تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ما په ما وژني، کافرهنردی!!

غلام حضرت شاکر

2018-05-15

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم«

پروینا یې آن له پیله داحساساتو پېریان ناست وو، رېږدېدو اوستونی یې بندبند کېده،

دوه ـ درې ځلې یې غاړه تازه کړه... کتونکي پوهېدل چې » صیب« دغاړې په تازه کولو خپل احساسات کابوکـوي، بیا یې غاړه تـازه کـړه اوپـه نحمده ونصلي عـلی رسوله الکریم یې وینا پیل کړه:

ـ عزیزانو! مرګی حق اوپرټولوراتلونکی دی، نن دلته داسړی مړ دی ، سبا به موږهم مرو...( ملا صیب له دې خبرې سره پرکټ پراته مړي ته ګوته ونیوله)اود وصف په اړه یې ځکه دغوړوالقابویادونه منتفي ګڼله چې متوفی یوبې وزله، نوم ورکی اوبې دسترخوانه سړی ؤ! بیا یې حاضرینوته ترمرګ وروسته غذابونه اوجنتونه وریاد کړل... څوځلې یې په جذباتي انداز متیان کلک اوخلاص کړل، د دواړو وروځوترمنځ یې نرۍ نرۍ پولې جوړې اوماتې شوې، وارپه وار یې لهجه بدلېدله،جلالیت پرې نوره هم غلبه وکړه، مخاطبین پوهېدل چې ملاصیب داحساساتو څپو په سر واخیست،موضوع ترې ګډه وډه شوه، بیا یې موټي خولې ته ونیواوپه ضربه ضربه ټوخلویې لږځان په کابوکې راوست اوله همدې سره یې بیا خوله پراتیستله:

ـ عزیزانو!ٍ ثوابونوته مخه کړئ، د اجرکارونه وکړئ اوکه جنت ته تلل غواړئ؛نولنډه لاره یې داده چې تورې له تېکي وباسئ اوپرکفارویې استعمال کړئ، له همدې سره ملاصیب کافران هم په ګوته کړل، سامعین په دې تمه ول چې ملا صیب به له یهودواو ملحدانوسره دمقابلې لوری ورخپل کړي،د واقعي کفاروتقابل ته به اورېدونکي ورجلب کړي؛ خوملاصیب تر یهودو، نصاراوو او ملحدانو وړاندې دهغو خلکومقابلې ته ترجیح ورکړه چې نوموړي یې اوږده موده آب ونمک خوړلی ؤ،پر دسترخوان یې رالوی شوی او دجهاد درس یې ترې اخیستی ؤ!! ملا صیب وویل:

 ـ څوک چې دا خلک ووژنې  غازي دی !

ـ که يـې په مقابـل کې ومري شهيد دی اوځای یې جنت!!

ملا صيب خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

 ـ اې خلکو ! قيامت راتلونکی دی ، هوښیار به هغه وي چې د آخرت توښه برابره کړي ،  هم  غازي شي، هم شهيد...

سامعین له یوې خوا دملا صیب احساساتوحیران کړي وو اوله بلې خوا یې حیرانتیا په دې وه چې میاشت وړاندې ملاصیب دکافرکړی شوي صف په ملګرتیا کې خلکوته دجنت کلیانې ورکولې! شاید دګڼ شمېرخلکوپه ذهنونوکې بېلابېل سوالونه پیداشوي وي:

ـ آیا ملاصیب لېونی شوی؟

ـ آیا دکوم کتاب په حاشیه کې یې څه لیدلي ؟

ـ آیا خپل مذهب یې بدل کړی اوکه...؟

آ خواته په عمر يو پوخ د شناوۍ ږيرې خاوند ناست دی ، د ملاصيب له خبرو سره د حيرانۍ په دود سر خوځوي ،پرتندي یې دغصې علایم څرګند شي ،سور اوشین واوړي؛خوله ناکامه یې خبرې اوري ،

ملا صيب خپلو خبرو ته دوام ورکوي:

ـ عزیزانو! د خدای (ج) له کتابه خبرې کوم   که تاسې د دې خلکو مقابله ونه کړئ ؛نو په دنيا او آخرت کې به مخ توري اوکوز ګوري ياست، (ملا صيب په دې وخت کې هغوخلکوته اشاره وکړه ،چې دخپلې نوې لیکې مقابل یې بلل اوله سنګرونو یې دتکبیرونو ازانګه کېده!) حاضروخلکویوځل بیا پرخپلوټنډود حسرت ګارې څرګندې کړې، یوبل ته یې وکتل اوځینې یې پټ پت وبوږنیدل...ملاصیب دخلکوپرغبرګون پوه شو؛ځکه یې تریوڅوخبرو وروسته خپله وینا نوره بس کړه.

کله چې ملا صيب خپلې خبرې خلاصې کړې او خلکو ته يې د خپلو خبرو د منلو او تعميل په مقابل کې جنتونه او نعمتونه وځلول ، د شناوۍ ږيرې خاوند لاس پورته کړ ، يوې او بلې خوا ته يې وکتل او بيا يې ملاصيب مخاطب کړ:

ـ مولوي صيب ! تا خو ښې خبرې وکړې ؛ خو له ما سره يو سوال دی ، که اجازه وي  چې تا ته يې عرض کړم.

ملا صيب په داسې حال کې چې ددې سړي تېرو حرکاتو شکمن کړی او قارولی ؤ، په نه زړه ځواب ورکړ:

ـ وايه ! څه وايې ؟

ـ صيب ! دا تا چې نن د کومو خلکو خلاف خلک پارول او په مرګ کې دې یې جنتونه وځلول ، دا خو پرون تا واجب الاطاعت ګڼل او تا یې په حمـايت کې خلکو ته د جنت کليانې ورکولې ! که د سر امن وي ؛ نو زما سوال دا دی چې ستا پرونۍ فتوی شرعي وه او که نننۍ ؟

ملا صيب ددې خبـرې سـره تک سور واوښت ، ټنډه يې تروشه شـوه ، شايد نه يې غوښتل  ځواب ورکړي؛ خـو د حاضرينو بوڅـو غږونو مجبور کړ ، چې په ژوولي ډول ځواب ورکړي:

ـ جنابه ! دلته د ورځې ، ورځې خبره ده ، ما چې پرون څه ويل هغه د پرون خبره وه ؛ بلکې يو ضرورت و ، د نن خبره مې د نن اړتیا ده ، او سبا به مې د سبا خبره وي ؛ خو ته بايد پوه شې چې زما دپرون اونن خبره یوشرعي »شِنګ« لري !!.

د ملا صيب له ځواب سره ما ته د هېواد د تېرو درېیولسیزو ټولې خونړۍ پېښې را يادې شوې ، هغو پېښو  چې زموږ د »جهاد«اقدار  وخوړل ! هغو ناغورو چې د درې نيم ميليونه شهيدانو او معلولينو د وينو په قېمت ګټلی انقلاب يې له ټولو لاسته راوړنو سره د نورو په کومي کې وغورځاوه !! او بالاخره هغو فاجعو چې زموږ پر مقدساتو يې خاورې واړولې او زموږ فاتحان يې د کابل لوټماران معرفي کړل !! دې ټولو يو» شرعي« ِشنګ (!) لاره يا په بله مانا دا هره پېښه د يوه صيب د فتوی له مخې را منځته شوې او چا چې هر څه کړي يو شرعي (!) مبرر يې لاره !! د همدغو ارزانه فتوا وو له مخې څو ځلې زموږ هر مشر » مباح الدم«، »باغي« او واجب القتل ګڼل شوی !! په مخالفت کې یې توپونه اوجازونه استعمال شوي ، د زرګونو خلکو په ژوند خاورې اړول شوې ؛ خو کله چې د ښکېلو لوريو تر منځ تربګنې ختمه شوې ، بيا بيرته سپين بازان ګڼل شوي!!

دا لوبه اوس هم روانه ده ، اوس هم هر لوری د خپلوناجایزواعمالو په توجيه کې له همدغه »ِشِنګ«نه کار اخلي!!

هغه چې د امريکايانو تر بولۍ لاندې  افغانان د القاعده او تروريست په نوم وژني او هغه چې يې تقابل ته ولاړ دي ،  دواړه همدغه ِشنګ په لاس کې لري !! کېدای شي له افغانستان نه د اجانبو تر شا ګرځ وروسته هم ، سياسي حريفان د مخالفت لپاره همدغه »شنګ«وکاروي ، هلته به هم د فتواوو له مراجعو سره د همغه مهال خبره مطرح وي ، له ورځې سره به ځانونه عياروي او دریځونه به يې بيا هم همدغه «شِنګ « (!) لري!!

 »ما په ما وژني کافر هنر دی



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018