تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ پنځمه برخه

د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاس

2018-05-15

 غرونه د ورېځو په څير خوځي
وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ * النمل: ۸۸ 
او غرونه به گورې چي د كلك او ولاړ گمان به پرې كوې حال دا چي هغه به د ورېځو د خوځېدو په څېر خوځي، د الله هغه جوړونه چي هر څه ئې استوار (او مضبوط) كړى، يقيناً چي دى په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
په دې مبارك آيت كي د يو ستر علمي اعجاز شاهد يو، وايي:  
• دا لوړ لوړ غرونه چي تا ته ډېر كلك او مضبوط برېښي او گمان كوې چي ستر ستر طوفانونه او تېزي توندي سيلۍ ئې نه خوځولى شي او نه لړزولى، د قيامت په ورځ به داسي خوځي لكه د ورېځ خوځېدا. 
• كه څه هم دا آيت د قيامت په ارتباط راغلى او د قيامت په ورځ د غرونو حالت ئې زموږ په وړاندي انځور كړى، وايي: جامد او ولاړ گمان به پـرې كوې خـو هغه به د ورېځو په څېر خوځي. 
• دا يقيناً د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ، نن او له ډېرو علمي تحقيقاتو وروسته ساينسپوهانو ته جوته شوې چي دا جامده ماده په حقيقت كي له داسي وړو وړو توكو جوړه شوې چي تل د خوځېدو په حال كي وي، ماده له ماليكولونو او ماليكولونه له اتمونو جوړ شوي، خو د مادې د وجود دا لومړڼۍ او اساسي خښته د هغو پروتونونو او الكټرونونو مجموعه ده چي په پر له پسې او دائمي توگه او له هرراز توقف پرته يو د بل پر شاوخوا څرخي، د دې حقيقت د بيان لپاره تر بل هر بيان جامع او كامل بيان همدا د قرآن وينا ده چي وايي: غرونه به گورې چي د ولاړ گمان به پرې كوې حال دا چي هغه به د ورېځو د خوځېدو په څېر خوځي. 
• نو دا غرونه هسي موږ ته ولاړ، راكد او جامد برېښي خو په اصل كي له داسي خوځنده اجزاوو جوړ شوي چي په مسلسله توگه د خوځېدو په حال كي دي او خوځېدا ئې د ورېځو د خوځېدا په څېر. ورېځي د زمكي پر محور په دائروي توگه خوځي، همغسي لكه الكټرون چي د اتم د زړه پر محور څرخي، توپير ئې د الكټرون له خوځښته سره يوازي په دې كي دئ چي ورېځي له منځه ځي خو الكټرون په خپل حال پاته كېږي او خپل حركت ته دوام وركوي. 
• دا د هغه الله تعالى جوړونه او پيدايښت دئ چي هر څه ئې استوار او مضبوط پيدا كړي.
• يقيناً چي الله تعالى په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
غرونه او خوندوري اوبه:
تاسو به هرو مرو په بازار كي د اوبو داسي بوتلونه ليدلي وي چي د غرونو او په هغوى كي د روانو اوبو عكس پرې لگېدلى چي جوړوونكى او پلورونكى ئې غواړي په دې سره تاسو ته ووايي: دا ډېري خوندوري او گټوري اوبه دي!! 
آيا د غرونو او د اوبو د خوند او گټي تر منځ څه تړاو شته؟!! 
ساينس دې پوښتني ته دا ځواب وايي: هو؛ د دوى تر منځ ژور تړاو شته، اوبه كله چي له ورېځو راورېږي نو په بشپړه توگه خالصي وي، يوازي هايدروجن او آكسيجن لري، خو كله چي له لوړو غرونو رارغړي، له ډول ډول ډبرو، مينرالونو، شگو، خاورو تېرېږي نو كافي مقدار هغه مينرالونه له ځان سره وړي چي انسان ورته ضرورت لري، دا ضروري توكي په اوبو كي حل شي، او د انسان لپاره ئې د همدې اوبو له لاري جذبول آسان شي، كه داسي نه وى او اوبه له لوړو غرونو نه رابهېدى او له ډول ډول ډبرو سره ئې خپل سر نه وهلى او دغه ضروري مواد ئې نه حل كولى نو انسان ته به ډېره گرانه وه چي دغه مواد له نورو لارو ترلاسه كړي. 
• دا چي انسان له هغو اوبو خوند اخلي چي له لوړو غرونو او چينو رابهېږي وجه ئې دا ده چي انسان له هغه څه زيات خوند اخلي چي د ده اړتياوو ته ځواب وايي، هر څومره چي انسان يوه شي ته زيات اړ وي همدومره زيات ورته خوندور وي، څه چي انسان ته مضر وي يا ئې گټه لږ وي، يا انسان ورته ضرورت نه لري نو د ده حواس ئې ورته بې خونده، تريو او تريخ كړي، كله چي تږى وي نو له اوبو خوند اخلي كه نه نو له خوندورو اوبو هم كركه كوي. 
اوس چي تاسو ته د خوندورو اوبو او غرونو تر منځ دقيق او ژور تړاو معلوم شو راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي؟! 
د قرآن دې وينا ته ځير شئ:
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا (۲۵) أَحْيَاءً ‎وَأَمْوَاتًا (۲۶) وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا (۲۷) وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ  المرسلات: ۲۸-۲۵
آيا زمكه مو راغونډونكې نه ده گرځولې، د ژونديو او مړو؟ او آيا دنگ دنگ غرونه مو په كي نه دي جوړ كړي او خوندوري اوبه مو نه دي درباندي څښلې؟ افسوس په دې ورځ د تكذيبوونكو په حال.
دا مبارك آيتونه وايي: چا دا زمكه داسي گرځولې چي په خپلي غېږ كي ئې مړه او ژوندي توكي راغونډ كړي او په هغې كي ئې د ژوند امكانات او شرائط برابر كړي؟ 
څوك د زمكي له دنگو دنگو غرونو خوندوري اوبه دركوي، هماغسي لكه د مور له تيو خوندوري شيدې؟؟ كه دا دنگ دنگ غرونه نه وى نـو ستا د څښاك او به به هم خوندوري او صفـا نه وې!!
آيا هغه ذات چي زمكه ئې د (ژوند مهد او زانگو) كړه او د ژوند امكانات ئې په كي ځاى په ځاى كړل؛ په دې قادر نه گڼئ چي ستاسو د مجدد پيدايښت لپاره بله زانگو او ټاټوبى راپيدا كړي؟!! 
افسوس په دې ورځ د تكذيبوونكو په حال.
گورئ چي قرآن د عالم په اړه په خپلو ويناوو كي څومره دقيق دئ او څنگه ئې هغو حقائقو ته په وار وار او د هري قضيې په ارتباط اشاره كړې چي انسان ډېر وروسته پرې پوه شوى.
خوند او ضرورت:
بې مناسبته به نه وي چي د خوند او ضرورت تر منځ د تړاو يو بل مثال هم وړاندي كړم: 
هغه مهال چي مهاجرين پاكستان ته ولاړل او په لومړي ځل ئې د امروت مېوه مخي ته راغله، نو د دغي مېوې د بوى په وړاندي به ئې داسي حساسيت ښودو چي خپلي پزي ته به ئې دسمال يا د څادر پيڅه ونيوله او په منډه به ترې تېر شول!! 
پېرودل او خوړل خو ئې لري پرېږده حتى د هغه خوا ته ئې تېرېدل هم نه خوښول، خو دا حساسيت به ئې ورو ورو كمېدو او داسي وخت به راورسېدو چي امروت به ئې تر ډېرو نورو مېوو زيات خوښېدو!! 
د دې وجه دا وه: په خپل هېواد كي دوى هغو موادو ته ضرورت نه درلود چي په امروت كي شته، د دوى وجود داسي تنظيم شوى وو چي په امروتو كي تعبيه شوي موادو د گټي په ځاى دوى ته تاوان درلود، نو ځكه ئې په لومړيو كي له هغه سره حساسيت ښودو، خو د پاكستان هوا او اوبو په دوى كي داسي تغييرات رامنځته كړل چي نه يوازي دا حسـاسيت له منځه ولاړ شـي بلكي د هغو موادو خـوړلو او جذبولو تـه اړ شي چي په امروتو كي شته، نو ځكه به ئې څو مياشتي وروسته په مزه مزه خوړل. 
بل مثال ئې دا دئ چي د سړو سيمو اوسېدونكي داسي مېوې خوښوي چي غوړي وي، لكه ځنغوزي، غوزان، بادام، او د گرمو سيمو هستوگن د مالټې، كينو او كيلې په څېر مېوې، الله تعالى په هري سيمي كي هغه مېوې راپيدا كوي چي انسانان ورته ضرورت لري، غوزان او ځنغوزي په غرنيو سړو سيمو كي او مالټې په تودو سيمو كي، د هري سيمي خلك خپلي خپلي مېوې خوښوي، دا ځكه چي همدا مېوې او ځانگړى تركيب ئې د دوى اړتياوو ته ځواب وايي. 
هر څه د ضرورت په اندازه پيدا شوي:
د الحجر د سورې په ۲۱ آيت كي دې حقيقت ته اشاره شوې چي الله تعالى د عالم هرڅه په يوه ثابت او معين مقدار كي او د ضرورت په اندازه پيدا كړي وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ
وايي: د هر شي خزانې له الله تعالى سره دي، د خزانو كيلي ئې د الله تعالى په واك كي دي، د زياتولو او كمولو پرېكړه ئې د ده له لوري كېږي، هر څه ئې په هغه اندازه پيدا كړي چي ورته ضرورت وو، نه تر خپلي ضروري اندازې زيات او نه كم، دومره چي انسان او د زمكي د سر نور ژوي ورته ضرورت لري، كه په دې اندازه كي معمولي تغيير راشي مثلاً د باد حركت لږ تېز او اضافه شي، له موجوده معمول او طبيعي سرعت ئې سرعت لږ اضافه شي، نو د زمكي په سر به هر څه سره ټكوي، هر څه به نسكوروي او د ژوندانه امكانات به ختموي، كه باران لږ اضافه شي، كه واوره لږە زياته شي، كه ورځ لږ اوږده او طولاني شي، كه شپه لږه لنډه شي، كه نور او حرارت لږ زيات شي او دا هر څه چي گورئ، له معين حد نه زيات يا كم شي، د انسان ژوند تهديدوي، خو الله جل شأنه هر څه په معينه اندازه كي راپيدا كړي، د هر شي لپاره يو معين قدر او اندازه ټاكل شوې، هيڅ شى له خپلي اندازې اضافه نه دئ، هيڅ شى له خپل ضروري اندازې لږ نه دئ. 
چي هر څه له خپلي اندازې لږ اضافه شي گورئ چي بيا څنگه ترې تنگ شو، باران، دا د ژوند تومنه او وسيله چي لږ له خپلي اندازې اضافه شي بيا دعاگاني كوو چي الله ئې متوقف كړي، واوره، بادونه، چي كله له خپلي طبيعي اندازې لږ اضافه شي گورئ چي بيا ترې تنگ يو، سوكالي مو تهديد او ژوند راته گران كړي.
 نن ساينس همدا خبره كوي چي د زمكي د سر د ټولو توكو اندازه ثابته او تغيير نه منونكې ده، تغيير ئې د دې عالم په اضمحلال منتج كېږي، كوم تغييرات چي موږ ئې گورو، لكه دا چي بوټي وسوزي او ايرې شي، اوبه بخار شي، لرگي، پاڼې او هډوكي وراسته شي، په دې سره د شيانو په ثابت مقدار كي تغيير او تبديلي نه راځي بلكي له يوه حالته بل ته بدلېږي، كه تاسو يوه فزيك پوه ته دا خبره وكړئ چي قرآن وايي: هر څه په ثابت مقدار كي پيدا شوي نو هغه به فوراً تا ته ووايي:
 دا يو ستر او ثابت شوي علمي حقيقت دئ. 
د زمكي او آسمان تر منځ تنسيق :
په لانديني آيت كي د زمكي او آسمان تر منځ هغه ژور تنسيق ته اشاره شوې چي وايي: له آسمانه د اوبو ورېدل او په دغو اوبو سره د زمكي د سر ژوو اړتيا رفع كول او دانې او مېوې ورته راټوكول ښيي چي د زمكي او آسمان پالونكى رب يو دئ، دغه رب د دواړو تر منځ دا تنسيق رامنځته كړى. قرآن د زمكي او آسمان تر منځ ژور تنسيق، يووالى او گډ كار داسي انځوروي لكه يو چي د انسان د كور چت وي او بل ئې فرش او دواړو په گډه ده ته خوندي او مصون كور جوړ كړى وي، فرمايي: 
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۲۱) الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا للهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ
البقره: ۲۲-۲۱
اې خلكو! د خپل هغه رب عبادت وكړئ چي تاسو ئې هم پيدا كړي يئ او تر تاسو مخكني ئې هم، ترڅو مو ځان ساتلى وي. هغه چي زمكه ئې تاسو ته فرش او آسمان ئې چت كړ او له آسمانه ئې اوبه راكوزي كړې او په هغه سره ئې مېوې راوايستې، ستاسو لپاره روزي، نو الله لره سيالان مه نيسئ په داسي حال كي چي پوهېږئ (هغه سيال نه لري).
د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:
• د هغه ذات عبادت وكړئ چي تاسو او تر تاسو مخكي ټول انسانان ئې پيدا كړي. 
• همدا عبادت په تاسو كي د ځان ساتني او تقوى ماده تقويه كوي، مضبوطه اراده درپه برخه كوي، نه دي پرېږدي د كړاوونو او ستونزو په وړاندي بې همت او سست عزم شې.
• همغه ذات چي زمكه او آسمان ئې داسي پيدا كړي او د دواړو ترمنځ ئې داسي تنسيق او يووالى راپيدا كړى چي يو ئې ستاسو د كور د فرش او بل ئې د چت په څېر دئ، له يوه اوبه راورېږي او بل په همدغو اوبو تاسو ته دانه او مېوه راشنه كوي او تاسو ته روزي برابروي. 
• ښه پوهېږئ چي نه ستاسو په پيدايښت كي او نه له آسمانه د باران په ورولو او له زمكي د دانې او مېوې په راايستلو كي له الله پرته بل څوك څه ونډه لري.
• ښه پوهېږئ چي الله سيالان نه لري، نه ستاسو په پيدايښت كي كوم سيال او شريك لري او نه له آسمان د اوبو په ورولو او له زمكي د دانې او مېوې په راټوكولو كي. 
آسمان زموږ د كور محفوظ چت دئ
پورتنى آيت وايي: زمكه ستاسو د كور فرش ده، نه د تيږي په څېر سخته او نه د خټي په څېر نرمه، نه ډېره سړه او نه ډېره توده، نه ئې فشار ډېر زيات نه ډېر كم او آسمان د دې كور لپاره چت دئ، دقرآن په گڼ شمېر آيتونو كي آسمان د چت او محفوظ سقف په نامه ياد شوى، نن او له څوارلس پيړيو وروسته انسانان په دې پوهېږي چي د دوى د زمكي په فضاء كي داسي څه شته چي د زمكي لپاره د يوه محفوظ چت او سقف حيثيت لري، چي هم ئې د لمر له ځينو خطرناكو وړانگو خوندي ساتي او هم له شهاب ثاقب چي په ډېر سرعت سره د زمكي په لوري خوځي خو له دغه سقف سره د تصادم په نتيجه كي يا ذره ذره شي او يا ئې مسير بدل او په بل لوري مخه كړي.
 كه يوه باانصافه ساينس پوه ته ووايئ چي زموږ په يوه كتاب كي چي څوارلس پېړۍ ورباندي تېري شوې، څو ځايه راغلي چي دا آسمان ستاسو د زمكي لپاره محفوظ سقف او چت دئ، خو يو وخت به په دې كي چاودونه او سوري راپيدا شي! همغه خبره چي تاسو ئې نن كوئ، د زمكي فضاء د هغې خوندي سقف گڼئ او د اوزون پرده ئې د لمر له مضرو وړانگو د خوندي پاته كېدو وسيله، همغه پرده چي اوس د كاربن ډاى اكسايډ گازونو د زياتېدو په وجه ځاى ځاى كي سوليدلې او سوري په كي راپيدا شوي، ما ته ووايئ چي د هغه عكس العمل به څه وي؟ 
د دې دقيقي علمي وينا او وړاندويني په اړه به څه وايي؟ 
د قرآن او د هغه د راوړونكي په اړه به څه قضاوت كوي؟ 
آيا له دې پرته د بلي خبري مجال ورته شته چي ووايي: دا خبره د يوه انسان خبره نشي كېدى، هغه څوك ئې كولى شي چي زموږ د فضاء له ډېرو اسرارو خبر وي. او په قرآن كي د دغسي خبرو په استناد ويل شوي چي د دې كتاب رالېږونكى هغه ذات دئ چي د زمكي او آسمانانو په اسرارو پوه دئ. 
همدا راز د آسمان او زمكي ترمنځ دا دقيق يووالى او تنسيق ښيي چي د انسان او د آسمان او زمكي پيدا كوونكى او پالونكى يو ذات دئ، له يوه اوبه راوروي او په همدغو اوبو له بلي ښايسته بوټي او دانې او خوندوري مېوې راپيدا كوي او په دې سـره د انسان اړتيا ته ځواب وايي او هغـه تـه رزق او روزي بـرابروي. 
دا تنسيق چا راوستى او د كومي خبري شهادت وركوي؟ 
آيا همدا كافي نه دئ چي ووايئ: الله سيالان نه لري. 
د ورېځو په اړه د قرآن علمي وينا :
د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي د ورېځو د جوړېدا، آسمان ته پورته كېدا، په بېلو بېلو برخو وېشل كېدا، د بادونو په واسطه لرې لري سيمو ته د دوى انتقال، د واورو، باران او ږلۍ په څېر ورېدا، د همدې په سبب د مړې زمكي ژوندۍ كېدا ته اشاره شوې، د ورېځو په اړه د قرآن هر آيت ځان ته يو علمي اعجاز دئ، د ورېځو ټولو علمي برخو ته په ډېري جامع او علمي توگه اشاره كوي. 
په دې اړه لاندي آيتونو ته ځير شئ:
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ
النور: ۴۳
آيا نه گورې چي الله ورېځي روانوي، بيا ئې په خپلو كي سره پيوست كوي، بيا ئې سر په سر كوي، نو د باران څاڅكي به گورې چي له منځه ئې راوځي، او په آسمان كي د يخ له غرونو ږلۍ وروي او هغه چا ته ئې رسوي چي دى ئې وغواړي او له هغه چا ئې بلي خوا ته وړي چي دى ئې غواړي، نږدې وي چي د برېښنا رڼا ئې سترگي له منځه يوسي. 
په دې مبارك آيت كي زموږ پام هغو ورېځو ته اړول شوى چي كه هغه نه وى نو د زمكي پر سر به هيځ ژوى نه وو، هغه چي د ژوند تومنه ده او د ژوو لومړۍ اړتيا. 
آيا نه گورې چي الله تعالى ورېځي جوړوي، د هغو سيمو په لور ئې روانوي چي هستوگن ئې اوبو ته اړ دي، هره برخه ئې په ځانگړي لوري خوځوي، خپلي خپلي سيمي ته له رسېدو وروسته ئې په خپلو كي سره پيوست كړي، بيا ئې سر په سر كړي، په خپل ځاى او په خپل وخت كي د باران څاڅكي ترې راووځي، تر دې وړاندي او له جوړېدو سره سم نه څڅېږي، د لاري په اوږدو كي نه څڅېږي، له لوښي پرته او د هوا پر اوږو اوبه انتقالوي، په خپل ټاكلي ځاي كي به گورې چي خاص تغييرات په كي راشي او له منځه ئې د اوبو څاڅكي راووځي، په يوې سيمي كي باران ترې راوورېږي، په بلي كي واوره او په بلي كي ږلۍ، ږلۍ له هغو ورېځو راوروي چي د يخ غرونو ته ورته وي، دا خطرناكه ږلۍ تل نه بلكي كله كله ئې وروي او هغه چا ته ئې رسوي چي دى ئې وغواړي او له هغه چا ئې بلي خوا ته وړي چي دى ئې غواړي، دا د اوبو له بخاراتو جوړي شوې ورېځي د برېښنا منفي او مثبت بارونه لري، كله چي د ورېځو بېل بېل څپري سره نږدې يا سر په سر شي نو د برېښنا دا مثبت او منفي بارونه سره شارټ شي، او په دې سره ډېره زياته تودوخه رامنځته شي، رڼا ئې دومره زياته وي چي سترگي وړي، همدا باعث شي چي له ورېځو د باران څاڅكي وورېږي. 
كوم څه چي دلته د ورېځو د تشكيل، د باران او ږلۍ د ورېدو په اړه په دې آيت كي ويل شوي ټول همغه څه دي چي ساينس ئې وايي. د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي د ورېځو د جوړېدا، آسمان ته پورته كېدا، په بېلو بېلو برخو وېشل كېدا، د بادونو په واسطه لرو لرو سيمو ته د دوى انتقال، د واورو، باران او ږلۍ په څېر ورېدا، د همدې په سبب د مړې زمكي ژوندۍ كېدا ته اشاره شوې، د ورېځو په اړه د قرآن هر آيت ځان ته يو علمي اعجاز دئ، د ورېځو ټولو علمي برخو ته په ډېري جامع او علمي توگه اشاره كوي.
دې بل آيت ته هم ځير شئ:
وَأَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا (۱۴) لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا (۱۵) وَجَنَّاتٍ أَلْفَافًا  النبأ: ۱۶-۱۴
او اوبه مو كړې راتوى له نښتېځونكو پرله پسې. چي راوباسو په دې سره څه بوټي څه دانې. او سمسوره گڼ باغونه.
په دې مبارك آيت كي، ورېځي د معصرات يعني زبېښېدونكي په نامه يادې شوې، په دې پوهېږو چي ورېځي د اوبو متكاثف او راغونډ شوي بخارات دي، چي د هوا د فشار او تودوخي په تغيير سره د اوبو په څاڅكو واوړي او د باران، واوري او ږلۍ په څېر ورېږي، د لمر وړانگي د دې باعث شي چي د سيندونو اوبه تبخير شي، په ورېځو واوړي، بادونه ئې په خپل سر واخلي، لرو لرو سيمو ته ئې انتقال كړي، د غرونو پر جگو څوكو د واوري په څېر او په آوارو او معتدلو برخو د باران په څېر وورېږي، كه دا نظام نـه وى نو زمكه به د ژوند لپـاره وړ نه وه، د دې موضوع پـه اهميت هلته ښه پوهېدى شو چي څو اساسي ټكيو ته پام وكړو:
 لومړى- كه د بحرونو اوبه تبخير نه شي او د ورېځو په توگه فضاء ته پورته نه شي، ځيني برخي ئې په فضاء كي، ځيني ئې په غرونو او سړو سيمو كي د واورو د سترو سترو زېرمو په شكل كي او ځيني ئې د زمكي لاندي برخي كارېزونو او چينو كي او يوه برخه ئې د زمكي پر سر د نهرونو په څېر خوندي نه شي، ټوله زمكه به پـه اوبو كي غرق او ټولـي وچي به تر اوبو لاندي شي. 
دوهم- د څښاك هيڅ پاكي اوبه به مو نه درلودې، له لنډي مودې وروسته به ټولي اوبه د سيندونو د اوبو په څېر تروې، ناولې او تېزابي كېدې او د څښلو وړ به نه وې.  

درېيم- د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو لپاره چي هره ورځ څومره اوبه په كار دي، دا لوى مقدار صافي او د استفادې وړ اوبه برابرول له بلي هيڅ لاري او په بلي هيڅ عمليې سره ممكن او مقدور نه دي، د (ثجاج) لفظ چي د پرېمانه او پر له پسې په معنى دئ د همدې لپاره په دې مبارك آيت كي راغلى او همدغه حقيقت ته اشاره كوي.
څلورم- محتاجو او اړو سيمو ته د دې مقدار اوبو انتقال هومره پراخو امكاناتو ته ضرورت لري چي د انسان له توانه ډېر ډېر اوچت دئ، آيا په دې پوهېږئ چي يوه واړه ښار ته پاكي اوبه رسول، څومره گران كار دئ او څومره مصارف غواړي، د دې پوښتنه له هغو ملكونو وكړئ چي د بحر خوا ته پراته او د زمكي لاندي اوبه ئې تروې دي او دې ته اړ چي د بحر اوبه تصفيه كړي ترڅو خپلو خلكو ته د څښاك صافئ اوبه برابري كړي.
پنځم- دا ورښت دئ چي د زمكي هوا تصفيه كوي، فضاء له زهرجنو او مضرو گازونو، مكروبونو او گندگيو تصفيه كوي او استنشاق او تنفس ته ئې تياروي، له ورښت پرته له بلي لاري د زمكي د سر د ټولو حيواناتو او انسانانو د ضرورت وړ دومره زياته صفا هوا برابرول ممكن نه ده، په بلي هيڅ عمليې دا كار نه شي كېدى.
په ۱۵او۱۶آيتونو كي د ورښت هدف ته داسي اشاره شوې: 
له آسمانه په دې ورېدونكو اوبو سره ستاسو له زمكي بوټي او وني او دانې او مېوې راباسو، آسمان ستاسو لمر په خپلي غېږ كي نيولى، د زمكي په لور خپلي وړانگې خوروي اوبه تبخيروي، دا بخارات په ورېځو بدل شي، لرو لرو سيمو ته انتقال شي، له بره پر تاسو باران وروي او په همدې باران سره د زمكي له زړه دانه او مېوه راپيدا كوي، آيا دا تاسو ته په ډېر صراحت او وضاحت سره نه وايي چي د زمكي او آسمان تر منځ دقيق يووالى او تنسيق حاكم دئ، دواړه يو بل ته لاس وركوي او د يوې دقيقى منصوبې او طرحي له مخي په گډه كار كوي او ستاسو اړتياوو ته ځواب وايي، بوټي او وني د زمكي خټه زبېښي، ستاسو د ضرورت وړ توكي جذبوي او له هغه داسي ښكلې دانې او مېوې جوړوي چي رنگ ئې ښايسته، خوند ئې لذيذ، بوى ئې ښكلى، شكل ئې جذاب او هضم ئې آسانه او همدا ستا غذا! 
دا بهير موږ ته ښيي چي د زمكي او آسمان د چارو تدبير له يوې مرجع ترسره كېږي او له دې بهيره ثابتېږي چي څه په آسمان كي ترسره كېږي او څه پر زمكه واقع كېږي، دا ټول د يوې دقيقي او منظمي منصوبې له مخي ترسره كېږي، دلته هر حركت هدفمن دئ، دلته هرڅه سم پيدا شوي او په سم لور خوځي، نه څه خوشى او عبث پيدا شوى او نه په خپل سر او بې مقصده لگيا دئ.
ډبري سوزي
لكه څنگه چي د بقرې د سورې په پورتني آيت كي د قرآن د علمي اعجاز يوه بېلگه زموږ مخي ته راغله په ورپسې آيت كي يوه بله بېلگه زموږ په وړاندي ځلېږي، هلته چي فرمايي: 
... فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ  البقره: ۲۴
...له هغه اور ځان وساتئ چي سوند ئې خلك او ډبري دي، چي كافرانو ته تيار كړى شوى.
د قرآن د نزول په وخت كي هيچا دا خبره نه شوى منلى چي تيږي هم د اور سون كېدى شي، معلومه نه ده چي مخالفينو به هغه وخت په دې خبري باندي څومره تمسخر كړى وي، څومره به ئې په خپلو مجالسو كي ويلي وي چي دا ليونيان اوس دا خبره هم مني چي تيږي سوزي، هيڅ عاقل انسان د تيږي سوزيدل نه مني!! 
خو تاسو اوس يوه فزيك پوه ته ووايئ: جنابه! آيا تيږي سوزي؟ هغه به ډېر ژر او له كوم تأمل او ځنډ پرته درته ووايي: هو؛ سوزي، يوازي تيږي نه بلكي هرڅه، حتى اوسپنه هم، هرڅه د اور په اوچتو درجو كي سوزي، دغه اوبه او دا خاوره هم چي ته ئې د اور وژلو لپاره كاروې. او كه هغه ته ووايئ: زموږ په دغه كتاب كي چي څوارلس پېړۍ ورباندي تېري شوې راغلي چي تيږي به د اور سوند وي، هغه وخت زموږ د كتاب په دې خبري مخالفينو ملنډي وهلې او دا ئې ستر دروغ گڼلو، ما ته ووايئ: د دې فزيك پوه غبرگون به څه وي او د دې كتاب او د هغه د وړاندي كوونكي په اړه به څه فكر كوي؟!! او د هغو خلكو په اړه به څه وايي چي د قرآن په دې وينا ئې ملنډي وهلې؟!! 
په ډبرو كي اوبه
قرآن د ډبرو د تركيب په اړه فرمايي:
وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ....   البقره: ۷۴
او د تيږو ځيني داسي دي چي ويالې ترې بهېږي او ځيني داسي چي ټوټې ټوټې شي نو اوبه ترې راوځي... 
په دې مبارك آيت كي يو داسي حقيقت توضيح شوى چي انسان فقط په شلمه پېړۍ كي او د قرآن له نزول څوارلس سوه كاله وروسته او له ډېرو علمي تحقيقاتو بعد ورباندي پوه شو او هغه دا چي د سختو تيږو (مينرالونو) په تركيب كي د اوبو ماليكولونه شته، په دې حقيقت هلته پوه شو چي تيږي او منرالونه ئې تجزيه كړل او د ټولو په تركيب كي ئې د اوبو ماليكولونه وموندل او دا همغه حقيقت دئ چي قرآن په دې الفاظو سره بيان كړى:
 او له تيږو ځيني داسي دي چي ويالې ترې بهېږي او ځيني داسي چي ټوټې ټوټې شي نو اوبه ترې راوځي!! چي كله قرآن دا خبره كوله هيچا دا گمان هم نه شو كولى چي د كلكو ډبرو په تركيب كي به د اوبو ماليكولونه وي!!
تريو سمندر د خوږ سمندر په څنگ كي
په شلمي پېړۍ كي او هغه مهال چي انسانان وتوانېدل ستري ستري او سريع بېړۍ جوړي كړي او د سمندر ډېري برخي تر خپل واك لاندي راولي، د زمكي هغو سيمو ته ورسېږي چي د واورو او كنگلونو سترو سترو غرونو پوښلې دي، شمالي او جنوبي قطبونو ته ورسېږي، په بحر كي ئې داسي سيمي وموندې چي دوه بېل بېل سمندرونه يو د بل خوا ته پراته دي، د يوه اوبه مالگيني او تروې او د بل خوږې او خوندوري، تر منځ ئې د اوبو داسي پرده او حجاب چي دوى سره بېل ساتي او د يوه اوبه په بل كي نه ننوځي، په هر يوه كي ئې د ژوو داسي بېل بېل ډولونه وموندل چي د بل اوبو ته له ننوتو ډډه كوي، دا يو عجيب كشف وو، ساينسپوهانو پرې تحقيقات پيل كړل چي وگوري د دې بحرونو منشأ څه ده او د بېلوالي وجه ئې څه، ورته معلومه شوه چي اساسي عوامل ئې دوه دي: 
۱- د تودو سيمو سمندرونه د تودوخي له كبله تبخير كېږي، د اوبو بخارات لوړ ځي، د اوبو د برنۍ برخي د املاح (ډول ډول مالگو) كچه او تريووالى او تيزابيت ئې ورو ورو زياتېږي، له لوړو چي دغو بحرونو ته د دريابونو له لاري كومي اوبه راځي له ځان سره ډېر املاح راانتقالوي او ورځ په ورځ د بحر د املاح او مالگو كچه زياتوي. 
۲- د واوري كوم غرونه چي د زمكي په شمالي قطب كي دي او په دوبي كي ورو ورو ويلي كېږي، د دې ويلي شوې واوري اوبه د عادي اوبو په څېر خوندوري وي او هيڅ تريوالى نه لري، دا اوبه د سمندر د نورو سيمو په لوري خوځېږي، هلته د دغو اوبو او د سمندر د اوبو تر منځ د داسي اوبو يوه اوږده گاره جوړېږي چي د كثافت او تريووالي كچه ئې د دواړو لوريو اوسط اندازه كي وي، نه د بحر د اوبو په څېر ډېري تروي او نه د ويلي شوو واورو د صافو اوبو په څېر خوندوري، دا گاري دا دواړه تروې او خوندوري اوبه سره بېلوي، د اوبو په دغو دريو بېلو بېلو ډولونو كي بېل بېل ډولونه ژوي ژوند كوي!! 
همداراز كوم لوى لوى دريابونه چي په سمندر كي توئېږي، تر اوږدې مسافې پوري همداسي وړاندي درومي او د خپلو اوبو كيفيت او خوند له لاسه نه وركوي، د مثال په توگه د امازون درياب له هغه وروسته چي د اطلس سمندر ته رسېږي نو نږدې دوه سوه كيلومترو پوري په سمندر كي وړاندي درومي او تر همغه ځايه د خپلو اوبو د خوند كيفيت خوندي ساتي. 
اوس چي د ساينسپوهانو دا كشف تاسو ته واضح شو راشئ وگورو چي آيا قرآن دې حقيقت ته اشاره كړې كه نه؟ په دې اړه د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:
وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا الفرقان: ۵۳
او الله هغه ذات دئ چي دوه سمندرونه ئې داسي پرېښي چي دا ئې خوږ او خوندور دئ او دا (بل) ئې مالگين او تريو، او د دوى تر منځ ئې داسي پرده او مانع اچولې چي (د دوى د گډېدو) مخنيوى كوي. 
أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَءلَهٌ مَعَ اللهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ  النمل: ۶۱
هغه څوك دئ چي زمكه ئې تمځى گرځولې او د هغې په منځ كي ئې نهرونه جوړ كړي او هغې ته ئې لنگرونه (غرونه) جوړ كړي، او د دوو سمندرونو تر منځ ئې پرده او مانع جوړه كړې.
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ (۱۹) بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَا يَبْغِيَانِ (۲۰) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (۲۱) يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ (۲۲) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (۲۳) وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَآَتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ (۲۴) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ  الرحمن: ۲۴-۱۹
دوه سمندرونه ئې داسي سره پرېښي چي مخامخ كېږي، تر منځ ئې داسي پرده چي تېرى (ترې) نه كوي، نو د خپل رب كوم كوم نعمتونه تكذيبوئ؟ له دوى دواړو مرغلري او مرجان راوځي، نو د خپل رب كوم كوم نعمتونه تكذيبوئ؟ او په سمندر كي ئې داسي جوړي شوې تلونكي (بېړۍ) دي چي د غرونو په څېر دي. نو د خپل رب كوم كوم نعمتونه تكذيبوئ؟
دلته څو خبري توجه او دقت غواړي:
دې ته مو پام وي چي دلته د پيدا كولو (خلق) او جوړولو (جعل) پر ځاى د (مرج) لفظ كارول شوى چي د پرېښودو معنى وركوي، يعني الله تعالى دا دوه بحرونه په داسي حال كي پرېږدي چي د يوه اوبه په بل كي فوراً گډي او خلط نشي، تر منځ ئې پرده او مانع راپيدا كړي او هر يو خپله ځانگړتيا تر اوږدې مودې خوندي وساتي. 
په دې مباركو آيتونو كي نه يوازي هغه حقيقت ته اشاره شوې چي د دوو بېلو بېلو بحرونو په اړه انسان ته په شلمي پېړۍ كي معلوم شو بلكي د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز هم زموږ په وړاندي ځلېږي، او هغه دا: دومره ستري ستري بېړۍ چي غرونو ته ورته وي، تر شلمي پېړۍ وړاندي نه وې جوړي شوې، په دغي پېړۍ كي داسي كښتۍ جوړي شوې چي د يوه لوى هوائي ډگر په څېر د فوځ يو لوى مجهز غونډ، له گڼ شمېر جنگي جهازونو، هليكوپټرو او توپونو سره حمل كوي، يقيناً چي دا د قرآن يوه وړاندوينه وه چي مصداق ئې اوس په خپلو سترگو گورو، دې حقيقت ته د قرآن په يوه بل آيت كي داسي اشاره شوې:    
وَآَيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (۴۱) وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِنْ مِثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ يس: ۴۲-۴۱
او دوى ته يوه څرگنده نښه دا ده چي د دوى زامن مو په ډكي كښتۍ كي سپاره كړل او دوى ته مو دې ته ورته داسي څه (بېړۍ) راپيدا كړې چي پرې سپرېږي. 
دلته په ۴۱ آيت كي د نوح عليه السلام كښتۍ ته اشاره شوې او ورپسې په ۴۲ آيت كي داسي كښتيو ته اشاره شوې چي وروسته وروسته به ئې انسانان جوړوي. 
اوس ما ته ووايئ: رسول الله صلى الله عليه و سلم څنگه په هغو حقائقو پوه شوى وو چي انسانان څوارلس پېړۍ وروسته پرې پوه شول؟
 آيا يو عقلمن او منصف انسان كولى شي دا ستر حقيقت له پامه وغورځوي، عادي خبره ئې وگڼي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د نبوت واضح او څرگنده نښه ئې ونه گڼي؟!!
يوه ورور پوښتنه كړې وه چي الله تعالى ولي د عالم د پيدايښت تكويني مراحل د ورځو په نامه ياد كړې؟ 
ولي ئې داسي الفاظ او صيغه نه ده كارولې چي هيچا ته د شك مجال پرېنږدې؟
د هغوى په ځواب كي بايد ووايو: ساينسپوهانو ته داسي واټنونه او فاصلې مخي ته راغلل چي د هغوى د بيان لپاره ئې نه الفاظ درلودل، نه معيارونه، په كيلومتر او ميل سره ئې نشو بيانولى، موجود انساني ارقام او الفاظ ئې له بيانولو عاجز وو، مجبور شول يو نوى معيار او نوى لفظ ايجاد كړي، د نوري كال لفظ ئې رامنځته كړ، نوري كال يعني هغه فاصله چي نور ئې په يوه كال كي پلې كوي، نور په ثانيه كي نږدې درې سوه زره كيلومتره فاصله پلې كوي، دا فاصله به په يوه كال كي څومره وي؟ دا لوى رقم به څنگه كاروو؟ 
د عالم د پيدايښت او عمر لپاره هم د قرآن د نزول د وخت عربي ژبي كي داسي ارقام او الفاظ نه وو چي دا بيان كړى شي، الله تعالى د ورځ نوم پرې اېښى، لكه چي ساينسپوهانو د كال نوم ورته كارولى، خو قرآن ويلي چي دا د انسان معمول ورځي نه دي، د الله تعالى له شأن سره او د عالم له پيدايښت سره مناسب موده ده. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018