تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د اندونيزيا کنفرانس به د افغان شخړې په پای ته رسېدو کې مرسته وکړی؟

فيض الله صافى

2018-05-15

د اندونیزیا مرکز جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو کنفرانس جوړ شو او په دغه کنفرانس کې د کنفرانس د ګډونوالو له خوا پر طالبانو او نورو جنګي ډلو غږ وشو چې باید د افغان حکومت د سولې غږ ته لبیک ووائي او له افغان حکومت سره سولې ته کېني او د افغانستان لانجمنې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
اوسمهال افغانان هیله من شوي چې سوله به په هېواد کې ترسره شي او افغانان به په امن وي له نوي سره ژوند غوره کړي، هغه ځکه چې د دغې مسالې د حل په موخه اوس مهال نړیوالو او دیني عالمانو رادانګلي دي.
خو طالبانو بیا دغه کانفرانس رد کړی او له پاکستاني عالمانو ئې غوښتنه کړی وه چې په دغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د کنفرانس ګډونوالو د افغانستان جګړه ناروا بللې او افغانستان ئي له فلسطین سره تشبیه کړی اوس د فکر خبره دا ده چې که په افغانستان کې جګړه ناروا ده، نو دا خلک چې د اسلام د دفاع په نامه جګړه کوی ولې خپل اخرت ته پام نه کوي او ولې له افغان حکومت سره سولې ته نه کیني د دوئ عمده غوښتنې څه دي؟
طالبانو ته په کار ده چې د افغانستان د حکومت له خوا د سولې پر وړاندیز غور وکړي او نور خپل هېواد له دې ډیر بدبخته نه کړي په ځانګړي ډول اوسمهال چې روژه هم رانږدې شوي او په افغانستان کې ټول ولس چې مسلمانان دي او الحمدلله د ټولې نړۍ له مسلمانانو کلک مسلمانان دي، روژه نیسي او چا چې روژه نیوله او د اسلام اقرارئي کولو نو د هغه وژل بیا د اسلام له نظره ناروا او ناوړه عمل دی، خو که اوس طالبان جګړې ته ادامه ورکړي او د سولې خبرو ته غبرګون نه ښیي نو څه غواړي؟ او هغه څه چې دوئ ئي غواړي څنګه به ئې په لاس راوړي که دوئ اوسمهال له ایران او هغه پخوانیو روسانو نه مرسته اخلي چې له افغانانو سره ئي پنځوس کلنه دښمني پرته ده نو دا خو بیا هیڅ سلیم عقل نه شي منلی چې د دوئ جګړه دې د اسلام د دفاع لپاره وي، ځکه د ایران غوښتنې خو له افغانستانه ښکاره دي او نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، ځکه هغوئ چې دغه دوه لسیزي د افغانستان د جګړې اور ته پوکی کولو نو ویره ئې دا وه چې که افغانستان کې امن راشي نو له موږ نه به خپلې اوبه وګرځوي او ځانونو ته به د بریښنا بندونه جوړ کړي او زموږ له احتیاج به خلاص شي او زموږ اقتصاد چې د افغانستان د مجبوریت له امله جوړ شوي له خاورو سره برابر شي چې اوسمهال همدا کار شوی او اوبه ترې راګرځول شوي او نږدې ده چې په افغانستان کې د کروندو وضعیت ښه شي او صنعت پرمختګ وکړي نو له ایران نه به نه د خوراکي توکو او نه هم د صنعتي توکو د ورادولو اړتیا پیدا شي نو هماغه ده چې د ایران لیدلی خوب د رښتیا کېدو په درشل کې دی نو باید چې داسې خصمانه کړنې ترسره کړي ځکه خو افغانان ترې ګیله هم نه کوي او هڅه کوي چې شوم پلانونه ئې شنډ کړي، خو ایا طالبانو یا نورو هغو ناراضه افغانانو ته چې له خپلو افغانانو سره ستونزه لري، مناسبه ده چې د دغسې ښکاره دښمن په اشاره خپل هېواد وال ووژني او په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او د پردیو د لاس آله شي؟ همدا رنګه که له دې راتیر شو او پر روسانو تم شو ایا د روسانو په اشاره او مرستو د جګړې اوږدول مناسب او د ثواب کار دي؟ روسان خو هماغه خلک دي چې که افغانان ئې پر افغانستان د یرغل پر مهـال مخې ته نه وای دریدلی او جهاد ئې نه وای کړی او دوئ ئې له شرموونکې ماتې سره مخامخ کړی نه وای نو نن به د ټولې نړۍ باداران وای، نو ځکه خو هغوئ له هیڅ داسې چانه نه تیریږي چې د دوئ په اشاره افغانستان وران کړي او افغانان ووژني، افغانان ځکه وژني چې دوئ ئي وژلي او په شرمونو شرمولي او افغانستان ځکه ورانوي چې د افغانانو مقابله او مقدس جهاد د روسیې د ودانولو او سلطې او امپراطورۍ د محدودیت لامل شوه او یو بله دښمني چې دوئ لاهم په قرار نه دی ناست او غواړي چې په افغانستان کې امریکایانو ته ماتې ورکړي او خپل غچ واخلي چې طالبانو هم همدا بهانه نیولې چې امریکایان دې له افغانستان نه ووځي سمه ده، افغانان هم د امریکایانو خروج غواړي خو ایا همدا د افغانانو وژل د امریکایانو د وتلو د فشار ټکی دی او که نورې لارې هم شته چې له شک پرته چې نوری لارې هم شته او هغه دا چې طالبان دې له افغان حکومت سره د حزب اسلامی په څیر د سولې خبرو ته کیني او بین الافغاني سوله دې وکړي چې امریکایانو ته د اوسیدو بهانه هم پاتې نه شي او هم د افغانستان دښمنان په خوله کلک ګوزار وخوري او په راتلونګي کې د افغانانو پر خاوره ځکه د یرغل لپاره زړه ښه نه کړي چې د یرغل په مقابل کې د افغانانو په عکس العمل پوی شوي چې بیا پر مقدس جهاد لاس پورې کوي او د نړۍ ستر ستر قدرتونه په تش لاس له شرمونکې ماتې سره مخامخ کولی شي او هم پر دې پوه شي چې افغانان هوښیار دي او نور د چا پر لمسون خپل هېواد نه ورانوي او هېوادوال نه وژني.
له افغان دولت سره د سولې په پایله کې به طالبان درې ګټې وکړي او هغه دا چې:
۱- افغانستان کې به د سولې ترسره کېدو د امریکایانو دغه بهانه چې دلته امن نشته او موږ ځکه دلته پراته یو نو چې امن راشي دوئ به پخپله د ټولو افغانانو له غبرګون سره مخامخ شي او وتلو ته به له مسالمت امیزې لارې اړ شي چې دا د طالبانو او ټولو افغانانو اصلي غوښتنه هم ده.
۲- روسانو، ایرانیانو، نورو غرض لرونکو هېوادونو او نړیوالو ته به ثابته کړي چې طالبان او په ټوله کې ټول افغانان نور د چا پر رذالت نه غولیږي او د نورو په غوښتنه خپل هېوادوال نه وژني او خپل هېواد نه ورانوي.
۳- که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي او په ښکاره ډول د سیاسي فعالیت اجازه ترلاسه کړی نو اوسمهال چې په افغانستان کې پارلماني ټاکنې هم ورځ تربلې د رانږدې کیدو په حال کې دې ګډون وکړي نو به په حکومت کې هم ونډه ترلاسه کړي کنه نو دوئ دې هم جګړه کوي او افغانستان به هم تر قیامته په اور کې سوزي او افغانان به وژل کیږي چې په هغه وخت کې دې بیا د الهي لوی عذاب به تمه اوسي، ځکه دا مسلمانان او افغانان چې دوئ ئې په مساجدو کې او بازارونو  په بې رحمانه ډول وژني، الله ج پیدا کړي او الله ج غیرتی ذات دی او پر خپل تابعدار او مسلمان مخلوق به غیرت وکړي او دښمنان به ئې نیست او نابود کړی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018