تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کندز د محصلینو اسلامي ټولنې مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاس

2018-05-03

د کندز د محصلینو اسلامي ټولنې مشرتابه او غړو د سې شنبې په ورځ د حزب اسلامي له مجاهد امير ښاغلي حکمتیار سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو ئې خبرې وکړې.
په پېل کي د کندز د محصلينو ناظم استاد تاج الدين عمر خبرې وکړې او د خپلې ټولنې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ئې د حزب اسلامي له مشر سره یو شمېر موضوعات شریک کړل.
ورپسې د کندز د محصلینو اسلامي ټولنې د ښوونې او روزنې د برخې مسؤل وحيدالله عزيزي په خپلو خبرو کي په ترسره کړيو کارونو او همدارنګه د انتخاباتو په څرنگوالي او نورو مسائلو رڼا واچوله. 
د حزب اسلامي مشر د دوی د غوښتنو او نظرونو له اورېدلو وروسته وويل: ( له ځوانانو مې هيله داده چي سترو سترو کارونو ته ملا وتړي، ځکه د اشغال پر ضد دا مبارزه د تنکيو ځوانانو په لاس پېل شوې او د نړۍ ترټولو سترځواک د همدوی د مبارزې په نتيجه کې په ذوال محکوم شو.)
ښاغلي حکمتيار وويل: ( که غواړئ دا جنګ پای ته ورسيږي، هېواد کې سوله او امنيت راشي، د ملت د خوښې حکومت جوړي شي، بهرني ځواکونه ووځي، د وينې توئیدو لړۍ بنده شي او اقتدار اسلام ته د ژمنو شخصیتونو په لاس کې وي، نو ټاکنې يواځنۍ د حل لاره ده او له دې فرصت نه بايد ګټه پورته شي).
د حزب اسلامي مشر زياته کړه : خلک له نورو ستړي شوي دي، ځکه همدوی د جګړې لامل دي او په ولس کې يې خپل ملاتړ او اعتبار له لاسه ورکړی دی، نو هيله مې داده چي ولس دېته چمتو کړئ چې صالح، اسلام او هېواد ته ژمن شخصیتونو ته رايه ورکړي.
د حزب اسلامي مشر له ځوانانو وغوښتل چي له دې فرصت نه بايد ګټه پورته شي او خلک بايد په راتلونکو ټاکنو کي د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکړي.
په دې ناسته کي د محصلینو اسلامي ټولنې اعلی ناظم انجنير ولي محمد وهاج هم ګډون درلود او له ښاغلي حکمتيار ئې مننه وکړه چي له ډېرو بوختیاوو سره سره یې دوی خپل حضور ته ومنل.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018