تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان او ددغه هیواد اوسنى نا ارامه سیاست

قريب الرحمن سعيد

2018-05-06

نا ارامه ، بی امنه، جنګ ځپلی اودمافیایی کړیو په لاسوکي را نغښتی او د کمزوري سیاسي نظام  خاوند، افغانستان،  له څلورو اړخونو  د اتُومی  ځواکونو تر منځ  راښکیل دی.  پاکستان ،‌ایران ، چین او روسیه د افغانستان نژدې ګاونډې هیوادونه دي ،‌چي ټول یی داتُومي او نورو پر مختللو نظامی وسایلو اود ځواکمنو عسکري قوتونو ترڅنګ د ځواکمن اقتصاد خاوندان دي .
 افغانستان هم نژدی څلور لسیزی پخوا د نوو او پرمختللو شوروي وسایلو ذخیره ځای ګڼل کیده بلکې د سیمي یو ځواکمن هیواد وو ، هغه وخت زمونږ ګاونډیانو کي یواځی شورویان او چینایان د اتوُمي وسلو خاوندان وو.
د افغانستان دغه  حیثیت  نه یوازې  ګاونډیانو ته  بلکې نړيوالو مستکبرو غربي قوتونو ته هم د زغم وړ نه و ،‌په هیواد کي د شورویانو ددومره زیاتی نظامي  پرمختللي وسلی شتون دوی ټول  هم سخت ور خطا کړی وو، ټولو غوښتل دغه نظامي ستر وسایل په دغه هیواد کي ، چي د سترو استکباري ځواکونو قبرستان ګڼل کیده،  له منځه یوسي ، په همدې خاطر یې دا هیواد  په داسي نا ارامیو کی راښکیل کړ چي دهغی له مخی په دی هیواد کي شته ستر ستر او پرمختللي  نظامي وسایل دهمدې نا ارامیو، بیکفایته خپل غرضه سیاسي رژیمونو او جاهلو واکمنانو په واسطه دړې وړې کړي،  چې بیا همداسې وشول ( په دی اړه زما کتاب : د تاریخ پاڼې ته مراجعه کولی شئ)
دا چې په افغانستان کې اوس څه تیریږي او یا ددي هیواد  اوسنۍ  سیاسي ،امنیتي ، اقتصادي ، نظامي او ټولنیزې وضعې کې د بدلون هیلي او امیدونه شته او که نه ؟ او ایا په دی هیواد کي  سیاسي ګوندونه  کوم کاري رول  لوبولی شي  او که څنګه ؟ یا د هیواد دسیاسي ګوندونو اداري جوړښتونه د ګاونډیو هیوادو دسیاسي ګوندونو د جوړښتونو سره څومره یو شانتوالي لري ، وروسته تر څیړنې لاندی نیسو . خو اوس زمونږ دګاونډیانو ،‌په ځانګړې توګه دپاکستان او ایران په سیاسي حالاتو لنډه تبصره کوو :
 لومړۍ پاکستان : دغه هیواد د اګست په ۱۴مه ورځ ،په ۱۹۴۷ عیسوي کال  د هندوستان دپیکر نه جدا او د یوه ازاد اسلامي هیواد په څیرد محمد علي جناح تر مشرۍ لاندی  دمسلم لیک د ګوند له خوا اعلان او بین المللي پیژندګلوي یی پیدا کړه . خو دپاکستان دجوړښت په وخت کي څو مهم مسایل انګریزانو لاینحل پریښودل ، چي په هغې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ د کرښي  اود هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر د لانجې شتون ، چي دوه ځلی دپاکستان اوهندوستان ترمنځ  دشخړې سبب هم شول، هم شامل دي.
  د ډیورنډ کرښه ، چي د افغانستان د پښتنو  قومونو په سینه  په هغه سیمه کي راښکل کړل شوې  چي انګلیسانو د افغانستان د وخت دنظام سره دکړي تړون  له مخی تر ولکې لاندې  را وستی وه .دغه کرښه که څه هم دوخت د واکمنانو له خوا په غیرمرئی ډول په یوه  ډول نه یوه ډول نا اعلان شوی رسمی کرښه ګڼل شوي خو د پښتنو ولسونو لخوا هیڅ کله او هیڅ  وخت هم په رسمیت نه ده پیژندل شوې . 
د پاکستان اوهند ترمنځ د بیلتون په وخت کي دپښتنو تر نامه لاندی چي کوم ګوند سیاسي فعالیت  کاوه هغه هم د هند د مهاتاما ګاندي دومره نژدې ملګرى او دوست و چی د پښتنو د عمومي رایی د غوښتني په وخت کي یې ، ددی پر ځای  چي له افغانستان سره د الحاق او یو ځآی کیدو مسئله  مطرح کړي ، په ځای یی  له هندو ستان  سره د یو ځای کیدو او الحاق مسئله مطرح کړه  خو پښتو رای ورکونکو د هندوستان سره د الحاق او یو ځای کیدو  په ځای د نوي را ټوکیدلي پاکستان سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړه او د ډیورنډ د کرښي لانجه چي باید په همغه وخت کي حل کړل شوی واى  همغسي په خپل ځای لانجمنه  پاته او لا تر اوسه پوری کله زیاته او کله کمه مطرح او تر پوښتنې لاندې راځي .
اما د محمد علي جناح د مسلم لیک له اړخه جوړشوي پاکستان چی د (لا اله الا الله محمد رسول الله ) ترمقدس او پاک  شعار لاندې منځته راغلی و، د یو سیکولر پاکستان په څیر منځته راغي . دا باید په یاد وي چي د پاکستان د جوړښت لپاره په سلګونو زرو کسانو قرباني ورکړې او په میلیونو کسان بې کوره شوي، ځکه مسلمانانو غوښتل چي د هند په ځای په یوه ریښتونی اسلامي پاکستان کي ژوند تر سره کړي ، اما بدبختانه چي د اسلام له شعار نه تل غلطه ګټه اخیستل شوې ، دهمدې شعار لاندې ولسونو قرباني او ځان ځارۍ کړي خو برعکس مشرانو د ولسونو دا قرباني دخپلو شخصي ګټو په خاطر استعمال کړي او لا تر اوسه یې  استعمالوي ،چي مثالونه به یې وروسته یاد کړو.
د پاکستان او  هندوستان تجزيې  په لوی هند کي د مسلمانانو نفوس په ډیره ناروا توګه وویشه . د پاکستان په را بیلیدو سره په هندوستان کي نژدی یونیم سل میلیونه مسلمانان ( چي اوس یی شمیره دوه سوه میلیونو ته ر سیږي ) دهندوانو تر اغیز لاندی پاته شول  او نژدې درې نیم سوه میلیونو مسلمانانو په (شرقي او غربي پاکستان کی) د پورتني مقدس او پاک شعار لاندې د نوي ژوند لپاره ځانونه بسیا کړل ، که له یوه اړخه  هندوانو ته دمسلمانانو دغه ډول یو ځای اوسیدل د زغم نه وتلی وو د بله اړخه په پاکستان کي دسیکولر نظام شتون او د شرقي پاکستان (بنګلدیش ) اوغربي ( اوسني پاکستان) د سیکولر رهبرانو تر منځ هم د قدرت دلاسته راوړو په خاطر خپلمنځي کشمکشونه ورځ تر بلي زیات شول . په ځآنګړې توګه کله  چی د سیکولرپيپلز(د خلکو) دګوند دمشر ذولفقار علي بوټو او د شرقي پاکستان ( اوسني بنګلدیش ) سیکولر نشنلست مشر شیخ مجیب الرحمن ترمنځ د ټاکنو په سر جنجال رامنځته شو اوبیا د ذولفقار بوټو له اړخه  په دې شعار چي ( اِدهر هم ، اُدهر تُم )  یعني ( دلته زه او هلته ته ) دواړه لوری په دي راضي شول چي دغه نوی را ټوکیدلی رژیم  سره وویشي ،‌په دی توګه د پورته  اسلامي  شعار لاندی  نوی تشکیل شوي پاکستان په دوو برخو وویشل شو .په دی ویش کی هندوستان او د هغه هیواد  لښکرو نیغ په نیغه او په مستقیمه توګه د  شیخ مجیب مرسته وکړه او سلګونو زره هندی عسکرو دهغه وخت شرقي پاکستان ( بنګلدیش) تر پښو لاندی کړل او بیا یی د بنګلدیش د ازاد هیواد د رامنځته کیدو اعلان وکړ. په بنګلدیش کي همدا اوس د شیخ مجیب لور حاکمه ده چي د یو  سخت ناولي سیکولر ذهن مالکه او دمسلمانانو په وژلو هیڅ ډول صرفه نه کوي. همدا څو میاشتي مخته یی د جماعت اسلامي ستر ستر کادرونه  د خپلې محکمې له لاري په اعدام محکوم او له منځه یوړل ،‌چی بدبختانه، نه دپاکستان د رژیم د مشرانو  له اړخه اونه هم د بین المللي ټولنی له اړخه په دی اړه کوم غږ پورته  شو . په بنګلدیش کی دا لړۍ اوس هم په پوره قوت سره روانه ده .
اما شرقي پاکستان هم د همدی سیکولر نظریو تر کنترول لاندی پاته شو ، ذوالففار علي بوټو د خپل دویم ځلی پنځه کلن  حکومت په  جریان کي له نظامي کودتا سره مخ شو او د یوه قتل په جرم د وخت د نظامي جنرال له اړخه اعدام کړل شو . 
د ذوالفقار علي بوټو تر اعدام  وروسته ، دهغه  لور بی نظیر بوټو په واکمنۍ ولکه وکړه او دوه ځلی یی حکومت په لاس کي واخیست اما دواړه ځلی د خپلی بیکفایتۍ  له مخی د خپل ولسمشر له اړخه د واک نه لری کړل شوه ، بینظیربوټو هم د فوځی حاکم جنرال مشرف په وخت کي په یوه بمي برید کي ووژل شوه، خود جنرال مشرف د وینا له مخی  دهغی  په وژلو کی دهغی میړه اصف علي زرداري لاس درلود ، په همدی خاطر یی د اصف زرداري په پنځه کلن  مطلق العنان  حکومت کي هم قاتلین پیدا نه کړل شول او قضیه یی  په دوسییو کي خوندي کړل شوه . 
د بینظیر بوټو له مرګه  وروسته ، اصف زرداري ( د پاکستاني سیاستپوهانو په آند په درواغو)  دعوه وکړه چي ښځي یی ورته وصیت کړی چي د مړیني وروسته به یی د ګوند مشري په غاړه اخلي ، خو دا دهغه واقعیت په خلاف دی چي ویل کیږي چي بینظیربوټو په خپل ګوند پیپلزپارټی کي  دخپل خاوند،‌اصف زرداري  شتون هم نه شو زغملي ، ځکه د هغی د خاوند ، اصف زرداري ، سابقه ډیره بدنامه او په هیواد کي د ( مسټر لس فیصده  Mr 10%) په نامه یادیده ، یعني په ټولو سترو تړونونو کي ، که هغه نظامي وو اویا هم نور اقتصادي پلانونه وو ، په  ټولو کي باید لس سلمه زرداري ته ورکړل شوی وای،  همدا علت و چي زرداري ، په داسي حال کی چی دپاکستان ولسمشر هم وو د محکمي له اړخه د میلیونو ډالرو په غلا تورن  شو او خپل صدراعظم ، ګیلاني ، یی دخپل همدی هوس قربانی کړ . 
اصف زرداري ، دخپل ګوند د کنترول لپاره  خپل ځوان زوی ،بلاول بوټو زرداري ، چي په انګلستان کي په درسونو کي مصروف وو ، دګوند دمشر او رهبر په څیر  ګوند ته ور وپيژانده او تر څنګ یی خپله خور ددي ګوند مشره  مشاوره وګرځوله اوپه دی توګه یی دپیپلز ګوند په مکمله توګه په خپل کورني  کنترول کي واخیست ، خو اوس دغه ګوند ، چي یو وخت د ټول پاکستان مقتدر او ځواکمن ګوند په څیر یو منل شوي حقیقت وو ، د زرداری دکورني سیاست له مخی  یواځي د سند دولایت په کلیوالو  سیمو کي غښتلی لاس لري اوعلت یی هم دادی چی د کلیو خلک غریب او د نوموړي ګوند د بدمعاشانو په واسطه رهبري کیږي .
پخپله اصف زرداري دپاکستان په سیاست کي نامشروع څیره ګڼل کیږي، په مالي فساد کي ښکیل او په جرایمو کی ککړ شخصیت حسابیږي ،خپلی مافیایی کړۍ  لری چي د ګڼ شمیر کسانو په وژلو کی یی دده دحکم تابعت کړی ، یو دهغوی نه  د پولیسو یو مشر  راؤ انور نومیږي چي د پاکستاني مطبوعاتو د شواهدو  له مخی  ویل کیږي تر څلورو سوو زیات کسان یی وژلی او په دی وروستيو کي  یی د  مسعود په وژلو کی هم لاس درلود ، چي همدا  اوس د پاکستان د ستري محکمي له اړخه تر تحقیق لاندې دی .
 دخپلی واکمنۍ په وخت کي نوموړی، د تر ۲۵ زیاتو د بوری د تولید د فابریکو( یا Suger Miles)   مالک شوى اود مطبوعاتي راپورونو له مخی یی  په سلګونو  جریبه زمکه یی غصب کړی او اوس د سیمي یو ستر مافیایی  فیوډال ګڼل کیږي.
دپاکستاني سیاستپوهانو له مخی ،هغه  دخپل سیاست لپاره په هیڅ راز جرم کولو صرفه نه ده کړی او د پیپلز ګوند یی دخپلي کورنۍ  یو موروثي ګوند ګرځولی  ، په دی خاطر یی اوس ګوند په یوه خاصه او ځانګړی سیمه کي را محدود کړل  شوی دی.
نور بيا



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018