تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ :درېیمه برخه

ورور حکمتیار

2018-05-01

د غرونو پيدايښت

د غرونو د پيدايښت څرنگوالى يوه له هغو مهمو مسائلو ده چي ساينسپوهانو پرې ژور بحثونه كړي او مختلف نظريات وړاندي شوي، يوه نظريه دا ده چي په ابتداء كي او هغه مهال چي د زمكي ډبرين قشر لا پرېړ او مضبوط شوى نه وو، د داخلي فشار له كبله چاودېدو، له چاودونو ئې د زمكي ويلي مواد راوتل او له همدغو غرونه جوړ شوي.

• بله نظريه دا ده چي د زمكي د ډبرين قشر ستري ستري دړي چي د خوځېدو په حالت كي دي، يوه پر بلي فشار اچوي، له منځه ئې ډبري بر راوځي او غرونه ترې جوړ شوي.

• بله نظريه دا ده چي همدا ډبريني دړي يوه تر بلي لاندي كېږي او د يوې له بره شوې ژۍ غرونه جوړ شوي، ځيني غرونه د اورشيندو له كبله جوړ شوي، هغه ويلي مواد چي د دغو اورشيندو له كبله بهر راوځي، غرونه ترې جوړېږي.

دا بېل بېل نظريات د بېلو بېلو غرونو د جوړېدو څرنگوالى ښيي، ځيني په يوه طريقه او ځيني په بلي طريقې جوړ شوي.

دې تصويرونو ته لږ ځير شئ:

دا د جوش شوې هگۍ انځور دئ، پټوكى ئې د جوشېدو په وخت كي مات شوى، مواد ئې بهر راوتلي او كلك شوي، غرونه همداسي جوړ شوي.

لكه چي په انځور كي گورئ راوتلي مواد ښوى دي، غرونه هم په پيل كي همداسي ښوى وو، د بارانونو، سيلونو، او طبيعي حوادثو له كبله ئې اوسنۍ بڼه غوره كړې دي.

راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي: 

په قرآن كي غرونه د جبل، جمع ئې جبال او رواسي (د راسيه او راسي جمع) په نامه ياد شوي، ۴۱ ځله د جبل په نامه او ۹ ځله د رواسي په نامه. جبل ئې نوم دئ او رواسي (لنگرونه) ئې صفت او د جوړېدو كيفيت په گوته كوي.

قرآن په زمكي كي د غرونو د پيدايښت په اړه داسي فرمايي:

وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (۱۵) وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ *

النحل: ۱۶-۱۵

او په زمكي كي ئې لنگرونه (غرونه) واچول چي تاسو ونه لړزوي، او نهرونه او داسي لاري چي (له يوې سيمي بلي ته) لار پيدا كړئ. او نښي، او په ستورو سره خو دوى لار مومي. د دې مباركو آيتونو په ژورو مطالبو د ښه پوهېدو لپاره دا مطالب په پام كي ولرئ:

دلته د غرونو د پيدايښت په اړه د (القى: واچول) صيغه كارول شوې،

ولي د جوړولو او پيدا كولو پر ځاى دا صيغه راغلې؟

ولي د غرونو لپاره د جبال پر ځاى د (رواسي: لنگرونه) نوم راوړل شوى؟

آيا د غرونو تر پيدايښت وړاندي زمكه خوځېده؟

غرونو څنگه د هغې خوځښت له منځه يووړ؟

ولي نهرونه او لاري څنگ په څنگ ذكر شوې آيا د نهرونو او لارو تر منځ كوم تړاو شته؟

دې پوښتنو ته بايد دقيق او علمي ځوابونه ولټوو.

علمي څېړني ښيي چي غرونه د زمكي له زړه راټوكېدلي، ډېره برخه ئې د زمكي په زړه كي وي او لږ ئې بهر راوتلې وي، ځيني غرونه هغه مهال راوټوكېدل چي د زمكي بهرنى قشر سوړ او د ډبري په څېر كلك شو، خو نازك وو او د زمكي په سينه كي د متراكمي انرژۍ د فشار په وړاندي ئې مقاومت نشو كولى او په پر له پسې توگه چاودېدو، له دغو چاودونو ويلي مواد بهر شيندل كېدل او همدا ورو ورو په غرونو بدلېدل.

اوس هم د غرونو د جوړېدو لړۍ روانه ده او د اورشيندو په ترڅ كي غرونه د جوړېدو په حال كي دي خو په لږ پيمانه، دا ښيي چي د غرونو لپاره د (القى) صيغه كارول ډېر ستر علمي حقيقت افاده كوي او د قرآن يو ځلانده علمي اعجاز زموږ مخي ته ږدي.

د زمكي پر سر د غرونو د جوړېدو څرنگوالى له دې سره شباهت لري چي څوك هگۍ په جوښ اوبو كي كېږدي، د هگۍ زېړ او سپين ورو ورو گرم شي او وپړسېږي، د داخلي فشار له كبله د هگۍ پوستكى وچوي، د هگۍ سپين له چاودونو بهر راووځي او د چاودونو په امتداد لوړ پاتي شي، غرونه د زمكي پر سر همداسي جوړ شوي. 

د علمي څېړنو په ترڅ كي دا حقيقت هم ثابت شوى چي زمكه د پيدايښت په لومړيو مراحلو كي او هغه مهال چي بهرنى قشر ئې لا مضبوط او پرېړ شوى نه وو او غرونه لا نه وو پيدا شوي، د دغو چاودنو له كبله له شديدو او پر له پسې زلزلو سره مخامخ وه، دا غرونه د دې باعث شول چي د زمكي بهرنى قشر مضبوط او دروند شي، بېلي بېلي ټوټې ئې سره وصل او كوشېر (ويلډينگ) شي او د زلزلو مخه ونيول شي، دا داسي وگڼئ لكه چي د يخو اوبو پر سر د مات كنگل ټوټې له كوم لوى او دروند او ډېر سوړ كنگل سره ونښلي او په دې توگه ئې ماتېدا او خوځېدا متوقف شي. د غرونو لپاره د لنگر نوم غوره كول په حقيقت كي دغه ستر علمي حقيقت ته اشاره كوي او يقيناً چي دا د قرآن يو بل قاطع او ښكاره علمي اعجاز دئ.

په دې مباركو آيتونو كي غرونه، نهرونه او لاري يو د بل خوا ته ذكر شوي، دا ولي؟ د دوى تر منځ څه مناسبت شته چي څنگ په څنگ كي ياد شوي؟

د علمي څېړنو په ترڅ كي دا حقيقت هم ثابت شوى چي د زمكي د سر نهرونه د غرونو په وجه راپيدا شوي، كه غرونه نه وى نو نه به نهرونه وو، نه كاريزونه، نه چينې او نه د زمكي پر سر رواني اوبه. واوري په غرونو كي ذخيره كېږي او د دوبي په موسم كي ورو ورو ويلي كېږي او د نهرونو په بڼي كي بهېږي.

دغه نهرونه د دې باعث شوي چي خوړونه او درې رامنځته شي، د اوبو د مسير ډبري وسولېږي او خوړونه او درې په كي جوړ شي، او بيا په همدغو درو كي انسان ته له يوې سيمي بلي ته د تلو لاري پرانيستل شي، تاسو كه دا نن د لويو غرونو په سيمو كي تېرو شوو لارو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي ټولي لاري د نهرونو په ژۍ كي او په هغو درو كي تېري شوې چي دغو نهرونو رامنځته كړې دي. او دا له شكه پرته د قرآن بل ستر علمي اعجاز دئ چي غرونه، نهرونه او لاري ئې څنگ په څنگ ياد كړي.

د آيت دا برخه هم توجه او اهتمام ايجابوي چي وايي:

 لعلكم تهتدون* و علامات و بالنجم هم يهتدون: 

زمكه داسي جوړه شوې چي هري خوا ته علائم او نښي زموږ مخي ته ځلېږي، د همدغو علائمو له مخي موږ د خپل سرمنزل لورى او د تگ سمت ټاكلى او پېژندلى شو، كه دا علائم نه وى نو انسان ته به گرانه او حتى محال وه چي له يوې سيمي بلي ته د سفر په دوران كي د خپل هدف لورى او د تگ مسير تعيين كړي او لار ترې غلطه نشي.

 كله د غرونو څوكي ورته نښه شي، كله نهر، كله وچ خوړ، كله ځنگل، كله يوه ستره ونه، په لويو بيدياوو، بحرونو او فضاء كي هم د دغو علائمو له مخي خپل مسير تعيينوي، كه دا د زمكي د سر نښي ئې له سترگو غائبي شي نو بيا د ستورو له مخي خپل لورى او سمت ټاكي او لار مومي، لكه دا چي د شمالي قطب په ستوري سره د شمال او غرب لورى داسي ټاكي چي ښۍ اوږه د دې ستوري لوري ته برابره كړي، همدا لوري ئې شمال شي او مخامخ ئې غرب. د شمالي قطب ستورى له زمكي نږدې درې سوه نوري كاله لري پروت دئ، خو سره له دې حيرانوونكي لري واټن، موږ ئې نه يوازي ځلانده گورو بلكي تل ئې په همغه ثابت ځاى كي گورو!!

 قرآن د غرونو په اړه په بل آيت كي لارښوونه كوي او وايي: غرونه د زمكي مېخونه دي.

بايد وگورو چي آيا دا غرونه هسي د زمكي د سر لوړي دي، كه داسي څه چي مېخونو ته ورته دي، داسي چي ډېره برخه ئې په زمكي كي ننوتې ده او لږ بهر راوتلې ده؟ قرآن په دې اړە وايي:

أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا (۶) وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا  النبأ: ۷-۶

آيا دا زمكه مو يوه زانگو نه ده گرځولې؟ او دا غرونه، څو مېخونه؟

دا مبارك آيتونه موږ ته وايي:

• لږ دغي زمكي ته وگوره چي په غېږ كي ئې ژوند كوې او پر اوږو ئې درومې، ستا لپاره يوه زانگو، نه ډېره سخته او كلكه، هومره چي د استفادې وړ نه وي او نه هومره نرمه او پسته چي نه پرې تگ ممكن وي او نه د اوسېدو وړ، نه ډېره توده او نه له اندازې زياته سړە، ستا له طبيعي جوړښت سره متناسبه، هوا ئې معتدله، ستا د اوسېدو لپاره جوگه، تياره يوه زانگو، داسي چي كه ئې وضعيت لږ تر دې بدل وى، د تودوخي درجه ئې زياته يا كمه، فشار ئې لږ يا ډېر، د ورښت اندازه ئې زياته يا كمه او بله هره عادي تبديلي او تغيير ئې نظم له منځه وړي، ستا ژوند له جدي گواښ سره مخامخ كوي او دا زانگو ستا لپاره گور گرځوي!!

• د زمكي له اوارو لږ د لوړو په لور، غرونو ته سترگي واړوه، آيا دې ته دي پام شوى چي دا غرونه ستا د زمكي مېخونه دي او ونډه ئې د زمكي د زانگو په راټينگولو او تمولو كي هومره ده لكه د كيږدۍ په درولو كي د مېږويو او د يوه صندوق په جوړولو كي د مېخونو، هو دا د زمكي مېخونه دي، په څو معنى وو:

الف: داسي مه انگېره چي دا غرونه يوازي د زمكي پر سر لوړي دي، گمان مه كوه چي د زمكي پورتنۍ برخه گونځي شوې او دا لوړي او ژوري په كي راپيدا شوې، تا ته به غرونه د خاورو او تيږو لوړي غونډۍ برېښي، خو حقيقت داسي نه دئ، غرونه د مېخونو په څېر د زمكي په زړه كي ننوتي، لويه برخه ئې د زمكي په زړه كي او وړه برخه ئې راوتلې او د زمكي پر سر ده.

او آيا پوهېږئ چي دا د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دئ، انسان اوس او په شلمه پېړۍ كي په دې پوه شو چي واقعاً غرونه هسي د زمكي د سر لوړي نه دي، بلكي د مېخونو په څېر ئې لويه برخه د زمكي په زړه كي او وړه برخه ئې د زمكي پر سر ده.

ب: دغو سترو او درنو غرونو د زمكي بېلې بېلې برخي په خپلو كي سره كلكي نښلولې دي، داسي لكه د اوسپني تختې چي د ولډنگ په ذريعه په خپلو كي سره ونښلي، دا غرونه د زمكي پر سر هغه درانه پېټي وگڼئ چي نه پرېږدي د زمكي هغه كلك او ډبرين پوستكى چي تر خاورو څو كيلومتره لاندي دئ، د هغه فشار په وجه مات شي چي د زمكي له زړه د خوټېدونكو موادو راولاړېږي، په دې ترتيب غرونه د زمكي د زلزلو مخنيوى كوي، انسان له ډېرو علمي څېړنو وروسته نن په دې حقيقت پوه شوى چي د زمكي تر خاورين قشر لاندي، د كلكي ډبري پرېړ پوستكى راتاو شوى او د زمكي په زړه كي د ډېر فشار او تودوخي په وجه هر څه ويلي او د خوټېدو په حالت كي دي، له دې چي كوم فشار راپيدا كېږي هغه داسي وگڼئ لكه په سره اور پروت، د خوټېدو په حال كي د بخار دېگ چي له داخله تر سخت فشار لاندي وي، د زمكي ډبرين پوستكى هم دې ته ورته د ډېر ستر فشار لاندي وي، كه دا غرونه او د دوى زيات وزن نه وى نو د دې فشار په وړاندي به ئې د مقاومت تاب نه درلود او دلته هلته به يو په بل پسې ماتېدو او زلزلې به راولاړېدې.

دا د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دئ چي غرونه ئې د (مېخونو) او (لنگر) په نامه ياد كړي او دا هغه حقيقت دئ چي انسان فقط په دې پېړۍ كي ورباندي پوه شو.

قرآن دا حقيقت هم بيان كړى چي د غرونو له راپيدا كېدو د مخه زمكه خوځېده، له پرله پسې زلزلو سره مخامخ وه، الله تعالى غرونه ورباندي راپيدا كړل او دا خوځښت ئې سنبال شو او دا هم د غرونو په ارتباط يو بل ستر علمي حقيقت دئ چي انسان اوس ورباندي پوه شوى.

ج: په دې هم پوهېږو چي غرونه د اوبو زېرمي په خپلي سېنې كي ساتي، د واوري ستر ستر ذخائر له فوري ويلي كېدو ساتي، نهرونه، چينې او كارېزونه له همدې غرونو رابهېږي، د مختلفو سيمو د هوا او موسم په تغيير او د رنگ رنگ نباتاتو په زرغونېدو كي د غرونو ونډه ډېره اساسي او ټاكونكې ده، نو غرونه له دې پلوه هم د زمكي د خيمې لپاره د مېخونو حيثيت لري چي د ژوند د بقاء او ژونديو ته د رزق او روزي په برابرولو كي مؤثره ونډه لري.

په شپږو ورځو كي د عالم پيدايښت

ځيني داسي گمان كوي چي دا كائنات به له لومړۍ ورځي داسي پيدا شوى وي لكه چي همدا اوس ئې گورو، كمونيستانو ويل: ماده ازلي او ابدي ده، نه پيدا شوې او نه له منځه ځي، تر دوى وړاندي مزدك وويل: عالم يوه تلپاتې لمبه ده.

د ډېرو له بدلون سره جوړه نه وي، نه تر دې وړاندي بدلون مني او نه تر دې وروسته، هر څه ورته ثابت، دائمي او تغيير نه منونكي برېښي،

خو د علمي څېړنو په ترڅ كي جوته شوې چي د عالم اوسنى جوړښت د ډېرو سترو سترو تغييراتو او بدلونونو نتيجه ده، نه زمكه په سر كي دغسي وه، نه لمر او نه د آسمان نور ستوري، نه ماده وه او نه ئې عناصر او مركبات، د عالم هر څه په بېلو بېلو مراحلو كي او د جلا جلا تحولاتو په ترڅ كي پيدا شوي.

 دا زمكه، سپوږمۍ او ځيني ستوري چي نن ئې د جامدو كتلو په توگه گورو يو مهال نه ول، بيا د گاز په څېر كتله وه، بيا عناصر او مركبات په كي جوړ شوي او له اوږدې مودې وروسته ئې اوسنى حالت غوره كړى، د لمر په شمول په گڼ شمېر ستورو كي همدا اوس دغه لړۍ روانه ده.

څېړني وايي چي د دې عالم عمر نږدې ديارلس نيم مليارده كاله دئ،

د لمر عمر ۴،۷ مليارده كاله دئ،

لمر به نږدې پنځه مليارده كاله نور دغه ځلانده حالت حفظ كړى شي، بيا به ئې د سوند توكي ختم شي او خپله ځلا او تودوخه به له لاسه وركړي.

 او د دې خبري معنى دا ده چي زموږ دغه لمر د عالم له پيدايښت نږدې ۸،۸ مليارده كاله وروسته پيدا شوى!!

راشئ د ساينسپوهانو دغه علمي لاسته راوړني د قرآن په څنگ كي كېږدو او وگورو چي د قرآن له ويناوو سره اړخ لگوي كه نه!!

 دغو آيتونو ته ځير شئ:

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ (۹) وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ (۱۰) ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ (۱۱) فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ  فصلت: ۱۲-۹

ووايه: آيا تاسو د هغه ذات په اړه كفر كوئ چي زمكه ئې په دوو ورځو كي پيدا كړه او ده ته سيالان ټاكئ، همدا د عالمونو رب دئ،

او په څلورو ورځو كي ئې په هغې كي له پاسه لنگرونه (غرونه) جوړ كړل، په هغې كي ئې بركت واچاوو، او په هغې كي ئې د غوښتونكو له حاجت سره سم روزي وټاكله،

بيا ئې د آسمان لوري ته مخه كړه په داسي حال كي چي لوگى وو، نو هغه او زمكي ته ئې وويل: په خپله خوښه يا په نه زړه راوړاندي شئ، وئې ويل: په خپله خوښه راځو، نو هغه ئې په دوو ورځو كي اوه آسمانونه كړل او په هر آسمان كي ئې د هغه اړوند چارو وحي وكړه،

او نږدې آسمان مو په څراغونو (ستورو) سره ښايسته او خوندي كړ، همدا د پوه عزتمن رب ټاكنه ده. 

په دې مباركو آيتونو كي د دغو اساسي مطالبو شاهد يو:

• آسمانونه او زمكه په شپږو ورځو (مراحلو) كي پيدا شوي.

• په دوو مرحلو كي آسمانونه او زمكه پيدا كړى شوي او په څلورو مرحلو كي د زمكي تسويه او برابرول بشپړ شوي. چي په دې كي يوه مرحله هغه ده چي د زمكي پر سر غرونه د لنگرونو په څېر پيدا كړى شول او په همدې سره ئې د زمكي لړزېدا تم كړه، بله ئې زمكي ته داسي جوړښت وركول دي چي د بركت ټاټوبى ترې جوړ شو، هم ئې ژوي په كي راپيدا كړل او هم ئې د هغوى رزق او روزي، دومره چي د ټولو حاجت ته په صحيح او بشپړە توگه ځواب ووايي.

• ټول كائنات، آسمانونه او زمكه او څه چي د دوى تر منځ دي، تر لومړي پيدايښت وړاندي د لوگي په څېر ول.

• نږدې آسمان په ستورو ښايسته شوى او د هغه په غېږ كي ټول ستوري په خوندي او مصون توگه ځاى پر ځاى شوي. دغو ستورو هم ښايست وركړى او هم ئې خوندي كړى.

•په ټولو آسمانونو كي د يوه الله سنن او اوامر حاكم دي، چي د عالم هري برخي ته ولاړ شئ او د هغه ځاى حاكم سنن او طبيعي ضوابط وڅېړئ نو وبه گورئ چي په بشپړە توگه سره ورته دي او ښيي چي منشأ ئې يوه ده او وضع كوونكى ئې يو دئ، نه دوه او يا تر دې هم زيات.

• په زمكي كي د ټولو ژوو لپاره دومره رزق او روزي تعبيه شوې چي د ټولو حاجتونو ته ځواب وايي. 

كه د دغو مباركو آيتونو اساسي مطالبو ته لږ ځير شئ نو وبه گورئ چي فقره فقره ئې همغه څه وايي چي څېړونكي او ساينسپوهان اوس پرې پوه شوي.

دې ته مو پام وي چي په پورتنيو آيتونو كي ويل شوي چي زمكه ئې په دوو ورځو كي پيدا كړە او ورپسې ويل شوي چي په څلورو ورځو كي ئې هغه تسويه او برابره كړە، او ورپسې ويل شوي چي بيا ئې د آسمان لوري ته مخه كړه په داسي حال كي چي لوگى وو، نو هغه او زمكي ته ئې وويل: په خپله خوښه يا په نه زړە راوړاندي شئ، وئې ويل: په خپله خوښه راځو، نو هغه ئې په دوو ورځو كي اوه آسمانونه كړل، ځيني معاندين اعتراض كوي چي دا خو شپږ نه بلكي اته ورځي شوې!!

شپږ ورځي د زمكي د پيدايښت او تسويي او دوه ورځي د آسمانونو د پيدايښت او تنظيم!!

حال دا چي قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي وايي چي ټول عالم آسمانونه او زمكه په شپږ ورځو كي (شپږو تكويني مراحلو) كي پيدا شوي، په دې آيت كي هم جمعاً شپږ ورځي ښودل شوې، كه څوك په صفا ذهن سره ځير شي نو په آسانۍ سره پوهېدى شي چي د زمكي د پيدايښت لومړۍ دوه ورځي همغه دي چي په ترڅ كي ئې آسمانونه هم پيدا شوي او اړوند جوړښتونه ئې په برخه شوي، د زمكي پر تسويي څلور نور مراحل تېر شوي، جمعاً شپږ مراحل.

خو له دې مبارك دا هم معلومېږي چي دغه مراحل او تغييرات چي د زمكي په ارتباط راغلي د آسمانونو په ارتباط نه دي پلي شوي.

له دې وينا زما انتباه دا ده چي زمكه يوه استثنايي كتله ده، نور له څلورو مراحلو تېر شوي او زمكه له شپږو.

ښايي دا شپږگوني مراحل داسي وي:

۱. لومړنى انفجار

۲. د ستور ليكو پيدايښت، د متكاثفي انرژي په بڼه كي (د قرآن په اصطلاح دخان)

۳. د عناصرو توليد او د مركباتو رامنځته كېدا

۴. د غرونو پيدايښت

۵. د ژوو لپاره مساعد محيط او شرائط برابرول او د هغوى د رزق انتظام

۶. د ژوو پيدايښت

دې ته مو بايد پام وي چي قرآن د آسمانونو او زمكي پيدايښت هممهال بولي او وايي چي دواړه سره نښتي ول او په يوه وخت سره بېل شوي،

 نو د دې معنى دا ده چي نه آسمان تر زمكي وړاندي پيدا شوى او نه زمكه تر آسمان وړاندي، دا بحث غلط او بې بنسټه دئ چي څوك د يوه پيدايښت تر بل وړاندي گڼي، دواړه په يوه وخت پيدا شوي، البته د زمكي تسويه او برابرول د دواړو له يو ځايي پيدايښت وروسته پيل شوې او څلور بېل بېل پړاوونه پرې تېر شوي چي اوسنى حالت ئې غوره كړى.

• په دې مباركو آيتونو كي د قرآن د علمي اعجاز يوه بله ځلانده او انكار نه منونكې بېلگه زموږ په وړاندي ځلېږي، داسي بېلگه چي كه ئې د هر عادل محقق او منصف ساينس پوه په وړاندي كېږدو نو له دې پرته به د بل څه ويلو جسارت ونه كړي چي يقيناً دا قرآن د داسي ذات كتاب دئ چي د عالم په ټولو اسرارو ښه پوه دئ، په داسي اسرارو چي انسان نن او په شلمي پېړۍ كي پرې پوه شو. راشئ د دې آيتونو په وړاندي لږ توقف وكړو او مطالبو ته ئې ځير شو. دا آيتونه وايي:

• رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه كوي چي خپلو مخاطبيبنو ته ووايي:

آيا تاسو د هغه ذات په اړه كفر كوئ چي زمكه ئې په دوو ورځو كي پيدا كړه، آيا همدې ذات ته سيالان ټاكئ؟!! همدا د عالمونو پالونكى دئ، هغه ذات چي په زمكي كي ئې داسي غرونه پيدا كړل چي لنگرونو ته ورته دي، همغه كار كوي چي د كشتۍ په اړه ئې د هغې لنگرونه كوي، له بركتونو ئې ډكه كړه، او په څلورو ورځو كي ئې په هغې كي د ټولو هغو ژوو د ضرورت او اړتيا وړ رزق پيدا كړ چي د زمكي په غېږ كي ژوند كوي، د دوى د غوښتنو او اړتياوو په تناسب، نه زيات نه كم، بلكي په ټاكلې اندازه، بيا د آسمان لوري ته متوجه شو په داسي حال كي چي هغه لوگى وو نو هغه او زمكي ته ئې وويل: په خوښه او ناخوښه راشئ، دواړو وويل: په خوښه راغلو، يعني دواړه د هغو ضوابطو په وړاندي په بشپړه توگه منقاد دي چي الله تعالى وضع كړي، همغه څه كوي چي الله تعالى پرې گمارلي، همغسي جوړ شوي چي الله تعالى غوښتل، هغوى ئې اوه آسمانونه كړل، دا كار هم په همغو دوو ورځو كي بشپړ شو، په هر آسمان كي ئې د هغه د كار د څرنگوالي او تدبير په اړه اوامر صادر كړل، د دنيا آسمان ئې د څراغونو په څېر رڼو ستورو سره ښايسته كړ او د حفاظت داسي انتظام ئې وكړ چي دا آسمان هم زموږ د زمكي لپاره يو محفوظ چت وي او هم ئې هر ستورى په خپل خپل ځاى او مسير كي وساتو او د دوى تر منځ ئې د تصادم او ټكر مخه ونيوله.

ستوري په همدې بڼي كي د پيدايښت او تنظيم له كبله د دې باعث شوي چي يو ثابت نظام رامنځته شي او هر څه په فضاء كي په يوه ځانگړي ځاى او مسير كي وساتل شي او د ټكر او تصادم مخه ونيول شي، نو ستورو هم آسمان ته ښايست وركړى او هم ئې آسمان حفظ كړى او د بدنظمۍ مخه ئې نيولې.

د زمكي او آسمانونو په دې پيدايښت او انتظام كي د داسي خالق، پالونكي او ساتونكي د پوهي او ځواكمنۍ مظاهر په څرگنده گورو چي دا ټاكنه او تقدير د ده له لوري دئ.

نن ساينسپوهان وايي:

• په سر كي د عالم ټول اجرام سره نښتي ول او يوه متكاثفه كتله وه، دا كتله لوگي ته ورته وه، د يوه انفجار په ترڅ كي سره بېل شوي، ورو ورو د لوگي دغو جلا شوو كتلو مادي بڼه غوره كړې، د لمر په څېر ځيني ستر اجرام لا تر اوسه د لوگي په بڼي كي پاته شوي.

• د زمكي پر سر غرونه ډېر وروسته راپيدا شوي، د غرونو تر پيدا كېدو وړاندي زمكه ډېره خوځېدله، بهرنى ډبرين قشر او پوټكى ئې په پر له پسې توگه ماتېدو او د همدې ماتېدلو له كبله زلزلې راتلې، خو د همدغو غرونو له پيدايښت وروسته دا خوځښت او زلزلې راكمي شوې او زمكي اوسنى حالت غوره كړ.

• په دغو غرونو سره نه يوازي د زمكي هغه پر له پسې خوځښت او زلزلې متوقف شوې بلكي په زمكي كي داسي شرائط برابر شول چي بېلي بېلي سيمي ئې د بېلو بېلو ژوو د پيدايښت لپاره جوگه شي، په زمكي كي د ژوو او د دوى د رزق او روزي د پيدايښت لړۍ له دې وروسته پيل شوه.

او دا ټول هغه څه دي چي قرآن په دغو او نورو آيتونو كي څوارلس پېړۍ وړاندي ويلي!!

د ټول عالم او كائنات يو رنگوالى

قرآن وايي چي دا ټول عالم سره ورته دئ، بنسټ ئې يو دئ، د دې خور عالم په هيڅ برخي كي تضاد، تفاوت او توپير نشئ موندلى:

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ (۳) ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ  الملك: ۴-۳

هغه ذات چي اوه آسمانونه ئې پوړ پوړ پيدا كړل، د رحمن په مخلوقاتو كي بېلوالى ليدى نه شې، نو سترگي وغړوه، آيا كوم چاود گورې؟ بيا هم سترگي په وار وار وغړوه، ستا سترگي به ستا په لوري نامراده راگرځي او ارمانجني به وي.

د دې مباركو آيتونو په اړه څو خبري په پام كي ولرئ:

قرآن كله د زمكي برنۍ فضاء د آسمان په نامه يادوي او كله آسمان د ټول كائنات د چت او سقف په توگه يادوي، يعني آسمان هم د زمكي مربوط مدارونه او هم هغه اوه گوني طبقات دي چي دا ټول كائنات ئې احاطه كړى. له وروستي آيته په صراحت سره معلومېږي چي دلته له اوو آسمانونو مراد هغه اوه طبقې دي چي يوه لاندنۍ او زمكي ته تر ټولو نږدې ئې ټول سماوي اجرام په خپلي غېږ كي نيولي، او نور شپږ ئې تر دې بر او يو د بل د پاسه، خو قرآن فرمايي چي ټول سره ورته دي، او په خپلو كي ئې توپير او تفاوت نشته.

دا خبره د ډېر دقت او تأني وړ ده چي قرآن وايي: د عالم ټول مخلوقات د آسمانونو په شمول ورته والى لري او په هيڅ ځاى كي ئې توپير او چاود نه شې موندلى!!

ساينسي تحقيقاتو ښودلې چي زموږ له زمكي تر ټولو لري ستورى او تر ټولو لري ستور ليكى، په خپل جوړښت او د هغو ضوابطو له مخي چي پرې حكومت كوي، زموږ زمكي او ستور ليكي ته ورته دي، او دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، د قرآن له نزول څوارلس پېړۍ وروسته انسان په دې پوه شو چي د كائنات په هري برخي كي د عالم په ټولو مخلوقاتو كي د توپير او تفاوت په ځاى يووالى او مطابقت شته.

برادر محترم استاد شهير پرسش و ملاحظه اى دارند در باره عرش نوشته اند: اگر آن را به معنى سيطره بگيريم اين آيه را چگونه تفسير خواهيم كرد كه مى فرمايد: الرحمن على العرش استوى، و يا اين آيه را كه مى فرمايد: يحمل عرش ربك فوقهم يومئذ ثمانية؟

محضر ايشان عرض مى كنم: عرش عرش است، ما نه عرش را تشبيه مى كنيم و نه تأويل، نه با هيچ مخلوق روى زمين تشبيه مى كنيم و نه به معنى سيطره و سلطه و قدرت تأويل مى كنيم، از تشبيه هم منع شده ايم و از تأويل نيز، تأويلش را جز خدا احدى نمى داند، لا يعلم تأويله الا الله، و در باره تشبيه نيز رهنمود قرآن اين است كه هيچ چيز اين عالم با خدا هيچ شباهتى ندارد. ليس كمثله شئ، نه عرشش و نه استوى اش بر عرش شبيه كدام مخلوق است، نه عرش چون تخت روى زمين است، و نه استوى پروردگار بر عرش چون نشستن انسان بر تخت، و نه استقرار عرش خدا بر آب چون استقرار تخت روى زمين بر آب و سطح هموار ديگر.

با ذكر استوى خدا بر عرش مطلبى براى تفهيم ما افاده شده، و براى ما قابل فهم گرديده، و آن اين كه خدا حاكم و ملك آسمان ها و زمين است، همانگونه كه نشستن پادشاه بر تخت سلطنت به معنى آن است كه او فرمانرواى اين سرزمين شد.

اينها از جمله آيات متشابهات اند، آيه متشابه همان است كه در آن از فن تشبيه استفاده شده، اشياء عالم غيب با اشياء عالم شهود تشبيه شده، هر گاه اشياء عالم غيب براى قابل فهم شدن و تقرب به ذهن انسان با الفاظى معرفى مى گردد كه در اصل توسط انسان براى اشياء عالم شهود وضع گرديده، در باره اشياء عالم غيب نمى توان آن را به معنى متبادر و متداولش گرفت،

براى درك بيشتر و بهتر اين مطلب لطفاً به تفسير آيه هفتم سوره آل عمران در تفسير پلوشى مراجعه كنيد.

آيه اين است:

هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آَيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آَمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (۷)

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018