تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل :

فرهنگی او مطبوعاتی چارو ریاست

2018-05-01

د کابل د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو د حزب اسلامي افغانستان له مشر ښاغلي حکمتيار سره خپلې ستونزې شريکې کړې او د هواري غوښتنه ئې وکړه.
په پېل کې هر يو استاد وحیدالله سروري، استاد فروتن، استاد دينارګل، استاد شير شاه عزيزي او استاد عبدالولي وردک په خپل وار سره خبرې وکړي او له ښاغلي حکمتيار ئې مننه وکړه چي دوی ئې خپل حضور ته ومنل.
يادو استادانو وويل: له حکومت څخه مو څو ځله غوښتنه کړې ده چې د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين پر پوهنتون بدل کړي، خو دوی تراوسه دا کار نه دی کړی او ستونزې ورته جوړوي.
دوی زياته کړه: د هېواد د يو ستر او ملي ګوند د مشر په توګه له تاسو څخه موغوښتنه داده چي په دې برخه کي له موږ سره مرسته وکړئ او زموږ غږ تر جمهور رئیس او نورو اړوندو ادارو پورې ورسوئ.
د حزب اسلامي مشر د دوی د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته وويل: د سيد جمال الدين افغان له نوم سره موږ ځانګړې علاقه لرو او چمتو يو چي ستاسو د ستونزو په هواري کي مرسته وکړو. 
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: زموږ هېواد يو پیاوړي، ځواکمن او متحد حکومت ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اوسنی حکومت کمزوری او ناتوانه دی او حتی د پلازمينې کابل د امنيت په ټينګښت کي هم پاتې راغلی.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: د يو پیاوړي او ځواکمن حکومت جوړول د اشخاصو کار نه دی او نه هم د بهرنيانو په ملاتړ دا کار کېدلی شي، بلکې يو پیاوړی او ملت شموله ګوند کولی شي چې يو پیاوړي حکومت جوړ کړي.
د حزب اسلامي مشر له هغوی وغوښتل چي حوصله وکړي او راتلوونکي ته هيله مند واوسي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018