تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان او ددغه هیواد اوسنى نا ارامه سیاست - دويمه برخه

قريب الرحمن سعيد

2018-05-15

 

 

په تيرپسې .

د اصف علي زرداري په مشرۍ د پیپلز او د نوازشریف په مشرۍ د مسلیم لیګ ګوندونه، چي د هغه هیواد د تاریخ په  دغه ۷۰ کلنه دوره کې د نظامي کودتایي رژیمونو ترڅنګ د پاکستان په مقدر سپاره دي، په دغه هیواد کي له ډیرو ښکته پورته کیدو سره سره بیا هم په ترتیب سره حکومت کوي، دغه دواړه ګوندونه نژدې پنځه لسیزې ددغه ستر اتُمي هیواد واګي په لاس کی لري، خو ددواړو ګوندونو مشران د علمي وړتیاوو، کفایت او نظام چلونې د تجربو  خاوندان  نه دي، بلکې دهغه هیواد د حاکمې طبقې یا اشرافیه ډلې ( Establishment) له اړخه دخاصو ګټو په خاطردغه سیاسي لوبې ته راویستل شوي، دنواز شریف دغې مرحلې ته په رارسیدو سره، چي یو تجار او خپلګټي ملوث  انسان ګڼل کیږي،دهغه هیواد نظامي ادارو چي تر ټولو واکمنی، ځواکمنې او په امورو کي برلاسي دي، مهم رول درلودلی، ترڅنګ یې، د پاکستان د پوځ ډیره برخه د پنجاب د ایالات  ده، نو دپنجابیت رول او د پنجابي حاکم رامخته کول هم د دې رول یوه برخه ګڼل کیږي. اما برعکس ښاغلی اصف زرداري چی پخوانی رول یې د یو مجرم په څیر زنداني تیر کړی اوبیا یی د ذوالفقار علي بوټو د لور ( بینظیر بوټو دپاکستان دوه ځلی صدراعظمی) سره دواده نه وروسته دغی مقام تر لاسه کړی، خو دغه دواړو وګړی نه یوازې داچي و نه توانیدل دغه هیواد دخپل پیدایښت دلومړیو لسیزو په څیر مستحکم او په اقتصادي لحاظ پیاوړی و ساتي، برعکس یې دغه هیواد له سختو ناخوالو سره مخ کړی، دوئ یو هم دخپلو سیاسي بیکفایتو له مخې د دې  همت او جرئت نه لري چي د هند په څیر د خپل دښمن ستر ګاونډي هیواد په مقابل کي ودریږي،  نوازشریف دخپل  تجارتي کاروبار له مخې ځان مجبور ګڼي چی هند ته  را ټیټ اوسي او له هند سره دخپلو تجارتي شخصي  مراسمو په خاطر ښه اړیکي ولري، همدا علت دی چي څو کاله وړاندې یې هند ته دسفر په جریان کي خپل زوی دهغه هیواد د تجارتي خوني مشر سره دخبرو لپاره په هیئت کي له ځانه سره ملګری کړ. دغه دواړه یاد کړل شوي مشران په اقتصادی غبن او (Curruption) کي دومره بدنامه دي اوپاکستان یی  په اقتصادي لحاظ دومره قرضداره کړی چی نژدې ده دغه هیواد د بین المللي پولی صندوقونو له اړخه (Bankrupt) وپیژندل شي اونړیوال هیوادونه ترې خپل لاس را کش کړي او دوئ مجبورکړي چې ددغه هیواد په اتُمی وسایلو معامله وکړي، د دې دواړو ګوندونو ترمنځ  د ټولټاکنو په وخت کي خپلمنځي رقابت هم پیدا کیږي او په غونډو او اجتماع ګانو کي یو د بل په خلاف پوره خوله خلاصوي، اما تر ټاکنو وروسته بیا یو د بل ملاتړي او مرستندویه اوسي، خو دوي په خپلو کي سره پتییلې ده چې په نوبت سره به حکومت کوي.

 د پیپلز دګوند د بوټو دکورنۍ په خلاف یو ځل د عسکري ځواکمن جنرال،  ضیاءالحق،  له خوا فوځې کودتا تر سره شوې چي د همغې کودتا  په واسطه د دې ګوند مشر ذوالفقارعلي بوټو په یوه  قتل کې د لاس درلودو په ثبوت  اعدام کړل شو او د نواز شریف په خلاف هم د جنرال مشرف په واسطه  فوځې کودتا شوې، چي په هغې کې نوازشریف د سعودیانو په مداخلې سره دلسو کالو لپاره سعودي ته تبعید کړل شو.

هم د پیپلز ګوند مشره بی نظیر بوټواو هم د مسلم لیګ د ګوند مشر نواز شریف دخپلو ټاکل شوو ولسمشرانو له خوا د حکومت نه لاس په سر شوي، بینظیربوټو د خپل ملګري ولسمشرفاروق لغاري له  اړخه د بیکفایتۍ په واسطه او هم نواز شریف د مالي فساد په تور د ولسمشر غلام اسحق خان له اړخه د صدارت عظمی د چوکۍ نه لری کړل شوي، د دې علت لکه څنګه چي مخکی وویل شول،دادی چي د دې دواړو ګوندونو مشران دخپل لیاقت له مخې واکمنۍ ته نه دي رسیدلي بلکې د محیطي شرایطو او خپلو مافیایی کړیو، د قومي او سمتي اغیزو له مخې یې دا مقام تر لاسه کړی، خو یو یې هم د هغه هیواد له بیروکراسۍ سره د توافق او چلند همت او حکمت  نه دی تر لاسه کړی،‌ په دې اساس دیوې ډلې حکومت هم، ‌پرته د مسلم لیک د اوسني حکومت نه، خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې

که څه هم اوس بینظیر بوټو نه شته خو د هغې د مالي فساد او اداري بیکفایتۍ په اړه دهغه هیواد ورځینی تبلیغاتي دستګاوې تبصرې کوي.

 دغو دواړو ګوندونو د جنرال مشرف د حکومت په جریان کې په لندن کې سره غونډه وکړه او هلته یې پریکړه وکړه چې  هم دمالي فساد دتحقیق او څیړنو څخه  او هم  په  اساسي قانون کې د ولسمشر د اختیاراتو نه د مخنیوي لپاره په ګډه  قانون جوړ کړي، دوئ هلته د اتلسم لمبر قانون  په نامه یوه  ماده ترتیب کړه  اوبیا یې په پارلمان کي دخپلو وګړو په واسطه تصویب اودقانوني  مرحلې ته ورسوله. دهمدې مادې له مخې د دې دواړو ګوندونو مشرانو ته د دې زمینه برابره شوه چې د دوو ځلو حکومت کولو پر ځای درېیم او څلورم ځل هم د حکومت د عظمی د صدارت په واکمنې چوکۍ لاس ومومي.

بینظیر بوټو پخوا  له دې چې د دې قانون د مزایاوو نه ګټه پورته کړي په یوه سازش کې ووژل شوه، د هغې د وژل کیدو نه دهغه میړه اصف زرداري پوره ګټه پورته کړه. د اصف زرداري په اړه ویل کیږي چې هغه یې ښځې په خپل ګوند پیپلز پارټي کې هم نه پریښود، ځکه خو د دواړو ترمنځ سخت کشمکش روان و، خو دبینظیر دوژل کیدو سره سم اصف زرداري د یوه لیک له مخې چې ویل کیږي د بنیظیر په نامه  تقلبي وصیتپاڼه وه، خپل ځان ددغه ګوند میراثي حاکم وګرځوو او ددې ستر اتُمي هیواد د ولسمشر په څیر یې پنځه کاله د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تیر کړل.

 نواز شریف د پورته یاد کړل شوي تړون نه پوره ګټه پورته کړه او دهمدې مادې له مخی یې  د ۲۰۱۳ کال د ټولټاکنو له مخی یې ددرېیم ځل لپاره د صدارت اعظمی دغه قدرتمنده چوکۍ تر لاسه کړه، پاکستاني مطبوعات او څیړونکي وایې چې له نوازشریف سره  په دغو ټولټاکنو کي  دهغه هیواد فوځي او قضایي ادارو پوره مرسته کړې تر څو د پیپلز ګوند پر خلاف نوازشریف ته په پارلمان کې اکثریت ورکړي، دهمدې مرستو په پایلو کې  نوازشریف په پارلمان کې پوره اکثریت تر لاسه کړ او خپل حکومت یې جوړ کړ. اما ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنوکی، یوه نوي ګوند، تحریک انصاف، هم د درېیم قوي ګوند په څیر سر راپورته کړی. دغه ګوند په ټولټاکنو سختی نیوکې وکړي، او نژدې ۱۲۶ ورځي یې ددې هیواد په پایتخت، اسلام اباد، کی مظاهری او اعتصابونه وکړل، غوښتل یی دا ټولټاکنی یا لغو او یا هم د یوه ځواکمن عدلي کمیسیون له اړخه و څیړل شي اوهغوئ چې په دې ټاکنو کې یې تقلب کړی د محاکمې میز ته راکش کړل شي. خود واکمنو ادارو لکه فوځ او قضا، په ملتیا، د نواز شریف حکومت ددغو اعتصابونو او مظاهرو د اغیز نه سلامت پاته شو.

دنواز شریف بدبختي دا وه چي  دنوي حکومت په جریان کي یې  دمالي فساد دوسیې  مخته راغلې. د نواز شریف یواځیني کلک او ریښتیني ناقد، د تحریک انصاف مشر، عمران خان ددي دوسییو د راسپړیدو نه په استفادې سره، د سختو منډو ترړو او اعتصابونو او مظاهرو وروسته دا قضیه د پاکستان سترې محکمې ته کش کړه.  د نواز شریف په خلاف نه یوازې د لندن د قیمترینو کورونو د اخیستو، بلکې د دری سوه بیلیونه کلدارو د پټولو اوپه  انګلستان کي خپلو زامنو ته د پانګې اچونو په تورونو د متهم کیدو قضایا تر څیړنې لاندې راغلل. په همدې وخت کي د پاناما دهیواد مشهورو ژورنالیستانو د نړیوالو مشهور شخصیتونو غلاوې هم را برسیره کړې چې په هغې کې د پاکستان د ناست صدراعظم نواز شریف مالي غلاوې  هم شاملې وې. ددې راز له افشاء کیدو سره سم، دګڼ شمیر هغو هیوادونو صدراعظمانو، ولسمشرانو او یا نورو شخصیتونو، چي نومونه یې په دی لیسټ کی شامل وو، سمدلاسه دخپلو دندو څخه استعفاوې ورکړې، خو نوازشریف،دخپل پارلماني اکثریت په غرور او تکبر سره،  کلک  شو او دخپل مالي فساد نه یی  دفاع وکړه. اما کله چي  قضیه په ستره محکمه کی تر څیړنې لاندی و نیول شوه نوتر نژدې یو کال تحقیق او څیړنی وروسته  یي نواز شریف نه یوازې په هغې مالي فساد کې ښکیل ثابت کړ، بلکې دخپلې صدراعظمۍ په جریان کي یی ددوبۍ نه د برحال صدراعظم په څیر په اقامي (د سکونت د ویزې)  په اخیستو  او هلته له یوي مؤسسې سره د ماموریت له مخی بیکفایته وګڼل شواو د عظمی صدرات د مقام نه وشړل  شو.

په دې مالي فساد کي نه یواځی نواز شریف دخیل وګڼل شو بلکې لوریې، مریم صفدر (نواز)، او زامن یې هم په دی مالي فساد کي ککړ راووتل. چې اوس یې قضیه په دوو محکموکي ( نیبNational Accountabiltiy Bereau  او د احتساب په عدالت یا Court of Accountabilty  )  تر څیړنې او تحقیق لاندې ده.

نوربيا..



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018