ځاى د داسي مودې لپاره راوړي چي زموږ له زرو كلونو سره برابره ده او بل ځاى ئې د پنځوسو زرو كلونو اوږدې مودې لپاره كارولې،

 نو دا شپږ ورځي هم دا زموږ شپږ ورځي نه دي چي نږدې دوه اويا ساعتونه كېږي بلكي شپږ تكويني مراحل دي چي اوږدوالى ئې يوازي الله تعالى ته معلوم دئ.

د دې تفصيل د قرآن پلوشې تفسير د الاعراف د سورې د ۵۴ آيت په تفسير كي ولولئ.

د آيت د دې فقرې (وكان عرشه على الماء) په اړه درنو مفسرينو بېل بېل آراء وړاندي كړي، د ځينو له تعبيرونو داسي معلومېږي چي گواكي د الله تعالى عرش به د زمكي د سر كوم تخت ته ورته شى وي او پر اوبو باندي ئې اوسېدا همغسي وه لكه د اوبو پر سر د كوم تخت ودرېدا!!

 په داسي حال كي چي نه د الله تعالى عرش د زمكي كوم تخت ته ورته دئ او نه ئې پر اوبو اوسېدا داسي ده لكه پر اوبو د زمكي د كوم تخت ودرېدا، نه عرش ازلي شى دئ او نه اوبه، نه د دغو الفاظو مراد او معنى دا ده چي د الله تعالى عرش د اوبو له پاسه وو او نه د الله تعالى عرش داسي شى دئ چي د ودرېدو لپاره كومي آواري سطحي ته ضرورت لري، الله تعالى دا آسمانونه له كومي ستني پرته ودرولي نو عرش به ئې څنگه داسي څه ته اړ وي؟!

 دا غلطي انگېرني او ناسم تصورات د هغه چا د تنگ او تياره ذهن زېږنده دي چي الله تعالى او عرش ئې د زمكي د سر له مخلوقاتو سره تشبيه كوي، د آيت معنى دا نه ده چي د آسمانونو او زمكي د پيدايښت پر مهال د الله تعالى عرش د اوبو پر سر داسي ولاړ وو لكه د زمكي كوم تخت چي پر اوبو ولاړ وي!!

څوك چي د دې آيت په تعبير كي دغه غلط اسلوب غوره كوي له داسي پوښتنو سره مخامخ كېږي چي هيڅ ځواب ورته نشي موندلى، لكه دا چي: عرش تر اوبو مخكي چېري وو او پر څه ولاړ وو؟

 الله تعالى تر عرش مخكي چېري وو او پر څه ئې استوى كړې وه؟

د يوه آيت په اصلي مطلب هغه مهال ښه پوهېدى شو چي وگورو په كوم مناسبت راغلى؟

 د بحث اصلي موضوع ئې څه ده؟

 تر هغه مخكي او وروسته څه ويل شوي؟

كه دلته لږ ځير شو نو راته جوته كېږي چي دا آيت له مخكني آيت سره ژور ارتباط لري، په مخكني كي ويل شوي چي د ټولو ژوو او ساكښو روزي د الله تعالى پر ذمه ده، همغه الله چي د دوى د پيدايښت او مړيني له نېټې خبر دئ، ورپسې ويل شوي چي الله همغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې پيدا كړي،

تاسو پوهېږئ چي د رزق او روزي اصلي اسباب آسمان او زمكه دي چي له يوه باران راورېږي او لمر ئې زمكي ته رڼا او تودوخه وركوي او بله ئې دانه او مېوه راشنه كوي، او بيا په آسمان او زمكي كي د رزق تر ټولو مهم او اساسي توكى اوبه دي چي ورېدا، ذخيره كيدا، د زمكي پر سر روانېدا ئې د الله تعالى په حكم دي، چي خبره داسي ده نو بايد پوه شې چي واقعاً الله تعالى د ټولو ژوو د رزق او روزي ذمه وار دئ،

او دا همغه مطلب دئ چي په همدې توگه د العنكبوت په سوره كي په دې بڼه راغلى:

وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (۶۰) وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ (۶۱) اللهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (۶۲) وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللهُ قُلِ الْحَمْدُ للهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ *

 العنكبوت: ۶۳-۶۰

او څومره ژوي داسي دي چي خپله روزي نه وړي، الله هغوى ته روزي وركوي او تاسو ته هم، او هغه پوه اورېدونكى دئ او كه ئې وپوښتې چي آسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ چا مسخر كړي؟ حتماً به ووايي: الله؛ نو څنگه دوكه كېږئ، دا خو الله دئ چي په خپلو بندگانو كي هغه چا ته روزي پراخـه كوي چـي دى ئې غواړي او يا ئې ورته محدوده او تنگه كوي، يقيناً چي هغه پر هر څه ښه پوه دئ، او كه ئې وپوښتې چي له آسمانه څوك اوبه راكوزوي او په همدې سره زمكه له خپلي مړيني وروستـه راژوندۍ كـوي؟ حتمـاً به ووايـي: الله؛ ووايه: ستـايني ټولي الله لره دي خو د دوى ډېرى نه پوهېږي.

په دې آيتونو كي هم گورئ چي لومړى ژوو ته د رزق او روزي وركولو خبره شوې او بيا د آسمانونو او زمكي د پيدايښت، د لمر، سپوږمۍ د تسخير (چي شپه او ورځ په گوته كوي او دا دواړه د رزق او روزي مهم اسباب دي)،

بيـا لـه آسمانه د اوبو راورېدا او بيا پـه زمكي كي د ژوندون پيلېدا ته اشـاره شوې او په دې تـوگه موږ ته ويل شـوي چي رزق او وسائل او اسبـاب ئې د الله له لـوري پيـدا شوي او ذمه وار ئې الله  تعالى دئ، هغه دا پرېكړه كوي چي چا ته څومره رزق او روزي وركړي.

كه لږ ځير شئ نو درته جوته به شي چي د دغو دواړو سورتونو په دغو آيتونو كي بشپړ ورته والى او يو د بل شرح او تفسير دئ.

دې ته مو هم بايد پام وي چي لكه په (على الله رزقها) كي (على) د فوقيت او بروالي په معنى نشو اخيستى او داسي نه شو ويلى چي رزق ئې د الله د پاسه دئ بلكي وايو رزق ئې د الله پر (ذمه) دئ، همداسي په (كان عرشه على الماء) كي نه شو ويلي چي عرش ئې د اوبو له پاسه ولاړ وو، بلكي بايد ووايو:

 اوبه د الله تعالى د واكمنۍ تر عرش لاندي وې.

ځكه دلته د بحث اصلي موضوع همدا ده چي د رزق او روزي وسائل د الله تعالى په واك كي دي. 

دې ته مو هم بايد پام وي چي كه دا آيت په بل ځاى كي راغلى وى او هلته د بحث موضوع د عرش څرنگوالى وى نو قرآن موږ ته وايي چي د متشابه آيتونو د الفاظو داسي تأويل چي د مجازي معنى په ځاى ئې په حقيقي معنى د پوهېدا هڅي او لټي ته ورته وي د هغه چا كار دئ چي زړونه ئې بيمار وي، د ايمان او علم خاوندان د دغو آيتونو د الفاظو له تأويل ډډه كوي او وايي چي په تأويل ئې له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي،

 هيڅوك نه پوهېږي چي د عرش او پر اوبو ئې د ودرېدا كيفيت څنگه دئ، خو دلته په حقيقت كي په دې الفاظو سره موږ ته د هغه حالت كيفيت نه دئ انځور شوى بلكي دا مطلب ويل شوى چي د آسمانونو او زمكي له پيدايښته وروسته د الله تعالى په ملك كي او د ده د واكمنۍ تر عرش لاندي لومړۍ پيدا شوې ماده هغه اوبه دي چي انسانان او نور ژوي ترې پيدا شوي (ځكه قرآن وايي چي هر ژوى مو له اوبو پيدا كړى: و جعلنا من الماء كل شىء حى)،

تر دې مخكنى آيت هم د ژوو د پيدايښت او مرگ او رزق په اړه بحث كوي او دا آيت هم د ټول عالم پيدايښت ته اشاره كوي، او تاسو پوهېږئ چي اوبه د ژوو د رزق تر ټولو مهمه برخه ده، دانه، مېوه او واښه هم په اوبو راټوكېږي، په دې آيت سره موږ ته لارښوونه شوې چي الله تعالى د ژوو له پيدايښته مخكي د دوى روزي پيدا كړې، داسي لكه د ماشوم له پيدا كېدو مخكي چي د مور په تي كي شيدې ورته پيدا كوي.

ځينو درنو مفسرينو ويلي چي دا عالم د آسمانونو او زمكي له پيدايښته مخكي د مايع (اوبو) په څېر وو، كه څه هم دا تعبير تر يوه حده د پام وړ دئ، خو دا تعبير به يوازي په هغه صورت كي د منلو وړ وو چي د بحث اصلي موضوع د عرش د څرنگوالي بيانول وى، نه ژوو ته روزي وركول.

ځيني بيا په دې عقيده دي چي په سر كي زمكه په پرېړو ورېځو پوښل شوې وه، پر له پسې زورور بارانونه پيل شوي دومره چي ټوله زمكه په اوبو كي پټه شوې، او همدا د قرآن د دې آيت مصداق گڼي چي وايي:

و كان عرشه على الماء، ځكه دا مهال د زمكي پر سر له اوبو پرته بل هيڅ څه نه وو، نه نباتات وو، نه حيوانات او نه لوړه او وچه تر سترگو كېده.

 هغوى وايي: د زمكي په ټولو مركباتو كي د اوبو مقدار تر ټولو زيات دئ، كه دا نن د زمكي سطح آواره وى او لوړي ژوري ئې نه درلودى او ټولي اوبه د مايع په بڼه كي وى نو د ټولي زمكي مخ به ئې داسي پوښلى وو چي د اوبو ژور والى به نږدې دوه ميله وو. خو تر ټولو دقيق تعبير همغه دئ چي اوبه د زمكي لومړنى پيدا شوى مركب دئ. 

بايد دې ته متوجه وو چي دلته د بحث موضوع ژوو ته روزي وركول دي، تر دې آيت وړاندي داسي راغلي:

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (۶)

او په زمكي كي هيڅ داسي خوځېدونكى نشته چي روزي ئې د الله پر ذمه نه وي او هم ئې د تقرر په نېټې پوه دئ او هم د پرېښودو په نېټې، ټول په يوه څرگند كتاب كي دي.

(۶)- كه څه هم ځينو درنو مفسرينو مستقر او مستودع د اسم مكان صيغې نيولې، او ليكي چي الله تعالى د ټولو ساكښو د اوسېدا او ستنېدا پر ځاى پوهېږي، او بيا د دوى تر منځ په دې اړه كافي اختلافات گورو چي له دې ځايونو مراد كوم ځايونه دي؟

خو په لږ دقت سره معلومېږي چي دا دواړه صيغې د (مستقبل) په څېر زمان او نېټه افاده كوي، مستقر يعنى د استقرار نېټه او مستودع يعنى د وداع او پرېښودو نېټه، ټولو ژوو ته په دنيا كي د استقرار نېټه او له دنيا د تلو نېټه ټاكل شوې، د همدې دواړو نېټو تر منځ چي هغوى كوم رزق او روزي ته ضرورت لري الله تعالى ئې انتظام ورته كوي، په دې سره نه يوازي د آيت واضح مفهوم ترلاسه كېږي او د دواړو فقرو تر منځ څرگند او دقيق ارتباط جوت كېږي بلكي اختلاف رأى ته هم هيڅ مجال نه پاته كېږي.

دا ځكه چي كله څوك د كوم ټولي د روزي او رزق ذمه وار شي نو بايد په دې پوه وي چي كله څوك پر دې ټولي اضافه كېږي او كله ترې كمېږي، همدې ته په پام سره به دوى ته د رزق او روزي انتظام كوي، كله چي د رزق او روزي په اړه بحث كېږي نو د روزي خوړونكو د راتگ او تگ نېټه په پام كي وي نه د دوى د اوسېدو او ستنېدو ځايونه، كه مستقر او مستودع د مكان صيغې ونيولى شي د فقرو ترمنځ ارتباط او نظم كي خلل راپيدا كېږي.

اوبه او بوټي له زمكي راپيدا شوي

قرآن وايي چي الله تعالى د زمكي دا اوبه او بوټي په خپله له دې زمكي راپيدا كړي، له بل ځاى زمكي ته نه دي راوړل شوي، په دې اړه د قرآن آيت دا دئ:

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (۳۰) أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا * النازعات: ۳۱-۳۰

او له دې وروسته ئې زمكه خوره كړه، د هغې اوبه او د هغې واښه ئې ترې راوايستل,

دا آيتونه د زمكي درې ځانگړتياوي په گوته كوي:

الف: زمكه ئې د آسمان له تسويې او برابرولو وروسته آواره كړه، ځينو مفسرينو دا گمان كړى چي د (بعد ذلك) ښايي مراد دا وي چي زمكه او آسمان يو له بل وروسته په يوه زماني تفاوت سره پيدا شوي، لومړى يو او ورپسې بل، ځينو دا مخكي گڼلى او ځينو بل، دا په داسي حال كي چي قرآن په ډېر صراحت سره فرمايي چي زمكه او آسمان سره جوخت او يوه كتله وه او وروسته سره بېل شوي او په يوه وخت كي راپيدا شوي، داسي نه ده چي لومړى يو او بيا بل پيدا شوى وي، كوم آيتونه چي تأخير او تقدم افاده كوي هغه د زمكي او آسمان د تسويې د څرنگوالي بېلو بېلو پړاوونو ته اشاره كوي، نه د دوى د پيداېښت نېټې ته، يعني تسويه او برابرول ئې يو په بل پسي ترسره شوى، لكه چي دلته په۳۰ آيت كي ويل شوي چي د زمكي آوارول د آسمان له برابرولو وروسته ترسره شوي.

ب: په زمكه كي ئې اوبه خلق كړې او هغه ئې د زمكي له زړه راوايستې، د دې معنى دا ده چي اوبه له بل ځاى او له كومي بلي سيارې زمكي ته نه دي راانتقال شوې، بلكي په خپله په زمكه كي راپيدا شوې.

ج: په زمكه كي ئې د نباتاتو د راټوكولو استعداد اېښى، د اوبو له پيداېښت وروسته ئې د هغې نباتات راشنه كړل، نو دا نباتات هم له بله ځايه زمكي ته نه دي راوړل شوي، بلكي د زمكي له زړە راټوكېدلي.

دې ته مو بايد پام وي چي دا دوه مسئلې (د زمكي پر سر اوبه څنگه راپيدا شوې او نباتات څنگه راشنه شوي) له هغو مسائلو دي چي له اوږدې مودې راايسي تحقيقات ورباندي روان دي او ساينس نن هغي نتيجې ته رسېدلى چي قرآن څوارلس سوه كاله د مخه بيان كړې، ساينس نن همغه خبره كوي او وايي چي اوبه او نبات په خپله په زمكه كي راپيدا شوي او له بلي سيارې زمكي ته نه دي را انتقال شوي.

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018