تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ:

د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاس

2018-05-10

تر دې وړاندي چي څلورم درس پيل كړو؛ اجازه راكړئ د مخكني درس د دې آيت په اړه چي قرآن فرمايي: و كان عرشه على الماء، ځيني نور مطالب هم وړاندي كړم، مخكي مو وويل: له دې آيت معلومېږي چي اوبه د زمكي لومړى توكى دئ چي تر نورو مخكي پيدا شوى، په دې ارتباط مو په خپل ځاى كي تفصيلي بحث وكړ، دا وضاحت مو وكړ چي ساينس همدا خبره كوي چي لومړى ساده او سپك عناصر پيدا شوي او ورپسې په تدريج سره درانه او پېچلي عناصر، همداسي لومړى هغه مركبات پيدا شوي چي له ساده عناصرو جوړ شوي او بيا هغه چي له درنو او پېچلو عناصرو جوړ شوي، 
اوبه لومړنى مركب دئ چي د زمكي پر سر پيدا شوى، دا ځكه چي هايدروجن لومړنى عنصر دئ چي پيدا شوى او اكسيجن اتم عنصر، قرآن په دې آيت كي همدې مطلب ته اشاره كړې:
و كان عرشه على الماء: او عرش ئې پر اوبو وو. يعني د الله تعالى په ملك كي او د هغه تر واكمنۍ لاندي فقط اوبه وې او بس، اوبه له دوو عناصرو جوړي شوې، هايدروجن او اكسيجن، دوه برخي هايدروجن او يوه برخه ئې آكسيجن. هايدروجن لومړى عنصر دئ چي پيدا شوى او اكسيجن اتم عنصر، 
د مندليف دې جدول ته ځير شئ:
كائنات گرد دئ كه مسطح؟
يو مهل خلكو داسي گمان كولو چي زمكه د عالم مركز دئ، او ټول ستوري ئې پر محور راڅرخي، د عالم په اړە ئې داسي گمان كولو چي دا به توپ ته ورته گرد وي، په شلمي پېړۍ كي كائنات څېړونكو ته د قوي تلسكوپونو په مرسته معلومه شوه چي د عالم د جوړښت په اړە دا انگېرنه ډېره سطحي او د حقيقت خلاف ده، نه زموږ شمسي نظام د توپ په څېر گرد دئ او نه زموږ اړوند ستور ليكى او نه ټول عالم، زموږ شمسي نظام هم يوې داسي صفحې ته ورته دئ چي لمر ئې په منځ كي او ستوري ئې په يوې سطحي كي پر محور راڅرخي، بيا زموږ ستور ليكى همداسي جوړښت لري او بيا ټول ستور ليكي په گډە!! 
راشئ وگورو چي قرآن په دې اړە څه ويلي! د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ: 
يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ  الانبياء: ۱۰۴
هغه ورځ چي آسمان به داسي راونغاړو لكه د ليكل شوو پاڼو نغاړل، لكه چي لومړى پيدايښت مو پيل كړ بيا به ئې اعاده كړو، دا زموږ پر ذمه يوه ژمنه ده، يقيناً چي موږ ئې كوونكي يو.   
د دې مبارك آيت مهمي لارښووني دا دي: 
• الله تعالى به د قيامت په ورځ آسمان داسي راونغاړي لكه د ليكل شوو پاڼو نغاړل.
• بيا به الله تعالى د لومړي پيدايښت په څېر يو ځل بيا نوى آسمان او نوې زمكه پيدا كړي.
• الله تعالى دا په خپله ذمه اخيستې ده چي قيامت به راولي، د عالم دا خور ټغر به ټولوي او نوى عالم به پيدا كوي، دا د ده قطعي ژمنه ده، هرومرو به ئې ترسره كوي.   
دې ته مو پام وي چي دلته د آسمانونو رانغاړل د ليكل شوو پاڼو له رانغاړلو سره تشبيه شوي، په سطحي نظر سره خو دا تشبيه داسي برېښي لكه چي د خور آسمان ټغر به ټول شي او له منځه به ولاړ شي، خو د قرآن په دغي تشبيه كي يو ستر علمي اعجاز مضمر دئ، او هغه داسي: زموږ شمسي نظام او اړوند ستوري ئې يوې داسي دائرې ته ورته دي چي لمر ئې په منځ كي او ستوري ئې پر شاوخوا په يوې آواري سطحي كي خوځي، مثال ئې داسي دئ لكه چي تاسو څو پړي درواخلئ، چي اوږدوالى ئې توپير لري، د هر پري په سر كي يوه گرده ډبره وتړئ، بيا دا پړي په زور سره داسي تاو كړئ چي ستاسو شاوخوا وڅرخي، وبه گورئ چي ټول په يوې سطحي كي څرخي، هم د پړو استقامت او سطح يوه ده او هم د ډبرو، د لمر اړوند ستوري همداسي د لمر شاوخوا څرخي، بيا زموږ شمسي نظام په مجموع كي د يوه بل محور شاوخوا همداسي څرخي، زموږ اړوند ستور ليكى همداسي جوړښت لري، ټول ستوري ئې په يوې سطحي كي پراته دي، د عالم ټول ستور ليكي دې ته ورته هيئت لري، يعني په ډېري پراخي مستوى په يوې سطحي كي خوځي، نه زموږ شمسي نظام د توپ په څېر گرد دئ او نه زموږ ستور ليكى او نه د عالم ټول ستور ليكي په گډە، د دوى لپاره تر ټولو دقيقه او غوره تشبيه همدا ده چي له غوړېدلو پاڼو سره تشبيه شي، او رانغاړل ئې د پاڼو له رانغاړلو سره. 
كه تاسو د شپې له لوري آسمان ته ځېر شئ نو د ستورو يوه داسي كرښه به وگورئ چي ليندۍ ته ورته برېښي، دا د ستور ليكو مجموعه ده، كه ستور ليكي د يوې صفحې په څېر پراته نه وى نو داسي كرښه به نه تر سترگو كېده!! كه دا آسمان له يوه حوض سره تشبيه كړو، نو د عالم د ټولو اجرامو د خوځېدو او خورېدو هيئت ئې دې ته ورته دئ چي تاسو د حوض په منځ كي كومه ډبره واچوئ، دا ډبره په اوبو كي د دائرې په بڼي كي څپې رامنځته كړي، چي هم ئې شمېر ورو ورو زياتېږي او هم ئې د دائرې پراخوالى، د اوبو پر سر چي د څپو كوم هيئت جوړېږي؛ دا عالم او ستور ليكي ئې دې ته ورته هيئت لري. د قرآن د دغي وينا په اهميت او عمق هغه څوك پوهېږي چي د سترو سترو تلسكوپونو په مرسته ئې د ستور ليكو هيئت د يوې سطحي او صفحې په بڼي كي موندلى. 
په عالم كي د تفاوت نشتوالي معنى
د الملك د سورې د درېيم آيت د دې شطر (ما ترى في خلق الرحمن من تفاوت ...) په اړە څو تعبيرونه مومو:
لومړى: د الله تعالى په مخلوقاتو كي نه (تفاوت: توپير) موندى شو او نه (فطور: چاود او ترڅ)، په مخلوقاتو كي تفاوت نه شو موندى يعني داسي څه نه شو ليدى چي وښيي دا د كوم بېل لاس محصول دئ، پيدا كوونكى ئې بېل دئ، د پيدايښت ماده ئې بېله ده، له نورو په خپل جوړښت كي ژور بېلوالى لري، او فطور يعني تشه، خلاء، نقص او كمى، يعني دا چي په عالم كي كوم تش ځاى، كوم كمى، د يوه داسي ضروري شي نشتوالى چي د نقص باعث شوى، كه هرڅومره په دې پراخ او بې انتهاء عالم كي د كوم عيب او نقص د موندو لپاره لټه وكړو، هري خوا ته سترگي وغړو، د دې تكل وكړو چي كوم (تفاوت) او (فطور) ومومو، خپلي سترگي دومره يوې خوا بلي خوا ته وغړوو چي ستړې او ستومانه بېرته راوگرځي، هيڅكله به نه كوم تفاوت وموندى شي او نه فطور، خپل مراد ته به ونه رسېږي او لټه به ئې بې حاصله وي. 
دا آيت ښيي چي زموږ كائنات يوه داسي متحده مجموعه ده چي ټول اجزاء ئې يو له بل سره دقيقه رابطه لري، د يوه شته والى د بل د بقاء سبب دئ، هيڅ بېهوده او بې هدفه شى په دې پراخ عالم كي نه موندل كېږي، هر څه سم او دقيق پيدا شوي، د هر څه موجوديت يوه خلأ او تشه ډكوي او يوه ضرورت ته ځواب وايي، او نشتوالى ئې د يوې تشي او خلأ سبب كېږي، هيڅ داسي څه نه شې موندلى چي وښيي پيدايښت ئې د بېل لاس او د بېلي منصوبې نتيجه او محصول وي، او داسي پيدا شوى وي چي د عالم له نورو توكو سره توپير ولري. 
د دې ستري او مهمي ادعاء په اهميت او پراخو ابعادو ئې هغه وخت ښه پوهېدى شو چي د مخلوقاتو د جوړښت اصل ته ځير شو، له دې ظاهري توپيرونو لږ مخكي ولاړ شو، د هر څه د جوړښت بنسټ او بنياد ته پام وكړو، نن د طبيعي علومو پوهانو ته معلومه شوې چي د عالم دا بېل بېل او رنگ رنگ توكي يوازي په ظاهر كي يو له بله توپير لري، په اصل كي ټول له يوه شي پيدا شوي، كه د ماليكولونو او د هغوى د تركيب په حد كي توپير لري، د اتم او له اتم مخكي حد كي كاملاً سره ورته دي، په حقيقت كي يو شئ، د يوې منصوبې له مخي، په مختلفو شكلونو كي جوړ شوى.
دوهم: ځينو نورو مفسرينو (تفاوت) د تضاد او عيب په معنى اخيستى او دا آيت داسي ترجمه كوي: د الله تعالى په مخلوقاتو كي تضاد او عيب نه شې موندلى. په دې تعبير كي څو اشكاله شته:
۱- د تفاوت لفظ په اصل كي نه د تضاد په معنى دئ او نه د عيب په معنى. 
۲ـ كه د دغه تعبير له مخي ووايو چي په مخلوقاتو كي توپير او تفاوت نشته، دا تعبير له واقع سره سمون نه خوري، عملاً توپيرونه تر سترگو كېږي، او كه ووايو چي د الله تعالى په مخلوقاتو كي تضاد او عيب نشته دا يو گونگ تعبير دئ، په پيدايښت كي د تضاد نشتوالى واضح او روښانه مفهوم نه لري، 
پر دې برسېره موږ د الله تعالى مخلوقات گورو، نه د دوى پيدايښت، موږ خو دا گورو چي دانه د زمكي له زړه د بوټي په څېر راوټوكېږي، او نيالگى ترې جوړ شي، خو زموږ سترگي دا توان نه لري چي د بوټي د راټوكېدو او له خاوري د نيالگي د جوړېدو څرنگوالى په خپله وگوري!! 
له همدې كبله د دې آيت دقيق تعبير هماغه لومړنى تعبير دئ، په دې معنى چي د الله تعالى په مخلوقاتو كي له دې بابه توپير او تفاوت نه شې موندلى چي يو ئې د يوه پيدا كوونكي د لاس او بل ئې د بل پيدا كوونكي د لاس زېږنده او محصول ومومې، داسي نه دي چي د دوى په پيدايښت كي بېلابېلي منصوبې كارول شوې وي. 
اوه آسمانونه او اوه زمكي
 قرآن وايي چي الله تعالى اوه زمكي او اوه آسمانونه پيدا كړي، نن د علمي ژورو تحقيقاتو په ترڅ كي انسان ته معلومه شوې چي زمكه اوه طبقې لري او د زمكي پر سر د زمكي مربوطه فضاء هم اوه طبقې ده. انسانانو ته دا هم جوته شوې چي د اتم د مدارونو اعظمي شمېر هم اوه دي، له دې معلومېږي چي دا كائنات او مربوط ستوري او كهكشانونه ئې يوه داسي مجموعه ده چي اوه آسمانونه پرې راتاو دي. خو دا چي آيا ممكنه ده انسان د خپلو څېړنو په نتيجه كي يو وخت په دې حقيقت هم پوه شي چي دا پراخ عالم يوه داسي مجموعه ده چي اوو آسمانونو احاطه كړې؟ بايد ووايو چي لاتراوسه د دې حقيقت له درك ډېر ډېر لري دئ. 
قرآن وايي چي بر اوه مضبوط آسمانونه دي، بايد وگورو چي د دې خبري معنى څه ده او علم د دې وينا په اړە څه وايي؟ په دې اړە د قرآن يو آيت دا دئ:
وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا   النبأ: ۱۲
او له تاسو بر مو جوړ كړل مضبوط اوه گوني. 
دا او تر دې مخكي آيت او ځيني نور موږ ته وايي: د زمكي پر سر ستاسو دا تمځى داسي دئ چي د زمكي سطح ئې ستاسو د كور فرش، اوه آسمانونه ئې چت، كهكشانونه او ستوري ئې فانوس، لمر ئې څراغ او سپوږمۍ ئې د شپې شمع ده. قرآن دې ته په اشارې سره چي ستاسو له پاسه مو مضبوط اوه گوني پيدا كړي، 
څو اساسي خبرو ته اشاره كوي:
الف: يا خو زموږ دا زمكه اوه فضائي مدارونه لري او يا دا ټول عالم د آسمانونو په نامه اوه طبقو احاطه كړى. 
په قرآن كي كله گورو چي له زمكي بري فضاء ته آسمان ويل شوي او فرمايي چي باران له آسمانه وروو او معلومه ده چي باران له هغو ورېځو راورېږي چي فاصله ئې زموږ له زمكي تر لسو كيلومترو كمه وي. او كله د ستورو موقعيت ته آسمان ويل شوي او وايي چي په ستورو سره مو د دنيا نږدې آسمان ښايسته كړى، يعني ټول ستوري تر لومړي آسمان رالاندي دي. 
ب: گورو چي دا اوه گوني طبقې ډېر مضبوط او دقيق نظام لري، ټول سماوي اجرام ئې په خپلي غېږ كي كلك نيولي، يو له بل سره د دوى له ټكر او تصادم مخنيوى كوي، نه پرېږدي چي يو د بل په مدار كي ننوځي، ستر ئې ووړ جذب كړي، هر يو په منظمه توگه، په خپل خپل مدار كي خوځي، هر يو په خپل خپل ځاى كي ساتي، د دغو بې شمېره سماوي اجرامو دا دقيقه ساتنه ښيي چي زموږ په فضاء كي يو مضبوط، ځواكمن او دقيق نظام حاكم دئ.
ج: الله تعالى د زمكي فضاء داسي جوړە كړې چي له يوې خوا د هغو مضر او تاواني وړانگو او پلوشو مخنيوى وكړي چي له لمر د زمكي په لور رادرومي او له بلي خوا د يوه مضبوط چت په څېر پر زمكي د شهاب ثاقب له راپرېوتو مانع شي، كوم شهابونه چي د زمكي په لور راځي له دغي متكاثف او پرېړي فضاء سره له ټكر او تصادم وروسته يا ويلي شي او يا ئې مسير بدل شي او له زمكي ئې مخه بل لوري ته واوړي او د هوا همدا طبقه د زمكي تودوخه ساتي او په لايتناهي فضاء كي ئې د خورېدو مخه نيسي، هغه ستوري چي داسي متكاثفه او پرېړە فضاء نه لري له يوې خوا په پر له پسې توگه شهابي تيږې ورباندي راپرېوځي او له بلي خوا ئې د شپې له پلوه هوا ډېره سړه شي.
د آسمان غير مرئي ستني
قرآن وايي چي الله تعالى آسمان په داسي ستنو ودرولى چي نه ليدل كېږي:
اللهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ... الرعد: ۲
هغه الله چي آسمانونه ئې له داسي ستنو پرته لوړ كړل چي تاسو ئې وينئ، دا آيت وايي: 
دا كتاب د هغه الله له لوري نازل شوى چي دا لوړ آسمان ئې له داسي ستنو پرته لوړ كړى چي ليدى شي، ستني شته خو نه ليدل كېږي، او دا هفه ستر علمي حقيقت دئ چي د قرآن بل علمي اعجاز زموږ مخي ته ږدي، انسان نن په دې حقيقت پوه شوى چي د آسمان د ټولو ستورو تر منځ د جذب او دفع داسي نامرئي ځواك شته چي كه دا نه وى او يا له اوسني حالت ځواكمن او كمزورى وى نو د عالم دا موجود نظام پايښت نشو موندلى، يا به يوه بل جذبولو او يا به داسي خواره واره كېدل چي ټول نظام به له منځه تلو. 
كه تاسو يوه ساينسپوه ته ووايئ چي زموږ په هغه مذهبي كتاب كي چي څوارلس پېړۍ وړاندي نازل شوى راغلي چي آسمان په داسي ستنو لوړ ساتل شوى چي نه ليدل كېږي، نو يقيناً هغه به له ځنډ پرته تاسو ته ووايي: 
پر دې حقيقت انسانان په نولسمي پېړۍ كي پوه شول، تر دې د مخه هيڅوك په دې حقيقت نه پوهېدو او د آسمان د ستورو تر منځ د داسي ځواك د شته والي تصور ئې هم نشو كولى.
زمكه څنگه او پر څه ولاړه ده؟
وَمِنْ آَيَاتِهِ أَنْ تَقُومَ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِنَ الْأَرْضِ إِذَا أَنْتُمْ تَخْرُجُونَ  الروم:(۲۵)
او د آيتونو ئې يوه (څرگنده نښه) دا ده چي آسمان او زمكه د ده په حكم قائم دي، بيا كله چي تاسو له زمكي وروبلي ناڅاپه به راوځئ.
دا مبارك آيت موږ ته وايي: 
تاسو په آسمان او زمكي كي د يوه دقيق، مضبوط او پر حكمت مبتني نظم شاهد يئ، هر څه ئې په خپل خپل ځاى كي او په منظمه توگه ساتل كېږي، اداره كېږي او له بې نظمۍ او تصادم ئې مخنيوى كېږي، آيا دا نه ښيي چي آسمانونه او زمكه د يوه ځواكمن رب تر بشپړي سلطې لاندي اداره كېږي؟
 آيا دا د الله تعالى د آيتونو يوه څرگنده نښه نه ده چي آسمان او زمكه د ده په حكم قائم دي؟! 
آيا هغه ذات چي دا پراخ عالم اداره كوي له دې عاجز گڼئ چي تاسو له مړيني وروسته بياراژوندي كړي؟! 
يقيناً چي د داسي ځواكمن او مقتدر ذات يوازي يوه بلنه كافي ده چي تاسو له زمكي ژوندي راووځئ.
په دې مبارك آيت كي ويل شوي چي آسمان او زمكه د الله تعالى په حكم قائم (ولاړ) دي، د آسمان په اړه د (قائم او ولاړ) مطلب واضح دئ خو د زمكي په اړە دا صيغه څنگه كارول شوې او څه مطلب افاده كوي؟ او څنگه د آسمان او زمكي ودرېدا سره ورته ده او د دواړو لپاره يوه صيغه كارول شوې؟ آيا له دې وينا په ډېر وضاحت سره نه معلومېږي چي زمكه د آسمان په څېر ولاړە ده؟ د آسمان په غېږ كي چي كوم واړە او ستر ستوري دي ټول په فضاء كي معلق ولاړ او هر يو ئې په خپل خپل مسير كي خوځي، زمكه هم يو له دغو بې شمېره ستورو ده او ودرېدا ئې د نورو په څېر ده، انسانانو ته دغه حقيقت اوس او له ډېرو علمي څېړنو وروسته معلوم شوى، خو په دغه مبارك آيت كي څوارلس سوه كاله وړاندي دغه علمي حقيقت ته اشاره شوې او يقيناً چي دا د قرآن بل علمي اعجاز دئ.  
متأسفانه په مفسرينو كي داسي خلك هم مومو چي نه يوازي د قرآن دا صريح او واضح لارښوونه ئې له پامه غورځولې او داسي څه ئې ويلي او ليكلي چي سل په سلو كي د قرآن د دې وينا خلاف دي بلكي تر دې هم وړاندي تللي او د نورو غلطو او خرافي مذاهبو د غلطو افكارو او عقائدو تر اغېز لاندي ئې د قرآن آيتونه په غلطه توگه تعبير او تفسير كړي، يوه بېلگه ئې د زمكي په اړە د ځينو مفسرينو دا خرافي رأيه ده چي وايي: زمكه د غوائي په ښكر ولاړە ده، دا غوائى د كب پر شا ولاړ دئ او كب په اوبو كي دئ!! ډيره ډېره عجيبه ده چي څوك د الله تعالى د كلام په اړە داسي جسارتونه كوي او داسي خرافي او د عقل خلاف چټي خبري د قرآن د تفسير په توگه وړاندي كوي!! 
د زمكي بېلي بېلي ټوټې
قرآن وايي چي د زمكي سر له بېلو بېلو متصلو ټوټو جوړ شوى:
وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ  الرعد: ۴
او په زمكي كي څنگ په څنگ پرتې ټوټې دي او د انگورو باغونه او كښتونه او د كجورو گډبنسټي او بېل بنسټي وني چي په يو ډول اوبو خړوبېږي، په داسي حال كي چي ځينو ته مو پر ځينو نورو د خوراك له پلوه فضيلت وركړى، يقيناً چي په دې كي د تعقل كوونكو وگړو لپاره څرگندي نښي دي.
د دې مبارك آيت مهمي لارښووني دا دي:
څوك چي په سطحي نظر د زمكي مخ ته گوري داسي انگېري چي ټوله زمكه به د جوړښت او تركيب له پلوه سره ورته وي، خو كه په علمي نظر او دقت سره د زمكي د بېلو بېلو برخو تركيب ته ځير شو نو دا حقيقت راته جوت كېږي چي د زمكي برنۍ سطح له داسي بېلو بېلو ټوټو جوړە شوې چي د تركيب له پلوه يوه له بلي سره ژور توپيرونه لري، دا هغه حقيقت دئ چي قرآن په پورتني آيت كي ورته اشاره كړې او انسان هغه مهال پرې پوه شو چي د خاوري د تركيب معلومولو پر مخ تللي وسائل او پوهه په لاس ورغله، او يقيناً چي دا د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دئ. په نولسمي پېړۍ كي انسان له علمي پلوه هغه پوړ ته ورسېد چي په دې حقيقت پوه شي، اوس ورته جوته شوې چي د زمكي ځيني برخي داسي دي چي په تركيب كي ئې يو عنصر زيات دئ او د بلي په تركيب كي بل عنصر، په ځينو كي مس زيات دي، په ځينو كي اوسپنه زياته ده او په ځينو كي سره او سپين زر، او دې ته ورته د نورو عناصرو د تناسب له پلوه توپيرونه، همدغه توپيرونه د دې باعث شوي چي په يوې سيمي كي يو ډول بوټي او وني راټوكېږي او وده كوي او په بلي كي بل ډول، د يو ډول ونو مېوې به په يوې سيمي كي يو ډول خوند لري او په بلي كي بل ډول، نه يوازي د خوند له پلوه به يوه له بلي توپير لري بلكي د گټي له پلوه يوه پر بلي فضيلت لري. د خوند په توپير هر څوك پوهېدى شي خو د گټي له پلوه د دوى تر منځ توپيرونو باندي پوهېدا نه يوازي گران كار دئ بلكي له نولسمي پېړۍ مخكي انسان ته قطعاً ممكنه نه وه، د قرآن دا وينا له شكه پرته يو بل ستر علمي اعجاز دئ چي وايي: ځينو مېوو ته پر نورو د خوراك له پلوه فضيلت وركوو او يقيناً چي د عقل خاوندانو ته په دې وينا او دې حقيقت كي ډېري نښي دي. 
د دې لپاره چي دا موضوع لازياته واضح شي دوه مثاله ئې وړاندي كوم:
 د كابل په جنوب كي د عينك په نامه د زمكي يوه ټوټه ده چي په تركيب كي ئې د مسو كچه ډېره لوړە ده، د دې ټوټې طول، عرض او ضخامت معلوم دئ، د ټولو موادو او په هغوى كي د مسو تخميني اندازه هم معلومه شوې، د همدې معلوماتو له مخي يوې چينايي كمپني د مسو د رايستلو معاهده امضاء او عملاً ئې كار پيل كړ، بل مثال ئې د كابل په شمال غرب كي د حاجي گك سيمه ده چي د اوسپني ستر كان په كي موندل شوى، د دې سيمي اوږدوالى، سور او پرېړوالى هم معلوم شوى او د اوسپني تخميني اندازه هم معلومه شوې، دا معلومات د نړۍ سترو سترو شركتونو ته وړاندي شوى، چي له مخي به ئې د اوسپني د استخراج معاهده لاسليك كېږي، د دې دواړو ټوټو تر منځ د زمكي نوري ټوټې دي چي تركيب ئې له دوى دواړو ځانگړي توپيرونه لري. خو دا چي دا بېلي بېلي ټوټې د زمكي د لومړني پيدايښت په وخت كي رامنځته شوې كه وروسته، بايد ووايو چي په لومړي سر كي د زمكي برنۍ سطح يو ډول وه، ورو ورو په هغې كي تغييرات راغلي، دا بېلي بېلي ټوټې د هغو چاودنو په لړ كي رامنځه شوې چي د زمكي برنى قشر ئې مات كړى، د زمكي د زړە ويلي مواد بهر راوتلي، د زمكي پر سر خواره شوي او يوه خاصه سيمه ئې لاندي كړې، په دې ويلي موادو كي كله د يوه عنصر كچه زياته وه او كله د بل، له همدې كبله يوه سيمه او د موادو تركيب ئې له بلي توپير لري. دې ته مو پام وي چي د زمكي درانه مواد د زمكي په زړە كي راغونډ شوي او سپك ئې د زمكي پر سر، دا درانه مواد د چاودنو او اورشيندو له كبله د زمكي سر ته راوتلي. 
د اوبو د ذخيره كولو انتظام
د الحجر د سورې په ۲۲ آيت كي د اوبو د ذخيره كولو هغه مهم انتظام ته اشاره شوې چي كه دا نه وى نو د زمكي پر سر ژوند ممكن نه وو، په زمكي كي د اوبو د ذخيره كولو دقيق انتظام يو له هغو امورو دئ چي د زمكي پر سر د ژوو بقاء ورته ضرورت لري، له دې پرته نه انسان او نه بل ژوي دلته ژوند كولى شو. 
گورو چي دا د څښاك اوبه مو له استعمال وروسته؛ يا د نهرونو له لاري د لويو لويو بحرونو په لور وخوځېږي، تروې او تېزابي شي او يا په زمكه كي ننوځي او انسان ته ئې هم له زمكي راايستل گران شي او هم ئې له بحرونو بېرته راوړل محال شي، خو گورو چي د لمر د وړانگو په ذريعه د بحرونو همدا تروې او تېزابي اوبه تبخير او تصفيه شي، دا بخارات د بادونو په ذريعه د آسمان په لوري اوچت كړى شي، هلته د سړې هوا په وجه په ورېځو بدل شي، مؤظف بادونه دا ورېځي پر سر واخلي، ناڅاپي ووېشل شي، هر يو، خپله خپله برخه، په خپل خپل خاص سمت، خاصي منطقې ته د رسولو لپاره وخوځوي، په بيديا او د آواري په محتاجو او باران ته سترگي په لاره خلكو باندي باران ووروي او په غرونو باندي واوري. 
چي د دنگو دنگو غرونو په ژورو او پراخو لمنو كي، د واوري كافي ذخيره، د دوبي لپاره خوندي وساتي او بيا د دوبي په سختي گرمۍ كي چي انسان، حيوان او نبات اوبو ته سخت اړ وي، همدا ذخيره شوې واوره ورو ورو ويلي شي او په نهرونو، كاريزونو او چينو كي د دوى د خړوبولو لپاره راوخوځېږي او د هر يوه ضرورت رفع كړي. آيا دا بهير نه ښيي چي بې شكه ټولي ستايني هغه رب لره دي چي په دې عالم كي د ده د بې انتهاء رحمت او پېرزويني وسيع آثار او نښي هري خوا ته خورې گورو، هغه چي دا بادونه ئې پيدا كړي او د اوبو د ذخيره كولو دا انتظام ئې رامنځته كړى؟!! آيا د قرآن دا وينا يو ستر علمي اعجاز نه دئ؟!! 
الله تعالى د همدې دقيق الهي انتظام په نتيجه كي زمكه په ډول ډول بوټو سمسوره كړە، ټول هغه ضروري شيان ئې په كي راپيدا كړل چي انسان او د زمكي پر سر مېشت ټول ژوي ورته اړ دي، په زمكه كي ئې د انسان د معاش او ژوند ژواك ټول ضروري اسباب او ذرايع تأمين كړل، هغه حيوانات ئې هم راپيدا كړل چي انسان ورته اړ او محتاج دئ، د دغو ژوو د روزي انتظام هم الله تعالى كوي، تاسو هغوى ته روزي وركوونكي نه يئ.
غرونه د ورېځو په څېر خوځي
وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ*النمل: ۸۸
او غرونه به گورې چي د ولاړ گمان به پرې كوې حال دا چي هغه به د ورېځو د خوځېدو په څېر خوځي، د الله هغه جوړونه چي هر څه ئې استوار (او مضبوط) كړى، يقيناً چي دى په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
په دې مبارك آيت كي د يو ستر علمي اعجاز شاهد يو، وايي:  
دا لوړ لوړ غرونه چي تا ته ډېر كلك او مضبوط برېښي او گمان كوې چي ستر ستر طوفانونه او تېزي توندي سيلۍ ئې نه خوځولى شي او نه لړزولى، د قيامت په ورځ به داسي خوځي لكه د ورېځ خوځېدا. كه څه هم دا آيت د قيامت په ارتباط راغلى او د قيامت په ورځ د غرونو حالت ئې زموږ په وړاندي انځور كړى، وايي: 
جامد او ولاړ گمان به پرې كوې خو هغه به د ورېځو په څېر خوځي. دا يقيناً د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ، نن او له ډېرو علمي تحقيقاتو وروسته ساينسپوهانو ته جوته شوې چي دا جامده ماده په حقيقت كي له داسي وړو وړو توكو جوړە شوې چي تل د خوځېدو په حال كي وي، ماده له ماليكولونو او ماليكولونه له اتمونو جوړ شوي، خو د مادې د وجود دا لومړڼۍ او اساسي خښته د هغو پروتونونو او الكټرونونو مجموعه ده چي په پر له پسې او دائمي توگه او له هرراز توقف پرته يو د بل پر شاوخوا څرخي، د دې حقيقت د بيان لپاره تر بل هر بيان جامع او كامل بيان همدا د قرآن وينا ده چي وايي: 
غرونه به گورې چي د ولاړ گمان به پرې كوې حال دا چي هغه به د ورېځو د خوځېدو په څېر خوځي. 
نو دا غرونه هسي موږ ته ولاړ، راكد او جامد برېښي خو په اصل كي له داسي خوځنده اجزاوو جوړ شوي چي په مسلسله توگه د خوځېدو په حال كي دي او خوځېدا ئې د ورېځو د خوځېدا په څېر. ورېځي د زمكي پر محور په دائروي توگه خوځي، همغسي لكه الكټرون چي د اتم د زړە پر محور څرخي، توپير ئې د الكټرون له خوځښته سره يوازي په دې كي دئ چي ورېځي له منځه ځي خو الكټرون په خپل حال پاته كېږي او خپل حركت ته دوام وركوي.
دا د هغه الله تعالى جوړونه او پيدايښت دئ چي هر څه ئې استوار او مضبوط پيدا كړي.
يقيناً چي الله تعالى په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
غرونه او خوندوري اوبه
تاسو به هرو مرو په بازار كي د اوبو داسي بوتلونه ليدلي وي چي د غرونو او په هغوى كي د روانو اوبو عكس پرې لگېدلى چي جوړوونكى او پلورونكى ئې غواړي په دې سره تاسو ته ووايي: دا ډېري خوندوري او گټوري اوبه دي!! آيا د غرونو او د اوبو د خوند او گټي تر منځ څه تړاو شته؟!!
ساينس دې پوښتني ته دا ځواب وايي: هو؛ د دوى تر منځ ژور تړاو شته، اوبه كله چي له ورېځو راورېږي نو په بشپړە توگه خالصي وي، يوازي هايدروجن او آكسيجن لري، خو كله چي له لوړو غرونو رارغړي، له ډول ډول ډبرو، مينرالونو، شگو، خاورو تېرېږي نو كافي مقدار هغه مينرالونه له ځان سره وړي چي انسان ورته ضرورت لري، دا ضروري توكي په اوبو كي حل شي، او د انسان لپاره ئې د همدې اوبو له لاري جذبول آسان شي، كه داسي نه وى او اوبه له لوړو غرونو نه رابهېدى او له ډول ډول ډبرو سره ئې خپل سر نه وهلى او دغه ضروري مواد ئې نه حل كولى نو انسان ته به ډېره گرانه وه چي دغه مواد له نورو لارو ترلاسه كړي. دا چي انسان له هغو اوبو خوند اخلي چي له لوړو غرونو او چينو رابهېږي وجه ئې دا ده چي انسان له هغه څه زيات خوند اخلي چي د ده اړتياوو ته ځواب وايي، هر څومره چي انسان يوه شي ته زيات اړ وي همدومره زيات ورته خوندور وي، څه چي انسان ته مضر وي يا ئې گټه لږ وي، يا انسان ورته ضرورت نه لري نو د ده حواس ئې ورته بې خونده، تريو او تريخ كړي، كله چي تږى وي نو له اوبو خوند اخلي كه نه نو له خوندورو اوبو هم كركه كوي. اوس چي تاسو ته د خوندورو اوبو او غرونو تر منځ دقيق او ژور تړاو معلوم شو راشئ وگورو چي قرآن په دې اړە څه وايي؟! 
د قرآن دې وينا ته ځير شئ:
ألَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا (۲۵) أَحْيَاءً ‎وَأَمْوَاتًا (۲۶) وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا (۲۷) وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ  المرسلات: ۲۸-۲۵
آيا زمكه مو راغونډونكې نه ده گرځولې، د ژونديو او مړو؟ او آيا دنگ دنگ غرونه مو په كي نه دي جوړ كړي او خوندوري اوبه مو نه دي درباندي څښلې؟ افسوس په دې ورځ د تكذيبوونكو په حال.
دا مبارك آيتونه وايي: چا دا زمكه داسي گرځولې چي په خپلي غېږ كي ئې مړە او ژوندي توكي راغونډ كړي او په هغې كي ئې د ژوند امكانات او شرائط برابر كړي؟ څوك د زمكي له دنگو دنگو غرونو خوندوري اوبه دركوي، هماغسي لكه د مور له تيو خوندوري شيدې؟؟ 
كه دا دنگ دنگ غرونه نه وى نو ستا د څښاك اوبه به هم خوندوري او صفا نه وې!!
آيا هغه ذات چي زمكه ئې د (ژوند مهد او زانگو) كړە او د ژوند امكانات ئې په كي ځاى په ځاى كړل؛ په دې قادر نه گڼئ چي ستاسو د مجدد پيدايښت لپاره بله زانگو او ټاټوبى راپيدا كړي؟!!
 افسوس په دې ورځ د تكذيبوونكو په حال.
گورئ چي قرآن د عالم په اړە په خپلو ويناوو كي څومره دقيق دئ او څنگه ئې هغو حقائقو ته په وار وار او د هري قضيې په ارتباط اشاره كړې چي انسان ډېر وروسته پرې پوه شوى.
بې مناسبته به نه وي چي د خوند او ضرورت تر منځ د تړاو يو بل مثال هم وړاندي كړم: هغه مهال چي مهاجرين پاكستان ته ولاړل او په لومړي ځل ئې د امروت مېوه مخي ته راغله، نو د دغي مېوې د بوى په وړاندي به ئې داسي حساسيت ښودو چي خپلي پزي ته به ئې دسمال يا د څادر پيڅه ونيوله او په منډە به ترې تېر شول!! پېرودل او خوړل خو ئې لري پرېږده حتى د هغه خوا ته ئې تېرېدل هم نه خوښول، خو دا حساسيت به ئې ورو ورو كمېدو او داسي وخت به راورسېدو چي امروت به ئې تر ډېرو نورو مېوو زيات خوښېدو!! 
د دې وجه دا وه: په خپل هېواد كي دوى هغو موادو ته ضرورت نه درلود چي په امروت كي شته، د دوى وجود داسي تنظيم شوى وو چي په امروتو كي تعبيه شوي موادو د گټي په ځاى دوى ته تاوان درلود، نو ځكه ئې په لومړيو كي له هغه سره حساسيت ښودو، خو د پاكستان هوا او اوبو په دوى كي داسي تغييرات رامنځته كړل چي نه يوازي دا حساسيت له منځه ولاړ شي بلكي د هغو موادو خوړلو او جذبولو ته اړ شي چي په امروتو كي شته، نو ځكه به ئې څو مياشتي وروسته په مزه مزه خوړل. بل مثال ئې دا دئ چي د سړو سيمو اوسېدونكي داسي مېوې خوښوي چي غوړي وي، لكه ځنغوزي، غوزان، بادام، او د گرمو سيمو هستوگن د مالټې، كينو او كيلې په څېر مېوې، الله تعالى په هري سيمي كي هغه مېوې راپيدا كوي چي انسانان ورته ضرورت لري، غوزان او ځنغوزي په غرنيو سړو سيمو كي او مالټې په تودو سيمو كي، د هري سيمي خلك خپلي خپلي مېوې خوښوي، دا ځكه چي همدا مېوې او ځانگړى تركيب ئې د دوى اړتياوو ته ځواب وايي.  
د الحجر د سورې په ۲۱ آيت كي دې حقيقت ته اشاره شوې چي الله تعالى د عالم هر څه په يوه ثابت او معين مقدار كي او د ضرورت په اندازه پيدا كړي، وايي: د هر شي خزانې له الله تعالى سره دي، د خزانو كيلي ئې د الله تعالى په واك كي دي، د زياتولو او كمولو پرېكړە ئې د ده له لوري كېږي، هر څه ئې په هغه اندازه پيدا كړي چي ورته ضرورت وو، نه تر خپلي ضروري اندازې زيات او نه كم، دومره چي انسان او د زمكي د سر نور ژوي ورته ضرورت لري، كه په دې اندازه كي معمولي تغيير راشي مثلاً د باد حركت لږ تېز او اضافه شي، له موجوده معمول او طبيعي سرعت ئې سرعت لږ اضافه شي، نو د زمكي په سر به هر څه سره ټكوي، هر څه به نسكوروي او د ژوندانه امكانات به ختموي، كه باران لږ اضافه شي، كه واوره لږە زياته شي، كه ورځ لږ اوږده او طولاني شي، كه شپه لږە لنډە شي، كه نور او حرارت لږ زيات شي او دا هر څه چي گورئ، له معين حد نه زيات يا كم شي، د انسان ژوند تهديدوي، خو الله جل شأنه هر څه په معينه اندازه كي راپيدا كړي، د هر شي لپاره يو معين قدر او اندازه ټاكل شوې، هيڅ شى له خپلي اندازې اضافه نه دئ، هيڅ شى له خپل ضروري اندازې لږ نه دئ. چي هر څه له خپلي اندازې لږ اضافه شي گورئ چي بيا څنگه ترې تنگ شو، باران، دا د ژوند تومنه او وسيله چي لږ له خپلي اندازې اضافه شي بيا دعاگاني كوو چي الله ئې متوقف كړي، واوره، بادونه، چي كله له خپلي طبيعي اندازې لږ اضافه شي گورئ چـي بيا ترې تنگ يو، سـوكالي مو تهديد او ژوند راتـه گران كړي. 
نن ساينس همدا خبره كوي چي د زمكي د سر د ټولو توكو اندازه ثابته او تغيير نه منونكې ده، تغيير ئې د دې عالم په اضمحلال منتج كېږي، كوم تغييرات چي موږ ئې گورو، لكه دا چي بوټي وسوزي او ايرې شي، اوبه بخار شي، لرگي، پاڼې او هډوكي وراسته شي، په دې سره د شيانو په ثابت مقدار كي تغيير او تبديلي نه راځي بلكي له يوه حالته بل ته بدلېږي، كه تاسو يوه فزيك پوه ته دا خبره وكړئ چي قرآن وايي: 
هر څه په ثابت مقدار كي پيدا شوي نو هغه به فوراً تا ته ووايي: 
دا يو ستر او ثابت شوي علمي حقيقت دئ. 
د زمكي او آسمان تر منځ تنسيق په لانديني آيت كي د زمكي او آسمان تر منځ هغه ژور تنسيق ته اشاره شوې چي وايي: له آسمانه د اوبو ورېدل او په دغو اوبو سره د زمكي د سر ژوو اړتيا رفع كول او دانې او مېوې ورته راټوكول ښيي چي د زمكي او آسمان پالونكى رب يو دئ، دغه رب د دواړو تر منځ دا تنسيق رامنځته كړى. قرآن د زمكي او آسمان تر منځ ژور تنسيق، يووالي او گډ كار داسي انځوروي لكه يو چي د انسان د كور چت وي او بل ئې فرش او دواړو په گډە ده ته خوندي او مصئون كور جوړ كړى وي، فرمايي: 
یَاأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ (21) ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فِرَٰشٗا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءٗ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزۡقٗا لَّكُمۡۖ فَلَا تَجۡعَلُواْ لِلَّهِ أَندَادٗا وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ . البقره: ۲۲-۲۱
اې خلكو! د خپل هغه رب عبادت وكړئ چي تاسو ئې هم پيدا كړي يئ او تر تاسو مخكني ئې هم، ترڅو مو ځان ساتلى وي. هغه چي زمكه ئې تاسو ته فرش او آسمان ئې چت كړ او له آسمانه ئې اوبه راكوزي كړې او په هغه سره ئې مېوې راوايستې، ستاسو لپاره روزي، نو الله لره سيالان مه نيسئ په داسي حال كي چي پوهېږئ (هغه سيال نه لري).
د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:
د هغه ذات عبادت وكړئ چي تاسو او تر تاسو مخكي ټول انسانان ئې پيدا كړي.
همغه ذات چي زمكه او آسمان ئې داسي پيدا كړي او د دواړو ترمنځ ئې داسي تنسيق او يووالى راپيدا كړى چي يو ئې ستاسو د كور د فرش او بل ئې د چت په څېر دئ، له يوه اوبه راورېږي او بل په همدغو اوبو تاسو ته دانه او مېوه راشنه كوي او تاسو ته روزي برابروي. 
ښه پوهېږئ چي نه ستاسو په پيدايښت كي او نه له آسمانه د باران په ورولو او له زمكي د دانې او مېوې په راايستلو كي له الله پرته بل څوك څه ونډە لري.
ښه پوهېږئ چي الله سيالان نه لري.
دلته درې نوري خبري هم دقت او غور غواړي: 
آسمان زموږ د كور محفوظ چت دئ
پورتنى آيت وايي: زمكه ستاسو د كور فرش ده، نه د تيږي په څېر سخته او نه د خټي په څېر نرمه، نه ډېره سړە او نه ډېره توده، نه ئې فشار ډېر زيات نه ډېر كم او آسمان د دې كور لپاره چت دئ، دقرآن په گڼ شمېر آيتونو كي آسمان د چت او محفوظ سقف په نامه ياد شوى، نن او له څوارلس پيړيو وروسته انسانان په دې پوهېږي چي د دوى د زمكي په فضاء كي داسي څه شته چي د زمكي لپاره د يوه محفوظ چت او سقف حيثيت لري، چي هم ئې د لمر له ځينو خطرناكو وړانگو خوندي ساتي او هم له شهاب ثاقب چي په ډېر سرعت سره د زمكي په لوري خوځي خو له دغه سقف سره د تصادم په نتيجه كي يا ذره ذره شي او يا ئې مسير بدل او په بل لوري مخه كړي. كه يوه باانصافه ساينس پوه ته ووايئ چي زموږ په يوه كتاب كي چي څوارلس پېړۍ ورباندي تېري شوې، څو ځايه راغلي چي دا آسمان ستاسو د زمكي لپاره محفوظ سقف او چت دئ، خو يو وخت به په دې كي چاودونه او سوري راپيدا شي! 
همغه خبره چي تاسو ئې نن كوئ، د زمكي فضاء د هغې خوندي سقف گڼئ او د اوزون پرده ئې د لمر له مضرو وړانگو د خوندي پاته كېدو وسيله، همغه پرده چي اوس د كاربن ډاى اكسايډ گازونو د زياتېدو په وجه ځاى ځاى كي سوليدلى او سوري په كي راپيدا شوي، ما ته ووايئ چي د هغه عكس العمل به څه وي؟ د دې دقيقي علمي وينا او وړاندويني په اړە به څه وايي؟
 د قرآن او د هغه د راوړونكي په اړە به څه قضاوت كوي؟ 
آيا له دې پرته د بلي خبري مجال ورته شته چي ووايي: دا خبره د يوه انسان خبره نشي كېدى، هغه څوك ئې كولى شي چي زموږ د فضاء له ډېرو اسرارو خبر وي. 
او په قرآن كي د دغسي خبرو په استناد ويل شوي چي د دې كتاب رالېږونكى هغه ذات دئ چي د زمكي او آسمانانو په اسرارو پوه دئ. 
همدا راز د آسمان او زمكي ترمنځ دا دقيق يووالى او تنسيق ښيي چي د انسان او د آسمان او زمكي پيدا كوونكى او پالونكى يو ذات دئ، له يوه اوبه راوروي او په همدغو اوبو له بلي ښايسته بوټي او دانې او خوندوري مېوې راپيدا كوي او په دې سره د انسان اړتيا ته ځواب وايي او هغه ته رزق او روزي برابروي. دا تنسيق چا راوستى او د كومي خبري شهادت وركوي؟
 آيا همدا كافي نه دئ چي ووايئ: الله سيالان نه لري. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018