تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ثور په اوومه د جهاد آزادی اوصلح قائد ،مجاهد ورور حکمتیار د جمعې د خطبې بشپړ متن:

.

2018-04-28

بسم الله الرحمن الرحیم

يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ [8]

په دي آیتونوکی الله تعالی دمنافقینو ځينی خصلتونو ته اشاره کوی 
چی ویل به یی چی کله مونږ مدینی ته ستانه شو نو د مدینی عزتمن او پتمن خلک به د مدینی سپک او ځلیله خلک وباسی 
او الله فرمای چی عزت د الله دی، د هغه دپیغمبر دی، د مومنانو دي منافقین نه پوهیږی .
د پیغمبر(ع) په دوران کی منافقین ځواکمن، شتمن او مخور وه د پیغمبر (ع) نه مخکی هغوی په مدینه غیر مناسب حکمت کوه خلک پری را ټول او دخلکو قیادت د دوی په لاس کی وه د قریشو سره هم ډیر نژدی, ژور او پټ تعلقات و هغه قریش چی په ټول عامو باند حکمت کوه دی ته په پام سره دوی ځانونو ته د عزتمنوگومان کوه
پس عزت زمونژ دی ،قدرت زمونر په لاس کی دی خلک زمونر سره دی تل لپاره به حکمت زمونر سره وی او د هر څه پریکړه چی کو هماغه به کیږی .
د یو سفر نه د راستنیدلو په دوران کی د دغو منافقینو مشرانو دا پریکړه وکړه چی کله مدینی ته ستانه شو دغه چی د بهر نه راغلی دی او د مکی نه مهاجر شوي اوس فکر کوی چی دا توله مدینه د دوی په لاس کی ده دلته به د دوی حکمت چليږی دلته به د دوی خبره شه خبره وی دا نور نه منو درومو او د مدینی نه دا سپک او ځلیله خلک وباسو هغه مومنان مخلص مومنان هغه چی هر سه یی د خدای په لاره وقف کړی قربانی،کړاونه ...دا ور ته سپک معلومیږی دوی ته په سپکه کتل هغوی تحقیرول ځان ورته لوړ او اوچت معلومیږی ځکه چی په ځان یی دا باور وه چی مدینی ته لاړ شی دا هر سه به د منځه ځی .
گومان یی داوه چی دبل په خواکي عزتمن کیدای شی او عزت ته رسیدلی شی .

او الله تعالی وای چی عزت دالله او دهغه د رسول او مومنانو سره دی هر څوک دعزت لپاره بیل بیل معیارونه لری څوک فکر کوی عزت په شتمنی کی دی،څوک فکر کوی چی اقتدار ته رسیدل عزت دی.
خو قرآن وای چی عزت په ایمان کی دی مومن عزتمن دی او الله تعالی لوری ته نیکه کلمه لوړه ځی الله فرمای څوک چی عزت غواړی نو ټول عزت زما سره دی أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

ستا صالح عمل اوستا ایمان دی چی ستا ته رفعت درکوی د الله په نزد هغه څوک عزتمن دی څوک چی ایمان لری او صالح عمل ولري کرداری سم وی اخلاق یی سم وی او خلک هم دی ته ارزش ورکوی.
هغه څوک چی به لاس کی قدرت ولری ،شتمن هم وی، واکمن هم وی، تولنه او اجتماع کی منلی وی چی ایمان یی ناسم اوعمل یی نا صالح وی په ظاهر به دهغه در ناوی کوی خو په حقیقت کي هغه ځلیل او په سپکه سترگه گوری او د هغه نه کرکه کوی سومره قدرتمن ستاسو نه مخکی تیرشوی دی چی خلک تری کرکه کوی مونږ خو ډیر داسی واکمن ،شتمن ،قدرتمن لیدی دی چی سپک او ځلیل دی په هر کور ،چم ،دیار کی دهغه څخه کرکه او نفرت کوی.

منافقین دقدرت ته درسیدلو لپاره یوه غلته لاره انتخاب کړی دیو وسیلی په توگه چی عزت پکی نه اوسیږي.
مونږ اوستاسی یی په افغانستان کی د خپل په سترگو عملآ لیدلی دی .

نن( دثـــــور اومه 7ده ) د مونږ په تاریخ کی تر ټولو توره او سپیره ورځ د یو لویي فاجعی ادامه( دشوروی د یرغلل لپاره مقدمه) څو سپیره دپردیو په لاس روزل شوی د ملت او ملی شتمنیو پردی را غنډ شول او څو تانگونه یی د یو فرقی څخه را واخستل د هماغی نیټی نه د وینو دتویدو لړی پیل شوه او تر نن پوری دوام لری .
څلورلسیزی څلویښت کاله دوه ملیونو نه زیاد افغانان وژل شوی که و وایم چی شاید د ملت نمایی مهاجر شوی وی مبالغه به می نه وی کړی نمای!
دشوروی دځواکونو په دوران کی شپږملیونه او دا نن هم مونږ اته ملیونۀ مهاجر لرو چی يا د هیواد د بهر دی یا دکور دننه دی او دا نن هم د څلویښت کلونو را په دیخوا هره ورځ د 100 نه زیاد افغانان مری او همدا اوس هم د توبونو ،تانگونو،مرمیو،ډزی روانی دی د دی تولو مسؤلیت دغو سپکو او سپیرو کمونستانو په لاس کی دی همدا يي غوشتل چي د شوروی ځواکونه په مټ قدرت ته ورسیږی دا دوی هنر نه وه کاشکی د دوی دا هنر وای دا د روسانو پریکړه وه چی افغانستان باید ونیسی او په افغانستان یی هم اکتفا نه کوله غوښتل یی د دی وړاند لاړ شی د دی شعار سره راغلی وه چی خپل پښی د کراچی په صاحل کی پری منيځی دا دروسانو د مسکو پریکړه وه چی افغانستان به نیسی او لومړی کودتا هغوی مهندسی کړی وه او دهغه هم دلومری کودتا پریکره په مسکو کی شوی وه( کی جی بی) او د روسی سفیر ته دا دنده سپارل شوی وه چی هغه افسران چی په روسی که تربیه شوی دسردار داود په مشری په وتاکه انتخاب دمشر هم په مسکو کی وشه او هغه دا چی تانگونه به وباسی .
چی دا دواړه کودتا د افغانستان د اسلامی نهضت په وړاندی یو غبرگون او عکس العمل وه . 
دوی ولیدل چی اسلامی نهضت په ډیره چټکیا سره مخته درومی ټول ځوان نسل د دی صف او صفوفو کی وصل کیږی .
دغه پوهنتون زمونږ په څو کيلومترکي دي 
دغه زمونږ يو مزبوط سنگروه کمونستانو ونه شول کولای دا دهغوي دیوخت اډه وه په پشپره توگه پری مسلط وه او زمونږ په سنگر بدله شوه کمونستانو ماته وخوړه او روسانو دا حالت په ډیر دقت سره څيړه متوجه وه چی حالت سنگه گیږی که دوه دری کاله داوضيعت وی د کمونستانو ټغر تولیږی د محصیلونو داتحادی په ارتباط انتخابات وشول دریم ځل انتخابات دنهضت اسلامی دپیل نه دری کاله ورسته مونږ په دی انتخاباتو کی د66 کرسیونه 37 تر لاسه کړی او په دی انتخاباتو کی دیره او خاصه ځانکړتيا داوه چی یولسو لومړیو صنفونو کی لس یی استازی جوانان مسلمان وه یو زمونږ پرته بل څوک پیدا شول او د دی وجه داوه چی هلته مونږ دوه کاندیدان لرل او زمونږ رایه وویشل شوه چی په نتیجه کی یو څوک شوله جاوید برحاله شول او ددی په اهمیت روسان شه پوهیږی چی د لمړی صنفونو وضیعت داسی دی وروسته به وضیت سه وی په دی معنا چی ټول نوی نسل په پشپړه توگه د اسلامی نهضت سره یو ځای شی هغوی لیدل چی ظاهرشاه د دی وضیت د محالونه عاجز دی باید تغیر راشی پریکړه وشوه چی باید کــودتا وشی لومړی کودتا ترسره شوه او هغه کودتا په داسی وخت کی وشوه چی مونږ اطراف تقریبآ ټول نیولی وه په( اوم 7) د ثور کودتا وشوه په( نهم 9)د ثور زمونږ عملیات ترسره شول او ولسوالی مو ونیولی الحمدالله چی الله تعالی دا لطف کړی وه چی مونږ مخکی امده و مجاهدین مو درلودل روزل شوی وه او دغسی یو پیښی ته چمتو وه که داسی نه وای مونږ جنگی تجربه نه وای د مخکی نه مو افراد نه درلودل او مسلح نه وای او دا کودتا شوي وای خدای خبر چی دافغانستان برخلیلک به سومر تور تم وه ولی الحمدالله مونر چمتو وه دیو ولسوالی نیول هم آسانه کار نه دی داسی حال چی افغانستان کی لژ تر لژه دعسي سترعمیالتو (50) تیری کلونک کي سابقه نه لرله .

یواځی دا نه حفیظ الله امین یوه وړه رساله کی یودڅو صفحی دخپل کودتا لپاره دا دلیل وړاندی کړي چی مونږمجبور و دغه نه بله چاره نه وه اخوانیان چمتو وه په فوځ کی افسران تربیه کړی که مونر دا کودتا نه وای کړی دوی کودتا کوله.
شاید رشتیا هم وای!- وضیت د مرکز همداسی وه هغوی کتل چی د فوځ افسران د اسلامی نهضت سره يو ځای کیدل ، مسکو او سفارت په دقت سره دا وضیت څړل نو د همدی لپاره یی اقدام وکړه چی سردار داود ووژل شی او دوی قدرت ته ورسیږی کمونستانو گومان کوه چی د دی لاری به دوی قدرت ته ورسیژی.

متاسفانه ولیدل چی خپل دڅه رنگ برخلیک سره مخ شول او هیواد یی د سه برخلیلک سره مخ کړه .
ځینی نور هم د دی په ځای چی د کمونستانو د دی غلتی تجربی نه پند واخلی او تکرار یی نه کړی دوی هم دا لړی غوره کړه هغوی هم دروسانو سره سازش وکه په داسی وخت کی چی انقلاب د پلی په درشل کی وه زمونږ مقامت زمونږ جهاد د بریا په اخری درشل کی وه زمونر دبریا تر منځ یو څو ورځی پاتی وی .

متاسفانه دوی هم مسکو ته توجۀ وکړه هغوی سره يي موافقه وکړه چی د کمونستانو سره به یوه کډه جبۀ جوړوی اتلافی حکمت به جوړوی حکمت به ویشل کیږی او څوک چی د دی مخالفت کوی دسحنی نه لری کیږی کټ مټ هغه خبره چی په برلین کی منافقیونو کړی وه . لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ 
دوی فکر کوه چی شاید دروسانو دمټ په زور بـه اقتدار ته ورسیږی.
(اتم دثــور کودتا):
هغه چی اتم دثور دمجاهدینو بریا وای دا په حقیقت که دوه داوم دثوردی د دی توپیر په دي سره دی چی هلته کمونستان یواځی وه او اوسی یو تعداد د کیری او پکول سره یوځای شوی تفاوت فقد دومره وه .
او هلته یواځی مسکو د دی تر شاه وه او اوس نورهم د دی تر شا دی اتم دثور د مسکو او واکشتن( کی جی بی) او (c i a) کډه موافقه وکړه کډه اتلافی جبۀ یي جوړه کړه او کډ اتلافی حکمت یی جوړ کړه او منــسوبه یی دا وه چی خزب اسلام د پښو وغرځوی او دځان نه یی لری کړی دا په حقیقت کی د دوه تورو خونړيو ورځو کډه نیټه وه .

دلته ځینی داسی کسان پیدا شوی چی دشهید توجه ورکوی او ځینی د شرم نه کوي چی د مجاهدینو حکمت وای او سبا به دا توره ورځ د مجاهدینو په نوم لمانځی او پوهیږو چی مجاهدین هماغه دی چی پکول او کیره لری او دا مجاهدین فقد دا دوه صفته لری دا په داسی حال کی کابل ته راغلل چی د ارگ واکمنی قدرت دجنرال عبدالرشید دوستم په لاس کی وه د کابل امنیتی کمربند د دوی په لاس کی وه کارنیزیوم دکابل هم د دوی په لاس کی وه جنرال نبی اعظیمی یی قوماندان وه او جنرال آصف دلاور لوی درستیز وه چی دا دواړه دنجیب دحمکت پاتی شوی وه هر سه دخپل په ځای وه یواځی د دی نظام نه نجیب نه وه نور تول نظام دخپل په ځای وه او د پکول او کیری خاوندان په همداسی حالت کی راغلی دی .

د مجاهدینو ورځ متاسفیم هدف دا وه چی مجاهدین بد نام شی د جهاد دا ستره تاریخی تجربه ناکامه شی د جکړی عوامل وشودل شی چی مسکو او واشتن دا پریکړه کړی وه چی دمجاهدین حکمت یعنی دغه .
مسکو او واشتن پریکړه وکړه چی د پیړیو پیړیو جهاد تجربه تر سره شوی وه اویوستر اولوی وحشی مست ځواک ته یی ماته ورکړی 
شوروی په څیر ځواک ته او په تولی نړی کی یوه نوی فضا را منځ ته کړی وه اسلامی امت یی را ویښ کری وه،جهاد ،هجرت،شهادت او اسلامی حکمت ،اسلامی نظام ،خلافت دغسی ستر ستر مفاهیم یی را ژوندی کړی دی دا تجربه حتمآباید ناکامه شی.
مسکو ا واشتن سره کیناستل او دا اتم د ثور دی او دادی گورو چی دنن پوری دا جنگ ادامه لری د شوروی ځواکنونه میراث ناتوته پاتی شول.
متاسفیم چی د یو غاړی لوبغاړی هماغه وه چی پرون وه کورنی لوبغاړی هغه چی پرون د شوروی ځواکونو په خدمت کی وه او نن دناتو پرون یی روسی ځواکونو ته د مجاهدینو په خلاف کوردینات ورکول او نن یی د ناتو ځواکونوته په دومره توپیر سره چی سیاسی او قومی رقیب ته د تروريست ،طالب ،داعش په نوم معرفی کړی او بم دي پری و غرځوی همداسی چی دکندوز چهاردره کی وشول او څه موده وړاند په فرا کی او په کوډ کوډ دافغانستان کی په وار وار تکرار شوی دی دغه غلت کوردیناتونه دوی ور کوی فقد همدومره وه توپیر یی .

هغوی ته وای الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ عزت دالله دی عزت د پیغمبر دی او د مومنانو سره دي
مونږه داقتدار نه محروم شوي یو زمونږ د ځپلو لپاره دشر اوفسا ځواکونو لاسونه و رکړی زمونږ افراد محروم شوی ،زندانی شوی ،په شهادت رسیدلی،هجرت ته اړ شوی ،کورنه یی وران شوی.

هیچا دا گومان نه کاوه چی حزب اسلامی سره د دومره قربانیانو،دپوره ستونزو،کړاونو ،گواشونو،ژوندی پاتی شی !
ولی الحمدالله ژوندی دی سرلوړی عزتمن اوځواکمن دی نه کمزوری شول نه یي اعتبار د منځه تللي که نن ادعا وکړو چی یواځینی پاتی منظم ځواکمن ملت ته معقول د ولس دحمایت نه برخمن حزب دی مبالغه بـه نه وی کړی او دا یو حقیقت دی .

بیا وایم وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا
يَعْلَمُونَ 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018