تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د امير ښاغلي حکمتيار افکار ملي ملاتړ ته اړتيا لري:

سلیمان سیدیار

2018-05-01

رښتینی ملی رهبر ورور حکمتیار له څلور لسیزو را په دیخوا افغانانو کې یو پیژندل شوی مطرح رهبر دی،  چې د خپلواکۍ تر لاس ته راړلو وروسته د افغانستان صدراعظم هم پاتی شوی و او اوس ته یې د سولې د تاریخي پړیکړې له مخې په داسې سیاسي معیار توافق کړی چې د رڼو ټاکنو له لارې به د اکثریت وګړو په خوښه داسې حکومت رامینځ ته کیږي چې د وطن په ګوټ ګوټ کې د حقوقو ساتنه وي؛‏ خو د بهرنیو مزدورانو غیر عادلانه عادتونو د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی او نه پریږدي چې د حکمتیار رښتیني، سوچه اسلامي افکار د افغانانو نصیب شي.

د سیاست ترڅنګ حکمتیار له پنځو لسیزو را په دیخوا له قرآن سره په تعلق او محبت کې تیر کړي دي چې له برکته یې د  قرآن پلوشې په نوم تفسیر او د ګڼ شمیر نورو اسلامي کتابونو لیکوال هم جوړ شوی دی، په دغه تفسیر کې شیخ القرآن جناب حکمتیار صیب په ډېره عام فهمه ژبه د آیتونو شرحه روښانه کړې او مخاطب ته یې قناعت ورکړی دی چې د قرآن د پوهاوي موخه صادق او مخلص مسلمان جوړیدنه ده.

حکمتیار په خپل تفسیر کې د اختلافی نظریو له تشریح ډډه کړې او د ساینس ثبوتونو په رڼا کې یې د حنفي مذهب موافق تفسیر ته ترجیح ورکړې، خو په څو محدودو مواردو کې یې د نورو مفسرینو رایو سره موافق تفسیر غوره کړی دی چې د خارجی مزدورانو لخوا په دی اړه هم غیر عادلانه تبلیغات ترسره شوي، ترڅو وکړای شي د قرآن پوهنې آسانه نسخې ته د افغانانو پاملرنه کمزورې کړي، ځکه افغانانو ته دعوت ورکوم چې لومړی دې ترپایه د دی تفسیر مطالعه وکړي ترڅو پخپله ورته څرګنده شې چې دا تفسیر له مسجد او مدرسۍ پرته د قرآن پوهنی پاملرنه وکړي چې د څو محدودو اختلافی نظریو نه په ناوړه ګټه اخیستنه خارجي مزدوران د مسلمانانو ترمینځ د فساد او نفاق څومره تخمونه شیندي دي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018